سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+ځانګړتیاوې| رحمت پټان

ځانګړتیاوې| رحمت پټان

هر انسان ناقص العقل دی، نو ځکه خو هر انسان ښې او بدې ځانګړتیاوې لري، بریالی هغه انسان دی، چې خپلې دغه ځانګړتیاوې وپېژني. خپلو ښو ځانګړتیاو ته پرمختګ ورکړي او نورې ښې ځانګړتیاوې خپلې کړي او بدې ځانګړتیاوې پرېږدي او له نور بدو ځانګړتیاو څخه ځان وساتي.
هر انسان په بل انسان حق لري، چې دغه ځانګړتیاوې یو بل ته ور وپېژني، خو بیا هم هر څوک هر چا ته دغه ځانګړتیاوې نه ور پېژني.
اکثره خلک د هغه چا په ځانګړتیاو ډېر ښه پوهېږي، چې ورسره نږدې اړیکه او رابطه لري، نو هر یو باید خپل کورنۍ غړو، ملګرو او خپلو، خپلوانو ته دغه ځانګړتیاوې ورپېژني، چې دا دې ښې ځانګړتیاوې دي او دا دې بدې ځانګړتیاوي دي.
که فکر په وکړئ، د هر ځای ښې او بدې ځانګړتیاوې مو مالومې وي، مثلاً کور کې به خالد ښې ځانګړتیاوې لرې او ټوله کورنۍ به تر خوشحاله وي او منفي ځانګړتیاوې به کورنۍ کې خالد نه لري یا یې که لري کمې به وي خو له ملګرو سره، دفتر یا کاري نورو ځایونو کې خلک ورسره په تنګ دي او پرمختګ نشي کولای، نو خالد د دفتر یا د ملګرو ښې ځانګړتیاوې کمې لري او بدې ځانګړتیاوې زیاتې لري.
همداشان کله داسې هم په ژوند کې راځي، چې موږ ته د دغو ځانګړتیاو په اړه هېڅ هم څوک نه وایي یا خو اکثره وخت یو ډله خلک مو ځانګړتیاوې راښیي، لکه د دفتر یا نور خپل ملګري مو، خو هر څوک موږ ته دغه ځانګړتیاوې نه ښیي.
که چېرته تاسو ته ښې یا خرابې ځانګړتیاوې چا نه درښودلې، پوهېږئ، باید بیا څه وکړئ؟ نو کولای شئ، خپل ځان د دفتر تر ټولو ښه کارکوونکي/ بریالي کارکوونکي سره، د کورنۍ ښه کس سره او د ملګرو په منځ کې تر ټولو غوره ملګري سره همداشان که د ژوند په هر برخه کې وي، چې ښه او بریالی انسان وي، ځان مو وسره پرتله/مقایسه کړئ، د هغه ښې ځانګړتیاوې خپلې کړئ او د بدو ځانګړتیاو یې ځان وساتئ. نو تاسې به تر ټولو غوره او بریالي انسانان یاست. موږ کولای شو، له دې لارې ځان وپېژنو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب