چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبژبه او لیکدودزورکی او د هغۀ د کارونې ځایونه| تمهید سیلانی

زورکی او د هغۀ د کارونې ځایونه| تمهید سیلانی

يو دوست د زورکي پۀ هکله پوښتلي و، چې زۀ ولې پۀ خپلو ليکنو کې د « ه »پر سر همزه کاروم. و مې غوښتل چې د يادې پوښتنې د ځواب تر څنګ پۀ زورکي يوه لنډه تبصره وکړم.
د پښتو ژبې پۀ لیکل شويو ګرامرونو( پښتو ګرامر، پښتو ژبدود، ژبښودنه…) کې د پښتو ژبې د خپلواکو تورو د پېژندنې پۀ هکله يوازې د دوی نومونه ياد شوي دي.  د زورکي پۀ هکله مې پۀ يادو اثارو کې همدومره ولوستل چې : « زورکی (ه) : بېلګې يې لکه: لېوه، زړه، تره..» خو د زیار صاحب پۀ پښتو پښويه کې د زورکي پۀ هکله فونيټکي بحث ترسره شوی دی.
زورکی د پښتو ژبې دخپلواکو تورو څخه يو توری دی. ددې توري تلفظ د خولې پۀمنځنۍ برخه کې کيږي یعنې منځوال حالت لري. ددې توري پۀ تلفظ کې شونډې خپل عادي حالت ساتي. ژامه هم نرم او عادي حالت غوره کوي.
دا توری د پښتو ژبې پۀ الفبا کې « ه » او پۀ فونيټیکي الفبا کې يې (∂) نښه ده او لۀ کندهارۍ ګړدود پرته د کلمې پۀ منځ او پای کې کارول کيږي. د بېلګې پۀ توګه : پۀ منځ کې « /m∂š∂r مشر، /lam∂n/ لمن او مېرمن /merm∂n/ » پۀ پای کې « / ∂tr/ ترۀ، /∂z/ زۀ او /∂p/ پۀ»…
د زورکي د کارونې ځايونه او ځينې دندې
۱- هغه نومونه چې يو سېلاب يا يو څپيز وي او پر بېواک توري پای ته رسېدلي وي، پۀ زورکي جمع کيږي. لکه :
مل/ mal/ ملۀ/ ∂ml/
خر / xar/ خرۀ/ ∂ xr/
يادونه : کۀ غواړئ چې پۀ يو نوم يا کلمه کې د هغۀ څپې معلومې کړو، نو تر ټولو ساده لاره يې داده چې هماغه کلمه پۀ فونيټکي الفبا وليکو او وګورو چې څو خپلواک توري پۀ کې کارول شوي، نو هماغومره څپې هم لري.
۲- هغه نومونه چې د منځ خپلواک توری يې پۀ الف باندې بدليږي او پۀ پای يې زورکی راځي. لکه :
پښتون/ pax̌tun/ پښتانۀ / ∂pax̌tān/
شپون/ Špun/ شپانۀ / ∂Špān/
پۀ ځينو کلمو کې خپلواک توری (زور) پۀ زورکي اوړي او د جمعې بڼه ځانته غوره کوي. لکه :
دښمن /d∂x̌man/ پر /d∂x̌m∂n/
ټوپک/topak/ پر/top∂k/
شتمن /štaman/ پر/štam∂n/
 مو پۀ پښتو او پارسي ژبه کې د « ګر /gar/ » روستاړی لرو، چې د ځينو کلمو پۀ پای کې ونښلي فاعلي بڼه ترې جوړوي. لکه: خټګر، بزګر…  د دغو فعلي وييونو جمع  زموږ ليکوال پۀ « ان » سره کوي، خو زورکی د « ګر /gar/ » لۀ روستاړي سره پۀ يو ځای کېدو سره، دغې قاعدې ته بدلون او لنډون وربښي، چې دا قاعده تر دېره سمه بريښي. لکه : خټګر/gar/خټ/g∂r/،بنسټګر /gar/ بنسټ/g∂r/ ،بلوسګر/gar/ بلوس/g∂r/ او نور…
د پښتو ژبې اشاري او ځينې نور نومځري د اصلي بڼې تر څنګ اوښتې بڼه هم لري، چې د اصلي او اوښتې بڼې توپير د زورکي پۀ واسطه ترسره کيږي. لکه:
دغه اصلي بڼه – دغۀ / ∂/اوښتې بڼه
هغه اصلي بڼه – هغۀ/ ∂/اوښتې بڼه
زموږ پۀ پښتو ګرامرونو کې د منځتاړي خبره ډېره راغلې خو بېلګه يې نشته. موږ پۀ پښتو ژبه کې د منځتاړي ښه بېلګه همدا زورکی لرو، چې د کلمو پۀ منځ کې ور لویږي او د يوې کلمې دجمعې بڼه جوړوي.لکه:
دښمن /d∂şman/ پر /d∂şm∂n/
ټوپک/topak/ پر/top∂k/
شتمن /štaman/ پر/štam∂n/
تا سو پورته بېلګو ته ځير شئ، همدا زورکی دی، چې د کلمو پۀمنځ کې ورلويږي او د کلمو جمع بڼه جوړوي. چې دا کار موږ ته پۀ پښتو ژبه کې د منځتاړي ښه بېلګه جوړوي.
پۀ فعلونو کې د فعل د سټې او روستاړي ترمنځ اړيکه ټينګوي. لکه:
راځم/m∂/،راغلم/m∂/ او نور
اوس راځم د خپل دوست هغې پوښتنې ته چې زۀ ولې د (ه) پر سره همزه کاروم. موږ پۀ پښتو ژبه کې څو فونیمونه لرو، چې کلماتو کې ورته ځانګړې نښې يا ګرافيم نۀ لرو. لۀ هغې ډلې څخه يو هم زورکی دی. دا فونيم د کلمې پۀ منځ کې هېڅ ګرافيم نۀ لري، خو د کلمې پۀ پای کې زموږ ليکوالان ورته د (ه) کرافيم کاروي، چې لۀ زور او ه سره يې توپير نه ترسترګو کيږي. او د پښتو ژبې نوي زده کوونکو ته کۀ هغه پښتانۀ وي او کۀ بهرني وي، دا يوه لويه ستونزه را منځته کوي.
دا چې د زور، ه توپير لۀ  زورکي سره وشي، نو غوره همدا ده، چې د زورکي پر سر همزه وکاروو. د ه پر سر د همزه کارونې وړانديز د باړه ګلۍ پۀغوڼده کې شوی وو، خو دا چې نۀ ده منل شوې هغه بېله خبره ده. ليکن دا سم او پر ځای وړانديز و، چې موږ پۀ ليکنه لۀ ستونزو ژغوري او ددې ژبې زده کوونکو ته پۀ زده کړه کې اسانتیا را منځته کوي.
یادونه: دا ليکنه کېداشي بشپړه نۀ وي، لۀ لوستونکو مې هيلۀ ده، چې پۀخپل نقد و نظر دا ليکنه بشپړه کړي.
ماخذونه 
• زيار، مجاور احمد. ۱۳۸۶. پښتو پښويه. کابل : دانش خپرندويه ټولنه.
• اتل مشواڼي، اللۀ محمد. « زورکی » ليکل شوې مقالۀ…

5 COMMENTS

  1. منلی ژبپوه سیلاني صیب. ستاسو لیکنې زه د زړه له کومې تل لولم، پوره زیار پرې باسې او زه هم ستاسو د ځوانانو ژبپوهانو د لیکلو څخه خوند اخلم. زه د نوښتونو پلوی یم، خو ژبه لکه څنکه چې زموږ ځنې پوهان وایي، قرارداد نه دۍ.
    زموږ ستونځې خورا زیاتې دي، چې د ټولو سره دا ډول تلنه وشي، ډېر به ورسره وځوريږو.
    په پورته ستاسو لیکنه کې زورکۍ ّ(ه) وینم، دا نو اوس زوه-ره-کۍ ده او که زو-ره-کۍ او که زور – کۍ ده او که زه-وره- کۍ یا زه-وه-ره-کۍ ده، که څنګه.؟ دا ټولې داسې لیکنې دي، چې تراوسه په کې ستونځې نه لیدل کیږي. که د (ه) سره داسې مخ ته لاړ شو، نو بیا به د دومره یېګانو او الفونو سره څه کوو؟ ږ دا ستړنځې په ټولو ژبو کې شته. د یوه زاړه خبرهده پرې برک شه خو چې راڅخه زړهبدی نه شي.
    که څوک څومره دا لیکنې ځانونو ته ستونځمنې کوي کېدی شي.
    زما د لیکنې سره ستاسو پرېپوهېدنې یا تفاهم څخه ډېره مننه. بیا هم په بخښنه او زیاته مننه.

  2. زموږ د ستونځو یوه بله بېلګه:
    .
    وړې(کوچنۍ: سیلبې و -ړې) وړۍ ( د مېږو وړۍ: سیلبې: و – ړۍ) به چېرته وړې ( ځایبدلون یوه سېلبې)
    لومړی او دویم ویونه یې دوه سیبلې لري او دریم یې یوه او لومړی و د پروت الف او دویم و یې د روښانه یا جګ الف سره او دا دریم کې یې د ،، و ،، کوم جګوالی نه برېښي او د ،، ر ،، سره سملاسي تړلی دۍ.
    . دلته درې یو ډول لیکلي ووونه دي، چې ر ورسره ده او هر یو یې بېلډول ویل کیږي، نو بیا به له دې سره څه کوو؟. راځۍ، چې ژبه مو په دې تل سم ترېپوهېدونکو غږونو سره له کاره ونه باسو. که څوک غواړي، نو په ژبه کې هم ډېر کار دۍ.

  3. سلام
    په ډیره لنډه کې:
    مرحوم پوهاند رښتین صاحب ګرامر کې د زو-ر /فتحه ،ز-ېر/یاکسرې او ضم-یې/پېښ کورنۍ په الصرف والنحو کې د نیمواکه غږلرونکی تورو په نوم جلا یاد شوی بحث لری او بل همدارنګه دهمزه او( ه) ملفوظی او غیر ملفوظی لکه د واو په شان د عربی ژبې اصولو او قاعدو ته اوړی. او دلته په پښتو کې د زورکۍ نښواو نښانو لپاره هېڅ ریښې او بشپړ معلومات نه لرو . بل د ریاضی په حساب هم دغه اشتقاقی طرحه برابره ځکه نه راخی چې دبحث ډېر ې برخې جلا اړخونه لری.
    دهمزه دکارونې خاي خو لا پریږده ښه به داوی چې د پښتو ژبې د(اکاډمۍ ارګان) یوشمېر څېړنوالو املا او انشا ء او په تیره بیاد خبل سرو مستعارو نومونو او یاګانو مراعات وشی . دابه ستر کاروی ستا وړاندیز عالمانه دی کوردې ودا ن.

  4. درنو او قدرمنو مشرانو ته له سلامونو وروسته یو عرض لرم چې راځئ نور له دې همزه بازي نه تېر شو. څومره مو چې په وس وي خپله ژبه ساده اوآسانه کړئ . خپل ولس باید باسواده کړو او د نورو پېچلتیاوو نه د اوس لپاره مخنیوی وکړو . هیله ده زما وړاندیز د چا د خپګان سبب شوی نه وي .

  5. سلامونه،
    د سیلاني ساب غوندې ځوانو ژبپوهانو په ژبه،قلم او لیک دې برکتونه وي .او لا زیات بري ېې غواړو.
    د ښاغلو وروڼو ډ. مېږي شينواري صاب ، ورور ع.شریف زاد صیب او شاهین افغان ورور په تاءييد ؛ زه هم غواړم یو وړاندیز وکم.
    د (ه) توری خو زما په نظر هم په عربي هم نورو ژبو کې لکه د (نرمې ح ) غږ ورکوي او هوردو او فاړسۍ کې هم ډیر زیات استعمالیږي
    لاکن د (ء) =حمزه توری ،لکه ما مخکې د نافع همت ساب په لیکنه (الف مقصوره )کې هم څرګندونه کړې وه ، په پښتو کې خاص ژغ نلري البته عربي کښې الف ته هم په سر کې حمزه وايي . او تورکي کې بې ټکو (آی = ı) ،او روسي کې مښکې زنَک ( Ъ ) همدغه د زوَرَکي آواز باسي!؛ زه خو د طب ډاکټر وم ، خو ژبه خو ټولو پوهنو کښې مشترکه وي ؛هيله ده نافع همت ساب او نور استاذان په دې کې بحث وکړي . په پښتني مینه او مڼنه> (منءنه)!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب