پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه زابل کې سیلاونو لس تنه مړه کړي دي

په زابل کې سیلاونو لس تنه مړه کړي دي

تاند (دوشنبه، د اسد۱۵ مه) په زابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ نن (دوشنبې) وویل چې په دغه ولایتونو کې سیلونو لږترلږه ۱۰ تنه مړه کړي دي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی ذبیح الله جوهر په یوه پيغام کې ویلي:

«تېره شپه د اورښتونو له امله د زابل د مرکز کلات په شمول په ځینو ولسوالیو کې سیلابونه راغلي وو چې په نتیجه کې یې په په شینکۍ ولسوالي کې اته کوره ویجاړ کړي وو. لس تنه په سیلابونو کې شهیدان شوي وو او یو تن ټپي دی.»

جوهر دا هم ویلي چې امنیتي ځواکونو لسګونه کسان ژغورلي هم دي.

سږنی کال د ورښتونو له نظره په افغانستان او سیمه کې بې ساری دی.

ملګروملتو ویلي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د سږني کال په شان ورښتونه نه دي شوي.

په پاکستان کې هم د وروستیو دوو ورځو د بارانونو له کبله لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې نن هم په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

د هواپېژندنې ادارې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د باران او سېلونو اټکل کړی دی.

دې ادارې نن دوشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او غزني ولایتونو د بارانونو او سیلونو اټکل کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب