د قيامت ورځي
ذکي په تلوار ذبيح ته مسج وکړی، ول: چيري يې؟ په ميدان کي طيارې له خلکو ډکېږي او خارج ته ځي. ژر راځه چي ځو. زه به مي خپل د فوټبال خوب پوره کړم او ته به هم راسره يې. يواځي بېرېږم. ځای ئې سره وټاکی او ميدان ته په تلوار روان سول. دوی د ترمينل مخ ته سره يوځای سول. له ډېرو ټېلو او ټمبو وروسته يوې لويي توري غټي طيارې ته ورسېدل. درې څلور ځايه خارجيانو ټکان هم پر وکړه، مګر مجبور او بېعقل ته به غښتلی نه وايې. دوی د مور او پلار يواځني اولادونه وه، په ډېرو سختو پلار لوی کړي وه او ذکي تازه د افغانستان د فوټبال د اووه لس کلنو ټيم ته لاره کړې وه او ښه ځلېدلی وو. پلار ئې د سړک پر سر سبزيجات او مېوې خرڅولې.
دوی چي کله په ميدان ننوتل؛ په ترمينل کي چور شروع وو، ټول سيسټمونه ختم وه. چا کمپيوټرونه ځغلول، چا مېزونه او چوکۍ. خو ذکي په ډېري چالاکۍ له کومه ځايه ځيني ورقي پيدا کړې، يوه ئې ځان ته واخيستل او يوه ذبيح ته. دا هغه پاڼي وې، چي هر چا جعلي چاپ کړي وې او له ځان سره ئې درلودلې، نو کله چي طيارې ته را ورسېدل، په دې وخت کي ذبيح په تلوار د الوتکي وزر ته لوړ ور وختی او ذکي پر ټيرو سربېره کښېنستی او د ټيرونو ډولچې ته، چي د طيارې په تنه کي وه ئې کتل. شاوخوا په سلګونه نور خلک پر الوتکه راټول وو. په دې وخت کي يو بل ښايستکی ځوان هم راغلی او له ذکي سره پر دې ټير کښېنستی. دواړو سره وخندل. ذکي ورته وويل، چي تا هم د ټام کروز ميشن ايم پاسيبل کتلی؛ هغه د طيارې پر ټير چي ځړيږي. ده ورته وويل: نه، هغه د جېمز بانډ دئ.
دواړو غوښتل، يو پر بل ځان پوه وښئي. ذکي ځان ورته معرفي کړی، چي زه د فوټبال د ملي ټيم غړی يم. په تليفون کي ئې ويډيوګاني او عکسونه ور ښکاره کړل. هغه بل ځوان ځان ډاکټر معرفي کړی. وروسته هغه ځوان ورته وويل: ته ولي خارج ته ځې؟
ده ورته وويل: پلار مي په زحمت را لوی کړو، زما شوق دئ، چي د نړۍ د فټبالرانو په څېر لوبي وکړم او د پلار مرسته وکړم.
ذکي له ځوانه وپوښتل: ته ولي ځې؟
هغه ورته وويل، چي په کلنيک کي کار کوم؛ پلار مي تېر کال زما د واده او کوزدې له پاره له يو چا څخه ديارلس زره ډالره قرض کړی دئ؛ اوس د دوی په پټه ځم، چي پيسې وګټم او دوی له دې جنجاله خلاص کړم. دوی ډېري نوري قصې هم وکړې. يو بل کس د ډېري ګرمۍ څخه خپله ښځه او څلور ماشومان را وستل او د طيارې سيوري ته ئې له دوی سره کښېنول. ښځه سوڼېدله او ژړل يې. له ځان سره ئې ښکنځل او بد و رد ويل. سړی لکه لېونی دوري هوري ګرځېدی. بيا به راغلی، بيا به ولاړی. ذکي له هغه ښځي وپوښتل، ول: څه خبره ده، خوري.
ښځي وويل: د غم امريکا دي سي. مېړه مي د امريکا په سفارت کي ګارډ وو. څلور ورځي مخکي ئې ميدان ته را وغوښتلو. په دې ټېل ماټېل کي پرون دلته راغلو. د خلکو په بيروبار کي نږدې وو، چي زما زوی چختاڼ سي. مېړه مي پر دېوال ولاړ امريکايي عسکر ته ورکړی. په دې وخت کي د خلکو څپه راغله، موږ ئې پوري وهلو. نن دوهمه ده په خپل کوچني زوی پسي ګرځو، نه پيدا کېږي.
په دې وخت کي ئې مېړه بيا راغلی، ول: اوس مجبوره يو، دا څلور خو ژوندي ورسوو. هغه حتماً په بله طياره کي وړل سوی دئ. ښځي چغي کړې، مګر مېړه په ټېله او زور روانه کړه او د طيارې شا ته ولاړو. امريکايي عسکرو له اسنادو کتلو وروسته په چغو چغو طيارو ته وخېژول. يو د دوو مياشتو ماشوم له يوې مور ورک سو. يو ساعت نور به لا تېر سوی يي؛ څو نورو نفرو هم پر ټيرونو د ځان ټينګولو کوښښ وکړی؛ مګر ذکي او ډاکټر پرې نه ښودل. ذکي څو ږغه ذبيح ته ور وکړه. يو او دوه واره ئې لا ږغ واورېدی، چي هلته ئې وروسته د طيارې اوز ډېر سو او قرار ټيرونه وڅرخېدل او کرار سرعت زياتېدی. باد هم زياتېدی. ذکي وليدل، چي څو نفرو کوښښ وکړی، چي طيارې ته نږدې سي، مګر شاوخوا ولاړو امريکايانو وويشتل. طيارې منډي وهلې او په زرهاوو خلک په پسې وه.
وروسته طياره چي لا تېزېدل، ذکي وليدل، چي د طيارې له سرعت سره د طيارې ماشين دننه تر بادپکې تېر کړی. وروسته طياره تېزه سوه، تېزه سوه او ښه تېزه سوه. يو څه چي پورته سوه، لاندي کورونه او ځايونه معلومېدله؛ طياره پر يوه بغل سول. ذکي وليدل، چي ذبيح د طيارې پر وزر ځان کلک نيولی دئ. خو کرار کرار ئې وارخطايي زياته سوه، ځکه د طيارې له پورته کېدو سره کرار يخ او باد تېزېدی او طيارې کرار کرار د ټيرونو ټولول پيل کړل. په دې وخت کي ډاکټر چغه کړل، ول: آخ، لاس مي.
د هغه له چغي سره باد او يخ نور د ذکي تاب ور ختم کړی؛ هډوکي ئې داسي سول، لکه يو يو چي ماتېږي. ډاکټر لويه چغه وکړل او لاندي په تېزي ولوېدی. ذکي هم نور تاب را نه وړی، سترګي ئې تياره سوې او نور په ځان پوه نه سو.
CCC
يو ساعت وروسته ټولنيزو رسنيو له الوتکو د لوېدلو انسانانو عکسونه خپرول. په ميدان کي حل حله جوړه وه. امريکايانو په پر له پسې توګه خلک ويشتل؛ مګر نه کمېدل. تر دې وخته يو لک او شل زره تنه ايستل سوي وه، مګر بيا هم تر پنځه لکه زياتو نفرو ميدان محاصره کړی وو او کوښښ ئې کاوه، چي ميدان ته دننه لار پيدا کړي. نن پنځمه ورځ وه، چي دا خلک همدلته را ټول وه. په دې بيروبار کي زيات شمېر خلک مړه سول.
يوې ښځي همدلته ولادت وکړی. يوه بله ښځه، چي ئې تر طيارې رسول او طياره ئې په هوا کول؛ زېږون ئې وکړی. تر سل زيات ماشومان له ميندو ورک سول. په شپږمه ورځ چي د هوايي ميدان د شا نظامي دروازه، چي څنګ ته ئې د مردارو اوبو يو لوی پاتاب تېر سوی وو؛ د لسګونه زره انسانانو ډک وو. دوې زوروري چاودني وسوې. په لسګونه انسانان مړه سول او د انسانانو ويني او غوښي په مردار پاتاب کي ګډي سوې. شاوخوا ولاړ بهرني ځواکونو، چي خپل زيات شمېر تلپات وليدل؛ د توپکونو ميلونه ئې را خلاص کړل او ټول خلک ئې مخامخ ويشتل او سلګونه انسانان، چي له مرګه تښتېدل؛ د مرګ خوراک سول.
طوفان خپلي وروستۍ څپې ووهلې. هر څه ئې له ځان سره يووړل. د تاريخ تکرار روان وو او افغانان لا د بل ډول ته نڅېدل. د انسانانو په کرږو چغو کي د قيامت ورځ وه. کورنۍ يو له بله ورکي؛ خوندي له ميندو؛ ميندي له زامنو. د محشر ننداره وه.
کابل کرار کرار د وسله والو مخالفينو تر لاس لاندي سو. طالبانو رسماً اعلان وکړی، چي د امريکا په غوښتنه او د مسلحو قواوو د سراعلی قومندان د تېښتي او د قدرت د خلا په خاطر ئې پر کابل خپل د واک بيرغ ورپاوه. يو څو نااهله پر دې په خورا مستي د وزير اکبر خان تپې ته وختل او د افغانانو بيرغ، چي هر چا په خپل توبيت سپک کړی او د اولس ملي بيرغ ئې په مستۍ او ريشخند را کښته کړی. له نږدې هوټل څخه دا سندره خپرېدل:
| يو باتور ملت غرقيږي يو مضبوط وطن نړيږي |
يو خوروښېدلى څڼور ځوان هوټل ته ننوتی. په قهر ئې پر دېوال ځړېدلی غټ تلوېزون دوې مرمۍ وويشتی. دوکاندار ئې وښکنځی، ول: ته نه يې خبر، چي موسيقي حرامه ده.
بالاخره طوفان خپل کار وکړی او يو نوی نسل روزل سوی مکمل نسل تبعيد کړل سو. په دوه کاله کي له ټوله ملکه درې ميليونه انسانان په حالتو مجبور او تبعيد کړل سول.
يکشبنه د دلو دوويشتمه
د امريکا متحده ايالات
واشنګټن ډيسي.
پای