تاند (جمعه، د لړم/ عقرب لومړۍ) د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغانانو له ایستلو ډډه وکړي او هغوی هغو ځایونو ته بېرته ونه لېږي چې د ده په وینا، خطر ورته پېښېږي.
بینیټ ټینګار کړی چې هېوادونه باید د بشري حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
هغه نن په یوه بیان کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپور کړی، ویلي چې هېوادونه باید د هغو کسانو د بېرته لېږلو د ممنوعیت اصل رعایت کړي چې د بېرته ستنېدو په صورت کې له ځورول کېدو او د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخامخ کېږي.
هغه دا اندېښنه وروسته له دې څرګنده کړه چې فرانسې هم وویل د طالبانو له حکومت سره یې تماسونه نیولي څو د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي چې جرمونه یې کړي یا په فرانسه کې منل شوي نه دي.
بینیټ په خپل بیان کې اروپايي ټولنې ته د طالبانو د پلاوو د سفرونو او له اروپايي چارواکو سره د هغوی د لیدنو، په ځانګړې ډول په بروکسل کې د یوې غونډې په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. هغه خبرداری ورکړی چې دا ډول لیدنې، که څه هم «تخنیکي» بلل کېږي، ښايي د طالبانو له خوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړې ډول د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو ځورونې او ځپنې عادي کړي.
هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې تر څرګند ښهوالي پورې باید له طالبانو سره اړیکې عادي نه شي او هغوی ته مشروعیت ورنه کړل شي.
بینیټ زیاته کړې چې لا هم له اروپايي ټولنې او یو شمېر هېوادونو سره د دې موضوع په اړه د خپلو رسمي لیکونو ځواب ته په تمه دی.
هغه لیکلي: «زه د ملګرو ملتونو له نورو کارپوهانو سره یوځای اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو ته خبرداری ورکوم چې د افغانستان وګړي هغو ځایونو ته بېرته ونه لېږي چې هلته له خطر سره مخ دي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۳۰مه، په یوه بیان کې له اروپايي هېوادونو د افغانانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. هغوی ټینګار کړی چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو د حقونو د قوانینو له مخې مکلف دي چې ناامنو هېوادونو ته د خلکو د بېرته لېږلو د منعې اصل رعایت کړي.