جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د پر وین ملال څو شعرونه

د پر وین ملال څو شعرونه

دُ عا

ته خومې وینې ؛

 بل څوک نه لرمه

ته مې جانان، جانان، جانان شه خد ایه؛

 ترمور و پلارتر جانان ګرا نه خدایه

ما درته ګرانه کړه،

 اې ګرانه خدایه؛

مودې، مودې وشوي وسترګو ته مې

ستا د ادراک دلارو نور ، نه راځي

زړه ته د مینې د سپیڅلي لارې

د لیونتوبه ډک سرورنه راځي

د سترګو دښتې وچي شنډ ې پرتې

د  ندامت ورته باران نه راځي

زړه په سینه کې، لکه زما چي نه وی

ورته ژړا ورته ارمان نه راځي

ته خومو وینې؛

 بل څوک نه لروموږ

ته مو جانان، جانان، جانان شه خدا یه؛

ترمور و پلار تر جانان ګرانه  خدایه؛

موږ در ته ګران کړه، زموږ ګرا نه خد ایه؛

زموږ د بامونو ستوري ټول ړانده دی

وسترګکونو ته یې، د طور د غر، لږه رڼا ورکړه

 د آ ئېنو په سیند کي ولمبوه

ورته ښکلا ورته ځلا ورکړه

وماښامونو ته ډک جام د سپوږمۍ

چمن، چمن پلونه، په ورکو لارو

د یو رهبر د یو اشنا ورکړه

وږمو ته واغونده کالي د نګهت

 زموږ د وطن په غرونو  یې ولوروه

د اسما ن غاړې ته الماس د بریښنا

لمن ته یې ښکلي بارانونه ورکړه

وبارانونو ته چینه او ، ویا له

د کاریز غاړو ته، ګلونه ورکړه

ته خومو وینې؛

 بل څوک نه لروموږ

ته مو جانا ن، جا نان، جانا ن شه خد ایه ؛

ترمو ر و پلا ر ترجا نان ګرا نه خدایه ؛

موږ در ته ګرا ن کړه زموږ ګرا نه خدایه ؛

زموږ زلمیو ته دا ستا دکا ئینا تو په رنګ

یوه ښا یسته تر ژوند موسکا ورکړه

 نجونو ته  لاس کي کتا ب

ږغ ته یې وزن، اهنګ ، په ګوتو  ګوتو قلم

مینه دلوست ورکړه، رڼا ورکړه

ودسترخوان ته مو خوږ ، وږم د ډوډۍ

 ود یګ ته شرنګ دڅمڅۍ

دکور مېرمنو ته،  جا مۍ  اوګیڼه

سړو نغریو ته پیلوزی، دتنور لمبو ته سا ورکړه

 ونارینو ته مو روزګار ، جوړ مړوند ونه

د وطن د خد مت مینه ورکړه

کرکه  زموږ دزړونو وبا سه ، وټولو ته،

 خواږه ترګوړي زړونه  ورکړه

ته خو مو وینې؛

بل څوک نه لروموږ

ته مو جا نا ن، جانان، جانا ن شه خدایه؛

تر مور و پلار ترجانان ګرانه خدایه

موږ در ته ګران کړه، زموږ ګرا نه خدایه؛

۲۰۲۱ / ۱۱ / ۱۸

انتظا ر …

ستورو آسمان کښې د رڼا په تورو، لوبه کول

سپوږمۍ څپوته د سیند،

په سپېنوګوتو،

درنګیني شپې سندره لیکل

اوبه روڼې ، روڼې

د سپین حریر په قدمونوباندې

د نقریې کاڼودغیږو ښوئېدلې تللې

شوریې د شپې په تورو څڼوکې لاسونه وهل

د چادخړې اوسپیري کوټې دوره دچاکه

یوې مړژواندي ډیوې

د الیکین دښېښوقفس کې،وروستۍ سګلۍ وهلې

د چاځوانۍ ، د چا په یادکې، فریادونه کول

ته وې، زما دلمن ستن

ته مې پاولي ، غجرۍ ، ته مې باهواوبنګړي

ته مې لېمه او باڼه ،

ته مې را نجه درنجه نونې محرابي غیږه کې

ته مې د مَهراو دمِهِر خواږه

ته دنکاح شیبه

ته دواده دشپې لومړی دیدن

ته مې دشونډو طراوت، ته دګریوان نګهت

ته ځلیدونکې (دړۍ )

دتوروڅڼوشپوکې، لکه دخيال دوه طلایې پانوسان

ته مې سپوږمۍ اولمر

ته د سهار اذان، ته د ماپښین اقامت

د تهجد سجدې

ته مې د خيال وریښمین دسمال کې پټ ساتلي یې

اوس، هره شیبه ستا  تلاوت کومه

کورته را ستون شه زما ورک لالیه

 په دروازه کې درته ناسته یم ستا لار څارمه

چې ته وتلې د کلا وې دهم هغه ګړی

هره شیبه خپل انتظار شمیرمه

ستا دراتللواوږده لارڅارمه

ستا دراتللو اوږده لار څارمه

۲۰۲۱ /۳ / ۱

لپې، لپې رڼا راوړه، ژړی لمره؛

ښار، رنځور دی دوا راوړه ، ژړی لمره؛

دکابل د نجونو روح ټپي، ټپي دی

ورته ګوټ ، ګوټ د سا راوړه ، ژړی لمره ؛

دوچ ګل ډنډر راشین کړه بند کتاب کي

یوه دا سي دعا راوړه ، ژړی لمره ؛

شونډ ې پا ڼې ، پاڼې سوزي چینې وچي

یوڅوڅاڅکي په غلا راوړه ، ژړی لمره ؛

دبوډۍ دټال یوټال خم ته راچنګ کړه

د رنګونوادا راوړه ، ژړی لمره ؛

په پوړونوباندې وشینده رنګونه

ووږمو ته خندا راوړه ، ژړی لمره ؛

۲۰۲۱ / ۱۰ / ۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب