چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهکيسه ګۍ| ليکوال:فضل الحق تپاند

کيسه ګۍ| ليکوال:فضل الحق تپاند

مطالعه:
د کتاب ورقې يې څو وارې سره واړولي؛ د غټ ټيليفون رڼا يې ځان ته پام واړاوه ،ورپورته يې کړګوتې يې پرې کشولي، څو دقيقې بعد يې په خواږه خوب کي د کتاب مطالعه کوله.


کبر:
پيغلې په هنداره کي د سر سپين ويښته ته کتل، پلار يې د يو شتمن زوم په فکر کي و.


قانون:
پوليسو موټروان د تيزرفتاری په جرم ونيو، په شنه رينجر کي يې له ځان سره بوت په لاره کي رينجر څو د ميوو ګاډيانې ورباندې چپه کړې ، ګاډيوانانو په رينجر پسې بد بد کتل.


تعليم:
په ښار کي د ښځينه ډاکټرې نشتون ناهيلي کړل ميرمن او خاوند ستړي د کور په طرف روان شول، دکور دروازه يې په زوره خلاصه کړه
خاوند : دا لا څنګه ښار دی چي يوه ښځينه ډاکټره نلري
د لور سترګې يې په پلار ولګېدې ژر يې زوړ کتاب او شليدلي کتابچه ترپلاستکي فرش لاندي کړل.


انتظار:
د څو مياشتو انتظار وروسته د سليم د راتلو ورځ وه، اوږده نری ګوته يې د ټيليفون په سکرين کش کړه د سليم په نوم شمېرې ته يې زنګ وواهه
بلې سليمه چيرته يې؟ مقابل اواز ښځينه و
مهرباني سليم په کار کي دی زه د سليم ميرمن خبري کوم
په ټيليفون کې د سليم هغه پيغام (زماګرانې بې له تا مې وخت نه تيريږي زه به درځم ) د اوښکو څاڅکي پيکه کړ.


قومندان:
قومندان مجرم د خلکو د ظلم په تور بندي کړ
د ميز جابه یې کش کړه د هغو پيسو په حسابولو پيل وکړ چي تيره ورځ يې په زور د خلکو څخه اخيستې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب