تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) د کونړ د سرکاڼو ولسوالي په نواپاس کې د کونړ او د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې (باجوړ او مومندو) قومي مشرانو جرګه کړې او د «سولې او امن لپاره ګډ ولسي تړون» یې لاسلیک کړی.
تړون پنځه مادې لري: دواړه لوري به پر خپلو پخوانیو ځایونو ځای پر ځای کېږي، پر یو بل به برید نه کوي، د برید مسوولیت به د اړوند حکومت پر غاړه وي، بېځایه شوي خلک به بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي، او سرغړونکی لوری به ملامت ګڼل کېږي.
جرګې همداراز پرېکړه کړې چې هر درې میاشتې به د تړون د پلي کېدو د څار لپاره ناسته کوي.
د جرګې له پرېکړو سره سره، په همدې ورځ د پاکستان له لوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ په بریدونو کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي، او عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی.
په وروستیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته نښتې زیاتې شوې چې ولسي خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي. که څه هم د کرښې په نورو برخو کې تاوتریخوالی له کوچني اختره وروسته د پام وړ کم شوی خو پر کونړ د پاکستان د توغندو او هاوانونو بریدونو دوام موندلی چې له کبله یې د دې ولایت لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.