تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) د پاکستان پوځ وايي، ځواکونو یې د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې، پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید هڅه شنډه کړه، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي، بریدګر هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د اعظم ورسک بازار ته څېرمه پر یوه پوځي پوستې وخېژوي، خو امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې هدف ته ورسېږي، موټر په نښه کړ او موټر له هدفه لېرې وچاودېده.
د پولیسو په وینا، په دې چاودنه کې شاوخوا ودانیو ته زیان اوښتی، یو ملکي کس وژل شوی او نژدې ۱۲ نور ټپیان شوي چې د درملنې لپاره د واڼې روغتون ته لېږدول شوي دي.
په وروستیو کلونو کې پاکستان کې، په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې، وسلهوال بریدونه زیات شوي دي. اسلاماباد دا بریدونه له ټيټیپي سره تړي او ادعا کوي چې د دې ډلې پټنځایونه په افغانستان کې دي، خو کابل دا تورونه رد کړي دي.