Homeخبرونهد ط البانو حکومت پر پاکستاني مولانا ادریس برید غندلی

د ط البانو حکومت پر پاکستاني مولانا ادریس برید غندلی

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۱۵مه) ‏افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر مولانا ادریس برید غندلی دی.

اعلامیه کې راغلي چې د علماو وژل د اسلام او علماو د دښمنانو کار دی.

په دغه اعلامیه کې چې ذبیح الله مجاهد خپره کړې د مولانا ادریس له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره خواخوږي هم څرګنده شوې ده.

پاکستاني رسنیو نن سه شنبه ویلي چې، مولانا ادریس په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې، وسله‌والو سهار مهال د خیبرپښتونخوا ایالت «چارسده» سیمه کې د هغه پر موټر ډزې وکړې.

سرچینو ویلي چې،هغه ځای پر ​​ځای ساه ورکړې او دوه ساتونکي یې سخت ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي.

د پاکستان مشهور دیني عالم شيخ ادريس ووژل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...