پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د "یو سترګي" په کیسه څو خبرې| محمدفیصل ځلاند

د “یو سترګي” په کیسه څو خبرې| محمدفیصل ځلاند

د ساینس فېکشن د کیسو یوه غوره بېلګه.
لومړی دا کیسه، بیا په کیسه خبرې.
یو سترګی
پوهېږم خطر مې ګاللی دی. له یو سترګي مخلوق سره لیدل اول ادیانو مناسب ونه بلل، بیا سیاستوالو دا خبره ټینګه کړه اوس امنیتي څانګې داسې پسې ګرځي ته وا د مځکې بقا پورې تړلې ده.  موقع مناسبه وه. نوې زریزه پیلېده. ټول په لمانځنو بوخت و. شتمنو ستورو ته ځان رساوه، د منځوي عاید خلک سپوږمۍ ته روان و، هغه چې د سپوږمکیو له سفرونو ستړي شوي پر مځکه کرار پراته وو. په فضا کې چې تکه توره تیاره ده زما غوندې ځینې په ارزان بیه بېړیو کې کښته پورته کېدل. خدای خدای کوو چې د پخوانیو ورانو او پرېښودل  شویو بېړیو پاتي شونی مو په بېړۍ ونه لګېږي.  داسې حالت دی لکه زر کاله پخوا چې به د نیویارک، لندن یا دوبۍ په یوې لویې لارې څوک پلی اوښت. اوس په فضا کې ګرځېدل همداسې دي.  پوهېږم لېونتوب دی خو یوازې د پیسو د کمښت خبره نه وه. باور مې دا و چې په داسې ځای کې به له یو سترګو سره لیدل د امنیتي څانګې له خلکو په پټه ممکن وي.
له وعدې سره سم یې له بېړۍ ځان راوایست ، زما په لور راغی. نه پوهېږم راغی که راغله. د دوی په جنس لا نه یم پوی شوی چې ښځه او سړي لري که ټول یو دي.  خبرې مو کمپیوټري وسیله ژباړي. زه پښتو وایم. یو سترګی خپله ژبه لري خو غږ یې نه شم اورېدی.
دوی ته یو سترګی مخلوق ځکه وایو چې یوه سترګه لري. پوزه نه لري. په خوله ساه اخلي. غوږنه یې هم نه راښکاري. دوې پښې خو یو لاس لري. په ونه کې تر انسانانو ټیټ دي. لکه چراتراشه ونه، یا کانکریټي  ستن، نیغ او بې له کوم کږلته. غاړه یې هم نه وینم. سر یې پر تن ايښی. لکه پخوا چې به د سړک غاړې ستنو باندې ګردي څراغونه وو. نه پوهېږم پوتکی یې څرنګه دی، نه ګونځي لري، نه کوم داغ یا خال.
زه غواړم له ده واورم چې له انسانانو سره په جګړه کې د یو سترګي مخلوق  ګټه په څه ده؟ د مځکې په لور مې اشاره وکړه:
– هغه شین ځلېدونکی ستوری زموږ مځکه ده.
هغه لور یې اصلآ ونه کتل. په غوږۍ کې مې د ده ژباړل شوی نظر واورېد:
– دوه سترګو! ولې دومره په ځان میین یاست؟
– چا ویل چې میین یوو؟ زموږ ټول تاریخ په خپلو کې په دعوو تېر شو.
– هغه وخت مو موږ نه وو لیدلي، اوس مو د خپلو دعوې نشته، موږ ته مو راپام دی.
– اوس هم خپل نه پرېږدو خو ستاسو مشران هم ښه نه دي، غواړي زموږ مځکه ونیسي.
په بېړۍ کې وښورېد. په هر څه یې لاس اېښود. شاید معاینه کوي به یې، ډارېږي به چې څارګرو ادارو دلته څه نه وي پټ کړي.
– مه ډارېږه، زه جاسوسۍ ته نه یم راغلی، زه نه غواړم تربګني ولرو، خپله په پټه راغلی یم، که څوک راخبر شول چې له تاسو سره وینم ، نیسي مې.
لکه زما خبرې چې مانا نه لرله. ده خپل کار کاوه. ست مې ورته وکړ:
– موږ چای څښو، کافي هم څښو، تاسو د څه اشتها لرئ؟
– زه وخت نه لرم. باید ژر ستون شم. خو یو څو پوښتنې لرم.
دی به د دوی پولیس وي که خبریال چې یوازې پوښتنو ته وخت لري. ځواب ته مې لا فکر نه وکړی ده وپوښتلم.
– د دوو سترګو ګټه څه ده؟
په زړه کې راوګرځېدل چې تر یوې سترګې حتمآ دوې ښې دي، خو دغسې مې ورته ونه ویل:
– ډېر څه پرې لیدلی شو.
– په لیدلو قضاوت کوئ؟ منئ یې، ردوئ یې، څه پرې کوئ؟
– لیدل تر لیدو دي.
– زه دې ولیدلم، سترګو دې مغز ته څه ولېږدول؟
– هېڅ، همدا چې تا وینم. یو ، یو مخلوق چې یوه سترګه لري.
– په یوه سترګه دې هم دا لیدلی شوای او همدا معلومات دې انتقالولی شوای.
څو کاله پخوا په یوه عبادت ځای کې روحاني مشرانو د یو سترګي مخلوق په اړه ویلي و چې دوی غواړي انسانان هم یو سترګي شي. که انسان په لاس ورغی یوه سترګه یې باسي. هغه نظر د کلونو په تېرېدو ورک شو. کومو انسانانو چې له دوی سره لیدلي و، ویل یې چې یو سترګي ډېر پېچلي دي، څوک نه پرې پوهېږي چې مطلب یې څه دی، څه غواړي او ولې یې غواړي.
– مطلب دې څه دی؟ یعنې باید موږ یوه سترګه ولرو؟
– نه دوه درې څلور ولرئ خو قضاوت مه کوئ، دا مه وایاست چې بس همدا تاسو تر ټولو ښه یاست.
– هر چا ته ځان ښه ښکاري. حتمآ به تاسو ته هم ځانونه تر ټولو ښه ښکاري.
– دا یې ښه، خو ښه په دې مانا نه دي چې تر تا ځان په هر حساب پورته وبولم.
– ستاسو د ستوري مشران غواړي چې په موږ حمله وکړي، تاسو هم ځانونه پورته بولئ.
– نه، موږ یوازې خپل هغه کسان له تاسو غواړو چې په اول سفر کې مو له ځان سره یووړل. په هغو کې یو بېرته راغی شکایت یې درلود چې چلند مو وحشي و.
څو لسیزې پخوا ستور مزلو د یو سترګو له خاورې څو کسان راوستي وو.  په پنجرو کې یې بند کړي وو. بیا یې د څېړنو لپاره یووړل. پوه نه شوم څه یې پرې وکړل.
– وبخښه له هغو خبرو زه نه یم خبر. خو زموږ مشران وايي تاسو غواړئ مځکه ختمه کړئ.
– ولې یې ختمه کړو؟
– نه پوهېږم، شاید دوه سترګې درباندې ښې نه لګېږي.
خپلې خبرې ته مې وخندل. پر ده یې هېڅ اثر نه درلود. ځان یې له بېړۍ ایستلو ته تیار کړ، راته ویې ویل:
– تاسو تل په ځان کې غرق یاست، تل فکر کوئ یو نه یو څوک مو دښمن دی. تاسو بدلون نه منئ.
– ګوره ما ټول خطرونه وګالل چې له تا سره ووینم او ته وایې بدلون نه منو.
– مځکې ته دې وګوره،په دې دومره لویه فضا کې یو کوچینی خال دی، یو ټکی دی، که ډېر ورته ځېر شو په نورو ټکو کې ورکېږي. ته به په هغو میلیاردونو کې همداسې یو تت او ورکېدونکی ټکی یې.
– ته هم په یو سترګو کې شاید یو یې، نور مو خدای خبر څرنګه دی؟
له بېړۍ ووت. زه د مځکې په لور ستون شوم. مدار ته یې په راننوتو ونیول شوم. د یو سترګو په جاسوسۍ تورن شوی یم.
پای
ساینس فېکشن کیسې ډېر مینوال لري، په نوره نړۍ کې د دې کیسو غوره بېلګې موجودې دي، ډېریو لیکوالانو یې د نورو داستاني برخو تر څنګ دې برخې ته خورا ډېر پام کړی دی.
له بده مرغه په پښتو ژبه د ساینس فېکشن کیسو بېلګې کمې دي، د دې یو سبب دا یاد شوی چې موږ ساینس نه لرو نو سیانس فېکشن د څه لپاره ولیکو؟
دا خبره ناقصه ده، ځکه دا کیسې ممکن یو خیال یا یو تصور وي او لیکوال یې که ساینس پوه نه وي هم کومه خبره نه ده.
ما په پښتو ژبه کې یوازې له یو څو کیسو پرته د ساینس فېکشن نورې بېلګې نه دي لیدلې، زموږ لیکوالانو دې برخې ته یا پوره پام نه دی کړی او یا دا کیسې ورته نا اشنا ښکاري.
د ” یو سترګي” په نوم مې د ښاغلي ایمل پسرلي دغه نوې کیسه ولوسته. دا کیسه د ساینس فېکشن کیسو په برخه کې لیکل شوې ده او د فضایي اوپېرا یا د هغه کیسو له ډلې ده چې په فضا کې رامنځته شوې ده؛ د دې کیسې راوي فضا ته تللی، هلته د یوه نوي موجود سره چې جلا څېره لري ګوري، دا موجود نا اشنا دی یوه سترګه لري، جنس یې نه معلومیږي چې نر دی او که ښځه، دوې پښې او یو لاس لري، پوزه یې نشته او ساه په خوله اخلي.
د دې موجود سره لیدل سخت دي، امنیتي کسان څوک نه پریږدي او له هغوی سره لیدل جرم ګڼي، راوي په پټه هلته ځي او ورسره ویني.
دا یو سترګی مخلوق د انسانانو سره دښمني لري، یا یې انسان نه خوښیږي، د کیسې له راوي ځينې پوښتنې کوي خو دا پوښتنې داسې نه دي چې ګواکي دی معلومات نه لري، یا نه دی خبر، بلکي غواړي دا وښایي چې انسان دومره هم نه دی ارزښتمن، لکه څومره چې ځان ته مغروره وي او خپل ځان تر نورو لوړ ګڼي.
یو ځای له راوي پوښتنه کوي:
ــ د دوو سترګو څه ګټه ده؟
ــ ډېر څه پرې لیدلی شو
ـ په لیدلو قضاوت کوئ؟ منئ یې، ردوئ یې، څه پرې کوئ؟
ــ زه دې ولیدلم، سترکو دې مغز ته څه ولېږدول؟
ــ هېڅ، همدا چې تا وینم. یو، یو مخلوق چې یوه سترګه لري.
ـ په یوه سترګه دې هم دا لیدلی شوای او همدا معلومات دې انتقالولی شوای.
په وروستی خبره کې یې یو منطقي او معقول دلیل پروت دی، یعنې که یوه سترګه نه وي په بله هم لیدل کېدای شي، دلته دا فضایي موجود ( یو سترګی) غواړي ځان د انسان سره سیال وګڼي یا یې انسان په دې قانع کړي چې دوی تر چا کم نه دي.
انسان ته ځان تر ټولو لوی ښکاري، په ښایست، عقل او پوهه کې د ځان سیال نه ویني، د نورو په هکله ژر قضاوت کوي او ځان ورته کامل بریښي.
یو ځای د کیسې راوی له یو سترګي پوښتنه کوي:
ــ مطلب دې څه دی؟ یعنې موږ باید یوه سترګه ولرو؟
ـ نه دوه درې څلور ولرئ خو قضاوت مه کوئ، دا مه وایاست چې بس همدا تاسو تر ټولو ښه یاست.
ځان لوړ ګڼل او نورو ته اهمیت نه ورکول د ناکامۍ سبب کېږي، که فکر وکړو موږ ټول انسانان یو، موږ ته باید انسان مهم وي. طبعاً موږ شتمن لوړ ګڼو او غریب ټيت. په داسې حال کې چې دواړه انسانان دي، دوه سترګې، خوله، پوزه او اندامونه لري خو موږ انسان ته ارزښت نه ورکوو بلکې شتمنۍ او پیسې راته مهمې دي.
په دې کیسه کې یو ځای دا فضایي مخلوق انسان ته د پېغور په ډول وایي:
ــ تاسو تل په ځان کې غرق یاست، تل فکر کوئ یو نه یو څوک مو دښمن دی. تاسو بدلون نه منئ.
که خپلې پښتنې ټولنې ته ځیر شو، په کور کلي کې تر ټولو نیږدې دښمن راته د تره زوی (تربور) ښکاري، فکر کوو چې څنګه ځان ترې خلاص کړو او پښې یې ووهو خو دې ته پام نه کوو چې دواړه د وینې شراکت لرو او سره خپل یوو او ولې باید یو بل ته د شر پر ځای خیر ونه رسوو؟
انسان بدلون نه مني. خپله خبره یې که غلطه هم وي ټینګ پرې ولاړ وي د بل خبره ورته د ځان په تاوان ښکاري او نه یې شي زغملی خو که فکر وکړو ښه ژوند د یو بل منلو او زغملو ته وايي، نه پر ځان میندلو او د نورو رټلو ته.
دا کیسه بلها ډېرې خبرې لري، ښایي لا نوره ښه راوسپړل شي.
محمد فیصل ځلاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب