غر مې یادیږي. او په غره کې کلي مې یادیږی. خو هماغه غردی. هماغه تور، سپین،سره او… کاڼي، لا هم دنګ ولاړ دی.مخامخ ورته ګورم. دی هم راته ځير دی. بس د یوه ګونګي په څیرچې په زړه کې خبرې لری خو ویلای یی نه شي. زه انګیرم چې ماته د سترګو په اشارو کې وايي: لاړشه! دلته ژوند نشته. ځکه چې اوس دده نه ډډې شنې دي او نه يي لمنې. داسې انګیرم چې په کې هماغه ایرین رنګی بلبل سندرې نه وايي، سایره، توتکۍ، توتي، قُمري، خو له لویه سره نه لیدل کیږي.
راته داسې ښکاري چې اوس په کې هماغه د سورساندو، ښیځو، ګونګه ګانو، شنشوبو، ریدي، ماخیو، څڅ، غرنیو څیرو، ترخو او ببرو بوټو ګلونه نه غوړیږی. داسې راته بریښي چې په پرښو يي شپونکی نه دی ناست. ځکه د شپیلۍ غږ يي نه اورم. شاوخوا يي رمه نه وینمه. د میږو امبا، امبا رمباړې او و وزو سوسنیدل، د اوزګوړیانو ترپکې او ههه اهڼا يي نه اورمه د زرکانو کټهاری، د چینو د اوبو شهاری، مې نه ترغوږو کیږي.
په چینه کې د نجونو خندا هم نه اوریدله کیږي. د ماتو منګیو ټوټې او د شنو، تورو او سرو ټیکرو څو ریتاړې د چینې شاوخواته پرتې دي. هالته پاس چې ما یو څو کورونو لیدلي و. چې د غره په سپینه او سوربخونه خاوره باندې يی دیوالونه رنګ شوي وو. اوس کنډواله کنډواله شوي.
په زړه کې مې ویره ده. لکه څوک چې را کیسه کوي او وايی: چې اوس په غره کې هاغه اسمانڅکی ونې، نښتر، چنار، سپیدار، چارمغز، څیړې او… هم نشته. کوم چې به په کې مرغانو ځالي کولي.
انګیرم چې له دې غره ژوي هم کوچیدلي، هغه ترهیدلي هوسۍ چې له وړاندې به يي د پوستکې وړې وړې خو پاکې وړۍ بریښیدې مې نه تر سترګو کیږي. خاورې رنګه سویان، مږي، کشیپان او نور ځوځیدونکي حیوانات هم یوې او بلې خوا ته نه خوځیږي، ګیدړې، او شغالان هم انګولا نه کوي. اونه هم په څه شي پسي څوس کوي. د لیوانو ډلې يي اوس د غره په لمنه کې نه لیدل کیږي.
داسې انګیرم چې په تیږو کې به يي اوس مار او لړم هم نه وي. که داسې وي نو دا خو بیا غر نه شو. کله چې په شور اوځوږ نه وي. یا هم په کې د غږ انګۍ نه اوریدله کیږي. نو دا به بیا څه غروي. که هالته په غره کې ژوند نشته نو دلته په ښار کې خو له لویه ژوند نشته، ځکه هغه ښکلا او دنیا چې په غره ده. دلته يي نه مومم. نو چیرته ولاړ شم. نه پوهیږم ژوند چیرته دی؟
له تاسو پوښتنه کوم. ایا همداسې ده. که زه په غوږو کوڼ او سترګو ړوند یمه.؟