جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهساهره شریف د ځانګړي کرکټر مېرمن/ اناهیتا روهي

ساهره شریف د ځانګړي کرکټر مېرمن/ اناهیتا روهي

دا چې زه د ماشومانو لپاره لیکنې کوم، کېدای شي د نننۍ غونډې له مطالبو سره به زما لیکنه ډېر مطابقت ونه کړي خو دا چې ستاسو د غونډې او زما د لیکنې کرکټر یو نفر دی، نو ګومان کوم چې ډېر به سره لرې نه وو.

په پیل کې خو دا وایم چې د زړه له تله خوښه یم، چې د هغه چا په لمانځغونډه سره راټول شوي یوو، چې زموږ تاسو ترمنځ ده. نوموړې دا هر څه په خپله ویني، په خپله یې اوري او دا هم په خپله احساسوي، چې د کلونو ستونزې یې په اوبو نه دي لاهو شوي.

د ویاړ ځای دی چې د دې غریبې مور په لمن کې اوس هم داسې بچیان شته، چې د یو چا د خدمت په ارزښت پوهېږي. قدر یې کوي او په ژوندانه یې لمانځي. د ټولو دې کور ودان او د هېواد ډاګونه دې یې خدای سمسور کړي.
دا اغلې به څوک د ولسي جرګې د یوې وکیلې په توګه پېژني. څوک به یې د مېرمن بهیر د یوې فعالې غړې په توګه یادوي. څوک به یې د پوهنتون د یوې استادې په نوم ستاینه کوي او څوک به یې د علومو اکاډمۍ د یوې غړې په توګه، نوم په درنښت اخلي.

چا به له پخوا پېژنده او چا به اوس پېژندلې وي. خو زه یې له هغه مهاله پېژنم، چې ما نړۍ ته سترګې را پرانیستې دي. له هغه وخته چې کله به مې مور نه وه، نو دې په د مور مینه راکوله. خور مې نه درلوده، نو دا راته مشره خور وه او دا چې پاک خدای لوی زړه او پراخه حوصله ورکړې وه، نو زما خبرو ته به پوره حوصله مندۍ غوږ وه. د ماشومانو پوښتنې چې تل په (ولې) پېلږي او د ( زړه په تنګولو) ختمیږي، زړه نه تنګاوه او په ارامۍ به یې پوښتنې راځوابولې. زه یې دلته د وکیلې په نوم، د مېرمن بهیر د غړې په توګه، د استادې او د څېړندوۍ په نامه نه یادوم. زه یې دلته په لاس ته راوړنو نه، بلکې په خوبونو غږيږم. هغه خوبونه چې دې یې تعبییر د وطن د بچیانو په ښوونه او روزنه کړی دی.

زه لا وړه ماشومه وم، چې ساهرې غوښتل ډاکتره شي. شاید دا به یې خوب و، چې غوښتل یې یوه داسې ډاکتره واوسي چې د دې ملت هر بچي ته خدمت وکړي. د کانکور تر ازموینو وروسته یو ګام خپل خوب ته ورنږدې شوې وه. د طب د پوهنځي درسونه یې هم پیل کړي وو. دې چې هسې هم کتاب خپله دنیا ګڼله، نو شپه او ورځ یې سر له کتابه نه پورته کاوه. خو په وطن کې لګېدلي سره اور دې ته پرېنښوده، چې لیدلی خوب یې ریښتیا شي. هر څه ترې پاتې شول. طب یې هېر کړ خو د وطن د بچو خدمت یې له زړه ونه ووت.

له ننګرهاره کابل ته راغله او په کابل کې یې د ښوونې او روزنې په پوهنځۍ کې د هېواد د خدمت د جوګه کېدو لپاره له سره ملا وتړله. دا یې له ځان سره وویل، په هره سیمه او په هر ځای کې چې یم هلته به د دې هېواد د هر بچي په روزنه کې لاس نه موټی کوم. همداسې هم وشوه، له کابله تر خوست او له خوست تر پېښوره، په هر ځای او په هره سیمه کې یې همدا هڅه روانه وه، چې د هر ماشوم لاس ته قلم، کتاب او د لیکلو لپاره یوه سپینه پاڼه ورسوي او یا په خپله څه ورزده کړي.

زما یادیږي، چې د خپلې کوټې المارۍ یې په کتابونو ډکه کړې وه. کله به چې ما د دې د کوم کتاب مخ واړاوه، نو د لومړۍ پاڼې په یو کونج کې به یې لیکلې وو، (ساهره کریمي). دا چې ماشومان تقلید کوي ما به هم پنسل راوخیست د دې تر نوم لاندې به مې ولیکل: (اناهیتا کریمي).ښه به ورته ځیره شوم بیا به مې بېرته پاک کړل. ما غوښتل چې د خپلې ترور په شان شم، خو نه کېده او نه به هم وشي. ځکه هغه په خپل عزم او ارادو کې ټینګه وه. هغې د خپل ژوند موخه ځان ته ټاکلې وه. د خپل د ژوند کتاب یې د هېوادوالو د خدمت په نوم نومولی و. له تاندې ځوانۍ څخه یې د اسلام په رڼا او په اسلامي چوکاټ کې د ښځې د حق لپاره د قلم نوکه تېره کړې وه. خپلې غوښتنې او خپلې پوښتنې یې څېړلې. په ((افغانستان کې یې د ښځود ښوونې اوروزنې تاریخې بهیر)) بشپړ کړ. ((په اسلام كې یې د ښځوسیاسي، اقتصادي اوفرهنګي حقونه وڅېړل)). ((د ښوونې اوروزنې عمده اصلاحات)) یې راټول کړل او حتی ((دهوتكیانوپه دوره كې د ښځوسیاسي، اقتصادي او فرهنګي حالات))، یې له نظره تېر کړل. خپلې تجربې او خپل لید لوري یې په مقالو کې څرګند ولیکل.

زه د خپلې تجربې په رڼا کې دا اغلې د غښتلي ارادې او ځانګړي کرکټر مېرمن ګڼم. زموږ په ټولنه کې د نارینه په خواصو بسیا شوې مېرمن ستایل کېږي. زه نه وایم چې دې به له ریمل او دستکول سره علاقه نه وه. خو ما کله هم هغه د دې شیانو په اړه په غږیدا نه ده لېدلې. د دې فکر، ذهن او قلم په دې اړه بوخت وو، چې څنګه، چېرته او په کومو امکاناتو کولای شي، یو چا ته خیر ورورسوي. دې په ډېر تنګ وخت او په ډېرو لږو امکاناتو خو په لوی زړه او په پوره ایماندارۍ تر دې ځایه ځان رارسولای دی او خپل ژوند، خپلو خوبونو او خپلو هیلو ته یې د وطن د خدمت نوم ورکړی او لا هم همدې نوم ته لګیا ده.

زه د اوږده عمر او ښه صحت لپاره لاسونه ورته لپه کوم. ذهن یې د وطن د بچو په خدمت کې بوخت او د قلم چینې یې تاندې غواړم. په اخره کې د زړه له تله دا دعا کوم چې د هر پښتون په کور کې یوه ساهره واوسي، تر څو په پښتني ټولنه کې داسې خویندې، لوڼه او مېرمنې ولرو، چې د اسلام په رڼا کې یې موخه د وطن د بچیانو ښوونه او روزنه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب