Homeخبرونهپخواني ولسمشر حامدکرزي، هندیانو ته د دیوالي جشن مبارکي ویلې

پخواني ولسمشر حامدکرزي، هندیانو ته د دیوالي جشن مبارکي ویلې

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۸مه) ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند خلکو او د نړۍ ټولو هغو وګړو ته چې دیوالي نمانځي، مبارکي ویلې ده.

دیوالي د هندوانو مهم مذهبي جشن دی، چې پر تیارو د رڼا بري نښه ګڼل کېږي.

دا جشن هر کال د اکتوبر او نومبر میاشتو ترمنځ پنځه ورځې دوام کوي او خلک یې د څراغونو، شمعو، خوږو او نورو مذهبي او دودیزو مراسمو په ترسره کولو نمانځي.

په هند او ګڼو نورو هېوادونو کې دا ورځ د کورنیو د یووالي، بخښنې او خوښیو د شریکولو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...