ایمل پسرلی
په ۲۰۲۳ کال کې استاد جنبش راته وویل تاریخي ناول لیکي. د پاچا امان الله خان پېر یادوي. استاد، سراج الاخبار ژباړلی و، د امان الله خان او محمود طرزي په اړه ډېر پوهېده نو په دې موضوع که څوک څه لیکي، تر دوی بل غوره کس ښایي نه وي. په ۲۰۲۳ کال کې استاد شاوخوا ۱۵ زره کلمې ولیکلې. له تلوسې ډک پیل، تصویرونه یې ژوندي، ژبه یې داستاني او کریکټرونه یې د باور وړ وو. له لوستو مې یې خوند واخیست، بیړه مې وه چې نور یې ولولم. هر ځل چې مې استاد ولید، ومې پوښت چې ناول څرنګه شو، موسک به شو ویل به یې کار پرې کوي. له ښه مرغه اوس د دې لوی ناول لومړی ټوک چې څه باندې ۱۴۶ زره کلمې دی، بشپړ شوی. دا نو شاید د کتاب اته سوه مخونه وي. استاد وايي دا یې وروستۍ بڼه نه ده شاید نور کار هم پرې وکړي. ما یې له لوستو خوند واخیست او دا څو کرښې پرې لرم.
د ناول کیسه
دا ناول له محمود طرزي راڅرخي، هغه مفکر او لیکوال چې د خپل وطن د بدلون خوب ویني او هڅه کوي د قلم، فکر او مطبوعاتو له لارې ټولنه له تیارو راوباسي. کیسه د هغه له تبعیده ،استانبول، تر بېرته ستنېدو ،کابل، پورې د ژوند سفر ښيي، همدلته دی له سیاسي واک، دودیزو فکرونو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخامخېږي. دی د اصلاح په تمه دی خو پوهېږي چې بدلون یوازې په اراده نه، بلکې په شرایطو، ذهنیت جوړولو او وخت پورې تړلی دی.
په ناول کې د دربار، کورنۍ او ټولنې تر منځ اړیکې ښې انځور شوې دي. د پاچا، درباریانو او ځوان نسل ، لکه امان الله خان، تر منځ بحثونه دا ښيي چې اقلآ دوی د بدلون په درشل کې دي، خو د لارې په ټاکلو کې اختلاف شته، ځینې بدلون په زور غواړي، ځینې یې په تدریج، او ځینې یې بیخي نه مني. په دې منځ کې د ښځو رول، د تعلیم ارزښت او د نوي فکر خپرېدل هم په مهمو موضوعاتو بدلېږي.
محمود طرزي، چې په ناول کې تر ډېره یوازې محمود بلل شوی، له یوې خوا د اصلاح غوښتونکی دی، خو له بلې خوا د خپل فکر او عمل تر منځ په کشمکش کې بند پاتې دی. هغه یې احساسوي چې که بدلون یوازې له پاسه ، یعنې له واکمنو په نورو وتپل شي، دوام نه کوي، او که ذهنیتونه ورته چمتو نه شي، ټولنه یې نه مني. همدې ته په کتو، د ناول لویه برخه د فکر، شک او تدریجي بدلون په محور ولاړه ده.
لنډه یې دا چې دا ناول د یوه داسې پړاو کیسه کوي چې یو ملت د دود او مدرنیزم تر منځ ولاړ دی. څرګند حل نه وړاندې کوي، بلکې لوستونکی له دې پوښتنې سره پرېږدي چې
بدلون څنګه راتلی شي ،په زور، که په پوهه او صبر؟
استاد جنبش راته ولیکل ٬٬ لومړی ټوک بشپړ د حبیب الله خان او طرزي او د دود او مدرنیزم ترمنځ د تضاد په اړه دی. دلته درې مهمې پېښې ستاسې په خپله اصطلاح یو څه «زړه ډبوونکي» دي چې نتیجه یې ملموسو بدلونو ته وځي. یوه، له قاضي رفیق سره مشاجره چې په نتیجه کې یې محمود بندي کېږي خو د زندان د یوه کارکوونکي په مرسته ژغورل کېږي. دا پېښه محمود چې لا تر دغه وخته ایدیالیست دی او د چټکو بدلونو تلوسه لري، په خپلو عقیدو بیا فکر کولو ته اړ کوي، یو ډول ماتېږي او د ناول په ټکو هغه چاته ورته کېږي چې قمار یې بایللی وي.
بله پېښه د کندهار پاڅون دی چې د ښځو په موضوع جوړ شوی او په نتیجه کې یې دربار اړ کړی چې هغه محدودې آزادۍ هم چې پاچا په پام کې درلودې او محمود او ښځې یې – اسما هڅولې، شاته وغورځوي او حتی لاس ترې واخلي، فشارونه ډېر کړي او د «ډرېس کوډ» د پلي کولو له پاره امر بالمعروف په کوڅو کې وګوماري.
درېیمه پېښه د جانداد بغاوت دی چې لویه پکتیا یې پنځه نیمې میاشتې له کابله جلا کړې وه. دا بغاوت د نادر خان په پوځي او سیاسي مهارت ماتېږي او هغه په کې د یوه ځواکمن جنرال په توګه ډګر ته راوځي. لوستونکی همدلته ډېر لږ خو واضح د هغه د راتلونکو تکلونو په اړه اشارې ویني.
یو فرعي خو مهم کرکټر چې ددې ټولو بدلونو شاهد دی، امریکایي انجنیر جووېت دی چې په جبل سراج کې د برېښنا د تولید فابریکې په جوړولو – چې ناول کې د رڼا راوستلو سمبول غوره شوی دی، بوخت دی. د هغه ونډه که څه هم فرعي ده خو ناول ته خپل رنګ ورکوي او فکر کوم چې د لوستونکي به خوښ شي.،،
د ناول نوم
د ناول اوسنی نوم اخبار والا دی، دا نوم د اصلي کرکټر له مسلک ،ژورنالیزم، لیکنو او سراج الاخبار، سره تړاو لري، قوت یې دا دی چې لنډ دی ، په یاد پاته کېدونکی دی او له موضوع سره تړلی دی، خو زما لپاره یو څه عمومي ښکاري او د ناول ژور فلسفي او تاریخي ابعاد پوره نه رانغاړي. غوره به دا وای چې د دې لوی ناول نوم د بدلون، فکر او مبارزې مانا شیندلی، یا یې تاریخي ارزښت لرلی ، د کرېکټر داخلي حالت یا د وطن د هغه وخت حالت یې راښوولی. دا نه وایم چې اخبار والا بد نوم دی، خو داسې نوم چې د فکر، رڼا او داخلي مبارزې سمبول وي، تر دې به لا ډېر اغېز ولري. استاد جنبش راته وویل ٬٬ سملاسي مې بل نوم له لږې تشریح سره ورته غوره کړی – خو دا هم نهایي نه دی او که نظرونو کې دروند رانه غی، بدلېدلی شي. نوی نوم دادی: «یو سړی او سپینه پاڼه» (کله چې ډېر څه واوښتل).،،
د ناول پیل
په لومړۍ بڼه کې دا ناول له کابله پیل شوی و، دربار و، واکمنې کورنۍ وې، د کرېکټرونو لویې وړې غوښتنې وې، لوستونکی یې وار له واره هغه وخت ته رساوه. دا نوې بڼه یې له استانبوله پیل شوې، د لومړۍ هغې برعکس دا پیل لږ پښه نیولی ښکاري ، دا د اخباروالا عیب نه دی ، ډېر تمرکز پر فضا، احساس او د طرزي پر داخلي حالت شوی، د خونې، کاغذونو، باد، چوپتیا، فکري تردید پکې وینو، د عمل پر ځای تفکر ته ډېر پام شوی چې لوستونکی د کرکټر ذهن ته ورننباسي، د عام لوستونکي لپاره چې د پېښې او حرکت تمه لري، دا پیل شاید یو څه ورو وي خو دا پیل په عین وخت کې د محمود طرزي ستړیا او عمر راښيي، د ده فکري حالت او مسوولیت راڅرګندوي او د ناول فلسفي فضا جوړوي. په یو حساب که دا پیل نه وای، وروسته راغلو ژورو خبرو به هغومره په لوستونکي اغېز نه لرلی. برعکس که یو څه تېز پیل وای شاید بې حوصلې لوستونکي ته یې ډېره تلوسه پیدا کړې وای. په اوسنۍ بڼه هم د دې پیل او نور ناول یو کمال دا دی چې له صحنو او تصویرونو ډک دی، نو که حتی پښه نیولی هم وي زړه تنګوونکی شاید نه وي.
د محمود طرزي کریکټر
په ډېرو ناولونو کې اصلي کریکټر سپین باز وي. یو بعدي وي، په تېره بیا تاریخي ناولونو کې چې په یوې مثبتې څېرې چا لیکل کړي وي، په هغه کې عیب نه ښکاري. څومره چې ما احساس کړی، استاد جنبش د محمود طرزي او پاچا امان الله خان په اړه خورا مثبت نظر لري، ګومان مې دا و چې په اخبار والا کې به دغه دوه څېرې یو بعدي وي. خو د محمود طرزي کرېکټر تر ډېره یو بعدي نه دی، البته ځینې برخې یې داسې دي چې کله ناکله یوبعدي هم ښکاري. امان الله خان په دې لومړي ټوک کې دومره جوت نه دی یاد شوی چې د کرېکټر په اړه یې قضاوت وکړم. په دې ټوک کې محمود طرزي اصلي کرېکټر دی چې داخلي کشمکش لري ، د دود او بدلون تر منځ ګېر دی، شک او تردید لري، ستړیا تجربه کوي او د خپل هویت او وطن د راتلونکي په اړه سوالونه لري. یعنې په هر څه لاسبری نه دی بلکې یو انسان دی چې له ځان سره او له خپل فکر سره په مبارزه بوخت دی. خو له بلې خوا کله کله دی ډېر د فکر استازی راښکاري، نظریې وړاندې کوي، عمل یې لږ دی، احساساتي او ورځني انساني خویونه یې کم دي یا جوت نه دې انځور شوي ، یا که داسې ووایم چې په اخبار والا کې محمود طرزي یو څه ایډیال کرکټر ته نژدې شوی، دغه اړخ دغه داستاني کریکټر یوبعدي کېدو ته مایلوي. ځینې شاید ووایي چې په واقعي ژوند کې همداسې و، او دا چې تاریخي ناول د واقعي کس پر ژوند دی، نو باید همداسې وي، خو تاریخي ناول تاریخ نه دی، تخیل ورسره ګډ دی، د داستان منطق د رښتیني ژوند له منطق سره فرق لري.
د پاچا امان الله خان برخه
د اخبار والا په لومړي ټوک کې ژوند او وخت هغه دی چې لا امان الله خان پاچا شوی نه دی. دلته امان الله خان لا ځوان دی، شهزاده دی، د بدلون په بحثونو کې برخه اخلي، خو واک نه لري. امان الله خان په دې برخه کې پوښتنې کوي ، نوی فکر لري، بدلون ته لېواله دی خو لا هم د پلار تر سیوري لاندې دی. د ناول دویمه برخه لا نه ده لیکل شوې یا ما نه ده لوستې، د لوستونکي په توګه مې هیله دا ده چې هلته به پاچا امان الله خان مهمه ونډه لري. که دغسې وي باید په لومړي ټوک کې د امان الله خان ونډه تر اوسنۍ هغې زیاته وای. امان الله خان په یوه مهمه صحنه کې راڅرګند شوی وای، یا یې کومه مهمه پرېکړه کړې وای، یا په یوه ټکر کې راښودل شوی وای، یا یې له پلار یا محمود طرزي سره یو څرګند اختلاف پیدا کړی وای چې تلوسه یې لا پیاوړې کړې وای، په دې ډول به دویم ټوک ته د لوستونکي لېوالتیا لا ډېره وای. په اوسنۍ بڼه کې هم دویم ټوک ته لېوالتیا شته خو ډېره دروماتیکه نه ده.
په اخبار والا کې زړه دربوونکې پېښه نشته بلکې فکري او سیاسي ځوړند یا ولاړ حالت پیدا شوی، د بدلون، تعلیم او واک بحثونه نیمګړي دي، د پاچا، طرزي، او امان الله خان تر منځ فکري اختلاف نه دی حل شوی، د راتلونکي بدلون نخښې شته خو نتیجه لا څرګنده نه ده، دا ټولې خبرې باید او شاید لوستونکی د دویم ټوک لوستو ته وهڅوي او ورته ووایي چې اصلي کیسه لا پاتې ده. یعنې لوستونکی له پوښتنو سره پرېږدي، د راتلونکو بدلونونو هیله ورکوي او د کرېکټرونو تر منځ د اړیکو په اړه یې نه پوهوي چې په کوم لور تلونکی دي. دا ډول پای د هغه ناول لپاره چې فکر پاروونکی وي مناسب دی، خو پښتانه لوستونکي ته چې عمومآ یې په ژبه کې لنډې کیسې فلش فېکشن او ناولونه یې ناولیټونه دي، د دومره اوږده ناول لوستل ځکه سختوي چې ډراماتیک یا روښانه خنډ او غوټه نه لري. البته دا د لیکوال او ناول ستونزه نه ده.
استاد جنبش راته وویل ٬٬ زما اټکل دا دی چې دویم ټوک په داسې یوه صحنه پای ته ورسېږي چې هلته حبیب (چې په دې ناول کې د یوه عسکر او د مستوفي د نژدې کس په توګه انځور شوی) واک نیولی وي، امان الله خان او د طرزي لور ثریا وتلي وي او وروستی کس چې کابل پرېږدي، طرزي دی. هغه چې د باغ بالا غونډې له مخې د کندهار لور ته د وتلو په تکل تېرېږي، پر غونډۍ حبیب ویني چې شاوخوا یې دا کسان چې د لومړي ټوک د کرکټرونو په توګه بیا بیا یاد شوي ولاړ وي: سردار عثمان (چې د کندهار د بغاوت اصلي پړ و او له دندې ګوښه شوی او اوس د حبیب تر څنګ درېدلی و)؛ د امان الله خان مېرنی ورور حیات الله (چې مور یې د چترال د کالاش وه او ناګڼلی بلل کېده)؛ عراقی تبعیدي افسر محمود سامي چې عجب مرموز کرکټر و؛ د جانداد زوی (جانداد دغه وخت د بغاوت په تور اعدام شوی دی)؛ د مستوفي زوی خلیل (مستوفي هم دغه وخت د خیانت او مالي درغلۍ په تور اعدام شوی دی). محمود په داسې حال کې تېرېږي چې د اخبار یو بنډل یې چې سپینه پاڼه پرې تاو ده په لاس کې ټینګه نیولې ده.،،
دا صحنه، لکه څنګه چې استاد جنبش یې تشریح کوي، د ناول تر ټولو سمبولیکه څوکه ده، او ګڼې ماناوې لري: ٬٬ یوه د سپېڅلتیا، بله، چې ډکه ده خو مانا یې په ذهنو کې سپینه پاتې کېږي او څوک پرې نه پوهېږي، او درېیمه، د ټولو خواریو او هڅو را نغښتونکی وروستۍ ټوټه چې محمود یې له ځانه سره دویم او وروستي تبعید ته استانبول ته وړی. همدا د زما له پاره، لږ تر لږه په اوسنۍ نقشه کې د ناول تر ټولو لوړه څوکه ده. د لومړي ټوک پیل په استانبول کې له یوې خونې په هغه ورځ شوی و، چې د محمود د ژوندانه ۶۴ کاله پوره کېدل. همدا دده د ژوندانه وروستی کال هم و.،،
ایا دا ناول لنډېدی شي؟
په اخبار والا کې درې جوتې برخې راترسترګو شوې، اوږدې فلسفي خبرې او بحثونه، په ځانګړي ډول هغه ځایونه چې محمود طرزي او نور کرېکټرونه د بدلون، مدنیت، او سیاست په اړه اوږدې خبرې کوي ، دا خبرې مهمې دي، خو کله ناکله ډېرې غځېدلې دي او شاید ورته نظریات په څو بڼو تکرارېږي. ممکن دا یا کم شی او یا د خبرو پر ځای د پېښو او عمل له لارې وښودل شي، چې لا داستاني بڼه ده.
بله برخه تفصیلي توصیفونه یا تشریحات دي، د کوڅو، ماڼیو، خوړو، جامو او چاپېریال تشریحات ډېر ښکلي دي، خو په ځینو ځایونو کې اوږده شوي دي. د بېلګې په توګه د دربار د صحنو تفصیل، د مېلمستیاوو جزییات او د چاپېریال اوږده انځورونه که یو څه کم شي، یا په داستاني بڼه وړاندې شي، کیسه به لا ګړندۍ وي، او د لوستونکي په ذهن کې به د ښکلي انځور غوندې پاتې شي.
دریمه خبره د فرعي صحنو ده چې له اصلي کیسې سره نه دې تړل شوي یا جوت تړاو ورسره نه لري. ځینې صحنې یوازې د فضا جوړولو لپاره دي، لکه د کوڅې خلک، کارګران، دا ښکلې دي، د هغه وخت تصویر راکوي، خو که ناول لنډېږي، دا برخې شاید کمې شي او پر کیسې منفي اغېز هم ونه لري.
د پای خبره
له لویه سره، اخبار والا، یا یو سړی او سپینه پاڼه، د خپل حجم، فکري ژورتیا او تاریخي کیسې له امله داسې اثر دی چې لوستونکی ورسره ورو ورو نښلي، که یو ځل ورسره ونښتې بیا یې پرېښودل اسانه نه دي. دا ناول یوازې د محمود طرزي د ژوند کیسه نه ده، بلکې د یوه ملت د فکري بیدارۍ، د بدلون د درد او د تاریخ د هغه پړاو انځور دی چې لا پای ته نه دی رسېدلی. د لومړي ټوک وروستۍ پاڼې داسې احساس درکوي لکه د یوې لویې صحنې پرده چې نیمه راښکته شوې وي او اصلي ډرامه لا تر شا پاته وي. همدا ځوړند حالت، همدا ناتمام بحثونه او پوښتنې د دې سبب کېږي چې لوستونکی د دویم ټوک په تمه پاتې شي. که لومړی ټوک د فکر، شک او تیارو په حالت کې د څراغ بلېدو کیسه ده، نو دویم ټوک به ښايي د دې څراغ د رڼا، د ټکرونو او د بدلون د عملي میدان کیسه وي. زه باور لرم چې د دې اوږده ناول بشپړېدل به زموږ د ادبیاتو په تاریخ کې مهم ګام وي او که دویم ټوک یې د لومړي په شان ژور او فکر پاروونکی وي، نو اخبار والا به د هغو ناولونو له ډلې شي چې په ذهنونو او زړونو کې پاتې کېږي.