شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+کتاب (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل 

کتاب (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل 

زه په لنډ او اوږد سفرکې  کتابونه لولم. نن هم چې څنګه په الوتکه کې پخپله څوکۍ کښیناستم، کتاب مې پرانیست او په لوست بوخت شوم. ترڅنګ مې یوځوان ناست دی، څوکړکې ږیره ېې ده، سترګې ېې په رنجو تورې دي، په دریشۍ کې دی ـ سپینه خولۍ ېې په سرده، د کرتۍ پر ځای ېې اوږد واسکټ اغوستی. دواسکټ په ښي جیب کې ېې د خودرنګ قلم څنګ ته د لرګي مسواک هم له لیرې ښکاري. غټې لرګینې تسپې ېې په لاس دی، په ذکربوخت دی. له ځانه سره په لوړ غږ د خدای نامه پرله پسې بولي. کله زما په کتا ب کې سترګې خښې کړي. خوله خبرو ته جوړه کړي، غواړي څه راته ووايي، چې مخ ورواوړم ، بیرته مخ وګرځوي، ته وا پخپله پوښتنه شرمیږي! ما ته خندا راشي، دی هم زړه ورشي، مخ راواړوي، کتاب وتړم، مخې ته په واړه میزېې کیږدم، دی د کتاب پوښ ته سترګې ونیسي، بیا ما ته راوګوري، خوله رانږدې کړي ، زړه نازړه ورو راته ووایی:  

ـ خوابدی کیږئ خو به نه که یوه پوښتنه وکړم ؟ 

زه موسکی شم . ټده نوره هم وغوړم چې زړه ورشي او په ډاډ خپله خبره راته وکړي :

ـ مهربانی، ولې به خوابدی کیږم !

دی لاړې تیرې کړي، لاهم ربغړی وی ،کتاب ته وګوري:

ـ  دا دڅه شی کتاب دی ؟

زه کتاب راواخلم د ده مخ ته ېې ونیسم،

ـ ناول دی 

کتاب ېې نور هم سترګو ته نږدې کړم ، دا دی پخپله ېې ولولئ:

ـ سوله او جګړه 

دی ټوپ کړي، اوږې ېې وښوري .

ـ ښه ډیر ښه، نو ته وا چې په دې کتابونوبه دا لعنتي جګړه ودریږي او سوله به راشي؟ 

خوله مې ځواب او تبصرې ته جوړوله چې ده خبره بلې خوا ته بوتله:

ـ  دا چا لیکلی دی ؟

ـ بیا مې کتا ب مخې ته ورته ونیو، د لیکوال په نوم مې ګوته کیښوده :

ـ تولستوی   

د تولستوی په اوریدوپه فکرکې لاړ، تسپې ېې لاس کې راپورته کړې، له نامې ېې لکه چې ښه رانغلل، خوند ېې ورنکړ، عجیبه ورته ښکاره شو، په شکمن انداز ېې وویل:

ـ مسلمان دی ؟

سرمې د نفي په بڼه وښوراوه ، په لوړ غږ مې وویل:

ـ نه روسی دی.

ده حیران راوکتل ، باڼه ېې پورته ونیوه ، خوله ېې وازه پاتې شوه ، کتاب ته ېې اشاره وکړه :

ـ دا اورخو دی روسانو ولګاوه ، چې ترنن ورځ نه مري او ته له دوی سوله غواړې ! 

غوښتل مې ورته ووایم، چې دا د سولې او جګړې طرحه نه ده، دا ناول دی، ښکلا ده، تاریخ دی، له جګړې او سولې د لیکوال دهنر فلسفه ده ،خو ده وار رانکړ، کنجکاوه شو، پوښتنې ېې لکه یو خیریال پیل کړې:

ـ روسیه دې لیدلې ؟ 

لاس مې پورته او پنجه مې پرانیسته :

ـ نه یوازې چې لیدلې مې ده، هلته مې پینځه کاله زده کړې کړې دي .

ده لاسونه موټی کړل، په ځیرېې راوکتل، وی خندل، په ولي ېې لاس راکیښود:

ـ چې خفه نشئ، هسې خبره ده نو زړه کې راوګرځیده ،ما ویل خلقی یا پرچمی خو به نه وئ؟

ومې خندل، له ځواب مې ډډه وکړه، د ځان په باب مې دده د ذهن تصویر وغوښت:

ـ ته څه فکر کوې ؟

ده بیا لاندې باندې راوکتل ، 

ـ بریتونه خو دی د لوی خلقي دی ،

په ټوکه مې ورغبرګه کړه چې په هربریتور دی د خلقی ګومان راځی ، نو ته به هم خا مخا …..

خبره مې ودروله ، دی رانیغ شو :

ـ وایه ، وایه ، بریک مه نیسه 

ما هم دده په څیره کې سترګې خښې کړې ، دده څوکړکې ږیرې ته مې لاس ونیو:

ـ نو چې داسې ده ته به هم په دې مبارکه ږیره اخوانی ېې؟ دا راته ووایه چې په حزب اسلامي کې ېې که په جمعیت اسلامی کې؟

د دې سره مې ټول هغه تنظیمونه ورکتار کړل، چې په ایران او پاکستان کې دروسانودیرغل په کلونو کې جوړشوي وو. خو دده تندی تریوشو، غومبري ېې سره راواوښتل ، لکه په نرۍ ستن ېې چې وچوخوم، وې کنځم او احساسات ېې راوپاروم، په لوړ غږ ېې راغبرګه کړه:

ـ هغه څه دله ګه ګان دی، که کمونیستانو اوربل کړ ، دوی تیل وروشیندل ، نن ېې کفارو سره هم لاس یو کړی،

دده خبرو فکر کې واچولم ، دطالب ګومان مې پرې وکړ، یو دم مې له خولې راووته، په خندا مې ورغبرګه کړه:

ـ طالبان څنګه ؟ 

ټوپ ېې واچاوه، لکه څارنوال چې څوک دپوښتنو لاندې راولي، په خوله ېې لاس کیښود:

ـ څه مې خوله راسپړې ؟ ټول د یوه خره لکۍ ده ….

خیره ېې ونیوه ، شاوخواېې وکتل ، لکه وچې ویریږي ، خندا راغله ، 

ـ مه ویریږه لندن ته ځئ؟ 

ده برګ راوکتل:

ـ ولې به ویریږم، زه له خدایه يرته له هیچا نه ویریږم . 

غلی شو، بیا ېې کتاب ته لاس ونیو، لکه د جومات ملاحکم ېې وکړ:

ـ او تاسو هم دا چټیا ت مه لولئ، سوله چې خدای تعالی رانه ولی ، نه ېې دا کتابونه راولي. او نه دا نن سبا دسولې والا 

رانیغ شوم، جدي بڼه مې ونیوه:

ـ نو څه ولولم، ته یو کتاب راوښایه !؟

جیب ته ېې لاس ننویست ، کوچنی کتاب ېې راوویست ، ښکل ېې کړ ، ما ته ېې ونیو :

ـ دغسې دخدای کلام وایه ، قران ولې نه واېې ؟ 

په سړه سینه مې ورغبرګه کړه :

ـ  قران مې له تفسیره سره لوستی دی. 

ـ قران یو ځل نه لوستل کیږي ، قران باید هره ورځ سهار او ما ښام تلاوت کړئ.

ومې پوښت:

ـ تا سو هره ورځ قران لولئ ؟

ـ هره ورځ سهار او ماښام ، په سفر او حظرکې .

کوچني سورت ېې بیاسترګو ته راونیو، په غرورېې وویل :

ـ نه وینئ ، په سفرکې هم تلاوت نه پریږدم 

ومې ستا یه خو له قرانه نه دزده کړې او درک پوهه مې هم وروننګوله :

ـ ښه شا باس ، ما شالله ، ښه نو په قران به پوهیږئ هم 

په مونډۍ ږیره ېې لاس راښکود.

ـ څنګه نه پوهیږم ، دا څه واېې ؟ له سلو مې ډیر ایاتونه حفظ کړي دي . غواړې چې درته تیر ېې کړم .

خبره مې ونیوه ، سرمې وخوځاوه :

ـ قراعت نه یادوم ؟ د قران معنی او تقسیر، که اوس یو ایات درته تیرکړم ، په معنی به ېې پوه شئ ؟

جټکه ېې وخوړه ، بې ځوابه شو ، سوراو شین شو لکه ژبه چې ېې ونښلي ، لاړېې تیرې کړې ، زرېې رالنډه ېې کړه :

ـ څه جومات کې خو ملا کیږم نه ، زه قران د ځان د ثواب لپاره لولم ، 

بیا مې راونیو، لکه یو ښوونکی چې غبي  زده کوونکی ته تا کید کوي ومې ویل :

ـ نه ته ېې باید د اصلاح لپاره ولولئ ، باید وپوهیږئ کوم کار سم دی او کوم ناسم دی ،قران ېې یوازې ثواب نه دی ، د ژوندیوه طریقه ده . د نړۍ د خلقت الهی او آسمانی باور او پوهه ده.

دده رنګ نورهم سورراواوښت ، خولې ېې زګونه وکړل ،لکه په درواغو کې چې ګیرراشي ، لاس ېې زما لورته ونیو:

ـ یاره ته هم عجیبه سړی ېې ، څوک نه پوهیږي ، چې دا کبیره ګنا ه ده او دا صغیره ، په دې خو ما شوم هم پوهیږي ، چې دا ګناه دا او دا ثواب.

وپوهیدم چې له ده سره نور چیړ او بحث بې ګټې دی ، خبره مې بلې لورته واړوله ، دده د پيژندنې بحث ته ورګډشوم :

ـ ښه دا ووایه چې څه کار کوئ ؟ 

لکه فکرکې چې لاړشي او خبره ېې پوره نه وی اوریدلي ، ځانته ېې لاس ونیو: 

ـ زه ؟

سرمې وخوزاوه :

ـ هو ته ، دلته نوبل څوک دی ؟

خوله ېې لاړه او راغله ، وی خندل :

ـ ولې لیونی یم چې تیاره رارسیږي او زه به کار کوم ، 

فکرکې لاړم ، حیران مې وروکتل :

ـ څنګه کار نه کوئ ؟ معیوب یاست که څنګه ؟

لکه په غلاکې چې ېې ونیسم ، خوله ېې لاړه او راغله ،په شرمیدلی وروغږ ېې وویل :

ـ ښه جوړیم ، خو غږ مه کوه ، 

خوله مې وازه پاتې شوه :

ـ هغه څنګه ؟ 

ـ هغه دا چې ځان مې په ناروغۍ وهلی ، ما ویل اعصاب مې خراب دی . 

ومې خندل :

ـ یعنی ځان دی په لیونیو کې وهلی دی ؟

په خوله ېې بیا لاس کیښود ، شاه او خوا  ېې خلک وڅارل ، خوله ېې غوږ ته رانږدې کړه:

ـ بس غږ مه کوه ، که لیونی یم که جوړ خو له ډاکټره مې په چل ول ښه غټ تصدیق اخیستی دی .

ـ نود سوسیال په معاش دی ګ‌ذاره کیږي ؟ 

سرېې یوړاو راوړ ، لاس ېې رااوږد کړ:

ـ نه یره چیرې ، زما دومره لوی دسترخوان دی چې خدای دی مه خبروه . او دوطن مړی او ژوندی خو لاڅه کوئ ؟

غلی شو ، اوږده سا ه ېې واخیسته ، بیا شاته او مخې ته غلی شان وکتل ، په وروېې وویل :

ـ د وراره په نوم مې غټ دوکان اخیستی دی . کله کله په کې بله کاروایي هم خدای رابرابره کړي 

ـ هغه څنګه ؟

ـ دا د موټرو جعلی ټکرې هم کومه یوه راپیښه شي .

ـ ویریږې نه ؟ 

نه پوهیږم څنګه مې له خولې ورووتل :

ـ نو حج به دی هم کړي وی ؟

په ږیره ېې لاس راښکود،وار له مخې ېې راغبرګه کړه :

ـ درې ځل ، سږ هم ټوله کورنۍ عمرې ته ځو

ما سره وخوځاوه ، خو دده غوسه مې هم راوپاروله ، ومې چوخاوه:

ـ نو دا ګناه نه ده ؟

دی حیران شو، تندي ېې ګونځې وکړې ، سترګې پټې کړې ،سرېې رالنډ کړ:

ـ سبحان لله، حج؟ دا څه کفر غږوئ؟ 

لاسونه مې وروړاندې کړل ، سرمې وښوراوه:

ـ نه ، نه ، پوه نشوئ؟ 

ـ نو څه ؟

واضح مې ورته وویل :

ـ دا ګناه ده چې حکومت ته درواغ وایی ، او مرسته هم ترې اخلئ 

ده لکه پخپل عمل چې اګاه او ملا وی ، په خلاص مټ رالنډه کړه ؟

ـ دا ته څه وایی؟ د کفر مال چې څومره خوړی شی ، ثواب لری ، ته لا ګنا ه یادوې؟ 

لږڅه غلی شو، په دلیل ېې له ځانه سره کرل ریبل شروع کړل ،بیا ېې خپل عمل داسې توجیې کړ:

ـ که داسې د کفارو نه په چل پیسې ګناه وای، بیا مې کله په وطن کې جومات پرې جوړاوه 

ما وخندل ، میزمې په ورو وواهه: 

ـ ښه په دې پیسو دې جومات هم جوړ کړی دی. 

ده غاړه جګه ونیوه ، په غرورېې وویل:

ـ یو نه دوه؟ 

ما وخندل ، پوهیدم چې دی نشم قانع کولی ، پړیدل ېې ګران و.په شاه مې وډباوه :

ـ ښه ، ښه ، نو په دې ثواب به دې تجارت هم ښه روان وی .

ده وخندل:

ـ سبحان الله ، ډیرښه، 

یدینګ ــ لندن 

د شپې لس بجې 

د ۲۰۲۱میلادی کال د جنورۍ ۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب