په پخواني عرفاني ادب کې د رسم او عادت مخالفت شوی دی. دوی رسم او عادت ته د حقیقت په لاره کې د خنډ په سترګه کتلي دي. د احمد شاه بابا د زمانې شاعر ابوالقاسم وایي:
سعادت که غواړې رسم و عادت پرېږده
ترک کول دي د عاداتو سعادات
د عارف شاعر میرزا خان انصاري په دیوان کې له رسم او عادته شکایتونه کېږي. دی وایي:
کم دلیل سړی له رسمه مقصود غواړي
چې طلب د مقصود نه کا ناقابل دی
دا هم د ده وینا ده:
په تحقیق دې پر ایمان باندې وېرېږي
چې هر صبح و شام یې رسم روزمره دی
یو بل روښاني عارف، دولت لواڼي ویلي دي:
د عارف عبادت پاک وي
له تقلید، ریا، عادته
له تقلید څخه منظور د پټو سترګو هڅه ده چې فکر پکې نه ستومانه کېږي او د کشف و شهود سبب نه ګرځي. عادت هم د کشف و شهود او ابداع د لارې خنډ دی. عارفان چې غواړي د عبادت له لارې یو څه کشف کړي ، د عادت مخالفت کوي او په ( ګلشن راز) کې چې د عرفاني نظریې خورا مهم کتاب دی، راغلي دي: نګردد جمع با عادت عبادت. د ګلشن راز څښتن شیخ محمود شبستري په یو بل بیت کې ( تقلید) له وریځو سره تشبیه کړی دی. د ده منظور دا دی چې تقلید د حقیقت د لمر مخه نیسي.
عارفانو له رسم و عادت و تقلید سره یوازې په دې وجه مخالفت نه دی کړی چې منل شوي دودونه او فکرونه د دوی له نظریو بېل وو، بلکې دوی دې باریکۍ ته متوجه شوي وو چې له عادت سره سم اوسېدل حواس لټوي او د ژور حقیقت د لیدلو وړتیا رانه اخلي.
هغه کوټه هره ورځ وینې چې کار پکې کوې خو په دقت یې نه کسې، ځکه ته ورسره عادت شوی یې او معمول حالت دې پام کولو ته نه هڅوي خو که یو سهار کوټې ته راشې او وګورې چې رنګ یې نوی شوی دی او د میزونو، چوکیو او نورو وسایلو ځایونه بدل شوي دي، نو په هغه ورځ به په دقت سره سترګې وغړوې. نامعمول حالت مو حواس بیداروي. کله چې حواس بیدار شي بیا ممکن هغه څه ووینو چې تر اوسه مو نه دي لیدلي.
خو کوټه هره ورځ نه غیرعادي کېږي چې حواس مو بیدار وساتي. ښه لاره دا ده چې ذهن غیرعادي کړو او له عادته یې راوباسو چې نالیدلي ولیدای شو او وصال ومومو. میرزا خان انصاري وایي:
اې میرزا وصال په رسم مونده نه شي
د دې لپاره چې ذهن د رسم او عادت له اسارته راووځي او حقیقت ته رسېدل اسانه شي، څه باید وکړو؟ دې پوښتنې ته یو مشهور ځواب د شلمې پیړۍ هندو عارف کریشنا مورتي ( ۱۸۹۶-۱۹۹۶) ورکړی دی. دی وایي چې ښکارندو(پدیدو) ته په لیدلو کې درې اړخه لرو: یو، لیدن Observation)) دی، بل لیدونکی ( Observer) دی او دریم لیدل کېدونکی ( Observed). که د لیدونکي او لیدل کېدونکي تر منځ خنډ او حجاب وي نو لیدن په سم ډول نه تر سره کېږي. زموږ مخکیني معلومات، قضاوتونه او انګېرنې د خنډ او حجاب سبب ګرځي. زموږ په ذهن کې د مسایلو په باره کې ځينې معلومات شته او کله چې له یو شي سره مخ شو نو همدا معلومات مو سترګو ته درېږي او دې ته مو نه پرېږدي چې دغه شی نېغ په نېغه وګورو. دغو معلوماتو زموږ ذهن داسې عادت کړی وي چې یوې موضوع ته نوی نظر او بې تعصبه نظر نه شو کولای.
د هند د شلمې پیړۍ د سیک شاعر ور سینګ (Vir Sing) دا لاندې شعر چې خشوانت سینګ (Khushwant Sing) په انګریزي ژباړلی دی او دلته یې د خشوانت سینګ د ژباړې له مخه پښتو بڼه لولئ، د رسم و عادت په باره کې زموږ د پخوانو صوفیانو او په اوسنۍ زمانه کې د کرشنا مورتي له نظریو سره سمون خوري:
مرشد
ما له ذهنه کچکول جوړ کړ
ما له ذهنه کچکول جوړ کړ
او د پوهې په ډوډۍ پسې کور په کور وګرځېدم
ما د پوهې له کورونو په راټولو کړیو اتامونو
کچکول ښه دروند کړ
مغرور شوم
عالم شوم
ما په ورییځو باندې د ګام اخیستلو هوس وکړ
خو ان په مځکه باندې مې پښه وښویېده
یوه ورځ خپل مرشد ته ورغلم
او کچکول مې د هغه مخ ته ډالۍ کېښود
هغه وویل: چټل! چټل!
او کچکول یې پر بل مخ واړاوه
هغه زما راټول کړي اتامونه لرې وغورځول
د کچکول منځ یې په شګو باندې وموښه
بیا یې اوبه ورباندې تېرې کړې
او د پوهې له چټلۍ یې پاک کړ
————
کله چې مونږ د معلوماتو څښتنان شو نو ممکن مغرور شو او مغرور خودبین وي. خودبیني مو دومره په ځان کې لاهو کړي چې د حقیقت د لیدلو لیمې رانه واخلي او په نتیجه کې د ډېرو معلوماتو له لرلو سره سره ناخبره پاتې شو.
د بشر د پیړیو پیړیو فکري میراث ته تسلمېدل دا عیب هم لري چې د خپلو سترګو د غړولو او له خپل فکره د کار اخیستلو وړتیا له لاسه ورکړو، حال دا چې د پیړیو فکري میراث ممکن د وختونو په تېرېدو سره خوسا شوی او ناسم تعبیر شوی وي. په دغه جاپاني حکایت کې همدې موضوع ته اشاره شوې ده:
« كله چې به لوى مرشد او مريدانو په صومعه كې ماخوستن مهال مراقبه كوله، پيشو به كوز پاس ګرځېده، ميو ميو به يې كول، د دوى د ذهن تمركز يې ګډوډاوه. نو لوى مرشد امر وكړ چې د ماخوستن د مراقبې په وخت دې پيشو چېرته لرې تړلې وي.
تر دې وروسته به د ماخوستن د مراقبې په مهال د صومعې پيشو تړل كېدله.
د لوى مرشد له وفاته وروسته هم د پيشو تړلو ادامه ومونده او چې څو كاله پس پيشو مړه شوه او صومعې بله پيشو و مونده، د ماخوستن د مراقبې په مهال د پيشو د تړلو دود په ځاى پاتې شو.
كلونه واوښتل، زمانې تېرې شوې . د لوى مرشد له مړينې څو پېړۍ وروسته د هغه فاضلو اخلافو د ماخوستن د مراقبې په وخت د پيشو د تړلو د حكمت او اهميت په باره كې علمي رسايل وليكل او مهم كتابونه تاليف كړل.»
ډیره مننه قدرمن استاده په زړه پورې مطلب ته دې اشاره کړې وه خو زما په فکر هرکله چې زمونږ د ټولنې حواس په بشپړ ډول بیداره شي او نالیدلي ولیدای شی انشاالله زمونږ ستونزې به هم تر ډيره بریده حل شي خو دا لړۍ به ښايي ډير وخت ونیسي او خدای دې وکړي چې مونږ یې ډیر ژر تجربه کړو