دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد ساده حیدر خېل څو شــعرونه

د ساده حیدر خېل څو شــعرونه

غزل

په بېلتون کې د زخمي زړه آرام شعر دی

بس له دې نه شوه مالومه الهام شعر دی

داسې نه ده چې دې هر سړی ولي شي

داسې نه ده چې د هر چا کلام شعر دی

ستا په سترگو ستا په شونډو اننگو کې

را نغښتی د رنگونو پيغام شعر دی

بې پوښتنې بې خبره زړونه يوسي

په نظر کې د گل مخيو اِبهام شعر دی

غم دې توره د کږو حالاتو ويستې

خدای(ج) راکړی د دې تورې نِيام شعر دی

څوک په لاس کې له نکامه ستوري نه وړي

ستا نظر د بدشعارو نکام شعر دی

زه په خپله د قام سترگې د قام خوله يم

چې راغلی مې په ژبه د قام شعر دی

بې حسابه د لاهوت ساقي راکړی

د رنگونو له چينې نه د جام شعر دی

جنتي بادونه الوزي په گلو

په سپرلي کې سهار شعر دی ماښام شعر دی

په ماښام کې له سپوږمۍ سره هم رنگه

راختلې مخ تبانه، پر بام شعر دی

د ماناد فکر شات يې دي راوړي

نن راغلی د مچيو په نام شعر دی

موروپلار د کايناتو آدم راغی

پيدا شوي ترې نه هر څه تمام شعر دی

بې رديفه بې قافيې په وزن راغلې

په ښکالو کې دې گډ شوی د گام شعر دی

په تاثير په ځانگړتيا او په ښکلا کې

ټول ادب يې مقتدي دی امام شعر دی

رنگ و بڼه يې بدل شول ساده پرېږده

ته خبر يې؟ چې په ښار کې ليلام شعر دی.

ـــــــــــــ  ـ ــ ـ ـ ـ   ـــــــــــــــ ـ ــــــــــــــــــــــــــ

ته مې حال يې

نه ماضي شته نه راتلونکی

سترګې پټې کړه بيا خلاصې

شونډې راکړه بيا وردرومه

لومړی تېر شو بيا راتلونکی.

             ++++++++++

نه ماضي شته نه راتلونکی

ته يې سترګه چې ته راغلې

سپين سبا شو، تياره لاړه

ته يې سترګه چې ته لاړې

سپين سبا و، تياره راغله.

 ستا له حاله پيدا کېږي

څو نومونه څوحالاته

ته چې راشې نو زه وايم

چې ته راغلې زما خواته

ته چې لاړه شې بيا وايم

چې ته لاړې رانه لاړې

        +++++++

نه ماضي شته نه راتلونکی

ته مې حال يې راسره يې

نه به راشې نه به لاړه

نه دې تله شته نه راتله شته

         +++++++

نه ماضي شته نه راتلونکی

ته چې لاړې ته مې حال وې

ته چې راغلې ته مې حال يې

ته مې حال وې ته مې حال يې

تکرارېږې تکرارېږې

نه هم زه درنه هېرېږم

نه هم ته رانه هېرېږې.

                     ۳۰/۱۰/۱۳۹۱

                           حيدرآباد

ــ ــ ـ ــ ـ ـ ـ ــــــــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـــــــــــــ ـ ـــــــــــــ

غزل

پردي سوچونه مې له زړه مينځلي

بېګا مې خوب کې دي مغزه مينځلي

ولې خيرن شول بيا د جنګ په خيرو

پيدا که خدای(ج) وي پښتانه مينځلي

خبره څه ده لږ يې وکړی تپوس

چې يې له سترګو نه رانجه مينځلي

وينې اوبه يې شوې په ژوند کې ګډې

چا چې په وينو دي اوبه مينځلي

زړونه صفا لکه هېندارې ساده

موږ ماشومان يوو بارانه مينځلي.

   ۲۰حوت ۱۳۹۲

حيدرآباد

غزل

زه په سفر کې په سفر، نه ځم نه ځم

زه مې له خپل کوره بهر، نه ځم نه ځم

وريځ راځي، وريځې ځي، لکه لوګی

ولاړ په ځای يم، لکه غر، نه ځم نه ځم

جونې روانې، جونې ورانې، اوبه وړي

زه يم چېنه، زه يم ګودر، نه ځم نه ځم

که څوک زکات، که سرسايه، نه کړي ادا

زه ترهغې، له دې ممبر، نه ځم نه ځم

له دې بغير، ژوندون بې ساه، ساده بې ساه

ستا له زړګي، ستا له هنر، نه ځم نه ځم.

۲۰حوت ۱۳۹۲

حيدرباد

- Advertisment -

ادب