تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۸مه) اروزګان ولایت کې د طالبانو د حکومت ویاند سمیع الله عکرمه رسنیو ته منلې چې، په دغه ولایت کئ د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت ش
وې ده.
هغه نن رسنیو ته په استولي غږیز کلېپ کې ویلي چې، یاده پېښه د همدې ولایت د چنارتو ولسوالۍ په لنګر سیمه کې ثبت شوې ده.
نوموړی وایي دغه پېښه په یوه ۸ میاشتنۍ نجلۍ کې ثبت شوې چې، په وینا یې د نجلۍ یو لاس او دواړي پښې د ګوزڼ ناروغۍ له امله کار نه کوي.
عکرمه زیاتوي یاده نجلۍ دا مهال په ولایتي روغتون کي تر درملنې لاندې ده.
دغه پېښه داسي مهال ثبت شوې چې، شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې په پکتیکا ولایت کې یو هلک او یوه نجلۍ د ګوزڼ ناروغۍ ښکار شوي دي.
د وروستیو مالوماتو له مخې په دې سره د سږ ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پیل راهیسي په ټول هیواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر درېیو ته ورسېد.
اړونده روغتیایي چارواکو بیا د تازه ثبت شوې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
افغانستان او پاکستان بیا د نړۍ دوه هغه هېوادونه شمېرل کېږي چې، خلک یې لاهم د ګوزڼ ناروغۍ ښکار دي.