شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبد ممتاز په شاعرۍ کې اذیت خوښونه | ساجد بهار

د ممتاز په شاعرۍ کې اذیت خوښونه | ساجد بهار

د ممتاز په شاعرۍ کې ځای ځای د اذیت خوښونه یا اذیت پسندۍ تمایلات تر سترګو کیږي، اذیت پسندي د هندي شاعرۍ بهګتي تحریک یو مهم اړخ دی، مخکې له دې چې د ممتاز په شاعرۍ کې یې ځینې څرکونو ته تم شو، د ویشنو بهګتي په اړه څو خبرې اړینې بولم.
ویشنو بهګتي تحریک له دکنه پیل شو، لومړنی کس رامانند و چې دا تحریک یې له دکنه تر شمالي هندوستانه ورسوه، نابهاجي په خپل کتاب (بهګت جال) کې له رامانند نیولې تر اولسمې پیړۍ پورې د بهګت شاعرانو اوږده لړۍ باندې کار کړی، شمالي هند کې رامانند او کبیر تولسي داس د بهګتي تحریک په پښو ودروه، په همدې تحریک کې د تصوف او نورو اړخونو ترڅنګ یوه مهمه موضوع اذیت پسندي هم ده.
دا بیا له خود اذیتۍ رازیږي او په اذیت  پسندۍ بدلیږي. پوښتنه پیدا کیږي، چې خود اذیتي ( ځان ته  پخپله تکلیف رسول) له څه شي رامنځ ته کیږي؟
عموماً ددې منشا محرومیت او نااسوده جنسي غریزه ده.
ځینې وختونه دا تشدد دې حد ته ورسي ،چې شاعر په همدې عمل کې یو ژور سکون ویني او ځان خوشاله احساسوي.
اوس راځو د ممتاز په شاعرۍ کې یې ځینو بیلګو ته تم کیږو، د لوی شاعر احمد فراز نه په یوه مرکه کې  د شعر د لیکلو په اړه پوښتنه وشوه، د هغه ځواب دا و چې شاعري پرلپسې له ځان سره جګړه کول دي، که پورتني ځواب ته ځیر شو، دا حالت خپله هم د اذیت یو ډول دی، یانې د پنځونې حالت د نا ارادي سره،سره ارادي هم راتلی شي، ځینې کسان د همدې حالت راوستلو لپاره شراب څښلو ته مخه کوي، بیابان ته ځي، یوازیتوب غوره کوي او….
(د اردو سمبولسټ شاعر ثناوالله میراجي په اړه مشهوره ده، چې له څو ګردو ( کاڼو) به یې په ځان جنسي قوه غالبوله او شعر به یې لیکه)
ځینو پوهانو دا حالت په څه نه څه توپیر الهام هم بللی دی. ممتاز هم د پنځونې دې اړخ ته متوجې شوی دی او له ځانه سره د جګړې او … په پایله کې یې زیاته شاعري پنځولې:
ما په ځان ظلم وکړو ما په ځان ستم نازل کړو
زه لیونی شوم ما کشید کړې له لفظونو معنې
مخکې مې وویل ، چې پر ځان تشدد کله دومره خوندور شي ، چې شاعر پکې یو ځانګړی کیف محسوسوي او یو منفرد سکون ته پکې پناه وړي ، دا حالت هم لکه د نشې غوندې له شاعر سره ملګری کیږي او وخت نه وخت ورځینې خوند اخلي، لکه څه ډول چې وخت په وخت د ژوند په اړه د شاعر تجربې بدلون مومي ، یو مهال یوه خبره کوي او بل وخت بله.
د اذیت پسندۍ حالت هم کټ مټ همداسې دی، په یوه ټاکلي نقطه کې نه پلتې کیږي، مخکې ځي او د شاعر په روحیاتو کې په مختلفو شکلونو کې ځان څرګندوي، د بیلګې په توګه یې د ممتاز اورکزي لاندې بیت ښه ثبوت دی:
ددې عذاب تجربه هم ښایي په ځان وکړمه
چې ته مې څنګ کې یې او زه د ستا ارمان وکړمه
د اذیت پسندۍ یو بل اړخ دادی، چې شاعر په لوی لاس مجبوروي ، چې د صبر، قناعت ، برداشت او توکل له حدودو ووځي ، دا چې په همدې سلسله کې شاعر له یوه زورور محرومیت سره مخ وي ، اړ کیږي، چې په پورتنیو څو ټکو هم خاورې واړوي ، لاندې بیت کې ممتاز هم اړ شوی دی ، غواړي په یوه محرومیت کې له یو بل محرومیته هم خوند واخلي او له همدې لارې د یوه بل اذیت تجربه هم وویني:
ستا د دیدن قحط دی خپل دیدن دې په ما قحط شي
زنګ په ایېنې شیندمه پریږده چې څه کیږي
دا او دې ته ورته لسګونه نورې بیلګې د ممتاز صیب په نوي کتاب ( زه په چاک پروت یم ) کتاب کې موندلی شو، په اولو کې چې د اذیت پسندۍ په ځینو بیتونو ور برابر شوم، یو پټ لذت مې پکې محسوسوه، فکر مې کاوه چې دا پټ خوند به د څه شي وي چې ځان ته مې را جذبوي؟
که د ممتاز نوی کتاب په ژور نظر وکتل شي، دا او دې ته ورته سلګونه نور حالتونه له ځانه سره لري ، هیله ده لیکوال او نقادان ملګري یې نورې پټې خواووې هم راوسپړي او په پوره ایماندارۍ پرې کار وکړي.
د اوس لپاره همدومره .
درنښت
ساجد بهار ـ خوست

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب