پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد بنګله دېش صدراعظمې استعفا وکړه او له هیواده ووته

د بنګله دېش صدراعظمې استعفا وکړه او له هیواده ووته

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۵ مه) په بنګله دیش کې زرګونو مظاهره کوونکو د صدراعظمې شیخ حسینې استوګنځی نیولی دی. د راپورونو له مخې شیخ حسینې استعفا کړې او له هېواده وتلې ده.

د بنګله دیش له تلویزیونه خپاره شوي تصویرونه ښیې چې مظاهره چیان د صدراعظمې په استوګنځي کې دننه دي او یو شمیر د صدراعظمې د استوګنځي وپه لوټ او ورانولو بوخت دي.

شیخ حسینه چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په دغه هېواد کې واک لري، په یوه څرخکه کې هند ته تللې ده.

د پوځ لوی درستیز له سیاسی ګوندونو، شخصیتونو او د مدني ټولنې له فعالانو سره په خبرو بوخت دی چې نوی حکومت جوړ کړي. خلک د ډاکې په کوڅو کې نڅا او خوشحاله کوي.

د یکشنبې په ورځ په نښتو کې د لسګونو پولیسو په ګډون ۹۰ کسان ووژل شول. دغه ناندرۍ تېره میاشت په دولتی دندو کې د ونډې یا سهمیې د لغوه کولو په غوښتنې سره پیل شوې او له هغه وخت راهیسې د مدني نافرمانۍ په کمپاین بدل شوی دی.

په تېره یوه میاشت کې په اعتراضونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

بنګله دېش د پاکستان په شان تل له سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ و او اکثره انتخابي حکومتونه یې مخکې تر دې چې قانوني دوره پوره کړي، د اعتراضونو او کودتاګانو په وسیله پرزول شوي دي. د شیخ حسینې حکومت له ډیرو کلونو وروسته نسبتاً باثباته حکومت و چې هم یې د نورو حکومتونو پرتله ډېر دوام وکړ او هم په دې موده کې بنګله دېش زیاته اقتصادي وده وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب