ليکوال: څېړندوي رفيع الله نيازي
مقدمه :
پامیري ژبې او ګړدودونه زموږ د هېواد داسې لرغونې ژبې دي، چې په یوه کوچنۍ سیمه یعنې پامیرکې خپل ویونکي لري،خو ددې سیمې د نورو ژبو په څېر ډېرې اوڅارې او دودې ځکه نه دي،چې له یوه اړخه یې د ویونکو شمېر کم دی او له بله اړخه یې په اړه بشپړې څېړنې نه دي شوي . موږ په دې لیکنه کې په اندواروپايي کورنۍ کې د پامیري ژبود ځای ځایګي، په پامیر او څرمه سیمو کې یې د ویونکو پر شمېر او مېشت ځایونو،ددغو ژبو او ګړدودونوپر ډلبندۍ تته شان رڼا اچولې او په پای کې مو په تشریحي، خو په لنډ ډول له پښتو ژبې سره د پامیري ژبو پر ژبنیو اړیکو د یو شمېر باندنیو پوهانو له نظریاتوسره خپل خواله هم شریک کړي دي.
” اندواروپايي کورنۍ” په ژبنيو کورنيوکې تر ټولو پراخه او ستره کورنۍ ده ،چې دنړۍ د نژدې نيمو استوګنو مورنۍ ژبې ورپورې اړه لري او له پنځو لويو وچو څخه د اروپا، امريکا او استرليا اوسېدونکي يو مخيز، د اسيا ډېری اکثريت او همدا راز د افريقا یوپاموړ شمېر اوسېدونکي پرې غږيږي .” د اندواروپايي کورنۍ ژبې، لکه له نامه يې چې څرګنديږي له هند څخه نيولې تر اروپا پورې غزېدلي او بېلابېلې ژبې … يې برخې دي .اندواروپايي کورنۍ په ټوله کې۲۰۰ ژبې دي ، چې له ۲ ميلياردو ويونکو سره نږدې د نړۍ نيم نفوس جوړوي”(۱)
ميشل مالرب : مترجم : عفت ملانظر، زبانهاي مردم جهان، شرکت انتشارات علمي وفرهنګي، تهران، ۱۳۲۸ هـ ل ۲۵ مخ .
د” اندواروپايي کورنۍ” له ګڼو څانګو څخه يوه يې ختيزه څانګه ” اريک ” ده،چې د” اري ” او ” اريايي” په نوم هم ياديږي . ” اريک” په درېیو څانګو “اندو اريايي”، ” دارديک ” او” ارياني” وېشل شوې ،چې په ” اندو اريايي” کې ويدي سرودونه، سنسکرېټ، پراکرېت، هندي او د هندوستان ځينې نورې ژبې، په ” دارديک ” کې نورستاني، وایګلي،پشه یي، وټه پوري، کشمیري، بشکاریک او ځینې نورې ژبې شاملې دي او د” ارياني” څانګې ژبې بيا په ختيځو او لوېدېځو وېشل شوي،چې پاميري ژبې او ګړدودونه هم د ژبپوهانو له لوري د ځینو وضعه شوو معیارونو پر بنسټ د اوستا، ساکي، سغدي او پښتو ژبې تر څنګ د” اندواروپايي” کورنۍ” د ” اريک” ډلې د” ارياني” څانګې په شمال ختيزو ژبو پورې تړلې دي.
د پاميري ژبو په نامه ددغو ژبو د نومونې لامل هم دادی، چې دا ژبې په پامير سيمه کې دمېشتو وګړو ژبې يا لهجې دي.
پامير د غرونو د څوکو لمن يا د غرونو لمنې ته ويل کيږي . پامير د اسيا په زړه کې هغه دنګې دنګې څوکې دي،چې د اسيا د لوړو غرونو د وصل سيمه بلل کيږي او دغلته د تياشان التايي، قراقرم، هماليه او هندوکش غرونه سره نښلي. د لوړوالي له پلوه ددغو ټولو لړيو لوړه څوکه د دنيا د بام په نوم ياديږي.
پامير دوه برخې لري ختيځ يا لوی پامير او لوېديځ يا کوچنی پامير . د پامير دواړې برخې د سياسي وېش له مخې د افغانستان، چين او تاجکستان تر منځ وېشل شوي دي ” ختيځ پامير د يو شمېر غرونو هغه لړۍ ده، چې له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې لوړوالی لري او له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ مترو د ژورو درو او خوړونو پواسطه له يو بل څخه جلا شوي دي ، د غرونو دغه لړۍ په ځينو ځايونو کې لوړې څوکې لري، چې لوړوالی يې ۷۰۰۰ مترو ته رسيږي ” ( ۲)
اريانا دايره المعارف، دوهم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دايره المعارف رياست ، ۱۳۸۷ هـ ل، ۳۳۲ مخ .
د پاميري ژبو بېلابېل ګړدودونه نن سبا د افغانستان د بدخشان په پامير او پاميرته په څرمه سيمو، لکه په اشکاشم،واخان، شغنان او ځينو نورو درو ، افغاني پامير ته څرمه د تاجکستان په ځينو سيمو، د چين د سين کيانګ ولايت او د اوسني پاکستان په ګيلګيت او د جمو کشمير په يو شمېر څنډو کې ويونکي لري . که څه هم د پاميري ژبو د څېړنو تاريخ له يوې پېړۍ اوښتی، خو د دغو ژبو او ګړدودونو د ډلبندۍ په اړه پوهان سره په يوه خوله نه دي.
د پامیري ژبو روسي څېړونکي يوسيف ميخايلوويچ ارانسکي په خپل اثر ” ايراني ژبې ” کې د پاميري ګړدودونو تر سرليک لاندې پاميري ژبې په څلورو ډلو وېشلي،چې شغني يا شغناني، يزغلامي، اشکاشمي او وخي ياديږي ،چې له دغو ژبو ځينې يې سيمه ييز نور ګړدودونه هم لري، خو منجي يا منجاني او يغنابي يې د بېلو ژبو په ډول راخيستي يعنې د پاميري ژبو په ډلبندۍ کې يې ورته ځای نه دی ورکړی .(۳)
زبانهاي ايراني ، زباړه :داکتر علي اشرف صادقي، انتشارات سخن، چابخانه مهارت، تهران، ۱۳۷۸ هـ ل، له ۱۴۹ څخه تر ۱۵۳ مخ پورې.
همدغه روسي ليکوال د خپل بل اثر” مقدمه فقه اللغه ايراني” په ۳۲۳ مخ کې په لږ توپير پاميري ژبې د ( شوغناني – روشني،يزغلامي، اشکاشمي او وخني) په ډول ډلبندي کړي، خو ګرېرسن د خپل اثر ” The linguistic survey of India” د لسم ټوک په ۴۵۵ مخ کې شغني، سريکولي، زېباکي، اشکاشمي،سنګليچي، وخي، مونجاني، يدغه او يغنابي ژبې د پامير د کليو بانډو ژبې بللې دي .(۴)
اريانا دايره المعارف، دوهم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دايره المعارف رياست ، ۱۳۸۷ هـ ل، ۳۳۴ مخ .
زموږ د هېواد پياوړي څېړونکي ارواښاد دوست محمد دوست شينواري په خپل اثر ” د افغانستان ژبې او توکمونه ” کې دافغانستان د ژبو په اړه ارزښتمنه څېړنه کړې او پاميري ژبې يې په اوو ډلو او ژبو کې سره په دې ډول ډلبندي کړي دي: (شوغناني او روشاني ژبې، اشکاشمي ژبه ، واخاني ژبه، مونجاني ژبه، سوغدي او يغنوبي ژبې،خوارزمي ژبه او اوسيتي ژبه ) ښايي ځينو نورو پوهانو چې پاميري ژبې يې څېړلي، نورې ډلبندۍ هم وړاندې کړي وي،خو په افغانستان کې د پاميرو ژبو په اړه وروستۍ اکاډميکه څېړنه د اريانا دايره المعارف په دوهم ټوک کې راغلې او د ډلبندۍ له مخې يې ټولې پاميري ژبې په پنځو ډلو وېشلي ،خو دلته هم لږو ډېر د پخوانيو هغو په تقليد منجي، ونجي او يزغلامي ژبې د ډلبندۍ برخه نه، بلکې په پای کې د ځانګړو پاميري ژبو په توګه ترې يادونه شوې ، نو ويلای شو پاميري ژبې هغسې چې ښايي لا هم په بشپړ ډول څېړل شوې نه دي ، ځکه يې پوهان د ډلبندۍ په اړه سره همغږي نه دي ، خو په ورستيو افغاني څېړنو کې پاميري ژبې داسې ډلبندي شوي دي:
۱ – شغني – روشاني ډله ، چې د سلو کورنيو په شاوخوا کې ويونکي لري او لاندې ژبې پکې شاملې دي :
الف : شغني ياشغناني، چې په خاروغ ښار او د شغنان په شاوخوا، راشت کلا،برواز، د روشان سيمې د باجوپ کليو او بانډو، په تاجکستان کې د شاه درې او غند درې په اوږدو او په افغانستان کې د پنج رود په لوېديځو غاړو کې ويل کيږي .
ب : روشاني ( روشني يا روشناني) د پنج رود په دواړو غاړو، په روشان سيمه ، د شغني ژبو سيمو په ګاونډ، د تاجکستان په خوف دره او د افغانستان د بدخشان په روشان سيمه کې ويونکي لري.
ج : برتنګي، د تاجکستان د روشان سيمې د برتنګ درې په اوږدو کې پرې خبرې کیږي.
د : روشروي يا اوشري، په تاجکستان کې د برتنګي ژبو سيمو په شمال د مرغاب او ګودره سيندونو په اوږدو کې ویل کیږي .
هـ : سريکولي (سريقولي)، د سريکول غرونو د لړۍ په ختيځ د چين په سين کيانګ ايالت کې له درېيو لهجو تاجقرغاني (تاشقورغاني )، چيني او برونکسالي سره دود ده او ویونکي لري .
۲ – يزغلامي ، د تاجکستان په جنوب ختيځ د يزغلام رود په دره کې، چې د پنج رود د ښي اړخ يوه څانګه ده او درې زره ويونکي لري.
۳ – په اشکاشمي، زېباکي، سنګليچي ډله کې دا ژبې شاملې دي:
الف : اشکاشمي، د تاجکستان جنوب ته په اشکاشم دره کې له ۲۰۰ ويونکو سره ، خو زياتر د افغانستان د اشکاشم ولسوالۍ په هغه سيمه کې چې د پنج رود شمال لور ته تاويږي او په افغانستان کې د وردوج رود په سرچينو کې پرې خبرې کيږي.
ب : زېباکي، د افغانستان په خاوره کې دننه د وردوج رود په سرچينو کې ویونکي لري.
ج : سنګليچي ،په سنګلېچ دره کې د وردوج رود په سرچينو کې ویل کیږي.
د : وخي يا واخاني په تاجکستان او افغانستان کې د پنج رود په شمالي مسير د هندوکش او پامير تر منځ د واخان په غاښي، همدارنګه د پاکستان د جمو او کشميرايالت ، چترال سيمه او د چين په سين کيانک ايالت کې ټول د نهو دېرشو زرو په شاوخوا کې ويونکي لري.
منجي ژبه په منجان ولسوالۍ، چې په منجان دره کې ده ویل کیږي ، دا يوازينۍ پاميري ژبه ده ،چې له افغانستانه دباندې ويونکي نه لري او يوازې په افغانستان کې دود ده . په پای کې بايد د ونجي ژبې يادونه وشي، چې تر اوسنۍ پېړۍ د مخه ژوندۍ وه، خو نن ورځ د ونج درې اوسېدونکي تاجکي ژبي شوي دي . په قراتکين او درواز کې سره له دې چې دوده ژبه تاجکي ده، خو د جغرافيايي نومونو له مخې کېدای شي په دغو سيمو کې د پاميري ژبو د رواج د سابقې حکم وکړل شي . د ځينو پوهانو په عقيده يزغلامي ژبه د بدخشان ولايت د فيض اباد په ختيځ کې دود وه ،خو نن سبا دغه ژبه له منځه تللې او خپل ځای يې دري ته پرې ايښی دی . په ” اندو اروپايي کورنۍ” کې د ويونکو د شمېر او جغرافيايي موقيعت له مخې پاميري ژبې د ډېرو کوچنيو ولسونو او د ډېرو کوچنيو کوچنيو درو او ناوونو ژبې دي . ” په پاميريانو کې لوی ولس د شوغناني – روشاني ژبو ويونکي او واخنيان دي . د شوغناني – روشاني ژبو د ويونکو شمېر د څلوېښتو پنځوسو زرو په شاوخوا کې او د واخانيانو شمېردپنځه ويشتو – دېرشو زرو په خواوشا کې دی او په پاتو ټولو پاميري ژبو يوازې څلور څلورنيم زره کسان خبرې کوي “(۵)
دوست، دوست محمد: د افغانستان ژبې او توکمونه، پښتو ټولنه، دولتي مطبعه، ۱۳۵۴ هـ ل، ۲۲۱-۲۲۰ مخونه.
د پامیري ژبو د ویونکو په اړه يوسيف ميخايلوويچ ارانسکي لیکي : ” د هغو ټولو کسانو شمېر، چې په پاميري ګړدودونو خبرې کوي له ۸۰ څخه تر ۹۰ زور پورې اټکل شوي،چې ۶۰ زره يې په تاجکستان کې ژوند کوي “(۶)
زبانهاي ايراني ، زباړه :داکتر علي اشرف صادقي، انتشارات سخن، چابخانه مهارت، تهران، ۱۳۷۸ هـ ل، ۱۴۹ مخ .
وړاندې کاږي، چې :” د منجي او يدغا ژبې د ويونکو شمېر له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ په حدودو کې دی … او د يغنابي ژبې د ټولو ويونکو شمېر نږدې ۳۰۰۰ نفره کيږي “(۷)
زبانهاي ايراني ، زباړه :داکتر علي اشرف صادقي، انتشارات سخن، چابخانه مهارت، تهران، ۱۳۷۸ هـ ل، ۱۵۳-۱۵۲ مخونه .
خو ارانسکي په خپل بل اثر” مقدمه فقه اللغه ايراني ” کې کاږي،چې د پاميري ژبو د ويونکو شمېر اويازره اټکل شوی، چې له دې ډلې يې دېرش پنځه دېرش زره نفر په شوروي اتحاد کې ژوند کوي “(۸)
يوسيف. م . ارانسکي، زباړه : کريم کشاورز، مقدمه فقه اللغه ايراني، انشتارات پيام، کتابخانه ملي ايران، تهران، ۱۳۷۹ هـ ل، ۳۲۲ مخ.
له شوروِي اتحادڅخه يې موخه پخوانی شوروی اتحاد دی، چې تاجکستان يې يوه برخه وه . نوموړی دمنجي ژبې د ويونکو شمېر د زر او يونيم زور په حدودو کې ښيي او د يدغه ژبې د ويونکو د شمېر په اړه وايي، چې نږدې زر نفره به پرې خبرې کوي “(۹)
يوسيف . م . ارانسکي ، زباړه : کريم کشاورز، مقدمه فقه اللغه ايراني، انشتارات پيام، کتابخانه ملي ايران، تهران، ۱۳۷۹ هـ ل، ۳۲۶ مخ.
د پامیري ژبو او ګړدودونو د ویونکو دکره شمېر په برخه کې د پوهانو له بېلابېلو توپيري شمېرو څخه دا په جوت ډول څرګنديږي،چې لا هم ددغو ژبو د ویونکو دشمېر په اړه کره او منلې څېړنه نه دې شوې او همدا راز په پامیري ژبو کې د ژبې او ګړدود تر منځ د برید ټاکل نهايي شوي نه دي، ځکه چې په ځينو څېړنو او ډلبندیو کې یو شمېر پامیري ژبې د ژبو او ځینې نورې یې ورته دګړدودونو په کتار کې راوستي او په ځينو نورو څېړونو کې بیا خبره اپوټه اوښتې . د وروستیو افغاني څېړنو له مخې، شغني، یزغلامي، اشکاشمي،زیباکي،سنګلیچي او منجي پامیري ژبې ګڼل شوي او شغناني، روشاني، برتنګي،روشروي یا روشري،سریکولي، تاشقرغاني، زیباکي، سنګلیچي او واخاني د پامیرو ژبو ګړدودونه بلل شوي، نو دلته وینو چې زیباکي او سنګلیچي د ډلبندۍ له مخې په یوه ډله کې ژبې ګڼل شوي، خو بیا په همدغه ډله کې بېلابېل ګړدودنه ګڼل شوي، یعنې د ژبې او ګړدود تر منځ د تو پير په برخه کې لا هم په پامیري ژبو کې نوو څېړنو ته اړتیا شته . په دې کې شک نشته ،چې د ډېرو پامیري ژبو ترمنځ ډېر توپيرونه شته ، یعنې دیوې ژبې ویونکي په بله پامیري ژبه نه پوهېږي ” د وخي ، اشکاشمي او په شغني – روشاني ګروپ کې د شاملو ژبو تر منځ توپير دومره مهم دی، چې د وخي ژبې يو نفر د يوه اشکاشمي ژبي نفر په خبرو نه پوهيږي اويو اشکاشمی ژبی د يوه شغني ژبي په ژبه نه پوهېږي”(۱۰)
.يوسيف . م . ارانسکي : زبانهاي ايراني ، زباړه :داکتر علي اشرف صادقي، انتشارات سخن، چابخانه مهارت، تهران، ۱۳۷۸ هـ ل، له ۱۴۹ مخ څخه تر ۱۵۳ مخ پورې.
د تيورۍ له مخې د ژبې او ګړدود (لهجې) تر منځ توپير ډېر ساده دی،ګړدودونه د يوې ژبې هغو سيمه ييزو بڼو ته ويل کيږي، چې د خپلو خاصو ځانګړونو پر بنسټ یې له یو بل سره توپير کيږي، خو دغه ځانګړنې د يوې ژبې د بېلابېلو ګړدودونو د خبرو کوونکو تر منځ خنډ نه واقع کيږي، نو همدغه اصل ته په کتو سره ځینې پامیري ژبې ،ژبې دي او نورې یې د اړوندو پامیري ژبو سیمه ییز ګړدودنه دي . د پامیري ژبو د څېړنې په برخه کې مهمه اوستره ستونزه دا هم ده ،چې ټولې پامیري ژبې لیک نه لري، زما د څېړنو له مخې یوازې شوغناني او واخاني ژبو لپاره د لیک د رامنځته کېدو هڅې شوي،خو ګټورې پایلې یې نه درلودې . دتاجکستان پامیریان په تاجکي ژبه او په سریلیک لیکدودو، د سین کیانګ پامیریان په ایغوري ژبه او افغاني پامیریان په عربي لیکدود په پښتو او دري ژبه زده کړې کوي او همدغه ژبې دبېلو بېلو پامیري ژبو ویونکو تر منځ د افادې او ګړهار ژبې هم دي، ځکه چې پخپله پامیري ژبي سره ډېر لرې دي او د یوې ژبې ویونکي د بلې ژبې له ویونکو سره په نورو ژبو نه پوهېږي .
د “اندو اروپايي کورنۍ” د “اریک” څانګې په “اریاني” ډلګۍ کې د ختيځو ژبو په کتار کې پامیري ژبې سر بېره پردې چې په خپلو کې سره د خپلوۍ ځينې اړیکې لري، یو شمېر پوهانو یې له پښتو ژبې سره هم ځینې ژبنۍ اړیکې څېړلي دي . د پاميري ژبو ناروېژی متخصص ګیورګ مورګن سټېرنې د دغو ژبو سر چينه يوه نه ګڼي دی ليکي: ” د ټولو پاميري ژبو لپاره د واحد فونولوژيک سيستم پيداکول امکان نه لري، يوازې په څو فونيټيکي خصوصياتو کې دوی سره ګډون لري،په هغه کې هم دوی کله کله سره جلا او د نورو ژبو مثلا له پښتو سره په يو کتار کې دريږي “(۱۱)
دوست، دوست محمد: د افغانستان ژبې او توکمونه، پښتو ټولنه، دولتي مطبعه، ۱۳۵۴ هـ ل، ۲۱۷ مخ .
ښاغلي ډاکټر روان فرهادي د خپل استاد پروفيسور مورګن سټېرنې ځينې ناچاپ يادښتونه ترلاسه کړي وو او بيا یې د خپل اثر او ژباړه ” تاريخ تلفظ و صرف پشتو” په لومړي جلد کې د (تخليص و تکلمه ) تر سرليک لاندې خپاره کړي، دغلته راغلي چې، له پاميري ژبو په تېره له مونجي، بيدغا، سنګليچي او شوغني ژبو سره د پښتو نژدېوالی شته … بلکې ورسره دا هم څرګندوي ،چې پښتو له همدغه لرغوني ټاټوبي ( پامير) څخه له يوې منځنۍ ساکي ژبې ( خوتني ساکي) سره اړيکه درلودلې ده “(۱۲)
زيار، مجاور احمد : پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، دساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز،پېښور، شينواري پرنټېنګ پريس، ۱۷۱ مخ .
د ارواښاد شاه عبدالله بدخشي د اته ژبیز قاموس په سریزه کې ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د بدخشي په لاروۍ د لومړي پښتانه پوهاند په توګه د پښتو او پامیري ژبو تر منځ خپلوۍ ته ځیر شوی او د هغې پخلی یې کړی دی . د افغانستان د ژبپوهنې اتلس تر پروژې لاندې ډاګټر عبدالرازق پالوال د نوې ژبپوهنې ځوان پښتون استازی و، چې د شپېتمو زیږدي کلونو په سر کې یې د یوه ګڼ شمېر پامیري ژبو ثبت تر سره کړ او ماه ګل سلیمان دوست د لومړنۍ پښتنې په توګه پکې خپل بریلیک په اتیایمه کې له شوروي څخه راوړ . په دې ورستیو کې یوه شغني ژبي ویونکي ښاغلي خوشنظر (پامیرزاد) په تاجکستان کې د اریانپوهنې په برخه کې زده کړې کړي او د دوکتورا تیزس یې ” شغني ژبه ” ده، ده هم دخپل اثر په یوه برخه کې د ” قرابت زبان شغني وپشتو” تر سرلیک لاندې څېړنې کړي دي . ” او اوس اوس زموږ د هېواد یوه بل شوغني ژبي څېړونکي ښاغلي خیر محمد حیدري د ” دستور مقایسی زبانهای شغناني – روشانی و پښتو” تر سرلیک لاندې د سرمحققۍ علمي رتبې لپاره خورا ستره څېړنه کړې،چې د دواړو ژبو صرف یعنې مورفولوژي ېې له ډېرو نوو معلوماتو او موادو سره څېړلې او له شغاني – پامیري ژبو سره یې د پښتو ژبې نژدېوالی جوت کړی دی . د ژبو تر منځ په نسلي رشتو ساتلو کې تر ټولو مهمه خبره صوتي او صرفي مطابقت وي، له دې وروسته نحوي مطابقت يعنې په فقرو او جملو کې د الفاظو تر تيب او تر ټولو وروسته د الفاظو د ذخيرې مشابهت او مطابقت وي “(۱۳)
ګيان چند جين، عام لسانيات، قومي کونسل براي فروغ اردو زبان، ني دهلي، دوسرا اېډيشن،۲۰۰۳ ز کال، ۷۴۲ مخ .
خو تر اوسه پورې یوه چا هم په هر اړ خیز ډول، يعنې دصوتي،صرفي، نحوي مطابقت او د الفاظو د تر تیب له مخې له پښتو سره دپاميري ژبو کومه پرتله تر سره کړې نه ده، اوس هم له یوې پېړۍ راوروسته د مورګېن سټېرنې او نورو ختيځپوهانو څېړنې او بریاوې په دې برخه کې باوري ماخذونه ګڼل کیږي ، خو دا په دې معنا نه ده ،چې ګویا پښتو له پامیري ژبو یوه رابېله شوې ژبه ده، ځکه چې” له ځينو همرګیو پرته نه په غږ پوهه، نه په ګړپوهه ( صرف) او نه هم په وییوکې سره دومره سمونونه لري ، خو بیا هم کېدای شي، چې د پښتو لومړنی ټاټوبی د دغو پاسنیو نژدې خپلوانو پامیري ژبو له ټاټوبي سره جغرافیايي نژدېوالی درلودی وي او ښايي د پښتو پخوانی ټاټوبی په داسې ځای کې ټيکاو لرلی اوسي،چې یو خوا به د مونجي او ييدغا او بل خوا به د سنګلیچۍ او شوغنۍ له ټاټوبي سره نژدې و او په یوه مهال کې به له هغه ساکي ګړدود سره په تماس کې و، چې د خوتني یا خوتني ساکي ژبې په نامه نومول شوی دی “(۱۴)
زيار، مجاور احمد : پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، دساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز،پېښور، شينواري پرنټېنګ پريس، ۱۷۳ مخ .
وړانديزونه:
پامیري ژبې زموږ د هېواد ستره فرهنګي زېرمه ده، دا د افغانستان نېکمرغي ده، چې په یوه کوچنۍ سیمه کې د دومره ژبو او ګړدودونو ویونکي لري، خو دا بیا ستره بد مرغي ده، چې لا تر اوسه موږ د خپل هېواد د ژبو په اړه هر اړخیزه څېړنه نه ده کړې . ددې لپاره ،چې د پامیري ژبو له اوسني واقعیت او حقیقت څخه خبرشو، چې څومره ژبې، څومره ګړدونه لري، دپامیري ژبو د ویونکو اوسنی شمېر څومره دی، سیمه ییزو واکمنو ژبو پرې څومره اغېز ښندلی، کوم ګړدودونه او ژبې د له منځه تګ په حال کې دي او څنګه کولای شو د خپل هېواد دا ستره فرهنګي زېرمه له ورکېدا او له منځه تګ څخه وژغورو، نو اړوندو څېړنیزو بنسټونو او په ځانګړي ډول دافغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز ته بویه چې په دې برخه کې د اړوندو ژبو نوي لوستي ویونکي پر دندو وګوماري او بیا دهمدغو ارو ویونکو په مرسته دپامیري ژبو په اړه هر اړخیزفلیډ ریسرچ یعې ساحوي څېړنه وشي ،دا ژبې ثبت شي او په هر اړخیز ډول وڅېړل شي .
ماخذونه:
1. ميشل مالرب : مترجم : عفت ملانظر، زبانهاي مردم جهان، شرکت انتشارات علمي وفرهنګي، تهران، ۱۳۲۸ هـ ل ۲۵ مخ .
2. اريانا دايره المعارف، دوهم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دايره المعارف رياست ، ۱۳۸۷ هـ ل، ۳۳۲ مخ .
3. زبانهاي ايراني ، زباړه :داکتر علي اشرف صادقي، انتشارات سخن، چابخانه مهارت، تهران، ۱۳۷۸ هـ ل، له ۱۴۹ څخه تر ۱۵۳ مخ پورې .
4. اريانا دايره المعارف، دوهم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دايره المعارف رياست ، ۱۳۸۷ هـ ل، ۳۳۴ مخ .
5. دوست، دوست محمد: د افغانستان ژبې او توکمونه، پښتو ټولنه، دولتي مطبعه، ۱۳۵۴ هـ ل، ۲۲۱-۲۲۰ مخونه .
6. زبانهاي ايراني ، زباړه :داکتر علي اشرف صادقي، انتشارات سخن، چابخانه مهارت، تهران، ۱۳۷۸ هـ ل، ۱۴۹ مخ
7. زبانهاي ايراني ، زباړه :داکتر علي اشرف صادقي، انتشارات سخن، چابخانه مهارت، تهران، ۱۳۷۸ هـ ل، ۱۵۳-۱۵۲ مخونه .
8. يوسيف . م . ارانسکي ، زباړه : کريم کشاورز، مقدمه فقه اللغه ايراني، انشتارات پيام، کتابخانه ملي ايران، تهران، ۱۳۷۹ هـ ل، ۳۲۲ مخ .
9. يوسيف . م . ارانسکي ، زباړه : کريم کشاورز، مقدمه فقه اللغه ايراني، انشتارات پيام، کتابخانه ملي ايران، تهران، ۱۳۷۹ هـ ل، ۳۲۶ مخ .
10. يوسيف . م . ارانسکي : زبانهاي ايراني ، زباړه :داکتر علي اشرف صادقي، انتشارات سخن، چابخانه مهارت، تهران، ۱۳۷۸ هـ ل، له ۱۴۹ مخ څخه تر ۱۵۳ مخ پورې .
11. دوست، دوست محمد: د افغانستان ژبې او توکمونه، پښتو ټولنه، دولتي مطبعه، ۱۳۵۴ هـ ل، ۲۱۷ مخ .
12. زيار، مجاور احمد : پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، دساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز،پېښور، شينواري پرنټېنګ پريس، ۱۷۱ مخ .
13. ګيان چند جين، عام لسانيات، قومي کونسل براي فروغ اردو زبان، ني دهلي، دوسرا اېډيشن،۲۰۰۳ ز کال، ۷۴۲ مخ .
14. زيار، مجاور احمد : پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، دساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز،پېښور، شينواري پرنټېنګ پريس، ۱۷۳ مخ .
گران او هڅاند نيازی صاحب
دومره اوږه اد په ږړه پورې ليکنه څېړنه دې دازبادوي چې که ورسره د هندله بورسه په گټه اخېستنه ژبپوهنه راټينگه کړې، د پښتو لپاره به ستر غنيمت شې بری دې غواړم! مينه او مننه هه
قدرمن استاد زیار صاحب ستاسو له نېک نظره مننه ، ستاسو لارښوونې دي استاده انشاالله خپله هڅه کوم چې په همدې برخه کې ستاسو له لارښوونو سره سم مخکې لاړ شم ،بیا هم ډېره مننه اباد اوسې