سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبشعرد امین ګودر غزلونه

د امین ګودر غزلونه

غزل

ــــــــــ

چې په ساه پسې دې ساه اخلم جـــــانانه

څنګه ساه به بې له تا اخلم جـــــــــــانانه

په غوسه شوه ویل یې ځم ناوخته کیږي

ما ويل تېر ديدن قـضا اخلم جــــــــــانانه

وعده وکړې خـــو بس بېرته یې کړې ماته

نن بـه خوله درنه ريـښتیا اخلم جـــــانانه

ته مولا دې عشق یې او زه دې مقتدي یمه

ځکه زه دې اقتیدا اخـلم جــــــــــــــــانانه

په جنون کې مې ګـــــــــودره زړګی درکړ

ستا مجنون یم ستا رضا اخلم جـــــــانانه

***

غزل

ـــــــ

زړه چې مئین شي په صحرا باندې مزلې کوي

زړګۍ چې مات شي تشه سا باندې مزلې کوي

منزل یې اوږد شي، بینوا شي، سرګردانه غوندې

په ژوند کې خوار شي، په مسکا باندې مزلې کوي

د وجود هره یوه حصه به ترېنه ځان بیلوي

داسې ژوندون دی په جفا باندې مزلې کوي

یوازیتوب په ښار کې دومره تنها شوی دی چې

د ښار کوڅو کې په ژړا باندې مزلې کوي

د بیلتانه درد ترېنه غوڅ کړ د زړه سر ګودره!

تش وجود پروت دی، روح هوا باندې مزلې کوي

***

غزل

ـــــــــ

رباب په لاس، د اندېښنو ډکې شیبې رانیسم

ځان په غزل کې رانغاړم، ورکې مودې رانیسم

له غلچکو سترګو مې ستا د خیال مارغه ونیوه

ښار ته روان یم، ورته ښې کلکې پنجرې رانیسم

د خوب څپې راباندې راشي چې دې غېږ کې وینم

په نیمو شپو کې دې، د حسن سرې لمبې رانیسم

په ځمکه لیکې راکاږم او مات زړګۍ رسموم

د روغ زړګي نه پکې تللې افسانې رانیسم

د بې لوظۍ غږ دې له هر یو حد نه تېر کړمه زه

د جنون لار کې مې، د مينې خاطرې رانیسم

زه نن هم نه غواړم، سبا هم درنه نه غواړمه

ګودره! ژوند ته دې د تیرې شپې کیسې رانیسم

***

غزل

ـــــــــ

د ارمانونو هدیره کې ډیوې مړې ګرځوم

د سینې منځ کې ماتې شوې څو ټوټې ګرځوم

د سکون باغ کې مې ستا تلو سره خزان جوړ شو

سهار راپاڅم، ټوله ورځ کې سترګې سرې ګرځوم

پخوا به ستا د زلفو تاو شومه، د خیال څپو کې

اوس دې له خیال سره په پښو کې زولنې ګرځوم

ستا یاد بلبل مې کله کله غرو سرو ته بیايي

د غزل لار کې ستا د حسن ترانې ګرځو

ګودره! دومره زوروره سیلۍ راغلله چې

په سپیرو دوړو کې د زړه مې ماتې پښې ګرځوم

***

غزل

ـــــــــ

د خیال تصویر کې مې د یار یــوه څیره پرته ده

لکــــه شپونکي سره کیږدۍ خواکې رمه پرته ده

جینۍ غمجنه شان پــه لاس باندې یو نوم ولیکه

د ماښام شپو کې د څراغ خواکې شیشه پرته ده

زه پـــــــــــه تیارو کې هم تیارې سره تیارې بلوم

پــــــــــــــه رڼاګانو کې د ستا حسن ټوټه پرته ده

مورې ستا ستړي ارواه ستړې غږ نه ځار شمه زه

زما پـــــه زړه کې لا هم ستا د نوم رېښه پرته ده

د سمنـــــدر څپې او ستا د غم راتلل یو شان دي

ګـــــــــــودره! ستا ژوند کې بلا بلا کیسه پرته ده

2 COMMENTS

  1. ځوان ګودر صاحب پر ګوتو دي برکت شه هسي نه هم ستايل دي د ټولو وظيفه ده خو زه دي نن د ټولو په ده نماينده ګي ستايم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب