جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د پروین ملال څو تازه شعرونه       

د پروین ملال څو تازه شعرونه       

                                                            عقیم قلمونه

د کړکۍ چوکاټ وړوکی

وزرونه د سبا دبا د خوږیږي

د رڼا د خندا ږغ زګیرویو، یووړ

د کړکۍ  دواړه غوږونه دی پري شوی

زخم ، زخم

د رڼا ږغ یې وغوږ ته نه رسیږي

د بڼ ټولې دروازې شوي بندیوا ني

د نګهت پښوکي لویدلې زولنې دي

زړه مې چوي ، زړه مې چوي

ټولې نجونې د زندان سندرې وایې

د بنګړو سندرې مړي دی

ټولو نجونو د خپل اوښکو غسل ورکړ

اوس یې سپاري د ګریوان و هدیرو ته

د بنګړو دشرنګ سند رې

جنازې، جنازې دي

د کړکۍ چوکاټ وړوکی

وزرونه د سبا د باد خوږیږي

د کتاب د پاڼو ، پاڼو شونډې ترک، ترک

چاودي، چاودي

د سیلېو د ظالم لاس په وهلو

د انګړ غیږکې تاویږي

د مکتب په دروازو کې دنکلونو دیبا ن

ناست دی

د بدرنګو څوسندرو زمزمې یې

د وحشت سره لوبیږي

قلمونه د نجلۍ د مکتب بکس کې،

 عقیم شوي

د لفظونو د ښکلا خلقت ولاړ دی

د لفظونو مور ده بوره

ټول بچي یې د نیستۍ پر سپینه پاڼه

محوه، محوه  فناه کیږي

د کړکۍ چوکاټ وړوکی

وزرونه د سبا د با د خوږیږي

د هلک د پښو تڼاکې،

د ایران او د یونان پر سپیرو دښتو

د اغزو  بلاوې اخلي

د اغزو پښو کي پسونه د اختر دی

حلا لیږي

د زندان خونې د سپینو مخورو څخه ډکي

ټول ښارونه د ښکلا،

په څو لفظونو پسي مړه دی

ټول ښارونه میینه غواړی،

خو، یو غوړپ داوبو نشته

تږي، تږي د اهاړ تبو نیولي،

د ښار ټوله دیوالونه

د ښار ټول بامونه ژاړي

کلي ټول ژړاوو ډوب کړه

د ژوندون پر دړه توري نه ښکاریږي

د کړکۍ چوکاټ وړوکی

وزرونه د سبا د باد خوږیږي

۲۰۲۲ / ۹ / ۲

چپه خوبونه …

هغه وړه وه او د نورو په شان

دې هم، خوبونه لیدل

دا تیره شپه یې داسي، خوب لیدې!

د بام د څوکو څخه والوزي،

د شنه اسمان، شنه سمندر کي،

درڼا څپوکې ، خپل وزرونه پریولې

خپل وزرونوته، د زرین لمر،  سندره ووایې،

خپل وزرونو ته درڼا، دم واخلې

مور یې ویله ورته، ماته مې مور ویلې،

چې زما مور ویله،

د ښځې خوب هر وخت چپه خیژې

لاهم وړه وه، چې د خوب پر طلایې دړه یې

د یوه هسک شهسوار ږغ ولیکه

په ږغ کي مییني او د میینې بغاوت خندله

هغې بیدیا کي د وحشې وږمو څپوکې

دهغه دمړوندونو اولاسو نو د لمس

یوه وړه او مقدسه هیله وکرله

سبا ملا مسجد کې، وماشومانو ته،

سوره یوسف وايه

په شد و مد او په غرور یې ویل،

ټوله فساد او مکر ، په زلیخا کي و،

د هم هغې، ورځې

د دې نړۍ د ګناه او د فساد کلمې،

ټوله د ښځو د فساد اومکر، عمل نامو کې

د ګیڼ لاس پریښتې ولېکلې

هغه وړه وه په فساد او ګناه نه پوهیده

د شپې یې خوب لیدې

چې ښکلو، ښکلو ټاپوګانو ته،

د هلالي سپوږمۍ رڼا او ترږمۍ کي په سفر تللي ده

یوازي نه ده

د اسطورو د شهنشاه، دغاړګۍ ددانو،

د سروغمیو په شان

یو شهزاده یې په اوږو باندې خپل سر ایښې دی

سا یې د دې د ګڼوڅڼو په ول، ول کي

د نګهتونو د ښکالو کوډګرې لارې باسي

سهار یې مور ورته ویل ،

نور شیطانې خوبونه مه وینه

د ښځې خوب هروخت چپه خیژې

هغه وړه وه، په هیڅ نه پوهیده،

اولا یې هم، هره شپه درڼا ډک

ښکلې خوبونه لیدل

اوس یې خوبونه یو څه،

لنډني شوی پاخه شوی وه

خوب یې لیدې چې د یو چا ،

چې دې هیڅ نه پیژندې د بیلتانه،

د سوزسندره وایې،

غیږ یې دچا دغیږې، نرم ټکور لټوې

غیږه یې سوزی د ستۍ * په شانې

یوڅوک دباندې د بیدیا پر سوزیدلې مځکه

د سوز شپیلۍ ږغوي،

د شپیلۍ ږغ کي د سارا د لیوني وږم څپې راځي

 هغې به اوریده په شرم باندې نه پوهیده

داسي شپه هم راغله

  پوره سپوږمۍ وه، سپینې وړانګې یې،

لکه باران اوریدې

هغې د نجونوسره دشنوبنګړیو،

د بربنډې شرنګا سندره وویله

د بام پر سر یې نا محرم اسمان ته سر لڅ کړ

او د وږمو په ږمونځ یې و رخسارونو ته ،

دچنډنې رباب نغمه پیل کړه

په قدمونو کي یې یوعجیبه ډول آهنګ راغلې

هغه میینه شوله !

هغه اوس هم په ګناه نه پوهیږې

نجونې د بام پر څوکو، یوې اوبلې ته،

په اشارو او کنایو کي وایې ،

هغه میینه په ګناه اوشرم نپوهیږي

۲۰۲۲ / ۸ / ۲۵

غزل

شپې وي یادونه، جدایې اود پرهر،  کیسه وه

ژوند بل څه نه و د پرهر دمازدیګر کیسه وه

دڅوشېبو انځور لویدلي د سبا په آیینو

وڅوشېبو ته دماښام لویدلې لمر کیسه وه

ژوندون خماردیوه څاڅکې د یو چا په شونډو

دچا دیدن ته د یو چا دیونظر کیسه وه

څپې د شوره سره تللې د ساحل غیږې ته

دساحلونو دچوپتیا اوسمندر کیسه وه

دڅووږمو په هېلو ګل څیرې ګریوان ولاړ

دڅو وږمو پلمه د بڼ د لروبر کیسه وه

په اوږده لاره د لټون وتلی ستړی انسان

څه د تڼاکو څه د آه څه د مجمر کیسه وه

۲۰۲۲ / ۸  / ۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب