پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبویسلا وا شیمبورسکا | شفيق اميرزى

ویسلا وا شیمبورسکا | شفيق اميرزى

ویسلا وا شیمبورسکا هغه شاعره او لیکواله وه، چې په ۱۹۹۶ کال کې یې د نوبل جایزه وګټله. د نوبل کمېټې غړو وویل، نوموړې پیاوړې شاعره ده چې ژبنی ظرافت یې له قوي شور او هیجان سره ګډ کړی دی. د نوموړې شعرونه په انګلیسي، فارسي، عبري، عربي، چینايي او اروپايي ژبو ژباړل شوي دي. له نوموړې ډېرې شعري ټولګې چې تر ډېره په پولنډي ژبه لیکل شوې او همدا راز د شعر او ادب په اړه ګڼې مقالې په میراث پاتې دي.
ویسلا وا شیمبورسکا د ۱۹۲۳ کال د جولای په دویمه د پولنډ په لوېدیځ کې په یوه واړه کلي کې وزیږېده. پلار یې د ملکیتونو کاروبار کاوه او په اصل کې د کېنټ اړوند کورنۍ وه. د اتو کلونو وه چې له خپلې کورنۍ سره یې یو ځای کراکوف ته وکوچېده او هلته مېشت شوه. همدلته یې ښوونځی ولوست، په خپله کورنۍ کې یې هم زده کړې کولې تر دې چې له ۱۹۴۵ تر ۱۹۴۹ کال پورې یې د کراکوف په یاګیلونیا پوهنتون کې د ادبیاتو او ټولنپوهنې په برخه کې زده کړې بشپړې کړې. لومړنی شعر یې په ۱۹۴۵ کال کې د کراکوف په ورځپاڼه کې چاپ شو. هغه په خپلو شعرونو کې د خپل وخت حاکمې نظریې پاللې دي، لومړنۍ شعري ټولګه یې هم د پولنډ د حاکم کمونیستي فکر استازیتوب کوي. لومړنۍ شعري ټولګه یې «همدې ته ژوندي یو» نومېږي. دا ټولګه یې ریالیستي او سوسیالیستي فکر پالي. نوموړې لیکلو او شاعرۍ ته ادامه ورکړه، تر دې چې بالاخره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۳ کال کې د یوې ادبي مجلې د هیئت تحریر د غړې په توګه وګومارل شوه. دې مجلې به تر ډېره روښانفکره مطالب خپرول او پر همدې مفکورو یې باور درلود. نوموړې د اوږدو کلونو لپاره په دې مجله کې کار وکړ. ان تر دې چې تر ۱۹۸۱ کال پورې یې دلته کار وکړ چې څه باندې دېرش کاله کېږي.
مخکې مو هم وویل چې هغه په لومړي سر کې د پولنډ د حاکم کمونیستي رژیم ملاتړې وه. کله کله به دا تور ورپورې کېده چې د ګوند له سرو کرښو اوړي او څو ځله په دې تړاو استجواب شوې هم ده. هغه ور ورو د حاکم ګوند غړې شوه، خو کله چې دغه ګوند خپل نوم بدل کړ او په خپلو تګلارو کې یې بدلون راوست؛ نو ویسلا هم ورو ورو له دوی د واټن په لټه کې شوه. سره له دې چې هغه په دې وخت کې په رسمي توګه له ګوند ونه وته، خو د دغه ګوند له مخالفانو سره یې اړیکې پراخې شوې. هغه سیاسي افکار پالل، خو په دې وخت کې یې هڅه کوله چې له سیاست ځان لرې کړي او یوازې پر خپلو فرهنګي کارونو تمرکز وکړي. په ۱۹۶۶ کال کې په رسمي توګه له کمونیست ګوند بېلېږي او خپله فکري لاره هم له دغه ګوند او مفکورې سره بېلوي. دې ته څه نه و پاتې چې ویسلا په ګوند کې لوړو پوړیو ته ورسېږي؛ خو له دوی سره یې لاره بېله کړه. په پولنډ کې د کډوالۍ په نامه د مشهورې مجلې له مدیر مسوول سره یې اړیکه پیدا شوه او د ۱۹۶۴ کلونو په جریان کې دوی دا پرېکړه وکړه، چې د بیان د ازادۍ او روشنفکرانو ته د قلم او ژبې چلولو واک ورکړل شي.
ادبي نقادان او لیکوالان په دې باور دي چې ویسلا د نوبل په ګټونکو کې د ګوتو په شمېر حقداره کسانو له ډلې ده. د دوی په خبره، ډېری شاعران چې د نوبل جایزې یې ګټلې هم دي، خو دومره پیاوړې شاعري او لیکوالي یې نه ده کړې لکه څومره چې ویسلا وا کړې ده.
د نوموړې د شعر یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې رندانه طنز یې په شعرونو کې ډېر دی. نوموړې ورځني مسایل را اخلي، په شعرونو کې یې ځای پر ځای کوي، د انسانانو ورځني باورونه او افکار را اخلي او په کلماتو کې یې تر مخاطب رسوي. د شیمبورسکا طنزونه په عمده توګه فلسفي تګلاره لري. هغه غواړي په دې توګه انسانان د ژوند اهمیت ته متوجه کړي. په انسان کې د ژوند او کړو وړو لپاره ارزښتونه رامنځ ته کوي. هغه له یوې خوا ځینې مسایل د طنز په ژبه د خلکو له نظر لرې کوي؛ خو له بلې خوا ځینو مسایلو ته فلسفي اړخ ورکوي او لوستونکی فکر کولو ته هڅوي. په لیکنو کې یې تر ډېره ژوند او په ژوند پورې اړوند مسایلو ته ارزښت ورکوي او عمده هدف یې دا دی چې خلک له بې مانا والي او بې اهمیت کېدو وژغوري.
د ویسلا د شاعرۍ بل اړخ دا دی چې کله کله د مرګ په اړه هم غږېږي. د مرګ مسایل هم کله له فلسفي زاویو او کله هم د طنز او ورځنیو مسایلو له زاویو په خپلو شعرونو کې وړاندې کوي. نقادان وايي، دوی ډېر کم داسې شاعران لیدلي چې شعر یې دې دومره ساده وي؛ خو په عین حال کې دې بیا له ژورو مفاهمو ډک وي. دوی وايي، هغه عامیانه خو په ورته وخت کې ډېر دقیق الفاظ کاروي. له همدې امله نه یوازې په پولنډ؛ بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نوموړې شعرونه مینه وال لري او د ساده توب او دقیق توب له امله د نړۍ په ډېرو ژبو د ویسلا شاعري او کتابونه ژباړل شوي دي.
نقادان وایي، وورسته له هغه چې ویسلا وا ته نوبل جایزه ورکړل شوه، د ادبیاتو په نړۍ کې ادیبان او نقادان د یوې بلې ستورې په پیدا کولو بریالي شول. دوی وايي، دا په دې مانا نه ده چې تر دې مخکې زموږ شاوخوا تیاره وه او بل لیکوال نه وه رڼاه کړې، بلکې په دې مانا ده چې د نورو لیکوالانو لخوا بله شوې ډېوه په دې سره نوره هم رڼا شوه او یوه بل اضافه شمعه هم د نړۍ په ادبیاتو کې ولګول شو. موږ مخکې هم وویل چې هغه په ۱۹۳۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای کراکوف ښار ته کډه شوه. د دې ښار محیط، زده کړو، شاوخوا کسانو، سیاسي جریان، سیاسي ګوندونو، دلته زده کړو، پوهنتون او ښوونځي دې هر څې د ویسلا وا پر ژوند اغېز درلود. هغې چې کله دلته خپل لیسانس بشپړ کړ، نو په ۱۹۵۳ کال کې یې له مطبوعاتو سره خپله همکاري پیل کړه. دلته د ادبي ژوند په نامه یوه اونیزه نشرېده او دا هم ورسره قلمي همکاره شوه. دا بل هغه څه وو چې تر زده کړو او علاقې وروسته یې د ویسلا پر ژوند اغېز درلود؛ ځکه په دې اونیزه کې تکړه لیکوالانو او ادبي فعالینو لیکنې خپرولې او دې یې هم له نظریاتو او نقدونو استفاده کوله. نوموړې پوره اته ویشت کاله په دې اونیزه کې دنده تر سره کړه. نقدونه یې ولیکل، مقالې یې ولیکلې، کتابونه او ډېر مهم لیکوالان یې ټولنې ته معرفي کړل. هغې له دې سره هم‌مهاله د خپل هېواد په ډېرو نورو ادبي مجلو کې هم دنده تر سره کړه. نقدونه، شعرونه او لیکنې یې په نورو ادبي مجلو کې هم خپرېدې.
«کب نیوونکي له اوبو یو بوتل را واخیست. په دې بوتل کې کاغذ و. په کاغذ کې دا پيغام لیکل شوی و.
و خلکو! بني ادمانو! مرسته مرسته! زه دلته یم، د سمندر څپو یوې تشې جزیرې ته ټېل وهلی یم. پر ساحل پروت یم. تاسې ته سترګې په لار یم. را وخوځېږئ، بېړه وکړئ، دلته یم، دلته یم. یوه بل ورته وویل: دا پیغام هېڅ نېټه نه لري. اوس به نو ډېره ناوخته وي، له دې پیغام به څومره مودې تېرې شوې وي. دې بوتل به له کومو زمانو پر اوبو غوټې وهلې وي. بل ورته وویل: بله خبره! چېرته؟ په کوم سمندر کې؟ په کومه جزیره کې؟ که تاریخ نوی هم وي، نو ځای چېرته دی؟
بل ورته وویل: نه ناوخته ده او نه هم لرې ده. دلته نږدې یوه جزیره شته. ټول چوپ شول. دا زموږ د حقیقتونو حال دی.»
ویسلا په خپلو اثارو کې دغه ډول وړې ټوټې ډېرې لري، چې لوستونکی حیرانوي او ښکلی پیغام له ځان سره لېږدوي. نوموړې له تنکۍ ځوانۍ د خلکو له فولکلوري ادبیاتو سره مینه لرله او ډېر وخت یې د ټولنې عام او له پامه لوېدلي حقیقتونه په ډېره ښه توګه بیان کړي دي او د لوستونکو پام یې ورته را اړولی دی. نوموړې په ۱۹۵۱ کال کې د خپلو شعرونو لومړنۍ ټولګه چاپ کړه، د دې ټولګې نوم یې (د دې لپاره ژوند کوم) و.
د نوبل تر ګټلو وروسته یې نړیوال شهرت خپل کړ. تر دې مخکې یوازې په خپل هېواد پولنډ کې مشهوره وه او په محلي ورځپاڼو او مجلو کې یې شعرونه خپرېدل، خو نوبل نړۍ ته ور وپېژندله او د نړۍ پر ۳۷ ژبو یې شعرونه وژباړل شول. د شعرونو نسخې او ځینې ټولګې یې په زرګونه ځله چاپ شوې او خپرې شوې دي. لا یې هم د کلونو په تېرېدو شعرونه خپل مینه وال لري. لامل یې هم دا دی چې د ولسونو عام دردونه هغه څه چې نورو وګړو ته عادي ښکاري، خو شیمبورسکا یې را برسېره کوي او تر لوستونکي یې رسوي.
شیمبورسکا ته تر ډېره اخلاق پاله شاعره وایي. په دې مانا چې هغه اخلاقو او په ټولنه کې اخلاقي ژوند ته په خپلو شعرونو او شعري لاره کې لومړیتوب ورکوي. طنز یې په شعرونو کې بل ځانګړی ځای لري. مخکې مو هم په دې اړه یادونه وکړه، چې هغه مسایل په خندنۍ ژبه نقدوي، نه یوازې دا چې جدي شاعري کوي؛ بلکې طنزي ژبه یې هم ادبي پنځونو ته ځانګړی رنګ او خوند ورکوي. د نوموړې شعر ځکه پیاوړی دی چې د پولنډ د هغه مهال په عامو مشاعرو او شعر ځایونو کې به یې نقد او کتنې ته وړاندې کاوه. د پولنډۍ شاعرۍ عام رنګ او جذبه پکې پرته ده، خو خپلې ځانګړنې هم لري، چې تر نورو شاعرانو یې ممتازه کړې ده. په بېلو شعرونو کې انساني دردونو او مسایلو ته خپله ژمنتیا ښيي. انسان او د انسان د ژوند ښه کېدل یې لومړیتوب او سره کرښه ده. هڅه کوي چې انسان یې د شاعرۍ او لیکوالۍ محور وي، د انسان لپاره لیکل وکړي او د بشري ژوند د ښه کېدو لپاره پراخ نظریات وړاندې کړي. نوموړې وايي «ژوند که لنډ وي که اوږد، خو ژوندلیک باید لنډ وي…»
د شیمبورسکا شاعري خپله ځانګړنه لري، د نوموړې څو شعرونه چې په پرله‌پسې توګه ولولی، بیا درته ښکاري چې شعر یې له نورو څومره توپیر لري. د نوموړې په شعر کې هر شی یو شخصیت لرلی شي. هر بې ځانه شي ته روح ورکولی شي او هر بې وجوده شي ته وجود او شخصیت ورکولی شي. نوموړې هر شخصت ته له شاعرانه زاویې ګوري او شاعرانه کلمات ورته کاروي. توکو ته د نوموړې لیدلوری، داسې دی چې فکر کوي غواړي هر څه له سره کشف کړي. هر شته شي کې غواړي نوي کشفیات او نوي جزیات وویني.
مخکې مو هم وویل چې د شاعرۍ بله ځانګړنه یې دا ده، چې د ژوند ورځنۍ چارې یې په شاعرۍ کې ځای پر ځای کړې دي. هغه پېښې چې هره ورځ زموږ د سترګو پر وړاندې رامنځ ته کېږي، له هغو سره سروکار لرو، موږ یې عادي له څنګه تېرېږو، خو نوموړې یې له څنګه هسې بې پروا نه تېرېږي، یو څه ترې زده کوي او یو څه پرې زیاتوي او بیا یې په شاعرۍ کې راوړي دي. هغه ځکه د شعرونو او مسایلو وړو جزیاتو ته تللې ده، چې یوه ښځینه شاعره ده. نقادان وایي، هغه ښځینه شاعره وه، ځکه دومره ظریفه هم وه، ځکه یې دقیقو مسایلو ته پام کاوه او ځکه یې ډېرو مسایلو ته له ډېرو دقیقو زاویو او خیالونو کتل.
بالاخره د پولنډ او نړۍ دغه مشهوره لیکواله او شاعره د نوبل تر ګټلو وروسته په ۲۰۱۲ کال کې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د سږي د سرطان له امله مړه شوه. هغه د ژوند تر پایه په همدې کراکوف ښار کې وه. لیکل یې کول، پنځونې یې کولې او له خپل شاعرانه ژوند راضي وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب