شنبه, اپریل 20, 2024
Home+بوډاګان (لنډه کیسه) اسدالله غضنفر

بوډاګان (لنډه کیسه) اسدالله غضنفر

حاجي عثمان ته ډاکتر ویلي و خواږه شیان مه خوره، سګریټ مه څکوه، له غوړو سره احتیاط کوه، پلی تګ مه هېروه، څه نا څه خامخا ګرځه.

حاجي پوره اته میاشتې دغسې وکړل. اوس تر تېر کال بهتره و. یوه نیمه ورځ به یې ان یو، یو نیم ساعت قدم واهه. ژمی نور ختم و. هوا ورځ په ورځ ماتېده. حاجي هڅه کوله د چکر لمن وغځوي، ځکه خو مامور لطیف ورته وویل: ته د ځوانانو غاړې کوې، نور درسره نه شم ګرځېدلی.

مامور هم څلور اتیا کلن و، د حاجي همزولی و مګر ناروغي یې بېله وه. دی د زړه ناروغ و او حاجي د شکرې.

د پسرلي په لومړیو ورځو کې یو مازدیګر د چکر په وخت په حاجي باندې هوا دومره ښه ولګېده چې کورتۍ یې ورته وایستله، د لاس لستوڼي یې یو څه رابر وهل او د کمیس پاسنۍ تڼۍ یې پرانیستله. پسرلنۍ وږمې د حاجي پښې وتخنولې؛ نوې، نوې کوڅې یې ورباندې ولیدې، اخر د ښار د منځ په پارک ورپېښ شو، نېغ ورغی. دی مازدیګر مهال دا ډېر کلونه پارک ته نه و تللی. مامور لطیف یوه ورځ ورته ویلي و، پارکونه تر غرمې له مخه د بوډاګانو وي او تر غرمې وروسته د ځوانانو. د مامور دا خبره یې په زړه لګېدلې وه، په یاد به یې وه، خو اوس یې هېره وه.

په پارک کې یې له دروازې سره نژدې پر یوې پېغلې سترګې ولګېدې چې په سمټي چوکۍ یوازې ناسته وه. مخ ته یې ځیر شو. تندی یې پلن و، ویښته یې خرمایي وو، پوزه یې نرۍ وه، سترګې یې غټې وې خو حاجي یې تر هر څه زیات د پوست تاندوالي ته فکر یووړ چې د عمر پسرلي ورباندې خپله ټوله لورېینه کړې وه. لکه د کب د میاشتې لمرین سهار تازه تازه و. حاجي چې یې څنګ ته تېرېده، له ځان سره یې وویل: ولې ورته په غټو غټو ونه ګورم، زه خو څه بد نیت نه لرم! دغه وخت د حاجي شونډې موسکې شوې، لکه چې په خپل هوس پورې خندا ورتله. له نجلۍ تېر شو، یو څو ګامه پر مخ لاړ او بیا وچ ودرېد. حاجي ځان ته په فکر کې شو. زړه یې په رشتیا نه غوښتل له نجلۍ تېر شي. نیم ساعت پرله پسې مزل یې په بدن کې د وینې جریان چټک کړی او ذهن ورفعال کړی و. یو چل ته یې پام شو. مخ یې بېرته نجلۍ ته واړاوه. هغې سترګې ورهسکې کړې. سترګې یې دا ځل لا غټې او لا برندې معلومېدې خو حاجي ورته وارخطا نه شو، له خپل چله یې کار واخیست، نجلۍ یې وپوښتله: څو بجې دي؟ هغې چې لاس پورته کړ، ده یې د لاس بند ته وکتل. هغې چې ساعت ته وکتل، ده یې د بڼو له کوزېدا خوند واخیست. هغې چې لېمې راجګې کړې، د ده زړه یې د بڼو هسکېدا ته ورپېد او هغې چې وویل، پاو کم شپږ بجې؛ ده یې د ساه ګرمي او د عطرو بوی احساس کړل. اوس نو هغه وخت و چې حاجي به ورته ویل، ډېره مننه، خیر یوسې، خو پام یې شول چې نجلۍ د ده خپل ساعت هم لیدلی شي. د حاجي د چپ لاس بند چې ساعت ورباندې تړلی و، د امسا په سر داسې پروت و چې د نجلۍ تېزو نظرونو یې د ثانیو پته هم لګولی شوه. حاجي ژر مخ واړاوه او د پارک منځ ته روان شو.

هورې په یوه تشه چوکۍ کېناست. خوب یووړ. لس، پنځلس دقیقې وروسته چې څنګه راویښ شو، نجلۍ وریاده شوه. پسې راپاڅېد.د پارک دروازې ته یې ځان ورساوه خو هغه یې ونه مونده. زړه یې یوه لېونۍ تنده احساس کړه، لکه څوک چې د وروستي ځل په مخه د چا دیدار غواړي، لکه فرصت چې د ابد لپاره له ګوتو وځي. هماغلته تر ډېرو پورې کوز پاس وګرځېد. هره چوکۍ یې جدا جدا ولیده، د پارک تر چنارونو راتاو شو، د ګلاب د بوټو په منځ کې یې نرۍ لارې وپلټلې، د تازه وښو بوی یې راکاږه، بنفشو ته یې پوزه ورنژدې کړه خو د هغې د عطرو بوی تري تم و. مایوس شو. د پارک له دروازې ووت او چې څنګه یې واټ ته وکتل په خپله غلطي پوه شو.

دی باید د پارک په هغه بله  دروازه کې په نجلۍ پسې ګرځېدلی وای. ده ته وریاد شول چې دغه پارک دوې دروازې لري، یوه شمال او بله جنوب ته. حاجي ستړی و، تږی و او اوس چې کوم ځای ته راوتلی و، د دوی کور ورنه یوازې اووه، اته دقیقې لرې و. د نجلۍ له دیداره تېر شو، مخ په کور وخوځېد او د ماښام جمعه یې خپل جومات ته ورسوله.

هورې ورته مامور لطیف وویل: ډېر موسکی، موسکی کېږې، چل څه دی؟

حاجي وویل: مه مې غږوه، بې حده ستړی یم.

مامور په پوښتونکو نظرونو وځیره.

حاجي ورته وویل، سبا سهار حجرې ته خامخا راشه، پوه به دې کړم.

مامور په سترګو کې ورته وخندل، سر یې ورته وخوځاوه.

حاجي زیاته کړه، چکر ته دې نه بیایم، مه وېرېږه، یو داسې چل به در زده کړم چې زړه دې باغ، باغ شي، چې بېرته ځوان شې.

ماخوستن حاجي د نورکله غوندې د راډیو خبرونه واورېدل. په روغتیایي خبرونو کې راغلي وو چې یوه چیني عالم د چین د جنوب په غرونو کې یو بوټی پیدا کړی دی چې که وچ شي او اېښولې اوبه یې وڅښل شي، د شکرې ناروغانو ته تر بلې هرې دوا ګټور دی. دغه خبر په حاجي ډېر اثر وکړ. سهار یې تر چایو دمخه لا د مطالعې عینکې په سترګو کړې، اخبار یې وغوښت. د چیني عالم خبر په اخبار کې هم چاپ شوی و. دوه، درې ځله یې په دقت ولوست.

وروسته بیا چې مامور لطیف راپیدا شو او د حاجي په وړه حجره کې یې د نور کله غوندې د کړکۍ خوا ته ډډه  ووهله، حاجي سمدستي د چیني عالم د کشف کیسه شروع کړه.

مامور وویل، اوس نو هغه بله خبره وکړه!

حاجي وویل، کومه خبره؟

مامور وویل، ولې هغه جومات کې چې دې کوله، ماښام!

حاجي ته څه وریاد نه شول.

مامور وویل، هغه چې ویل دې، نپوهېږم زړه به باغ، باغ کړي، که څنګه؟

حاجي بیا هم غلی و. حافظه یې وربلله خو څه نه وریادېدل.

 د زړه رنځور ملګري یې په شونډو کې وبوڼېد: چې ویل دې یو چل دی چې زړه به دې تازه کړي.

خو حاجي ته څه نه وریادېدل. د هغه له ذهنه نجلۍ داسې وتې وه لکه له ژونده چې یې ځواني تللې وه. درې، څلور دقیقې وروسته یې وویل: چین ډېره ترقي نه ده کړې!

  ۱۳۷۶

3 COMMENTS

  1. استاد سلام عليکم
    مننه له کيسې. ستاسې نثر واقعاً اوج ته رسېدلی. کيسه سړي شروع کړې نه وي چې اخر ته يې ورسېږي. دا حافظه چې له احساساتو سره تړلې وي، دا ايموشنل ميموري چې ورته وايي لکه دې کيسه کې دا ژر نه هېرېږي. داسې ښکاري چې دا ډول حافظه لکه چې له هيپوکمپوس پرته په کوم بل ځای د مغز کې ساتل کېږي.
    مننه له ښکلې کيسې.

  2. سلامونه،
    استاذه، ډیره خوندوره کیسه ده.
    نپوهیږم د بهر ملک کوم پارک کې تیره شوې که د هیواد دڼنه؟… په دې اواخرو کښې خو د وطن پارکونو هم حجاب اغوستی وي!!!.
    بل دا چې بهر کې له ۶۰-تر ۸۰ کلن لا هم ځانونه ځوان ګڼي، خو هیواد کې منځنی عمر له ۴۰ تر ۶۰-۶۳ دی؟؟. مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب