شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهبایلل || اجمل پسرلی

بایلل || اجمل پسرلی

د ودکا ګیلاس یې پر سر واړاوه. ټک شو، تش ګیلاس یې کلک پرمیز کیښود. د رستورانت له خدمتګارې یې په اشارې هیله وکړه چې نور شراب راوړي.

هغې ډک ګیلاس ورته کیښود، ده پسې وکتل. د خدمتګارې شاته یې یوې نجلۍ ته ورپام شول چې طلایي ویښته یې له کړکۍ د رالویدلي مازدیګرني لمر وړانګو ته ځلیدل.

سړی په اړخ شو، پر سیمنټي مځکې د چوبي  چوکۍ د پښو کغا شوه شاوخوا ناستو څو تنو د ده خواته سترګې واړولې، خو د طلایي ویښتو نجلۍ له خپلو ملګرو سره په لاسو غږیده. ده له ګیلاسه غټ غوړپ وکړ. نجلۍ پر ګوتو ویښته د غوږ شاته کړل. ده د تش ګیلاس مینځ ته ګوته ونیوله، نور شراب یې راوغوښتل.

د رستورانت خدمتګارې د میزونو پر سر پرتې شمې ولګولې. سړي  د شرابو پر ګیلاس شونډې کیښودې، د طلایي ویښتو نجلۍ ته یې وکتل. سر یې وګرځید، سترګې یې سره وروستې، سر یې پورته کړ، د چت د  څراغونو رڼاوې ښکرورې شوې. میزته یې سترګې ونیولې د شمې وړانګه ورته ونڅیده، ویې خندل، د بل، بل او بل میز شمې په نڅا شوې، د طلایي نجلۍ مخې ته پراته میز ته یې وکتل، نجلۍ نه ښکاریده. د میز پر سر یې پیسې واچولې، پسې ووت.

دباندې د واورو بڅرو ته د سړک د غاړې څراغونه تت ښکاریدل، خو د ده مخې ته د طلایي ویښتو نجلۍ رهي وه. ګامونه یې پسې چټک کړل، څو ګامه تر نجلۍ تیر شو، تر اړخ یې وروکتل، نجلۍ لار چپه کړه، دی یې مخې ته ودرید. هغې بیا هڅه وکړه چې ترې تیر شي خو ده غیږ پرانیسته. نجلۍ په شا شا روانه شوه، ده ته بل رنګ ښکاره شوه، لکه چې بل څوک وه، نجلۍ منډه کړه. ده کړس کړس وخندل.

پراګ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب