پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ مصنوعي ځیرکتیا او ادبي نړۍ | څېړنه: نثاراحمد احمدي

 مصنوعي ځیرکتیا او ادبي نړۍ | څېړنه: نثاراحمد احمدي

سریزه

په وروستیو کلونو کې مصنوعي ځیرکتیا د بشري فعالیتونو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي. لیکوالي هم له دې بدلون څخه پاتې نه ده. مصنوعي ځیرکتیا اوس‌مهال د لیکوالانو د مرسته‌کوونکې وسیلې په توګه د لیکلو چټکتیا، کیفیت لوړولو او د مخاطب ښه درک په برخه کې مهم رول لوبوي. دا مقاله د AI هغو اساسي برخو ته اشاره کوي، چې لیکوالي یې په څرګنده بدله کړې ده.

مصنوعي ځیرکتیا (AI) په بې‌ساري سرعت د بشري ژوند په بېلا بېلو برخو کې ژور بدلون راوست.  په ځانګړي توګه د هنر او ادبياتو په نړۍ کې.

د شلمې پېړۍ په پیل کې د مصنوعي ځیرکتیا اغېز په ادبي هنرونو ډېر محدود و او زیاتره یې د بازارموندنې لپاره د ځانګړو متنونو جوړولو او د نویو مقالو لیکلو په څېر کارونو پورې تړلی و. دغه کارونه ګټور وو؛ خو لا هم د شعر او کیسو د نړۍ له خلاقیت څخه ډېر لېرې پاتې وو.

دغې  نوې ټیکنالوژۍ نه يوازې د هنري او ادبي نوښتونو لپاره نوې وسايل او لارې چارې رامنځته کړې؛ بلکې د لیکوال او شاعر د خلاقیت او هنري لاسته‌راوړنو مفکورې هم له نوې زاویې څېړي.

په مقاله کې دې پوښتنې ته ځواب ورکوو، چې مصنوعي ځيرکتیا څنګه د هنر او ادبیاتو په تولید کې کارول کېږي او دا بدلونونه د انسان پر خلاقیت څه اغېز لري؟

مصنوعي ځيرکتیا په هنر کې

مصنوعي ځیرکتیا د نننۍ نړۍ د فکري انقلاب بنسټیز عنصر ګڼل کېږي. د یادې ټکنالوژۍ د بدلون سرعت دومره چټک دی، چې حتی مسلکي هنرمندان او لیکوالان یې د اغېزو په لیدو شېبه په شېبه حیرانېږي.

یو له مهمو پوښتنو څخه دا ده چې ایا مصنوعي ځیرکتیا کولای شي، انسان له سیالي وباسي او د هغوی ځای ونیسي؟

 حقیقت دا دی چې د AI په مرسته کېدای شي،  ۱۲ ساعته کار په ۲ ساعتونو کې پای ته ورسول شي او شمېرې ښيي چې تر ۲۰۵۰ ز کال پورې به مصنوعي ځیرکتیا وتوانېږي، پرته له دې چې انسان په کې لاسوهنه وکړي، تر ټولو ډېر پلورونکي کتابونه تولید کړي او که همداسې په پرمختګ او پراختیا روانه پاتې شي، ډېر ژر به موږ د خلاقیت له یو لوی انفجار سره مخ شو او د ادبي اثارو بې شمېره ټولګې به په واک کې ولرو؛ خو د دې مثبت ټکي تر شا داسې مسایل هم شته، چې باید حتماً ورته پام وشي.

حقیقت دا دی چې که څه هم مصنوعي ځیرکتیا خلاقیت لري؛ خو لا هم دومره وړتیا نه لري، چې د انسانانو روان په بشپړ ډول وپېژني؛ ځکه چې دا کتابونه کافي ژورتیا او دقیقه مانا نه لري، چندان مهمه نه ده چې AI څومره ډېر کتابونه لیکلی شي.

 هغه څه چې پخوا د یو بااستعداده هنرمند،  لیکوال اویا د شاعر تر وسه پوره وو، نن د مصنوعي ځیرکتیا له لوري په دقیق ډول یوازې په څو شېبو کې ترسره کېږي(جلوه‌ګر،۱۳۹۸، ۱۲).

مصنوعي ځیرکتیا او هنر – له تخیل نه تر واقعیت پورې

د ژورې زده‌کړې/ Deep Learning الگوریتمونه: هغه طریقې او تخنیکونه چې د مصنوعي عصبي شبکو په وسیله معلومات تحلیل، پېژني او پرېکړې کوي او دا الګوریتمونه یا طریقې کولای شي:

الف: د زرګونو هنري اثارو په تحلیل سره نوې سبکونه راوباسي.

ب: د نامتو هنرمندانو د طرز تقلید وکړي.

ج: آن داسې اثار تولید کړي، چې د انسان له هنره یې توپیر ستونزمن وي.

د: لکه څنګه چې مو یادونه وکړه، د مصنوعي ځيرکتیا اغېز پر ادبي هنرونو یوازې منفي نه دی؛ لیکوالان او د محتوا تولیدوونکي کولای شي، د هغې په مرسته له بېلابېلو ګټو څخه په لاندې ډول برخمن شي:

۱-  د لیکلو د بهیر چټکتیا

مصنوعي ځیرکتیا د لیکوالانو لپاره د تحقیق، څېړنې او د محتوا د جوړولو ټولې مرحلې ډېرې اسانه او چټکې کړې دي. الګوریتمونه یا تخنیکونه په لنډ وخت کې اړوند معلومات راټولوي، د موضوع نوې زاویې وړاندې کوي او لیکوال سره مرسته کوي چې د لیکنې لومړنی جوړښت په چټکۍ سره بشپړ کړي.
پایله دا ده چې لیکوال کولای شي، په کم وخت کې زیات کار ترسره او خپل تولیدي ظرفیت څو برابره لوړ کړي.

۲ د لیکنو د کیفیت ښه والی

مصنوعي ځیرکتیا یوازې د سرعت لپاره نه ده؛ بلکې د کیفیت لوړولو قوي سرچینه هم ده. د AI وسیلې د لیکوال سبک، لحن، د جملو جوړښت او د متن همغږي ارزوي او د اصلاح لپاره واضح وړاندیزونه کوي.
دغه وړاندیزونه کېدای شي د ګرامري تېروتنو د اصلاح، د املا د سمون، د جملو ښه تنظیم او د متن د منطقي تسلسل پیاوړتیا په برخه کې وي.
په دې ډول لیکوال کولای شي، مسلکي، معیاري او روانې لیکنې ټولنې ته وړاندې کړي.

۳– د مخاطبینو ښه درک او ژوره پېژندنه

مصنوعي ځیرکتیا د لوستونکو چلند، خوښۍ، اړتیاوې او د محتوا طرز مطالعه کوي. دا ډول شننه لیکوال ته دا امکان ورکوي چې پوه شي کوم ډول موضوعات، سبک یا محتوا د مخاطب له نظره جذابه ده.
پر دې اساس لیکوال کولای شي خپل پیغام د مخاطب د اړتیاوو مطابق تنظیم او اغېزناکه محتوا تولید کړي(مبین،۱۴۰۲، ۲۳).

۴ د متن د تېروتنو کمول او اصلاح

 AI  هغه تېروتنې تشخیصوي چې معمولاً د انسان له سترګو پټې پاتې کېږي. لکه:  املايي غلطۍ، د لحن ناهماهنګي، د سبک ګډوډي او د جملو ناسم جوړښت.
سیسټم د دې ستونزو لپاره دقیقې سپارښتنې وړاندې کوي، چې پایله یې د متن د معیار لوړوالی او د لیکوال د وخت سپما ده.

مصنوعي ځیرکتیا په ادبیاتو کې – لیکوال لپاره نوی ملګری

مصنوعي ځیرکتیا اوس‌مهال د لیکلو په پروسه کې داسې ځای نیولی، چې د یو مرستیال لیکوال رول ادا کوي.

 دا سیسټمونه کولای شي:

الف: د کیسې خط ترسیم کړي.

ب: د کرکټرونو د احساساتو او چلند طرح جوړه کړي.

د: ډیالوګونه ولیکي او سم کړي.

هـ:  د متن  رغښت، سټایل او جملو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

دا ټولې برخې نه یوازې د لیکوال کار اسانوي؛  بلکې د هغه تخیل ته د نوې انرژۍ په ورکولو سره د ابداع نوې دروازې هم پرانیزي.

لکه څنګه چې مخکې مو ورته اشاره کړې وه، د مصنوعي ځیرکتیا اغېز پر ادبي هنرونو ډېر پراخ دی او همدا موضوع د ټولنې ډېر خلک اندېښمن کړي. په ټوله کې په دې اړه دوه عمومي لیدلوري شته:

له یوې خوا ځینې کسان باور لري،  مصنوعي ځیرکتیا هغه پوتانشیل لري، چې د انسانانو د خلاقیت ځای ونیسي.

د AI الګوریتمونه هره ورځ پیچلي او پرمختللي کېږي او کېدای شي دا پرمختګ تر هغه ځایه ورسېږي چې د انسان او AI د لیکنې توپیر کول هېڅ امکان ونه لري(زهراء،۲۰۲۴، ۱۱).

له بلې خوا ډېری نور کسان وايي چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې د انسان خلاقیت پیاوړی کوي، ځکه دا لیکوالانو ته د متن ښه کولو، ساده کولو او د مخاطب د درک کولو لپاره وړاندیزونه ورکوي. پایله یې دا ده چې د محتوا کیفیت لوړ شي؛ خو اصلي خلاقیت بیا هم له انساني فکري اړخ او لیکوال څخه سرچینه اخلي.

په ټوله کې ویلای شم چې مصنوعي ځیرکتیا رول په خلاقیت کې لا هم نامعلوم دی. که څه هم د انسان د خلاقیت د ځایناستي وړتیا لري؛ خو ډېر امکان شته چې یوازې یې پیاوړی کړي، نه دا چې ځای یې ونیسي.

د انسان خلاقیت – ګواښ که فرصت؟

یو شمېر کسان وېره لري چې ښايي د مصنوعي ځیرکتیا روبوټونه/ ماشینونه د انسان خلاقیت کمزوری کړي؛ خو حقیقت دا دی چې:

– مصنوعي ځیرکتیا یوازې وسیله ده، بدیل نه دی.

– انسان هغه ژور احساس، تجربې او فکري زاويې لري،  چې د مصنوعي ځیرکتیا روبوټ/ ماشین یې نه شي درلودلی.

– د AI حضور خلاقیت نه محدودوي، بلکې د نوې الهام سرچینې برابروي.

که انسان له دې وسيلې په هوښیارۍ کار واخلي، نو د نوښت نوې لارې به رامنځته کړي،  هغه لارې چې د هنر او ادبیاتو راتلونکی تعریفوي(صدف،۲۰۲۵، ۱۷).

پایله

مصنوعي ځیرکتیا د لیکوالۍ نړۍ ته د اسانتیاوو، دقت، سرعت او نوښت یوه نوې دروازه پرانستې ده.  د AI په مرسته لیکوالان کولی شي،  په لږ وخت کې ډېره او لوړ کیفیت لرونکې منځپانګه  تولید کړي، خپل مخاطبان لا ښه وپېژني او داسې لیکنې وړاندې کړي چې هم معیاري وي او هم اغېزمنې.بې له شکه، مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي لیکوالي د نوې مرحلې تر ټولو مهم عنصر ګڼل کېږي.

مصنوعي ځیرکتیا د هنر او ادبیاتو په نړۍ کې نه یوازې تخنیکي بدلون راوستی، بلکې فلسفي پوښتنې یې هم راپورته کړې:
هنر څه دی؟ خلاقیت څوک کوي؟ د انسان کار او د روبوټ/ ماشین تولید ترمنځ کرښه چېرې ده؟

سره له دې ټولو یو ټکی څرګند دی ( مصنوعي ځیرکتیا به د هنر او ادبیاتو راتلونکی بډای کړي او انسان ته به د نوې نوښتي نړۍ کیلي په لاس ورکړي).

په پای کې ویلای شم چې، مصنوعي ځیرکتیا که څه هم د هنر او ادبیاتو په ډګر کې نوی باد راچلولای شي؛ خو د انسان د فکر، وجدان او خلاقیت ځای نشي نیولای. دا ټکنالوژي یواځې د هغو کلمو لپاره چوکاټ جوړوي چې انسان مخکې لیکلې دي؛ خو د نوښت، احساس او اخلاقي پرېکړې هغه شمع چې د ادب زړه ګڼل کېږي، لا هم د انسان په لاس کې ځلېږي.

نو که هنر او ادب د رڼا یوه لاره وګڼو، مصنوعي ځیرکتیا پکې شمعې زیاتوي؛ خو د لارې پای نه شي بدلولای؛ ځکه اصلي لارښود لا هم انسان دی.

اخځلیکونه

1- Zahra, Albariqi, A systematic Review Exploring the Use of Artiificial Intelligence in Developing Writing Skills ,(2024), Journal of Critical Studies in Language and Literature.

2- Sadaf, Begum, AI and Literature: The Impact of Artificial Intelligence on Creative Writing and Narative Forms  ,(2025, ) Journal of Social Signs Review.

3- Baptiste Caramiaux, Kate Crawford, Generative AI and Creative,(2025), preprint.

 ۴- جلوه ګر، سهراب، (۱۳۹۸)، هوش مصنوعی، بهمن: تهران

۵-مبین، تاج‌محمد، (۱۴۰۲)، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټل کتابتون: کابل نخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...