پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+ازاد/ اجمل پسرلی

ازاد/ اجمل پسرلی

د کوټې دیوالونه لوګي تور کړي، فرش مې پلورلی. له کړکۍ سره په واړه توشک په جګو پښو ناست یم، بهر ته ګورم:

«که د اعدام په کوټه کې وای همداسې به نه و؟»

«هلته به ورسۍ نه وه»

مخ له کړکۍ راګرځوم:

«اوس څرنګه؟»

له کړکۍ ډیره رڼا راځي:

« د اعدام خونه  تیاره نه وي؟!»

د دروازې په خوله کې پرته بورۍ رااخلم، کړکۍ ته یې نیسم، له ماتې هندارې د بورۍ له څیري شوي ځایه رڼا راوځي، په هغه ځای رغوی ږدم:

«څوک چې اعدامیږي بل ته به یې ضرر رسولی وي، ما خو په بل هیڅ نه دي کړي نورو زه پرې ایښی یم نو ولې په اعدام محکوم شوی یم»

«تا ځانته په خپله د اعدام سزا ټاکلې»

«بله سزا ټاکلی شم؟»

«هو ته ازاد یې هر ځای تللی شې»

راوځم د کور په کونج کې د ساړه تناره پر ژۍ شین ټوپۍ چیغږی، لاسونه پرانیزم، غواړم چیغه کړم چې ازاد یم، شین ټوپي ترهیږي پسې ګورم، له سترګو پناه کیږي، داسې ژر ورکیږي لکه د ازادۍ احساس. بیرته د کوټې په لور ځم، ملا مې نه نیغږي، کړوپ کړوپ رهي یم. په کوټه کې تر توشک لاندې د پوډرو پوړۍ رااخلم، په زرورقه باندې یې ږدم.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب