څه وخت مخکې مې ویلي وو چې په ناولونو کې مې د نورو په پرتله پولیسي و جنايي ډېر خوښېږي.
د دې کار علتونه دوه راوړم:
یو دا چې زه طبعیتاً له مغلقو موضوعاتو او قضیو سره دلچسپي لرم. کوم مسایل چې زما ذهن چلېنجوي خوند ترې اخلم.
دوهم، پولیسي ناولونه يې زياتره د اوچتې تلوسې لرونکي وي. د ډېرې تلوسې لرونکی ناول په لوستونکي خپله ځان لولي او لوستونکي له دې ډول ناولونو سره د سرګردانۍ احساس خپلوي، د دې ډول احساس خوبي دا ده چې لوستونکی هېڅکله له کتاب مخ اړولو ته نه پرېږدي.
پولیسي او جاسوسي ناولونه که څه هم د ژوند په اړه کومه خاصه انګېزشي او فلسفي خبره نه لري او شاید له یو ځل لوستو وروسته يې لوستونکی بیا ویلو ته زړه ښه نه کړي، خو ښه والی یې بیا دا دی چې مبتدي لوستونکی نه یوازې په مطالعه راولي، بلکې د نورو سنجیده لوستونکو لپاره هم د تفرېح او ساعت تېرلو ښه وسیله کېدای شي.
د پولیسي ناولونو مطالعه مې د امیر عشیري له “خونړۍ سپېدې” ناول څخه کړې وه او اوس اوس يې د تازه چاپ شوي “ورک سړی” له لوستلو فارغ شوم.
دا ناول چې محتوا يې تر ډېره په جاسوسي پېښو راتاوېږي، ښاغلي جبار فراز را پښتو کړی دی.
ناول متحرک پیل لري او له همدې پیله لوستونکی ورسره اخلي. د دې ناول تلوسه پاڼه پر پاڼه دومره ډېرېږي، لکه دیوې لوبې په پای کې چې دواړه ټیمونه پنځوس پنځوس د ګټلو چانس لري او کتونکی نه پرېږدي چې په بل شي کې یې چورت بند شي.
د دې ناول د ځینو پېښو سرچپه توب او ژر ژر ادلون، بدلون، د بعضو صحنو پيچيده توب، همداراز يې له ځينو پېښو سره د لوستونکي د توقع موافقه توب او د زړه خوړونکو صحنو کموالی د ناول له لا خوندور کولو سره لاس یو کړی دی.
په ورک سړی ناول کې د بعضو مصنوعي پېښو او صحنو اږودوالي د ناول په بې خوندۍ کې هم څه ناڅه رول لوبولی دی. مثلاً:
د ناول په یوه برخه کې که څه هم ان له لومړي سره لوستونکي ته دا مالومېږي چې “الفرډ” چې په اصل کې د جرمني جاسوسي شبکې غړی دی، بیا هم د نوموړي د منفي رول صحنه لیکوال په ډېره بې خوندۍ او د مصنوعي تلوسې د ایجاد لپاره تقریباً تر اوو، اتو مخونو اوږده کړې ده.
په ناول کې د بعضو رازونو د افشا کولو وعده د مرکزي کرکټر يا “ریما” له لوري لوستونکي ته ورکول کېږي، خو وروسته د لوستونکي دا تنده همداسې بې اوبو پاتې کېږي. دې شي نه یوازې د ناول تلوسه پيکه کړې، بلکې د لوستونکي یو ډول د زړه تنګون سبب هم کېږي. مثلاً:
د يوسف ابراهیم په اړه چې د مخالفې ډلې جاسوس دی، ریما يې لومړی ځل په یوه کافه کې ویني. له هغې وروسته د یوې دندې پر مهال يوسف ابراهیم له ریما سره لاس و ګرېوان کېږي، دا چې څنګه د دې عملیاتو پر مهال يوسف ریما پيدا کوي… د دې راز یوازې د افشا دعوه کېږي، خو لوستونکی یې بیا تر پایه په علت نه خبرېږي.
په دې ناول کې د ژر مینېدلو پېښې یوه بله بې خوندي ده. یو ځای کې “نایمن” چې په اصل کې د دوی د خپلې ډلې غړې ده، په یوه شپه و ورځ کې پر ریما زړه بایلي. دا ډول مينې لکه د پاکستاني فلمونو عشقونه، بس چې څنګه به نجلۍ د فلم هلک ولید، دقیقه دوې پس به پرې مينه وه.
د ورک سړی ناول په پای ته رسولو کې لیکوال پوره پوره کمزوری برېښي. دې ناول کیسه په داسې ځای پای ته رسېدلې، لکه د ډېر وخت سیاحتي چې له ډېرو اميدونو سره سره په خپل وروستي سفر کې مریض شي او کومې ښې هیلې چې دی یې لري، ټولې پر اوبو لاهو شي.
زه نه پوهېږم، څنګه یو جاسوس چې د پیسو لپاره يې د یو هېواد په ګټه د مخالفینو ډېری دسيسې شنډ کړې وي، يو دم يې د ژوند وروستي کلونه د مخالفینو له لوري له اسوده ګۍ برخمن شي، هغه هم دې یوې عادي ښځې لپاره چې پر ده مينه ده او د خلاصون لپاره يې فقط لږ څه مهم اسناد ورکړي دي… د دې ناول پای لوستونکی نه یوازې د ناول له هغه پاتې خوند محروموي، بلکې سړي ته دا جوتوي چې د ناول کیسه نوره هم اوږدېده، خو لیکوال یې په غځولو کې پاتې راغلی.
ورک سړی ناول په 418 مخونو کې ختیځ خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.