یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهقانعزمانې زه دې د رحم قایل نه یم/ عصمت قانع

زمانې زه دې د رحم قایل نه یم/ عصمت قانع

خدای دې ایوب صابر د جنت شین طوطي کړي، د کوهاټ د ځنګل خېلو وو، زه چټ دوه ویشت کلن ځوان وم، چې د پېښور په هشنغرۍ کې مې د قلندر مومند پر ځای ورسره ولیدل.

د قلندر له یارانو څخه وو، دواړه د عمر په لحاظ سره همزولي وو، خو صابر په څېره کې تر قلندر مشر معلومېده. قلندر ږیره په تورو نکریزو رنګوله، خو صابر سپین کوړاخ، کوړاخ بریتونه درلودل چې لاس یې نه پرې وهلو.

قلندر ماجراجوی وو چې؛ چېرته به اختلافي مسله واقع شوه، نو قلندر به سمدستي خپل دریځ لوڅ پوڅ بیان کړ.

خو صابر همداسې صابر وو، ځان به یې ژر نه سره څنډلو، په صبر او زغم سره به یې مخالف اورېدلو او په مُسکا به یې ځواب ورکاوه.

پسرلی صاحب دې خدای په جنت کړي، ویل به یې چې د قلندر او صابر یارانه د اور او اوبو یارانه ده،  زه نه پوهېږم چې دوی دواړه څنګه انډیوالي سره پالي، قلندر به شر ته په لینګته ور روان وو، خو صابر به شر او اختلاف ته بیخي ورنېږدې کېدلو هم نه.

قلندر د خپل موقف پرسر د دار او پانسۍ زیندۍ ته ښکاره د ورتګ اعلان کاوه او ویل به یې:

د غزل غرور یې مات کړ رقیبان یې شور فریاد کا

قلندر په غرغره کړئ قلندر اشتراکي دی

خو ایوب صابر به په خلوت کې د دردونو له څړیکو څخه د رنګونو دنیا سره اوبدله او تابلو به یې ترې جوړوله او بیا به یې په خاموشۍ او چوپتیا کې د زړه د وینو په رنګونو دا وینا د زمانې پر قرطاس باندې ترسیموله:

له زړګي چې وینه وڅڅوم بیت شي

زمانې زما نقصان ته خو خیال وکړه

د صابر بریتونه، زما د بریتونو په څېر وو، قد او ونه یې هم زما په څېر وه، تر ما به لږ څه ټیټ وو، د ځوانۍ د رنګین دوران د رخصتۍ لپاره یې دا شعر زما خوښ وو.

دا خبرې کېږي اوس زموږ د کلي نجونو کې

سپین ویښته زرغون شو د صابر غریب بریتونو کې

د صابر جګه ونه، کوړاخ بریتونه، غوښن مخ او سپین ویښتان مې بېګاه په خوب لیدل، سهار چې له خوبه را پاڅېدم، نو صابر مې سترګو ته جګ ولاړ وو او راته ویل یې:

عصمته! د افغان ناسیونالیستي سیاست د ګټې درک لا نه شته، دغه سیاست داسې نیشه ده چې؛ صرف وژل کا، رغول نه کا، تباهي ده، کوم تاوان چې ګټه نه لري هغه تاوان دی، ځکه چې د خوشحال په څېر لوی غر هم د همدغه سیاست په څټکو باندې ټوټه، ټوټه شو او بیا د ژوند د بار تر کوزېدو وروسته ګور او قبر هم ورسره په ژړا سر وو.

ګور به هم په ژړا سر کړم که یې ور وړم

زه خوشحال د زړه دا هومره المونه

خوشحال خان د وهلو تورو او وهلو قلمونو په وړاندې د یوه بې قدره ملت انځور مخې ته ږدي او وایي:

زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده

په اور وسوځه دا تورې قلمونه

له تېرو څو اونیو راهیسې یو شمېر ځلموټي پښتانه په لیکلې بڼه ښکنځل راته کوي، بد راته وایي او حتی د قلم او علم په سودا مې توره وي، تور راباندې پورې کوي او پېغور را باندې تپي چې؛ ولې دې د محترم ډاکتر اشرف غني انتخاباتي ټکټ تر نقد لاندې کړی دی، ولې د ډاکتر صاحب د روغتیا په برخه کې اندېښمن یې، ولې د ډاکتر اشرف غني پر شا او خوا راټول چوتاران د خندق د غزا اصحابان نه بولې، ولې ګیلم جمان د افغاني ټغرونو څوکیداران نه بولې؟

ته د زلمي رسول لپاره ډنډه وهې، ته د کرزي په امر دا کوې او هغه کوې، خو زما ګناه، زما پوهه ده، زما خبرتیا، زما د غاړې طوق لعنت دی.

زه هېڅکله هم د غني تقوی د نقد وړ نه بولم، زه هېڅکله هم د غني له دریابي علم څخه منکر نه یم، زه هېڅکله هم د غني د افکار و غنا او شتمنۍ له ځانه بېګانه نه بولم، خو د غني د استعمال راته ستوغ او تریخ دی.

ډرامې دادي چې د غني د افکارو غنا به زموږ له امیانۍ څخه ووزي او د یوې بدنامې استخباراتي لوبې پر ډګر به یې رسوا او بدنام قمار بازان پر هغو جیزګرانو باندې ګاڼه کړي، چې  تر اوسه پورې د لوبې په ډګر کې د مافیایي کړیو د کنترول واک ورسره دی.

کاشکې غني د ارګ کاندید نه وای، کاش د غني اکاډمیک ذهنیت د سیاست د خیرنو لارو جمناستیکي حرکات کولای شوای.

زه پوهېږم چې لوبه یوه نازک پړاو ته رسېدلې ده او په دغه نازک پړاو کې غني هم همدومره شریک دی لکه کرزی چې شریک دی، لکه عبدالله چې شریک دی او لکه سیاف چې شریک دی.

ورشئ له اتمر څخه وپوښتئ، چې د غني د انتخاباتي پېکج دواړې مهرې د ارګ لخوا نه دي غوره شوې؟ او غني چې پوهېدلو هم څرنګه یې د توطیې اصلي جوله او څېره بربنډه نه کړه او د ارګ ترافیکي اشارو هغه لړلی، ملوث، فاسد، فاجر، بدنامه او ناکامه عناصر ټول هغې جادې ته سوق کړل چې؛ د اشرف غني د واټ او جادې په نامه یادېږي.

زه په خپله دوه ځله ډاکتر صاحب اشرف غني د سهار پر چایو میلمه کړم، د کور ټول غړي یې شاهدان دي، په دواړو ملاقاتونو کې مې ډاکتر صاحب اشرف غني ته وویل چې؛ په پاکه لمن کې دې د ډیران خځلې مه غورځوه.

سمه ده چې دوستم د رایو ذخیره لري، خو د رایو دغه ستره ذخیره به د زعامت هغه امکان له مېنځه یوسي چې اوس د افغانستان خاموش اکثریت د نجات یوازینۍ توجه ورته کوي.

یو پخوانی والي چې اوس موقوف دی، بهر راپسې راغی او د فیض الله جلال له مخه یې راته وویل: قانع صاحب، ډاکتر صاحب دومره لوی باور درباندې کوي، خو ته بیا هم د سیاست په رموزو نه پوهېږې، افغانستان، ملت، مبارزه او دا نور شیان هسې تش ګپ دي، ځان ځای کړه، غټه چوکۍ به ترلاسه کړې، د کرایې له کوره به خلاص شې.

دغه موقوف شوی والي صاحب اوس د اشرف غني احمدزي کمپاینر دی او زه یې په کرایي کور کې اوسېږم.

ماشاء الله شپږ کوره نور هم لري، که غواړې چې نوم یې درته واخلم، نو هم حاضر یم او که تاند دا ځواني راسره وکړي چې؛ د کورونو عکسونه یې خپاره کړي، عکسونه به یې هم ور ولېږم.

زما لویه تراژیدي داده چې؛ فطرت مې د بغاوت له خټې څخه جوړ دی او خپل مافي الضمیر نه شم پټولای. زه په دې باور لرم چې دوستم د اشرف غني د بډایه افکارو او پاک ضمیر انتخاب نه دی او د دغه انتخاب په نوښت استخباراتي اتبکار دی او ډاکتر صاحب پرې سترګې پټوي.

په لنډو شپو کې به تاسې شاهدان یاست چې د لوبې ټول چټل هویت بربنډ شي او په دغه بربنډ تصویر کې د هر چا برخه له ورایه معلومه شي.

ځینې ملګري مې په قبیلویت او کنداریتوب باندې توروي او تهمت را باندې لګوي، حال دا چې زه په قبیلوي پیوند کې غلجی سلیمان خېل یم او پلرنۍ هدیره مې اوس هم د پکتیکا په خوشامند کې ده، قبیلویت د پښتنو لپاره زهر قاتل بولم، هر څه چې کوئ، هغه وکړئ، خو دغه د قبایلت مردار خور پېغور مه راکوئ.

زه د محترم اشرف غني احمدزي د انتخاباتي پیکج مخالفت ته له غني سره د خواخوږۍ له زاویې دوام ورکوم، ډېر ژر به ملګري وپوهېږي چې قانع پر وخت خپله چیغه د زمان پر منبر باندې اذانګه کړې ده. وخت او زمان زه په ډېرو لمبو سوځولی یم.

د وخت د ناځوانه سرنوشت د څپېړو ګوزارونه اوس هم د مخ پر غومبرو احساسوم. د زمانې یوه نیکي هم نه منم او د ایوب صابر په خوله چیغه وهم:

زمانې زه دې د رحم قایل نه یم

شاید نه لرې بل غشی په کمان کې

33 COMMENTS

  1. زما لویه تراژیدي داده چې؛ فطرت مې د بغاوت له خټې څخه جوړ دی

    قانع صاحب کوم بغاوت؟ په پیښور کې د ضیا الحق په وخت کې د جمیعت اسلامي خدمت کول او په کابل کې د کرزي په وخت کې د زلمي رسول خدمت کول درته بغاوت ښکاري؟ که دا بغاوت وی نو ما تابعداري به لا څه ته وایي؟

  2. او د ارګ ترافیکي اشارو هغه لړلی، ملوث، فاسد، فاجر، بدنامه او ناکامه عناصر ټول هغې جادې ته سوق کړل چې؛ د اشرف غني د واټ او جادې په نامه یادېږي.

    قانع خانه، ته میلیونو پښتنو او افغانانو ته فاجر او فاسق مه وایه. اول د خبرو چل زده کړه بیا یې کوه. د تنخواه په خاطر کنځلې مه کو ه. میلیونونو انسانانو او په تېره بیا د پښتنو لیکوالو او منورینو ته کنځل کول او فاجر او فاسق یې بلل، د بې غیرتۍ کار دی. روزي په دې ډول مه ګټه.

  3. قانع صیب لیکی:
    کاشکی اشرف غنی د ارگ کاندید نه وای

    قانع صیب، څنګه د ای ایس آی کاندید وای او یا د کرزي غوندې د سی ای اې کاندید وای؟

  4. عصمت قانع به دې مقاله کې وایي:
    له تېرو څو اونیو راهیسې یو شمېر ځلموټي پښتانه په لیکلې بڼه ښکنځل راته کوي

    قانع صاحب اشتباه کوې. یو شمېر نه بلکې کابو ټول منور او منلي فکره پښتانه درپسې بد وایي او د زلمي رسول ایجنټ دې ګڼي.

  5. قانع ګله!
    مخنکني غومبر خو دې په شرمونو وشرمولې نواوس دې دزلمي رسول دنورو ډنډورچيانو لکه بد سترګي فیصل او طوفان وزيري غوندې دې غومبر ته لاس واچوه .دا سرنده خو ستا همسنګران دا څومود ږغوي او سُر نه اخلي. ددوستم دهر عمل مبتکرين خو مسعود خیل دي چېې تاسې يې لکۍ نيولې ده. دمسعود ونډه دهېواد په ټولو ناخوالوکې له هر چا زياته ده. دوستم خو دا ۳۵ کاله دنر غوندې چلېږي اواوس ورته ارګ دبېکاره زلمي رسول لپاره په زارۍ دی.
    په يوشي نه پوهېږم چې زلمي رسول دولسم ټولګی څنګه پاس کړی چې پښتو دکاغذ له خې هم غلطه لولي. دی خوبه دپښتو په مضمون کې مطلق ناکام وی.

  6. یواځي په دوو خبرو کي د قانع ځواب:

    ۱- که دي په لمړۍ لیکنه او لمړنیو انتقادونو کي دي همدا خبره وای چي دا لوبي دي، توطئې دي او دغه و هغه او هغه د مار غوندي زهرجنه ژبه دي نه وای کارولي، نو مونږ به منلې وای چي قانع صاحب سم وائي او خبره يي د غور وړ ده.
    ۲- آیا دا ګلم جم، استخباراتي لوبي او له پښتون لږکي!! سره ناروا سلوک د کرزي په مټ نه وو ترسره سوي؟ آیا هغه د دې لوبو لوبغاړی نه وو؟ نو تا په دې دیارلسو کلونو کي د کرزي ضعیف شخصیت ولي په هغه ډول لکه د ډاکټر صاحب دا تر انتقاد لاند نه نیوه!!؟

  7. ښاغلی قانع سلامونه او درناوی
    دا چې په ټاکنیزو ناندرو کې څوک د چا او ولې پلوي دي په ده زه کار نه لرم ځکه روانې ټاکنې او کرزی له یوه سره ترکستان ته روان دي د ملت د ګټو له انده او د خپلو تنظیمو او شخصي ګټو له اړخه کیدای شي مکې ته ورسیږي ؟
    خو تاسو په دې او تیره لیکنه کې ځوان کهول ته د ځلموټو خطاب کړی او له دې داسې څرګندیږي چې ګوندي تیر نسل د ځوان نسل په پرتله پوه، مدبر، هوښیار او له سیاسي شعور څخه برخمن نسل و که په هر فکر او ډلې پورې یې تړاو درلود. قانع صیب تیر نسل موږ ته یو وران ، ویجاړ، کنډواله، په فساد، رشوت، غصب، قتل او وحشت کې لتاړ د اټومي ګاونډیو په منځ کې ایسار افغانستان په میراث پریښي دی، بیا د هم د ځملوټو کور ودان وي چې له دوي دومره ناخوالو سره سره هڅه کوي چې له نړی سره ګام په ګام شي ، نو کله هم چې تیر نسل کوم سیاستوال په اوسني نسل خوله پرانیزي لومړی د له ځان سره فکر وکړي چې دیو مشر په توګه يې چې دیرش کاله په سیاسي صحنه کې پاتې شوي ، ځوان نسل ته يې څه کړي ؟؟؟

  8. قانعه صاحب به بشنی سره تا هر وخت د بشتنو د برمختگ سره مخالفت کری او اشرف غنی نه بریگدی

  9. ښاغلی قانع صيب! سلام
    سمه ده، د اشرف غني په اړه به ستا نظر ومنو، خو له تاسو يوه هيله لرم. هيله مې دا ده چې د زلمي رسول په اړه هم يو څه وليکی. پوهېږم چې نه يې شی ليکلی، ځکه! که يې صفت وکړې که غيبت، په دواړو کې دې تاوان دی، که دې د زلمي رسول صفت وکړ، نو نور پوهيږي چې په اشرف غني پسې دي ولي داسي خبرې کړې دي او غيبت خو يې ځکه نه شې کولای چې تاسو د زلمي رسول له پاره کمپاين کوی. په هر صورت. دا ګز او دا ميدان، د زلمي رسول په اړه مو ان ستا يوه لنډه ليکنه هم قبوله ده.
    مننه

  10. قانع صاحب!
    نو په دې پاتې نهو کسانو کې کوم داسې يو کانديد دی چې يا خپله او يا يې هم معاون د دوستم په شان نه وي؟ او يا يې جنايت نه وي کړی. موږ به ستا خبره ومنو او هغه چا ته به رايه ورکړو چې له جنايت څخه پاک وي. خو په دي شرط چې راته ووايي. که نه نو هسي په دې يوه بيچاره پسې خوله مه خلاصؤه. نمک دي يې هم خوړلی. لږ شرم درته پکار دی.

  11. محترمه قانع صاحبه! دا اوايه چې اخر موخه او مطلب دې څه ده؟؟؟ له موږ څه غواړې؟؟ موږ ته ستا سپارښتنه څه ده؟؟؟ په کور کې لاس ترزنې کښينو؟ د غبرګ عبدلله ملاتړ وګړو؟؟؟ د زلمي حمايت وکړو؟؟ له طالبانو سره يوځای شو؟؟؟ ولې، ولې، ولې…. دومره ګونګ او مبهم غږيږې؟؟؟؟؟؟ په ډېرې بښنې سره، دا ستا لپاره ستر شرم ده چې نه کومه سمه او معقوله د حل لار لرې او نه موږ خپلې مخې ته پريږدې. ايا ځان ته دې پام ده چې څه وايې؟؟؟؟ ټول نوماندان په هيڅ صورت يو شان مضر او ګټور نه دي. دا راته وايه چې کوم يو يې لږ مضر او ډېر ګټور ده؟؟؟؟؟
    ته بغاوت څه ته وايې؟؟؟؟؟ له کرزي او زلمي څخه خو هم لږ بغاوت وکړه که يې نه کوې نو حکمت او کمال خو يې راته اوايه؟؟؟؟؟
    ډېر وبښه قانع صاحب، کوستاخي معاف.

  12. قانع خانه همداسی لرګی پکشی وهه چی ښه بوی وکړی،باور د وشه که لیکنو کی د هیڅ هغه پخوانی رنګ او خوند پاتی شوی. نو هسی ځان مه ستړی کاوه زلمی رسول داسی دی لکه تښتیدلی بټیر(کرک)پدی ولکه توره وکړی، نوره د خوښه خپله

  13. zini dostaan Qane Saheb te pa di khshmezhi chi de doy pa aand hagha Zalmi Rasool te compain kawi. Tasoo arz karai ye chi hagha compan kawi. har sarai haq lari chi compain wakri. zra ye har chaa ta chi compain kawi.

  14. قانع صیب! هسی خواره مه کوه، او مه پکی نور ډکی وهه. خبری دی ټولی له تناقضاتو نه ډکی دی. هغه ورځ می نه هیریږی چی ماښام د مرحوم عبدلولی کرزی په کور دی دی په مدحانه انداز کی ورته وویل چی (خان صیب! د پښتنو د سرداری تاج خدای پاک د …. په برخه رسولی) . څنګه په هغه ورځ دی هم قبلویت د پښتونو لپاره زهر ګاڼه؟؟؟ قانع صیب ته ډیر وړکی یی تر څو د غنی په فکر تبصره وکړی. بس دی وړو وړو شیانو باندی لیکنی کوه دی غټو ویالو ته مه را ټوپ کوه ځکه چی ستا فکر او سوچ لا د غټو ویالو لامبو ته نه دی جوړ. بس چیرته بقه بازی کوه

  15. قا نع صا حب بیا هم سلام ما تا ته مشوره درکړی وه چی کوم څه دی چی کړی دی په کښی نوری ګوتی مه وهه چی بوی کوی خو ته بیا هم ګوتی پکی وهی دا ځکه چی تا دا سی څه نه دی کړی چی بوی دی ونکړی نوری ګوتی وهل به بیا هم د ډیر بوی او ستا د شرم با عث وګر ځی

  16. قانع صیب
    خــالــونــه ټــول دمخ خــالــونـــــــه
    دزنــی خــالــه نــوکری به دی کومه
    موږخیرماد زاړه ګل مادیی په خره سپور راووړ!!!!!
    نظام ټول فاسد،کاندیدان ټول دهمدی نظام سړی همدارنګه یی معاونین څنګه ټول له دی معاملی بچ سوه اواشرف غنی چی ته په خپله هم وایی چی متفکردی شخصیت دی هغه یی ښکارشودخدای پار ده داته څه وایی بسته بسته ډلی مافیا،غاصبین،وطن پلوروباندی سترګی ولی پټوی.

  17. خدا مو خوار نه کا !خبرې ډیرې سریو دخپل خلاصون لار ولټوی ، که نه ډوبیږو.

  18. قانع صاحب مهربانی وکړه بل ځلی د زلمی رسول په هکله هم یو مضمون ولیکه او ووایه چی ولی یو ناکام کاندید دی تر څو لدی تهمتونو خلاص شی کنه نو ډیر سخت تاوان ستا شخصیت ته دررسیدلی ښه به داوی چی پدی رقم ځان سپین کړی کنه نو

  19. ملګرو ته سلامونه،
    قانع صاحب!ما پخوا ستا لیکنې ډیرې لوستلې او فکر مې کاوه ته رښتیا دمظلومو پښتنو په دردونو خبر لیکوال یی! مګر:اوس فکر کوم چه..۱-دښاغلی ډاکټر صاحب م.اشرف غ.احمدزی چه د ټولو افغانانو د امیدونو او ښو هیلو یوستورئ دئ،اودټیم په باب دی نظر غلط دئ
    ۲-فکر کوم د مصنوعی مشورتی لویی جرګی غړئ وې،مګر لکه یوورور په بینوا سایټ کی لیکلی وو(هغه هم پخپله دجرګی غړی و)چه اکثره غړو د ستراتژیک تړون په مادو کی بدلون غوښتی وو مګر صادق خان مدبر نتیجه دخپل سهامی شرکت په ګټه اعلان کړه.تا ولی کومه لیکنه پری وه نه کړله؟؟
    ۳–اوس په نا زلمی نارسول او یا نا قانونی(ډوبی قاچاقبر!!! +- ضییا جانک یی) ا.د.ن.<> ولی انتقاد نکوې .
    ۴-د ی نه معلومیږی چه تا هم د پاکستان راشن اخیستی او د ربانی غوندی پکۍ وهې..
    ۵. نور به څه ووایم؟؟؟؟؟
    خدای دې جاهلانو ته هدایت او افغانانو ته اتفاق او عمري عدالت په نصیب کړی آممین ثم آمین.

  20. قانع صاحب سلامونه مي ومنه!
    ګېله مه کوه او خپلو ليکنو ته دوام ورکړه، دا به نه وايي چي په پښتنو کي داسي څوک نشته چي زما په ليکنو وپوهيږي، ټول په تقليدِ اعمٰى اخته دي، پرون طالبانو بې له دې چي تنقيد اورولو ته سينه ولري د ملا عمر سره ړنده مينه درلوده، او د نن ځوانان د ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي له پاچاهي سره، خو خير د پښتو متل دى چي وايي، وربه شي خبر به شي، چي وخت يې راغلى بيا به يې په ډانګ پېيلي ورته وکړو،

  21. سلامونه
    عجب زمانه ده د شاغلي قانع خبري چه په گردي ميز طلوع تيلويزيون كه واوري چه دي سومره ناسيونالستي خبري كوي (پشتون ستيت) افغاني مفاهمات او داسي نور او وس نورو ته د نصيحت كوي چه دا شه كار ندي او بل داچي تر پرونه په شمالي تلوالي پسي سومره بد او رد ويل او نن د شماليتلوالي له استازي او مقاومت گرا زلمي رسول سره په حنگ ولار دي او كمپاين ورته كوي عجب پشتانه لرو موژ او بل دا چي د شاغلي قانع له ليكنو سره تول زوانان بوخت وو خو دي بيا زوان كهول ته احترام نكوي او بل داچه تر وسه چا شاغلي قانع ته توهين ندي كراي ولي دي دومره احساساتي دي؟؟؟ ولي زوانانو سره ازاد بحث نسي كوالاي؟؟؟ ولي خپله تيروتنه نه مني؟؟؟ يو ليكوال بايد د تحمل چيشتن وي نه احساساتي
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  22. قانع ګله: نوري خبري به پر ځاي پريږدو، يوه پوښتنه در نه کوم: نن دي د ډاکټر أشرف غني أحمدزي غونډه په کندز کي وليده؟؟ زياترو رسنيو په غونډه کي دګډون کونکو تعداد له أتيا زرو څخه تر يو لک پوري ښوده، دا يواځي دکندز په څو ولسواليو کي د ډاکټر أشرف غني مينه وال دي، نو په ټول أفغانستان کي به لا څومره وي؟؟ خبره له شميره وتلي ده، په تاند ويبپاڼه کي هم په دي أړه خبر خپور شوي، هسي نه چي له ډيره خفګانه دي زړه نه وي چاودلي!!!ـ
    ما ته أفسوس په دي راځي چي يو پښتون ليکوال رالګيږي، د پښتنو يو لوي عالم او ددنيا په سطحه منل شوي متفکر پسي خبري کوي!!! واقعا چي دأفسوس أو شرم مقام دي د قانع لپاره، چي د يو څو ډالرو په مقابل کي خپل وجدان پلوري، مونږ ټول ډير ښه پوهيږو چي ستا په خوله کي د چا ژبه خبري کوي!!! أفسوس ستا په حال باندي قانع ګله

  23. قانع صاحب !اسلام علیکُم
    ګرانه : لکه څرنګه چې مو ستا په تیره لیکنه هم یو څه رڼا اچولې وه او په دغه لیکنه کې دې هم ددې یادونه کړیده چې ځینې ملګرو زما د سمتي خوي یادونه کړیده مونږ په خپل عقل ستا د دغه لیکنې څخه دوه نتایج ترلاسه کړي وه یو دا چې یا به سمتي خوي لرې او دوهمه دا چې څه امتیاز په تمه به وې نو دا چې تاسې وايي چې سمتي خوي نه لرم نو د امتیاز په تمه یې ته خو به اوس قانع یې چې لیکنه دې خوشې وه اوس تاسې جنرال صاحب یاد کړی دی زه درته وایم کله چې جنرال صاحب د حزب اسلامي سره شو نو مجاهد ورته وویل شول ، کله چې د حضرتانو سره شو نو د خالد بن ولید لقب یې خپل کړ کله چې له کرزي سره شو نو د لوی درستیز لقب یې وګاټه ، کله چې د نظار شورا سره شو نو د په وطن مین شخص نوم یې خپل کړ ، کله چې یې پښتانه د ځمکو شړل او ترې یې غصبولې نو قهرمان ؤ اما نن چې د یو مفکر سره دی او د پښتنو څخه بښنه غواړي او د حقوقو د اعادې اراده یې لري نو تاسې یې هم بد ستایی فکر وکړه ته یواځې د اشرف غني رقیب نه بلکې د ټولو پښتنو دښمن یې ستا قلم اوس د شیطان په لاس چلیږي او انسان چې کله حیوان شي نو ضرر یې د حیوان څخه هم زیات وي ځکه الله تعلی جل جلاله فرمايي (اولئک کالانعام بلهم اضل)دغه کسان د چارپایانو په شان دي بلکې له دې هم زیات دي .
    ستا په مقاله کې مې یوه بله خبره واوریده چې والي راته وویل چې ته به د کور له کرایې خلاص شې زه بیا هم درته وایم چې ماغزه دې له کاره ولیدلي د خبرې درک ژر نشي کولای هغه درته داخبر په دې نده کړې چې ته د هغه په کور کې پروت یې نو کرایه درته پریږدي هغه درته د ډاکتر صاحب اشرف غني ستراتیژي بیان کړې چې په هغې کې یوه خبره دا ده چې دولتي مامورینو ته به داسې کورونه ورکړي چې تیار به جوړ وي اما د معاش څخه به یې دوه زره افغانۍ وګرځوي نو والي صاحب تاته د هغه کور یادونه کوي دا یواځې تاسې ته نه بلکې ټولو افغانانو ته یې یادونه کړې ده د خدای لپاره زمونږ مشرانو ته ښکنځلې مه کوه نور په عمومي منافعو شخصي منافعو ته بهتري مه ورکوه ، دا زوریدلی ولس اوس ډاکتر صاحب اشرف غني ته ضرورت لري دا ډیر زخمي زخمي وطن دی او د زخم مرهم یې یواځې له اشرف غني سره دي نه د داسې پښتنو سره چې په پښتو نه پوهیږي او ځان پښتون ګڼي

  24. په پښتو کی ېو متل دی چه ( کاروان تیریږی سپی غپیږی). نو دا نا احله بریتور پریږدې چه خپله نفقه پیدا کړی. د بریتو یې ښکاری چه په حلال او حرام کی بند او واز ندی. قدرمنو پښتنو راځی چه الله (ج) ته دا دعا وکړو چه: یا الله د کرزی او دغه ګیدړ په شان نور په پښتنو کی پیدا مکړی. آمین

  25. ښه شوه چې ځینې غولونکې څېرې بربنډې شوې!

    نیکمل یون

    د هېواد سرګردانونکي حالت ولس په ګرداب کې راګیر کړی. کله چې یوڅوک را ولاړ شي خپل احساسات د هېواد یا ملت په هکله څرګند کړي، هېوادوال پرې ډېر ژر باور کوي، چې دادی د ولس خدمتګار را پیداشو! خو له بده مرغه لږ شمېر ددوی چې په لاندې ډول ترې یادونه کېږي هغه غولونکې څېرې وې چې د افغان ولس په ځانګړي توګه د پښتنو احساسات یې ځان ته راړولي وو، خو ښه شوه چې ددوی غولونکې څېرې د زلمي رسول په ملاتړ سره بربنډې شوې.
    عصمت قانع چې ظاهرآ پښتون ولس ته هغه څوک ښکارې ده چې ګواکې قانع صیب د افغان ولس په ځانګړي توګه د پښتون قوم د حقوقو مدافع دی، کمال ناصر اصولي چاچې د پښتو دعوه کوله او د قانونیت او د عدالت غوښتونکی یې ځان په ولسي جرګې کې راپېژنده، جنرال عبدالرازق چې ځان به یې د هېواد ساتونکی باله، طوفان وزیری چې ځان به یې په رسنیو کې تل راڅرګندوه او د فساد، بې کفایتۍ او د بې عدالتۍ پر وړاندې به یې خبرې کولې او وحید عمر چې ځان به یې ځوان سیاستوال ګڼه او ډېموکراټیکو ارزښتونو ته به یې ځان ژمن باله، خو سل افسوس چې دوی هېڅکله داسې نه ول!
    • دوۍ که په رښتیا پښتو ژبې ته ، د هېواد د دري خوږې ژبې ترڅنګ، کار غوښتلی چې د لوی اکثریت غوښتنه ده نو له داسې یو ټیم څخه به یې حمایت نه کوه چې حتا نه زلمی رسول، نه مسعود او نه سرابي په پښتو ژبه پوهېږي بلکې د پښتو ژبې ورکولو پسې راوتي!
    • دوی که د قانون حاکمیت غوښتی نو د هغو حکومتي چارواکو ( حامد کرزي، زلمي رسول … ) تداوم هغه هم په منفي جهت به یې نه غوښته چې د اساسي قانون ۹۲ مادې یې نقض کړي!
    • دوی که عدالت غوښتی نو له هغه ټیم سره به نه وه چې دیارلس کاله یې د خاموش اکثریت په خوله بالښت اېښودی او وينې یې ور زبېخي!
    • دوی که پرمختګ غوښتی نو له هغه ټیم څخه به یې حمایت نه کوه چې د نړیوالې ټولنې بیلونونه ډالر یې په خپلو شخصي جیبونو کې ور واچول او د کابل بانک۹۰۰ میلونه ډالر یې عیش او نوش کړل!
    • دوی که ښایسته سالاري غوښتی نو له هغه ټیم څخه به یې حمایت نه کوه چې نوماند یې له طب پوهنځي څخه فارغ دی او حتا د خبریال دوه دقیقې پوښتنې ته له کاغذه ځواب وايي او د مرستیالانو پوهه یې تر ده هم جدآ تر پوښتنې لاندې ده!
    • دوی که اسلامي ارزښتونو ته وفادار وی د هغه چا ملاتړ به یې نه کوه چې حتا د پيغمبر سنت یې ندي پرځای کړي او تر ۷۲ کلنۍ مجرد دی!
    • دوی که د هېواد ثبات غوښتی نو د احمد ضیا مسعود په مشرۍ او شتون کې به یې د نظار شورا حاکمیت نه غوښته څوک چې د هېواد اصلي بربادونکی بلل کېږي!
    • دوی که اعتدال غوښتی د هغه چا ملاتړ به یې نه کاوه چې خارق العاده بې کفایته وي او د بې کفایتۍ په افراط کې تر غوږو ډوب وي!
    • دوی که له نړۍ سره ښې اړیکې او په بهر کې د افغانانو له حقوقو دفاع غوښتنی، د هغه چا ملاتړ به یې نه کاوه چې په افغانستان ګاونډیو یرغل وکړ او افغان مهاجر په بهر کې ورټل شول خو دې ښاغلي د بهرنیو چارو وزارت په دوره کې قسم کړی وه چې د افغانستان آواز به نړۍ ته نه وچتوي! حتا د وزارت په ټوله دوره کې صرف دوځله را ښکاره شوی! او له نړۍ سره یې اړیکې تر دې حده ورسولې چې اوس نړۍ زموږ په بهرني سیاست تمسخر کوي!
    • دوی که په رښتیا یو څوک له شاهي کورنۍ نه غوښتی چې په ولسواکۍ کې مردود عمل دی خو بیا هم دوی ولې له سردار نادر نعیم څخه خپل ملاتړ و نه ښود چې د شاهي کورنۍ اصلي غړی دی!
    • دوی که جنګ سالاران نه غوښتی نو ولې یې د نظار شورا چې د هېواد او ددې ملت اصلي بربادونکي دي ملاتړ او د قدرت دوام یې د ضیا مسعود په مشرۍ غواړي؟
    کله چې له دوی پوښتنه وشي که رښتیا د هېواد او ملت سرلوړي او پرمختګ غواړئ نو بیا ولې د هغه ټیم ملاتړ نه کوئ، چې نوماند ولسمشر یې د نړۍ ستر مفکر او ملي ویاړ دی، لوړه تجربه، ښه شالید، ښه پلان او ښه اراده لري یعنې ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې بیا دوی لاندې غیر واقعي او منطقي دلایل راوړي:
    • ښځه یې عیسوي ده! دا پداسې حال کې چې ددې ستر ملي ویاړ او نړیوالې څېرې ښځه لبنانۍ مسلمانه ده چې د شهید ملي اتل سردار محمد داود خان په حکومت کې یې د افغانستان تابعیت اخیستی. ایا دوی په دې نه پوهېږي چې کله یو چا تابعیت واخیست نو له هماغې شېبې څخه د ټولو افغانانو په څېر یو شان حقوق او وجایب لري؟ او ایا دوی په دې نه پوهېږي چې یو مسلمان ته کافر ویل مسلمان د اسلام له چوکاټ څخه بیرون وباسي؟
    • په ټیم کې یې غیر متجانس افراد او ډلې راټولې شوي! ایا دوی په دې نه پوهېږي چې افغانستان د غیر متجانسو افرادو او ډلو هېواد دی؟ دا ښو لا ملي ویاړ دی چې یو څوک وشي کولی غیر متجانس افراد او ډلې په یوه پلټفورم راټول کړي.
    • جنګ سالار دوستم ورسره دی! آیا دوی په دې نه پوهېږي چې بغیر د سردار نادر نعیم له ټیم څخه نور په ټولو ټیمونو کې جنګ سالاران شته البته د عام ولس په وینا ځکه چې د محکمې حکم نشته! آیا دوی په دې نه پوهېږي چې له پښتنو وروسته په افغانستان کې د ازبکو حق کاملآ له پښو لاندې شوی کوم چې نسبت له نورو ورونو قومونو پښتنو سره ډېر نژدې پاتې شوي؟ آیا دوی په دې نه پوهېږي چې همدا دوستم تقریبآ ټولو ازبکانو ورونو او خویندو ته د معنوي پلار حیثیت لري؟ ایا دوی په دې نه پوهېږي چې ډاکټر نجیب الله دوستم، دوستم کړ، صبغت الله مجددي د خالد بن ولید لقب ورکړ، برهان الدین رباني ورته د مشر زوی خطاب وکړ او حامد کرزي د پوځ اعلی قوماندان وټاکه او هر ځل یې دده حمایت ته سترګې په لار وې؟
    • کمونستان ورسره دي! آیا دوی په دې نه پوهېږي چې همدې کمونستانو ته د حامد کرزي عدلې وزارت د فعالیت جواز ورکړی؟ آیا دوی په دې نه پوهېږي چې هر څوک چې تابعیت ولري او اساسي قانون یې منلی وي مساوي حقوق او وجایب لري؟ آیا دوی په دې نه پوهېږي چې د تحول او تداوم ټیم سره ۵ جهادي تنظیمونه، ټول ملت پاله او ولسواک ګوندونه او د ولس غوث اکثریت د تحول او تداوم په ټیم کې دي؟
    • احساساتي او افراطي برخورد کوي! آیا دوی په دې نه پوهېږي چې هغه څوک به څنګه افراطي او احساساتي وي چې نړۍ ورته د نړیوال وګړي مډال ورکړی وي؟ د نړۍ په کچه دویم مفکر وي؟ او آیا دوی په دې نه پوهېږي چې د دیارلسو کلونو کومې لاسته راوړنې چې دي لکه ملي پیوستون، مخابراتي شبکې، افغاني بانکنوټونه، د امنیت انتقال او… د همدې ملي ویاړ او نړیوالې څېرې له برکته دي؟ دا کوم عقل مني چې په احساساتو او افراطي برخوردونو دې دا ملي لاسته راوړنې لاسته راغلې وی؟
    • ښه ټیم نه لري او حکومت نه شي جوړولی! آیا دوی په دې نه پوهېږي چې دې ټیم سره لکه معین مرستیال، صدیق پتمن، انوار الحق احدي، حنیف اتمر، حمید الله فاروقي، ګل پاچا مجیدي، جبار قهرمان، اسماعیل یون، عبدالرحیم پښتونیار او… ورسره دي چې حکومتي ټیم څه بلکې بې مثاله فوق العاده ټیم جوړولی شي؟ البته ددې جنابانو هدف به له ټیم نه داوي که چېرې مارشال قسیم فهیم وفات کېږي نو قانوني شته، که چېرې برهان الدین وفات کېږي نو صلاح الدین شته او که نور هېڅ څوک نوي جنرال جرئت، حفیظ منصور، جنرال بسم الله، جنرال سالنګي، جنرال بابا جان او … خو شته چې کولی شي تر ابده د اکثریت خاموش په ستوني ناست وي او د اعتدال په نوم ګرمې ګرمې معاملې ورسره وشي!
    • تاجک یې لمړی مرستیال ندی! آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې د افغانستان نور قومونه هم حق لري چې د ولسمشر مرستیالان شي؟ آیا دوی په دې نه پوهېږي چې د پنجشیر وړه دره نشي کولی چې د افغانستان د تاجکو استازي توب وکړي؟ آیا دوی په دې نه پوهېږي چې په ولسواکۍ کې دا خبرې مردودې دي؟ آیا دوۍ په دې نه پوهېږي چې کوم رسم چې حامد کرزي راوړی وه یعنې لمړی مرستیال د پنجشیر وي غلط کلتور شوی؟ آیا دوی په دې نه پوهېږي که چېرې مرستیالي مختلفوقومونو ته ولاړه شي نو ولس مشر باید حد اقل ۱۰ مرستیالان ولري؟ آیا دوی په دې نه پوهېږي چې د پنجشیرانو مدافعین زیاد دي، دوی ته اړتیا نشته چې د هغوی حقوق دوی وغواړي؟ او آیا دوی په دې نه پوهېږي چې د تاجکو ورونو او خویندو نسبي ډېره رایه له ملي ویاړ او نړیوالې څېرې سره ده؟
    دوی په دې ټولو ښه پوهېږي خو دوی ته شخصي ګټې، قبیلوي تعصب، بې کفایتي، فساد، خپل سري او د افغانستان پایښت په ګواښ کې غورځول ورته له هرڅه مهمه دي څو خپلې شخصي او د بهرنیو غلیمو کړیو اجنډاوې پلې کړي.
    دوی اوس هم کولی شي چې خپل انساني، اسلامي او ملي وجیبه ترسره کړي او د تحول او تداوم له ټیم سره یوځای شي ترڅو دا هېواد آباد او سرلوړی شي او ددوی تور مخونه سپین رنګ خپل کړي.

  26. قانع صاحب! د ستاسو دڅو اخرو لیکنو نه سړي دی نتیجی ته رسی چه تاسو ته خدای ښه قلم درکړی ده او پدی وسیله تاسو دا وړتوب لرې چه خپلی خبری ته ښه رنګ ورکړي تر څو د لوستونکو شوق او توجه تاسو لیکنو ته جلب شي. خو د لیکوالۍ او سیاسی تحلیلګري تر منځ ډیره لوی واټن دی او مشکل دلته پیدا ده چه ستا د لیکوالۍ خوښونکي ستا سیاسی تحلیل بلکل نه منی. او ددی سببه ستا په سیاسی لیکنو باندی ستا ډیر مینوال منفی غبرګون ښیئ. زما د وروري مشوره درته داده چه ته د پښتو لنډو کیسو او ناولونو لیکنو ته مخه کړه او دا به دی پښتو ادب ته ډیر ستر خدمت کړی وی او ته به زمونږ ټولو مینه والو د سر تاج یئ (د چاپ غم یئ په ما).سیاسی تحلیل او بحث داسی نه کیږی لکه څه شان چه تا پیل کړی ده. د ستا چرګ صرف یوه پښه لری, د بل چا خبره نه اوری او که یئ واوری نو هڅی په مسخره یئ تیروی. سیاسی مسایلو کی څوک ټوکی نه کوی. اوس هم سر وخت ده پدی فکر وکړه او که دا ونه کړی نو د پښتو ادب سره به دی ناځوانی کړی وی. تاسو د سیاسی لیکنو دود د نن ورځی د ارزښتوتو سره ډډه نه وهی . دا هسی لیونتوب دی چه څوک داسی فکر کوی چه په هره خبره کی به حق په جانب وی . تاسو باندی د شوو نیوکو له جملې څخه مو نه کومی یوی باندی دو باره رڼا واچوله او نه مو د لوستونکو څخه معافی وغوښته . ستاسو استدلال او دریځ کټ مټ دهغه روایت سره سر خوری چه وایئ د پښتون یوه خبره وی او بس. تاسو شاید ددی نه سر چپه افاده کړی وی هغه دا چه هغه صرف د پښتون وعده او یا په اصطلاح ژبه بندی دلالت کوی او نه چه په کومه لیارروان شی نو بیا تر هغه پکی روان وی تر څو چه له ګړنګه ختا شی. ګوره قانع صاحب ولا چه ښه دی په دی خبره سر خلاص شوی وي نو هسی هغه په اصطلاح د پښتو غیرت مه نیسه او راځه دی خپلو مینه والو سره اواز یو کړه او که نه نو څه کوچ تری ایستلي نشی او دا لیاره چه تا نیولی ترکستان ته تللی ده . او که داسی نه کوی نو دخپلو دعواو لپاره ثبوت راوړه او د لوستونکو نیوکو ته سم اوصولي جواب ووایه او هسی سر سری مه تیریږه . ټولو دوستانو نه هیله کوم چه په بحث کی د ادب او درنښت څخه کار اخلي او دا کار تر ډیره حده مراعت شوی هم دی. قانع صاحب هیله ده زما په مشوره زړه بدي نه شې.

  27. SALAMONA AW NEKI HELE QANI SAIB!
    STA TOLI LIKANI DEER PA SHOQ LWALAM AW DEER SA ZINI ZDA KAWAM HAAL DA SI ZINI LIKANI DI PA DEERO KHALQO KHA AGHEEZA NA LARI KHO ZA PA DE NAZAR YAM SI DI TA LIKANE DEERI DE ARZASHT WAR DI BAYAD SI MOG FIKR PE WOKO AW SAM MODALAL JAWAB YA DALEEL DRTA WOLIKO…. QANI SAIB DI TA NAZAR DI GHANI SAIB PA BARA KI BE LA SHAKA SI SAHI DA KHO SWAL DA PAIDA KEGI SI KA CHERI PA DA WOSANI HAALATO KI MOG PA GHANI BAWAR WO NA KRO NO BAL DASI SOK SHTA STA PA NAZAR SI DA BAWAR WAR BA WEE?
    STA DA DRANA NAZAR PA HEELA

  28. د قانع صاحب له ليکنې دومره وپوهېدم چې افغانانو، په تېره بيا پښتنو ځوانانو پر مخ ناړې ورتوکلي او ده د سپيناوي له پاره ځان تر اشرف غني هم حساس، ستر او اهم سياستوال او عالم ښودلی، فرمايلي يې دي چې ده ته تر اوو پردو شا ته روانه لوبه او ماجرا معلومه ده، وېرېږي چې که حقايق ونه وايي نو اشرف غني خوارکی په کې لاهو نشي؛ سبحان الله!
    هېواد کې د سواد اعظم انګېرنه دا ده چې دغه درست سره ټاکنيز ټکټونه د افغانستان طبیعي پيداوار نه دی. افغانان د بد او بدتر، بلکې بدتر او بدترين ترمنځ انتخاب باندې محکوم دي او د دغه محکوميت تقاضا دا ده چې غني په کې تر نورو شريف يا اشرف وګڼي.

  29. د خوشال دا بیت قانع صاحب او [د زلمی رسول په خوان ناست نورو ته تقدیم دی:

    پښتانه لکه مګس ورباندې پنډ دي
    ورته ایښی د مغول د حلوا ټال دی

  30. ! دوستانو اسلام علیکم

    دا ټولټاکنی به په لنډه موده کښی د ډاکټر صاحب احمدزې په ګټه تمامیږې خو دعصمت په تندی به یو تور داغ د تل لپاره پاتۍ وې. د پښتو دا متل چه: په خره ختل یو شرم او ښکته کیدل یی بل شرم. عصمت په خر ختلۍ اوس ښکته کیدل ورته ګران بریښې. بل متل داسی وایی چه د یو چا په مینځ! کښی ونه شنه شوه، ویل یی چه خیر دۍ د سیوری لاندی به یی کښینم. هیله ده مطلب مو اخستۍ وې. الله ج مو مل شه

  31. قانع صیب
    هر سومره چی وه وای خو ولی تاسو په زلمی رسول باندی لیکنی نه کوی چی عبداالله او اشرف غنی باندی باندی لیکل کوی د الله لپاره نور دی خلک دا خبری نه منی ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب