دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+زېږنده اوړني ژبپوهنه/ بخت جان هېر

زېږنده اوړني ژبپوهنه/ بخت جان هېر

لنډیز:
د زېږنده ژبپوهنې مکتب د چامسکي او د ده پیراونو دی. په ۱۹۵۷ کال کې، چامسکي د نحوي جوړښت کتاب په لیکلو سره دا مکتب رامنځته کړ. مخکې له دې چې چامسکي دا کتاب خپور کړي، هریس دوه مقالې يوه په ۱۹۵۲ او بله په ۱۹۵۷ کال کې خپرې کړې، د اوړني بحث پکې راغلی و چې د جملو تر منځ پېښږي.
د زېږندې اوړني ژبپوهنې بنسټګر نام چامسکي دی، چې د شلمې پېړۍ په شپږمه لسیزه کې یې په ژبپوهنه، فلسفه او ارواپوهنه کې یو مهم تحول ته لار پرانیسته چې دې تحول یې کمپیوټر ته ژبه ورکړه، د نړیوال ګرامر تصور یې پیدا کړ او د ژبې زده کې ترې استفاده وشوه. نام چامسکي د جملې  په سطح باندې د رغښت خبره مطرح کړه او د ژور او برسېر رغښت خبره یې وکړه. دا په نحوه کې مهم کار و چې په ډېرو ژبو کې تطبیق شو.(ښکلی، ۱۴۰۱:۶۴)
زېږنده ژبپوهنې ته د استاد محمود مرهون په کتاب “تاریخي ژبپوهنه” کې د تولیدي یا پیدایښتي ژبپوهنې نوم کارېدلی.
سریزه:
معاصره ژبپوهنه په شلمې او یویشتمه پېړۍ کې رامنځته شوه. په معاصره ژبپوهنه کې د ژبپوهنې پینځه مهمې نظریې وړاندې شوې چې رغښتواله، زېږنده ژبپوهنه، چارواله، ادراکي ژبپوهنه او ټایپولوژي وه. موږ دلته په زېږنده اوړني خبرې کوو.
د زېږنده اوړني ژبپوهنې بنسټګر نام چامسکي دی. چامسکي د جملې په سطحه باندې د رغښت خبره مطرحه کړه. له سوسور وروسته نام چامسکي د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د ماسوچوست د ټیکنالوجۍ په انسټیټوټ کې محصلانو ته پر نحوي جوړښتونو لکچرونه وړاندې کړل چې له دې لکچرونو وروسته اثر جوړ شو او په ۱۹۵۷ کې خپور شو.
 آر وییونه:
زېږنده اوړني، نام چامسکي، د زېږنده اوړني ژبپوهنې عمده ټکي
زېږنده اوړني:
د نام چامسکي په اند انسان چې کوم ژبني چاپېریال کې وزېږي، په هغې کې له مشترکې طبیعي ژبې نه ګڼې بېلګې لېږدوي چې لومړۍ ته یې زېږنده او دویمې ته یې اوړني وايي. د یادونې وړ ده چې په پښتو   مانا په لېږنده شوې چې دقیقه نه ده؛ ځکه چې په ټرانسفر کې د اوړون مانا پټه ده.  Transformative کې د له ژور رغښت نه تر برسېر رغښت پورې په نحوي رغښتونو کې د بېلابېلو قواعدو له مخې بدلون راځي.(ښکلی، ۱۴۰۱:۶۷)
له ژور نه تر برسېر رغښت پورې په سفر کې جمله شپږ پړاوونه وهي یا به داسې ووایو چې یو ژور رغښت د شپږو ارونو پر بنسټ په برسېر رغښت اوړي:
۱ـحذف
۲- ځای پر ځایینه
۳- زیاتول
۴- ځایناستی(تعویض)
۵ـ تلفیق/ګډون
۶ـ بدلون
په دې اوړني قواعدو کې مهم تلفیق دی. د تلفیق مانا ګډون یا اختلاط دی. چې څومره ساده ژور رغښتونه سره یو ځای کېږي او یو برسېر رغښت جوړوي. پاسنۍ شپږ پړاووه په لانې برسېر رغښت کې وینو:
۱-  ومې لیدل چې په دې اړه نور غږېدل بې ګټې وو.
د  دې جملې برسېر رغښت د لاندې درو ژور رغښتو زېږنده ده:
الف: ما ولیدل.
ب: چې په دې اړه هر څومره ډېر وغږېږم.
ج: دا غږېدل بې ګټې دي.
۱- تلفیق: دا درې جملې لومړی په لاندې بڼه ګډېږي(تلفیقېږي):
ما[په دې اړه چې هر څومره ډېر وغږېږم بې ګټې وو] ولیدل.
۲- حذف: په دویم پړاو کې  (ما او چې هر څومره) حذف کېږي: [په دې اړه ډېر وغږېږم بې ګټې وو]ولیدل.
۳- بدلون: وغږېږم په غږېدل اوړي:
[په دې اړه ډېر غږېدل بې ګټې وو] ولیدل.
۴ـ ځای پرځایینه: ځينې اوړني ټوکونه د موقعیت له پلوه ځایونه بدلوي:
ولیدل[په دې اړه ډېر غږېدل بې ګټې وو]
۵- ځایناستی: (نور) د (ډېر) او (مې) د (ما) ځایناستی کېږي:
ومې لیدل[په دې اړه نور غږېدل بې ګټې وو]
۶ـ زیاتول: په دې وروستي پړاو کې د دواړو جملو د تړښت لپاره (چې) ورزیاتېږي:
ومې لیدل، چې په دې اړه نور غږېدل بې ګټې وو.
(ښکلی، ۱۴۰۱:۶۸)
نام چامسکي:
نوام چامسکي یو جامع الکمالات انسان دی؛ سیاست او ژبپوهنه دواړه پر یوه وخت مخته بیایي. هغه د ۱۹۲۸ میلادي کال د ډسمبر پر اوومه باندې په فیلادلفیا کې وزېږدو او تر اوسه هلته ژوند کوي. دی ژبپوه، فیلسوف او د امریکا د سیاسي چارو کارپوه دی. په اوس محال کې، دی د نوې ژبپوهنې پلار بلل کېږي چې د نړۍ زیات شمېر ژبپوهان یې پر پله روان دي. د هغه مشهوره نظریه په ژبپوهنه کې د پیدایښتي ګرامر رامنځته کول دي چې د شپېتمه ميلادي پېړۍ کې یې ژبپوهنیز انقلاب رامنځته کړی. د چامسکي نظریات د ارواپوهنیزې ژبپوهنې پیلامه بلل کېږي.
مور او پلار یې یهود دي، د ده پلار ویلیم چامسکي نومېږي، یو روسی یهود دی چې له روسیې څخه امریکا ته را مهاجر شوی دی. هغه د عبري ژبې استاد و او هغه یو درسي کتاب د منځني یهودي(عبري) ژبې ګرامر لیکلی دی چې چاپ شوی هم دی.
هغه په ۱۹۴۹ میلادي کال یې له کارول چامسکي سره واده کړی چې هغه هم د هارورډ پوهنتون استاده ده او له هغې څخه درې اولاده لري.
چامسکي په ۱۹۵۷ میلادي کال باندې خپل مهم اثر نحوي جوړښتونو خپاره کړل چې د دغه کتاب په خپرېدو سره د سوسور وروسته د دغه اثر د دوهم انقلاب پیلامه شوه. د نړۍ ژبپوهانو ټول مخ د نحوي جوړوښتونو پر خو ور واوښت او تولیدي یا پيداښتي ژبپوهنه یا ګرامر رامنځته شو. له نحوې وروسته په شپېتمو کلو کې د ماناپوهنې بازار ګرم شو او چامسکي په دې اړه هم زیات شمېر څېړنې وړاندې کړې او خپله پخوانۍ نظریه یې چې د پیدایښتي ګرامر په نوم وضعه کړې وه، هغه یې په مانا پېژندنه کې هم مطرح کړه او له زیات ملاتړ او مخالفت دواړو سره مخامخ شوه.
په اوسنۍ زمانه کې تر ټولو دوې مهمې موضوعګانې د کوچنیانو ژبپوهنه او د دوهمې ژبې زده کړې هغه موضوعات دي چې په اوس مهال کې په غرب او شرق کې بحثونه پرې روان دي. د کوچنیانو په ژبپوهنه کې هغه یوه خاصه نظریه وړاندې کړه ده چې پیاژ او سکینر د نظریاتو په څنګ کې د نړۍ په لومړي، دوهم او درېیم مقام کې خاص ځای لري او ډېرو روانشناسو او ژبپوهانو له پاره د ده نظریه خاصه موضوع ده . لنډه دا چې د چامسکي نظریات له هره اړخه نوي او تازه دي او د هغه نظریات لا جریان لري تر اوسمهال د ۲۰۱۷ میلادي کال د دوهمي میاشتې تر یولسمې پورې لا چامسکي څېړنې روانې دي.(مرهون، ۱۳۹۶:۱۷۴)
د زېږنده اوړني ژبپوهنې عمده ټکي:
۱-زېږنده ژبپوهنه چې په لومړي سر کې په اوړني ژبپوهنې مشهوره وه. ځان ګورې(Immanent) ژبپوهنه ده. ځان ګورې ژبپوهنه او ځان ګورې ژبپوهان ژبه له ټولنیز اوب پرته مطالعه کوي، دوی هغه ټولنیز عوامل چې په ژبه اغېزه کوي؛ د ژبې په طبیعت کې بې اغېزه ګڼي. چامسکي یو ځان ګوری ژبپوه دی.
د چامسکي په مقابل کې نور ژبپوهان راپیدا شول چې د پراګ مکتب غړي وو او د چاروالې ژبپوهانې نظریې خاوندان وو، دغه ژبپوهان د هالیډې نظریې مهم تیوریستانو څخه دي، دوی په دې باور دي چې ژبه د ټولنیزو اړیکو وسیله ده او په دې برخه کې مهم رول لوبوي. دوی هغه وخت ژبه تر څېړنې لاندې نیسي چې په ټولنیز اوب کې واقعه شوي وي یعنې کلتوري او ټولنیز عوامل په ژبې ژوره اغېزه لري چې د ژبې ماهیت ته بدلون ورکوي؛ دغه ډله ژبپوهانو ته تعالی ګرا (Transendental) ویل کېږي. “د پراګ په مکتب کې هم د چکسلواکي ژبپوهان شامل و او هم د نورو ځایونو. په دغه مکتب کې د نړۍ د ژبپوهنې یوه مشهوره څېره یاکبسون هم ګډون درلودئ. له دې نظریاتي او مفکوري لحاظه دوی د  شاهزاده نیکولای تروبستکوی څخه پیروي کوله، هغه د ۱۹۲۳ میلادي څخه تر ۱۹۳۸ میلادي کال پورې د استادۍ دنده مخ ته وړل او دوی یو جریده خپرول چې د (پراګ د ژبپوهني کړۍ) نومېدله. د پراګ ژبپوهنیز مکتبو څخه یو مشهور مکتب دی” (مرهون، ۱۳۹۶:۱۶۴)
د چامسکي په نظر ژبه یوه رواني پدیده ده چې د انسان له طبیعت او ژنیتکي عواملو څخه رامنځته کېږي. اوس چې په دې وپوهېدو چې چامسکي ژبه ژنتیکي بولي؛ نو جن باید د ټولې نړۍ په انسانانو کې یو ډول وي، باید چې د ټولو قومونو ژبه یو شان وي. همدغه ځای دی چې چامسکي د ژبې د نړیوالتوب مسله رامنځته کوي مانا چې د نړۍ په ټولو ژبو کې ګډې ځانګړتیاوې شتون لري او دا چې ژبې له یو بل څخه توپیر کوي دا د ژبو تغیرات دي.
۲- د چامسکي په نظر د نظریي ژبپوهنې اصلي موخه د ژبې د پوهې طبیعي ځانګړتیاوې لاسته راوړل دي، هغه د ژبې دې پوهې ته چې په ټولو انسانانو کې مشترکه ده، زېږنده دستور بولي.
سوسور مخکې له چامسکي درېیو ژبنیو واحدونو ته قائل دی.
الف ـ وینا(پارول): د انسان په مغز کې چې کومه د ژبې عمومي ډېټا ده، پارول په دغې ډېټا کې په فردي ډول وینا ده.
ب- ژبه(لانګ): لانګ د ژبې ټوله ډېټا ده چې په مغزو کې پرته ده.
ج ـ د وینا ځواک: د وینا ځواک هغه څه دي چې د ټولو انسانانو په وینا کې سره ګډې دي. د وینا ځواک یا هغه څه چې چامسکي یې یوازې د انسانانو ځانګړنه بولي.
د چامسکي او سوسور تر منځ توپیر همدغه دی چې سوسور په نظري چوکاټ کې ژبه څېړي مانا د ځانګړې ژبې نظام ته پاملرنه کوي؛ خو چامسکي په دې هڅه کې دی چې د وینا اصول او مقرارت پیدا کړي. دا چې ماشوم څنګه کولای شي چې د خپلې جیینتکي پوهې پر مټ ژبه زده کړي.
۳- په زېږنده اوړني ژبپوهنه کې ژبپوه د یوې ژبې  د تشریح کولو هڅه نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د ژبې په اړه نظریات راټول کړي.
۴- زېږنده اوړني ژبپوهنه نحوې ته ځانګړی اهمیت ورکوي مانا د چامسکي په نظر د یوې ژبې نحوي واحد د ژبې زېږنده واحد دی. د زېږدلو مانا دا ده چې د محدودو قواعدو په کارولو سره په هغه برخه کې چې له منځه لاړې دي بې شمېره جملې وزېږوي، ژبه هم له هغو جملو جوړه ده چې له یو بل سره په خوا کې راځي.
۵ـ زېږنده اوړني ژبپوهنه خپل د فلسفې اساس د عقلیت(Rationalism) فلسفه ګڼي. د دې لپاره د فلسفې پوهنځي ته مراجعه وکړئ.
۶- زېږنده اوړني ژبپوهنه ژبني واحدونه له یو بل څخه جلا مطالعه کوي مانا هر ژبنی واحد خپلواک دی.
غږ، لغت، نحوي او سیمانټکي برخې هغه برخې دي چې له یو بل څخه جلا فعالیت کوي. یعنې د ژبې هر ویونکی په ذهن کې دغه ژبني واحدونه هر یو یې خپلواک دی چې له یو بل څخه جلا فعالیت کوي.
۷- ماډلریټ: په ذهن کې بېلا بېلې قواې شته؛ لکه هوښیاري، فکر، منطقي استدلال، رواني پروسې چې په ادراک او وینا کې ښکيل دي، اوږد مهاله حافظه او زده کړې او  تصور کولو عمومي اصول شته دي. وینا هم له دې قواو څخه یوه قوه ده. د چامسکي او زېږنده ژبپوهنې په نظر دا پورتنۍ ټولې قواوې خپلواکې دي مانا هره یوه یې ځانته ماډله ده او هره یوه یې ځانته عمل کوي، مګر له یو بل سره اړیکه لري. د دې لپاره چې د اړیکې په مانا ښه پوه شئ، یو مثال راوړو. سږي او زړه دواړه د دوو فعالو سیستمونو په توګه په نظر کې ونیسئ. زړه د بدن داسې یو غړی دی چې ټول بدن ته وینه پمپ کوي دا کار په یوازې ځان کوي مانا زړه ځانته فعالیت لري. سږي هم یو خپلواک ارګان دی چې په ساه اخیستلو کې کار ورکوي؛ خو دا دواړه د بدن غړي دي، له یو بل سره اړیکه لري دواړه یو بدن ته کار کوي؛ خو د هر کار کول خپلواک دي.
پایله:
زېږنده اوړني ژبپوهنه  په ۱۹۵۰ میلادي کال کې نام چامسکي رامنځته کړه، چامسکي په دې نظر و چې ژبه د انسان په مغز کې ده او چې انسان پيدا کېږي ژبه سمه ورسره پیدا کېږي؛ خو کوچنیان یوازې لږ معلومات له ټولنې څخه اخلي. چامسکي ژبه له ټولنیز او کلتوري عواملو پرته مطالعه کوي مانا ژبه له ټولنې جلا مطالعه کوي. چامسکي ژبه یو رواني پدیده بولي دی وايي چې ژبه ژنتیکي ده. د چامسکي په مقابل کې د چاروالې ژبپوهنې نظریې خاوندانو بل نظر وړاندې کړ دوی وویل چې ژبه د ټولنیزو اړیکو وسیله ده او دوی هغه وخت ژبې ته نظر اچوي چې ژبه په ټولنیز اوب کې رامنځته شوي وي دوی وايي چې کلتوري او ټولنیز عوامل په ژبې پوره اغېزه کوي.
ماخذونه:
۱- حق شناس، علي محمد. ۱۳۸۱. تاریخ مختصر زبانشناسي. څلورم چاپ. تهران: کتاب ماد
۲- مرهون، محمود. ۱۳۹۶. تاریخي ژبپوهنه. کابل: کائینات خپرندویه ټولنه
۳ـ ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱. د ژبپوهنې نظریې. کابل سمون خپرندویه ټولنه
۴ـ خرمي، اسمعیل. ۱۳۹۰. زبانشناسي زایشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب