جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهژوند او مرګ/ ثناساپۍ

ژوند او مرګ/ ثناساپۍ

ما لا د چایو پیسې نه وې ورکړې چې د کړکۍ په غاړه مې هغې څوکۍ ته پام شو. زه تل هماغلته کښېنم. پیاله  مې له ځان سره واخیسته. د څوکۍ څنګ ته سړي خپل بکس پرې ایښی و. داسې لکه ما ته چې یې دا ځای نیولی وي. زما له ورتګ سره یې بکس لرې کړ:

–  دا ځای ستاسو دی

–  مننه

دا چای خانه مې له دفتره دوې دقیقې لرې ده. هره ورځ ورته له کاره وروسته راځم. داسې لکه عمل چې مې وي. چای اخلم. نیم ساعت په کې ناسته یم. کله کتاب لولم، کله د باندې سړک ته ګورم، کله هسې هېڅ چورت نه وهم. غواړم ذهن مې ویده کړم چې ارام وکړي. دا د لندن زړه دی. ځینې یې د لندن د پیسو ګټلو زړه بولي. سېلانیان په کې ګرځي، عکسونه اخلي، په ډلو ډلو ناست وي.  ما په پیاله کې د بورې پوړۍ خلاصوله د څنګ سړي وپوښتلم:

–  ما او تا لکه چې د دې چای خانې وفداره مشتریان یوو

–  کنه، که موږ نه وای څه به یې کول

سړي په قه قه وخندل. تک سپین مخ یې سره را ګونجې شو. په شنو سترګو کې یې اوښکې ډند شوې. لاس یې داسې د څنګ جېب ته  یوړ لکه د کورتۍ له جېبه چې دستمال را اخلي. خو کورتۍ یې نه وه اغوستې. یوازې نېکټايي یې له پیکه اسماني رنګه کمیس سره اغوستې وه. داسې ښکارېد لکه  په بېړه چې راوتی وي او د ديريشۍ کورتۍ یې په کور کې پرې ایښي وي. ما دستمال ورته ونیو.

–  مننه، وبخښه ډېر وخت مې نه و خندلي

–  بیا مې نو ثواب وګاټه

– بیخي، زما نوم الکساندر دی. زه په هغې ودانۍ کې کار کوم.

–  هغه چې ۱۸ منزله ده؟

– هو

–  واو، څه کوئ؟

–  د ای ټي سپېشلست یم خو فیزیک مې لوستی.

–  بیا خو نو بیخي د کار سړی یې

– چې ته وایې

له چایو مې غوړپ وکړ. ما ویل سړی به وايي چې نجلۍ په دې سپینه ږیره راباندې مینه شوه. خپل کتاب مې را واخیست. کتاب په دې دی چې څنګه ښځو په برتانیا او لوېدیځه نړۍ کې د خپل حق لپاره مبارزه کړې ده. څنګه یې کار ته مخه کړه. له سترګو لاندې مې ولید چې الکساندر د څوکۍ لاندې په دوو پښو لکه کوړکه چرګه ناست دی.

– خیر خو دی

– وبخښه

– هېڅ خبره نه ده. ولې داسې په وېره کې یې؟

– هسې یو څوک مې تعقیبوي

– ولې؟ څوک؟

– له ځان سره به یې ساتې!؟

– بیخي بې غمه اوسه

الکساندر هاخوا دې خوا کتل. یا یې سیمه څارله او یا به یې ګومان کوم فکر  کاوه چې پر ما باور وکړي که نه. رنګ یې تک سور اوښتی و. ما هم ټینګ نه کړ. ما ویل په ای ټي کې کار کوي، څه به یې افشا کړې وي نو څوک به ورپسې وي. په دې ورځو کې دا خبرې ډېرې دي. پر تلوېزیون د هغه امریکايي خبر تل خپرېږي چې پټ دولتي اسناد یې رسنیو ته ورکړي و. هغه هم د ای ټي په برخه کې کار کاوه.

ما غوښتل ځان بوخت کړم. موبایل مې له جېبه را وویست. ښه وو په وطن کې مې د ملګرې پیغام راغلی و. هغه یې په اروپا کې چا ته ورکړې نو په دې ورځو کې یې واده دی. ما ته یې ويلي چې تر واده وړاندې به خبرې ورسره کوم ځکه تر هغو چې دا اروپا ته راځي ډېرې ورځې به وتي وي. زنګ مې ور وواهه. د ملګرې ورور غوږۍ پورته کړه. سلام اوعلیک مو وويل.

– تسل جانه غواړم شملې سره خبرې وکړم

-هغه خو لږ مخکې د کاني کور ته واوښته

کان یې ترور ده. دوی ټول ټبر په یوه کوڅه کې اوسېږي. ته وا ټوله کوڅه دوی اجاره کړې. د کور ښځې کله په دې کور وي کله په هغه. سره اوړي را اوړي.

– ځه خیر دی، ستا کار و بار څنګه دی؟

– ولا کار نشته، دولت په واسطو او رشوت چلېږي، ګټه وټه نشته. هسې هاخوا دې خوا وخت تېرو.

تسل ته مې تسلي ورکړه چې ژوند هر ځای ګران دی خو هڅه غواړي. ټیليفون مې بند کړ. الکساندر کړکۍ ته کتل خو خبرې یې پیل کړې.

– مېرمن مې وه

– ولې دې مېرمن تعقیبوي؟

– فکر کوي زه له کومې ښځې سره اړیکې لرم

– نو لرې یې؟

– نه په خدای قسم، زه مذهبي سړی یم. په انجیل کې هغه ته زنا وایي او سخته سزا لري. په ژوند به هغه کار و نه کړم.

– خو ورته ووایه

– ګواښي مې، لس وارې مې ورته ويلي، خبر نه اوري. چیغې بغاري وهي. هغه لا څه چې ټول ژوند یې را تریخ کړی. ما او مېرمن دا دی اته کاله کیږې جلا بېديږو. خبرې په کور کې نه سره کوو. ګټه وټه زه کوم خرڅوي یې دا.

– ته داسې ملګري نه لرې چې خبرې ورسره وکړې او لار در وښيي؟

– نه زه له لندنه د باندې په کلي کې اوسم. هلته ټول خلک زما د مېرمن ملګري دي. هغه ما نه پرېږدي چې ملګري پیدا کړم. په کلي کې که یوه ته خبر وکړم ټول عالم به سبا را باندې خبر وي. په لندن کې یوازې داسې ملګري لرم چې د شرابو څښاک ته ورسره تلای شم. نور د خبرو خلک نه دي او نه باور پرې کولی شم. زه هېڅوک نه لرم چې خبرې ورسره وکړم. د زړه راز ورته ووایم. نه پوهېږم څه وکړم…

– دا خو ژوند دی، هر څه په کې راځي. ته نن کور ته ولاړ شه. له مېرمن سره دې سمې د لویانو په شان خبرې وکړه. که هغه غصه کېده هم، ته حوصله وکړه. وګوره چې څه وايي. زه یوه کمپنۍ پېژنم چې په داسې مسایلو کې له سړیانو سره مرسته کوي. که غواړې زه یې در ایمیل کولی شم.

– ډېره مننه، له زړه وایم

الکساندر موسکی شو ته وا ساه دې ورکړي وي. سم را ژوندی شو. خپل کارت یې ما ته پر مېز پرېښود خپله په مننو مننو ولاړ. ما يې په ایميل هغه پته ور ولېږله. زه هم پاڅېدم. موبایل ته مې یو څه راغلل. غږ یې داسې و لکه د اپلېکشن په واسطه چې یو خبر درځي نو بیا تا خبروي. له وسه مې نه کېده چې و یې وینم. کور ته رهي شوم.

پر لار مې موبایل ولید. یو نوی رپوټ خپور شوی و چې څنګه په برتانیا کې ډېری نارینه ځانونه وژني او ډېر شمېر یې په رواني ناروغیو اخته کېږي. دلیل دا و چې نارینه که په ودني یا ټول ژوند کې ځورېږي هم غږ نه کوي. چا ته د زړه حال نه وايي او نه هم څوک ځان ته اجازه ورکوي چې د چا شخصي ژوند وپوښتي

له رپوټ خلاصېدو سره مې تمځای هم را رسېدلی و. کور ته مې یو څو دقیقې لار ده. زړه را ته ويل  په وطن کې ملګرې ته زنګ ووهم هسې نه بیا ډېر نا وخته وي. هماغسې مې وکړل. شملې غوږۍ پورته کړه خو داسې شر شور و لکه د ښځو په جنازه کې چې وي.

– دا ولې داسې چیغي بغاري دي؟

– په کوڅه کې یم

– ولې؟ خیر خو دی

– هو هغه د کوڅې اخري سر ګاونډي خپله ښځه او اولادونه وژلي.

– خپله ژوندی دی؟

– نه ځان یې هم پسې وویشت

 شملې ويل خبرې نه شي کولی ځکه د ګاونډیانو نارینه باید د مړو غم وکړي. ټيليفون مې بند کړ. کور ته را ننوتم چې د موبایل غږ شو.

ایمیل و. د الکساندر.

« له هغې کمپنۍ سره مې خبرې وکړې. ډېر مهربانه خلک و، ويل یې باید مېرمن هم راضي کړم چې هم زنګ ور ووهي. بیا به دوی پروسه پيلوي. ډېره مننه چې زما کیسه دې واورېده. پوروړی دې یم. الکس»

ایمیل مې بند کړ. د شملې ګاونډي رایاد شو. خپله ښځه یې وژلې وه.  نه پوهېدم چې له ژونده پکو و که چا نه اورېده.

 د ۲۰۱۳ کال اګست ۲۶ مه، د لندن زړه، اکسفورډ سرکس، پرېت چای خانه، د ماښام اووه بجې او ۲۸ دقیقې

1 COMMENT

  1. ډيره خوندوره او په زوړه پورې کیسه وه له هره اړخه زړه راښکونکې وه ترټولو لویه خوبي یې داوه چې ترپایه یی خپل لوستونکی له خانه سره داسې بوخت او وصل ساتلی و لکه یو څوک چې دخپل ډير نژدې عزیز خبروته له زړه غوږ وي .
    کاشکې دغه شان کیسه لیکل دود شي ځینې کیسې خوداسې وي چې په نمیايی کې په لوستونکی وغمیږي
    په دې کیسه کې له ټولو هغو بیځایه منظرکشیو او تبصرو څخه چې دلوستونکی دزړه تنګي سبب کیږي ډډه شوی په پای کې درنې ثناجانې ته په دې برخه کې دلا بریالیتوب هیله او دعا کوم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب