چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+مارغان دي راشي زموږ لپو کې دې ځالي وکړي

مارغان دي راشي زموږ لپو کې دې ځالي وکړي

فرشته جلالزۍ

یوه ګران ، یوه خپل د کال په سر کې لا راته ویلي و چې (راسپوتین)‌ ولوله .

اخ!  زه هیرجنه یم.

هغه بله ورځ پيدامې کړاود څو پاڼو تر لوستلو وروسته مې پام شوچې دا کتاب ما مخکې لوستی دی.

خو کتابونه داسي دي لکه زما د انا د لرګي صندوق.

زما انا یو زوړ، د لرګي ، هندوستانی صندوق درلود.

غالبا، پخوا به د کلکتې بزازانوله خیاله د لرګي صندوقان راول.

زما بابا هم یو له کلکتې راوړی و.

په دې صندوق کې به له وریښمینوشالونوترسدریو د سوغ تر بوتلانو، زرتارو، قندو او لونګو پورې هر شی پيداکېدل.

ما به ساعتونه ساعتونه د دې شیانو په کتلوتېرول او په سیل به یې نه مړېدم.

خو جادوی یې په دې کې و چې هر وار به مې خلاصاوه ، لا زیات نوي‌ شیان به مې پکې پیدا کول.

کتابونه هم دغسې دي.

راسپوتین زه پسې واخیستم.

دا کتاب د ګریګوري راسپوتین په نوم د روسیې د سایبیریا د یوه غریب وګړي‌ د ژوند او د امپراطورۍ په خاتمه کې دهغه د رول په اړه دی.

راسپوتین یو خوار سړی دی چې یو وخت د بزرګۍ ادعا کوي.

هغه ترسن پیترز بورګه رسېږي او د روسیې د تزار(امپراطور)‌ دوهم نیکولای الکساندرویچ رومانووف دربار ته لاره پيدا کوي.

ګریګوري راسپوتین په کم وخت کې د تزار، تزارینې الکساندرا فیدوروفنا او دهغوي د اولادونو نږدې ملګری شي.

د روسیې د امپراطور ښځه د انګلستان د ملکې ویکتوریا لمسۍ (دلور لور)‌ وه او د وخت له تېرېدو سره یې پردې چې ګریګوري راسپوتین په دم او دعا کې ځانګړی علم لري اعتقاد زیات شو.

زما په فکر، ګریګوري رسپوتین هوښیار سړی و.

خو څومره چې د تزار کورنۍ ته نږدې کېدو، دښمنانان یې زیاتېدل.

امپراطور ته نږدې کسانو د راسپوتین دا نږدېکت نه شوائ زغملائ، بد یې ایساوه ، خبرې یې پسې کولې او اوازې یې پسې خپرولې.

هغه په ابتدا کې په لیوني ملنګ مشهور و خو وروسته د شیطان سترګه او داسې نور نومونه ورکړل شول.

په ۱۹۱۴ میلادي کال کې لومړۍ نړیواله جګړه پيل شوه.

د روسیې په خلکو کې دا اوازه خپره شوه چې په تزار د رسپوتین په لمسون په جګړه کې ګډون کړی دی.

په دې ډول په خلکوکې هم د راسپوتین په وړاندې کرکه زیاته شوه.

د روسیې د زیاتو تاریخپوهانو په باور، راسپوتین په اړه ډېرې اوازې او د هغه د شخصیت په اړه شوې ادعاوې لا هم سل په سلو کې نه دي‌ ثابتې شوې.

خو راسپوتین د خپلې خاتمې احساس کړی او تزار ته یې  یو لیک لیکلی و.

راسپوتین لیکلي: (زه  احساسوم چې باید د جنورۍ تر لومړۍ نېټې مخکې له دې ژوند سره وداع وکړم. زه غواړم چې د روسیې خلک، دخلکو پلار (تزار)، د روسانومور(تزارینه ) اوماشومان په هغه څه چې باید وپوهېږي، خبرکړم. که چېرې ما معمولي قاتلان ووژني،  په ځانګړي‌ ډول، که هغه زما وروڼه یعنې د غریبې طبقې سړی وي، نو د روسیې امپراطوره ، ته د خپل عیال دراتلونکې په اړه هېڅ اندیښنه مه کوه او هغوي به سل ګونه کاله داامپراطوري وچلوي. خو که زه دخاصې طبقې له خلکو او نخبه ګانوچا ووژلم فیوډالانو واو زما وینه یې وبهوله ، لاسونه به یې پینځه ویشت کاله زما په وینه لړلي پاتې شي اوله روسیې وشړل شي.

دروسیې د خاورې امپراطوره !په کومه ورځ‌ چې ته دا زنګ واورې چې ګریګوري ووژل شو، بایدپه دې وپوهېږې چې که زما قاتل ستا له نږدې کسانو و ستا هېڅ اولاد به ترنورو دوو کلونو ژوندی پاتې نه شي. که ژوندي‌ پاتي شول، په داسې حال کې به وي چې ځان ته به مرګ په خیرات کې غواړي ځکه د روسیې شکست به وویني، مرضونه او فقر به راشي  فقر او وحشت به خپور شي … خلک به له خلکو کرکه کوي، وروڼه به وروڼه ووژني، په خپلو کې به سره ووژني او پینځه ویشت کاله به روسیه د سولې مخ ونه ویني. د روسیې امپراطوره! تا به د روسیې خلک ووژني او خلک به نفرین شوی وي، هر ځاي‌ به په خپلوکې سره وژني. د شیطان پوځ به وي او درې واره به د پینځه ویشتو کلونو لپاره د روسیې خلک برباد کړي، ارتودوکسه کلیسا او د روسیې خاوره به ووژني. هغه وخت به زه مړیم. ته دعا وکړه ! دعا وکړه ! همت وکړه! دخپلې خوشبختې کورنۍ په فکرکې شه !)

راسپوتین د روسیې امپراطور ته نږدې کسانو په ۱۹۱۶ میلادي کال کې د ډېسېمبر په ۳۰ وواژه .

راسپوتین جنورۍ تر لومړۍ نېټې مخکې له نړۍ ولاړ.

خو په دې وخت کې روسیه په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکېله او خرابه وه .

تر اته ملیون او شپږسوه زره زیات روسان ووژل او تر یو ملیون زیات ټپیان شول.

د راسپوتین تر قتل یوه میاشت وروسته  بلشوویکانو له سن پیترز بورګه اعتراضي حرکتونه پیل کړل.

بلشوویکانو د مارچ په پينځلسمه امپراطور له واکه لرې کړاود امپراطورۍ لمن د تل لپاره ورغونډه شوه.

د روسیې تزار دوهم نیکولای الکساندرویچ رومانووف د ۱۹۱۷ میلادي کال د جولاي په ۱۷ نېټه ووژل شو.

د هغه مېرمن الکساندرا ، لورګانې (اولګا، مریا، انستاسیا، تاتیانا) او زوي الکسي نیکولایویچ رومانوف هم ووژل شول.

په روسیه کې له ۱۹۱۷ تر ۱۹۲۱ میلادي کاله د سره او سپین پوځ ترمنځ کورنی جنګ روان و.

داکټوبرله انقلاب سره د امپراطورۍ د واکمنۍ پولې ماتې شوې، د روسیې نوم ګل شو او د کلیساوو دروازې بندې شوې.

نور روسیې وجود نه درلود.

د راسپوتین تر قتل ټیک ۷۵ کاله وروسته (په لیک کې چې یې درې واره پینځه ویشت لیکلي و) بلاخره شوروي ړنګ او د روسیې نوم بیرته را پیدا شو.

د روسیې د تزار خاتمې ما ته د افغانستان د شاهي کورنۍ خاتمه سترګو ته ودروله .

البته ، تزار په اخر کې د روسیې له خلکو سره د اصلاحاتو او دنوي اساسي قانون د جوړولو ژمنه کړې وه .

خو اوبه تر ورخه اوښتې وې، بلشوویکان را پورته شوي وو اومخنیوی یې ممکن نه و.

زما احساس دا دی چې په افغانستان کې واک ته د داود خان راتګ په یو ډول د شاهي کورنۍ له لوري د اصلاحاتو ژمنه وه .

خو فکر کوم چې اوبه تر ورخه اوښتې وې.

داود خان هم له خپلې اولادې سره ووژل شو.

بیا سړه جګړه پيل شوه.

بیا کورنۍ جګړه پیل شوه.

بیا د افغانستان د هویت د له منځه وړلواو د نوم دپاکولو جګړه پیل شوه او لا روانه ده .

لاهم زموږ جوماتونه نړېږي، د مدرسو دروازې بندې دي او زموږ ژوند نفرین شوی دی.

ماته دا سوال پيدا شو چې ایا د افغانستان شاهي کورنۍ ته نږدې به هم کوم راسپوتین و؟

ایا د افغانستان پاچا ته یې لیک لیکلی و؟

ایا په لیک کې یې لیکلي و چې څو کاله به دا ویر روان وي؟

دا زموږ  لمن د چا په وینه سره ده چې داغ یې لا نه پاکېږي؟

دا د چا سوې (اه)  ده چې لا هم زموږ نښتر او چنار اور اخلي او د مارغانو ځالې سوځي؟

نوټ: دلته زیات معلومات او شمېرې مي له بي بي سي او د راسپوتین د لیک متن له ټایم مجلې او د روسي‌ ژبي‌ له (نووایاګزیتا) ویب سایټه اخیستي دي. تبصره مې خپله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب