پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبلنډه کیسهخوبونه او فکرونه| عبدالوکیل سوله مل 

خوبونه او فکرونه| عبدالوکیل سوله مل 

 ډوب ویده و، په خوب کې خپسې ونیوو، نږدې وو زړه یې له ویرې ودریږي، زر راپاڅید. شاوخوا ېې وکتل، لا یې هم زړه دربیده. د اسمانڅکي د شلم پوړ له لوېې کړکۍ ېې د باندې نظر وځغلاوه. چې بیدیده توره وریځ او نری باران وریده خو اوس لمرراختلی او رڼا وه. تر خوا په میز له ایښې جک نه ېې ګیلاس ته اوبه راواچولې. ګیلاس ېې په سر راواړاوه. اوبه یې په وچه غاړه لاړې. ټوخي ونیو، میرمن ېې د ناستې له خونې په لوړاواز ورغږ کړ:

ـ راپا څیدلی ېې؟

په ورو د ناستې خونې ته ورغی. سترګې ېې لاهم له خوبه ډکې وې، په دواړولاسو ېې ومږلې. میرمن ېې چې په غاړه کې ېې د الماسو هار اړاوه رااړاوه، په خندا وروکتل، فکرېې وکړ، ګواګي میرمن ېې په خوب کې د ویرې چیغې اوریدلې دي. دده سترګو ته ځیرشوه، لا ېې هم خوله له خندا ډکه وه، ده ځانته ښکته پورته وکتل، بیا ېې دې ته مخ ورواړه:

ـ خیریت خو دی ولې خاندې؟ 

میرمن ېې لاسونه ومروړل، سر یې ښکته پورته یوړ او راوړ، سترګې ېې ټیغې راوویستې، ته وا میړه ېې لوی راز ترې پټ کړي او اوس یې له دغه رازه پرده پورته شوې ده، په میز ایښی ای پاډ ېې راواخیست، ده ته ېې ونیو:

ـ ته دا درونیسه!

دی حیران شو، لکه میرمن یې چې ټوکې یا کومه لوبه ورسره کوي، ایپاډ یې راواخیست، میرمن ته ېې سترګې ورواړولې، هغې اوږې وښورولې، وریځې یې پورته کړې، ټلویزیون ته ېې لاس ونیو.

ـ اوس به ېې په خبرونو کې هم ووایي.

د سړي خلق تنګ شو، سودا ورولویده، په لوړ آواز ېې چیغه کړه:

ـ ولې دنیا ورانیږي؟ دریم نړیوال جنګ پیلیږي؟

ـ اوس خبره مه تیروه، ښه خبریې، دا هره ورځ چې دې سفارت ته تلې او هغه سیاسي مجلس ته.

سړی لکه خوب چې ویني او بل یې له درانه خوبه راکښینوي، بې واکه چیغه کړه. 

ـ بس کړه، بس کړه، څه ټکه راولیدلې ده؟

ښځې دده په لاس کې نیولي ای پاډ ته لاس ونیو:

ـ ته دې فیسبوک پرانیزه، ویبپاڼې وګوره! 

ـ څه شی؟

ښځې بیا وویل:

ـ فیسبوک، ویبپاڼې!  

سړي د ای پاډ بټن ووهله، د ای پاډ په چالانیدو یې فیسبوک پړق وهل او زر پرانیستل شو. سترګې ېې د ګڼو کسانو پر فیسبوکونو د خپل تصویر په لیدلو وبریښیدې، په منډه ېې په لنډه شیبه کې خپل فیسبوک لکه د خوندوراو ګټورکتاب پاڼې له نظره تیرې کړې، خپلو ګڼو تصویرونو او په ځان باندې رنګارنګ تبصرو هک پک کړ، باور ېې نه راته، لکه خوب چې ګوري. لکه لاتري یې چې راختلي وي، خو داسې یوه لاتري چې هیڅ ټکټ يې نه وي اخیستی او بل کس یې وړیا په جیب کې د وړې لاترۍ ټکټ ایښی وي. لکه نشه چې وي، زنګیدلی، زنګیدلی په خونه کې لاړ او راغی، په خټ خټ ېې وخندل. د لیوني په څیر له ځانه سره ګډ شو:

ـ دا څنګه ولې سکرتر راسره اړیکه نه ده نیولې؟ نور شریکان څه شول؟

 میرمن ېې چې خپلې اوږدې زلفې لاس کې نیولې وې مخ ورواړاوه، ځواب یې ورکړ:

ـ ته څه خبر یې، په نیم ساعت کې له دیرشو هم ډیر زنګونه راغلل، اخرمې ګل کړ. 

سړي تیلیفون د میز له سره راواخیست، ویې لګاوه، د سکرین په لیدو لکه بریښنا یې چې ونیسي،ټوپ کړ:

ـ اخ، سل زنګونه راغلي دي.

بیرته غلی شو، روښانه شوي ایپاډ ته ځیرشو، سترګې یې پټې او پرانیستې، له ځانه سره بیرته ګډ شو:

ـ دوی زما په باب دا دومره معلومات له کومه کړل، زما دا رنګا رنګ عکسونه څنګه د دوی لاسته ولویدل!؟ 

ښځې ته ېې مخ ورواړاوه، په ملنډو که له ویاړه ېې وویل:

ـ ملکې ته څه وایې؟

ښځې یې په مکیز وروکتل، ویې خندل، خو زر ېې جدي بڼه ونیوه، لکه میړه یې چې درواغ وایي او له ده ېې لوی راز پټ سا تلی وي.

ـ ځان مه تیروه، ماشومه نه یم.

دده خوله وازه پاتې شوه:

ـ څوک درواغ وایي؟

سینې ته ېې لاس ونیو:

ـ زه؟

ښځې لاس د ده خواته ونیو، سر یی وخوځاوه:

ـ خود ته، ما نشې غولولی!

ـ څنګه؟

میرمن ېې بړوسه شوه، په لوړ آواز ېې وویل:

ـ څنګه، څنګه؟  څو ځل سږ آمریکا ته لاړې؟ دا د انګلستان سفارت ته چې تللی وې؟ دا نور شپه ورځ د دغه او هغه چارواکي، هندو مسلمان ملاقاتونه.

میرمن ېې ټول ملاقاتونه او سفرونه چې په دې کال کې ېې کړی وو، یو په یو مخې ته ورقطار کړل. ده وخندل. راغی، د میرمن ترڅنګ کښیناست، د زنې لاندې ېې لاس ورتیر کړ:

ـ لیونۍ ته نه پوهیږې چې زه څوک یم؟

میرمن ېې په لوړ آواز ځواب ورکړ:

ـ  ولې نه پوهیږم ښه پوهیږم، یو داسې سوداګر چې پخپلې لویې سرمایې برسیره د لویو سیاستمدارانو ناپاکه پانګه هم درسره ده.

ـ نو تا نه دي اوریدلي چې سیاست د اقتصاد فشرده ده.

ـ پوهیږم خو ستا د تجارت شریکان ګرد لوی مافیایي بانډونه دي.

ده لاسونه مخې ته پورته ونیول. 

ـ نو څه؟

ښځې اوږې پورته ونیوې، موټی یې په زوره په میز کیښود.

ـ څنګه څه؟ د دوی په نږدیوالي کې امریکا او نوره بین المللي ټولنه څنګه تا د هیواد مشرۍ ته غوره کوي؟

ـ  زه داسې فکر نه کوم.

د میرمن شونډې بوڅې شوې:

ـ نو ته څنګه فکر کوې؟

غلی شو، لکه په ځواب ېې چې فکر کاوه، له لږ ځنډ وروسته ېې وویل:

ـ زه فکر کوم له دوی سره زما نږدې اړیکو زه مهم کړی یم. ښایي د همدوی په خوښه بهرنیانو ته هم ورپیژندل شوی اوسم. 

میرمن ېې خوله په غاښونو کې ونیوه، د میړه ځواب قانع نه کړه:

ـ نو هغوی ولې ستا د غمه مړه دي، ولې هغوی پخپله له خپله منځه څوک نه غوره کوي؟ 

ـ ځکه چې هغوی سره نه جوړیږي.

میرمن ېې وخندل، دده د خبرې په پخلي یې ځواب بشپړ کړ.

 او دا دوره هم لنډ مهاله ده.

 په مکیز راپورته شوه، په غاړه کې ورولویده، په مخ ېې ښکل کړ. ده هم ځانته رانږدې او کلکه ېې په غیږ کې ټینګه کړه، بیا ېې له لاسه ونیوه، دواړه د کړکۍ خوا ته ودریدل، دلویې څو پوړیزې ودانۍ لږ څه لیرې لوی سمندرته ېې لاس ونیو:

ـ پوهیږې ژوند داسې یو سمندردی چې هره خوا ېې يوړې.

میرمن ېې سر وښوراوه، په شاه ېې وډباوه او د خوشال خان دا شعر ېې ووایه:

ـ څودې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه ــــــــ په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه 

دمیرمن شعرزړه ورکړ. خوند ېې ورکړ، دغرور احساس ېې وکړ. بیرته راوګرځید، پخپل ځای ارام کښیناست، اندیښنو کې ډوب شو، میرمن یې ورپام شو، خندا ونیوه:

ـ څنګه غلېی شوې، وبیریدې که څه؟

ده په غرورورغبرګه کړه:

ـ که داسې بیریدی، له داسې ځناورو سره به مې دومره تاوده مناسبات نه لرل؟ افغانستان کې یوه ساده لویه چوکۍ هم لوی زړه غواړي.

میرمن ېې سر وښوراوه، دده خبره ېې بشپړه کړه:

ـ او اولسمشري خو بیا سم د زمري زړه غواړي. لاس به په سر کې نیسې.

ـ داسې خو ده، خو زه یوې بلې خبرې ته سودا وړی یم!

ـ کومې خبرې ته؟ 

ـ ددې خبرې حقیقت ته! له چا معلومات واخلم؟

میرمن ېې وپوښتل:

ـ که د امریکا له سفارت سره اړیکه ونیسې څه به وشي؟

ده وخندل، خوله ېې چینګه شوه:

ـ ورته ووایم چې کله مې په تخت کښینوئ؟

ښځې ېې هم وخندل:

ـ نو دې کې کوم شرم دی که څه؟

ـ شرم نه دی. سیاست د شرم په نامه څه نه پیژني خو دا اصول نه دي.

ـ چې داسې ده له کوم لوی سیاسي ملګري سره دې دا خبره شریکه کړه!

ـ نه، نه داسې لویې خبرې بهرني استخبارات دومره زر میدان ته نه راباسي؟

ـ نو اوس ېې څنکه خبر ټوله دنیا ونیوه.

ـ ښايي ذهنیت جوړونه کوي، او پلان به وروسته پلی کوي.

سترګې یې اخوا دیخوا واړولې، تلویزیون ته ېې ورپام شو، زر یې ریموت کنترول راواخیست، تلویزیون پړک وهل، له ځانه سره یې وویل:

ـ څنګه په داسې حساس وخت کې دا درنه هیر دی؟

میرمن زر ځواب ورکړ:

ـ ستا لپاره چې خوب دې خراب نه کړم، تلویزیون او موبایل دواړه مې ګل کړي وو. 

په وار یې د نړۍ نا متو چاینلونه: بي بي سي، سي این این، الجزیره  يو په بل پسې ونیول. میرمن ېې چې دده هرڅه ته ځیروه او دی یې په لیوالتیا څاره ورغږ کړ:

ـ ته وا دا خبر به بین المللي اژانسونه اوس خپور کړي؟

لکه آزموینه چې کوي. 

ـ څوک پوهیږي، خو زموږ وال خامخا یو څه نن خپروي.

دستي یې وطني چینلې ونیوې. نا ببره یې د تلویزیون په لویه پرده خپل تصویر ولید. له هیښتیا یې ټوپ وهل، تلویزیون ته ېې سترګې لکې ونیوې، بیا ېې میرمن ته سترګه ووهله، د دواړو په شونډو نرۍ موسکا وځلیده.

خو دې خبر ته ښځه او میړه دواړه ګوته په غاښ شول: ( ویل کیږي د لنډ مهالې ادارې احتمالي مشر وار د مخه د اوسني حکومت له څو مشرانو سره هم لیدلي دي خو هغوی د ا ملاقاتونه له حقیقته لیرې ګڼي)

خندا ورغله، میرمن یې هم موسکۍ شوه، په خاوند لا هم شکمنه وه.

ـ ولې، نه دې دي ورسره لیدلي؟ 

ده هم سیده ځواب ورنکړ، ته وا غواړي له میرمن یې هرڅه پټ وي.

ـ ما خو درته وویل، دا یوه ذهنیت جوړونه ده. غواړي غبرګونونه راوپاروي.

ښځې یې سر ورسره وخوږاوه.

ـ ښايي، خو څوک پوهیږي، که اوس ستا په نامه د لنډ مهالي حکومت په ډنډوره خلک بوخت وساتي، او په اخرکې بل څوک رامخې ته کړي.

شونډه ېې په خوله کې ونیوه، تندی ېې ګونځې شو، د میرمنې خبرې شک ورواچاوه. اوږې یې وښورولې.

ـ خوزه باید ددې خبرې رښتیا او درواغ معلوم کړم.

ـ څنګه؟ 

ـ بس اوس سکرتر ته زنګ وهم چې دافغانستان ټکټ راونیسي. سبا باید افغانستان کې اوسم.

ـ ښځه نیغه له ځایه راپورته شوه،  دده په اوږه ېې لاس کیښود، سترګې ېې ټیغې راوویستې، لکه میړه ېې چې د جګړې ډګرته درومي:

ـ ته لیونی یې؟ په ځان پورې تنګ ېې که څنګه؟ 

ده لکه د ښځې خبره چې ېې هیڅ اوریدلې نه وي او یا له هر څه خبر وي، په ډاډ وویل:

ـ ته غم مه کوه، هغوی چې د چا دپاچاهۍ آوازې جوړوي، د امنیت غم ېې هم له وخته خوري.

د میړه دلیل هغه قانع نه کړه، لاهم شکمنه وه.

ـ که تا اقتصاد او سوداګري لوستې ما تاریخ او سیاست. دا مه هیروه، سیاست ډیره بدرنګه لوبه ده، هسې نه چې په بله لومه کې ونښلې.

وبیرید، غلی شو، بې واکه یې په کولمو لاس کیښود، ته وا کولمو کې ېې لمبه راپورته شوه. راپورته او بیرته کښیناست، تندي ېې ګونځې وکړې، رنګ ېې زیړ راواوښت:

ـ بله لومه یعنې څه؟

 بله لومه دا چې، هغوي چې څوک آسمان ته پورته کولی شي له هما غه آسمان ېې لاندې هم راغورځولی شي.

ماڼیجن شو، د میرمن خبرو اغیز په وکړ، لویه ساه ېې وکښله، وطن ته د دستي تګ په پریکړه کې ټکنی شو، غلی کښیناست، سرېې ځوړند ونیو، بیرته ېې سرراجګ کړ، دمیرمن په اوږو ېې دواړه لاسونه کیښودل، مشوره ېې وغوښته:

ـ نو څه وکړم؟  

ـ ترهغې کرار کښینه څو چې ټوله لوبه درته څرګنده شوي نه وي.

دده په زړه یخې اوبه توې شوې، دمیرمن خبره ېې زړه ته ولویده. نورې اندیښنې ېې هم ملګرې شوې، په فکرکې ډوب لاړ، په ورو د لوېې کړکۍ خواته راغی، لکه ساه ېې چې ونیوله شي، کړکۍ ېې پرانیسته، د باندې په نندارې بوخت شو، آسمان په درنګ شیبه کې بیرته وریځو پوښلی وو، د لمر او رڼا ځای تیارې نیولی و.

لندن ـ یدینګ 

د مازیګرپینځه بجې 

د۲۰۲۰میلادی کال د نومبر۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب