جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهژوند کتاب د ژوند د ناویل شویو برخو څراغ

ژوند کتاب د ژوند د ناویل شویو برخو څراغ

لیکنه: جواد تیموري

په یوویشتمه پېړۍ کې د نورو علومو ترڅنګ ارواپوهنې هم په نړۍ په بې ساري ډول د خلکو پاملرنه ځان ته اړولې ده. دغه څه به ډېر لاملونه ولري، خو تر ټولو لوی لامل یې ښایي دا وي چې په پخوا وختونو خلکو تر ډېره په ابتدایي ډول ژوند کاوه، خو د وخت په تېرېدو او په انساني ژوند کې د چټکو بدلونونو په راتلو، انسان د نورو برخو ترڅنګ خپل ځان او د ځان په اړه پوهاوي ته هم تر ډېره پاملرنه کړې، چې ښه بېلګه یې د ارواپوهنې په ډګر کې پراخ کار او پرمختګونه په ګوته کولی شو. 

دا چې ارواپوهنه د انسان له ژوند سره سروکار لري، نو په دې برخه کې تر ټولو مهمه دا ده چې د انسان د ژوند چاپېریال او شرایط هم ورسره په پام کې ونیول شي. په دې مانا چې د هرې ټولنې ارواپوهنه باید د هماغې ټولنې له متن او بطن څخه راوتلې وي او د هماغه ټولنې د غوښتنو او واقعیتونو په نظر کې نیولو سره د خلکو ستونزو ته حل وړاندې کړي. که څه هم په دې تړاو په غربي او نورو ټولنو کې په کافي اندازه کار شوی، خو له بده مرغه چې په ختيځو ټولنو او په ځانګړې توګه افغانستان کې په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې شته او ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي. که څه هم په دې وروستیو کې له انګرېزي او فارسي ژبو څخه په دې برخه کې د ژباړې له لارې ځینې کتابونه زموږ ټولنې ته راغلي، خو تر ډېره پورې دغه څه بسنه نه کوي او په ځینو مواردو کې یې شتون زموږ درد هم نه دوا کوي. لکه څرنګه چې مې مخکې یادونه وکړه، ارواپوهنه د ژوند هغه مهمه او اړینه برخه ده چې باید د هرې ټولنې له متن څخه راوټوکېږي او پر دې اساس د خلکو ستونزو ته حل وړاندې کړي؛ له نېکه مرغه د ژباړې تر ډګر ورهاخوا زموږ په جنګ ځپلې ټولنه کې چې خلک یې د نورو هغو په پرتله دې برخې ته ډېره اړتیا لري، په دې وروستیو کې د ګوتو په شمېر ارواپوهانو کار پیل کړی چې د هغو له ډلې او یا هم که ووایم د هغوی په سر کې یې استاد شرف الدین عظیمي دی. استاد په دې برخه کې زموږ په ټولنه کې له یوې لسیزې زیات کار کړی، له خلکو سره یې مخامخ ناستې کړې، په سلګونو سیمنارونه یې جوړ کړي، په روغتونو او د مشاورې په مرکزونو کې یې له زرګونو هېوادوالو سره له نږدې کار کړی او په ټوله کې یې تر ډېره تمرکز پر دې و چې څه ډول د دې ټولنې د ستونزو جرړې راپیدا او د واقعیتونو په پام کې نیولو سره ورته حل ولټوي. استاد په پورتنیو یادو شویو برخو سربېره، کتابونه هم لیکلي چې د ډېریو هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي. له نېکه مرغه چې د دې لړۍ په دوام یې تازه د «ژوند» په نوم کتاب چاپ شوی چې خورا اړین موارد یې پکې شاربلي دي. 

دا کتاب د پنځو بېلو، خو له یو بل سره د تړلو موضوعګانو ټولګه ده چې په پنځو څپرکو کې ځای پرځای شوې ده. په دې کتاب کې تر ډېره د ښاغلي عظیمي د نږدې یوې لسیزې، څېړنو، تجربو، زده کړو، کار او هڅو پایله راغلې ده، چې په لوستلو سره به یې د هر لوستونکي په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي. 

د کتاب په لومړۍ برخه کې پر «کوژدې او واده»، په دویمه برخه کې پر «ګډ ژوند»، په درېیمه برخه کې پر «جنسي اړیکو»، په څلورمه برخه کې پر «کورنۍ» او په پنځمه برخه کې پر «مورولي او پلارولي» په مفصل ډول خبرې شوې دي. 

د کتاب د نورو ښو ځانګړنو ترڅنګ یو څه چې زما خوښ شول، هغه د استاد اخلاقي جرئت دی، چې په ډېر جرئت سره یې د ژوند هغه برخې هم پکې سپړلې دي، چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې یې یادول اوس هم شرم او ګناه بلل کېږي. 

په پای کې د «ژوند» کتاب لوستل ټولو هېوادوالو ته اړین بولم او له استاد څخه هم هیله لرم چې په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب