شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبيو غزل يو تحليل/ ليکوال: لرغونى لاروى

يو غزل يو تحليل/ ليکوال: لرغونى لاروى

دا چې سفر کې يم او په يو هدف پسې روان يم نو د نعمت صديقي د دې هدفمن غزل په څو بيتونو د لارې د سر څو خبرې کوم:

نه پوهېږم چې ولې؟ خو د صديقي صيب په غزل خبرې کول راته يو څه ستونزمنې ښکاري. کله چې يې غزل لولم خوند راکوي او ښکلې راته ښکاري خو چې تبصرې ته شم نو بيا فکر من شم ځکه چې هره مصرعه او بيت يې ډېر ژور فکر غواړي. دا ځکه چې ده په کې خپله هم همداسې ژور مزل کړی وي. نوپه کاڼي کرښو څه ليکل له سړي خولې اوباسي! زه د دې غزل پر پيغام خپله نيمګړې او کمزورې تبصره ليکم خو زما د دې تبصرې مفهوم به دا نه وي چې په دې غزل کې شعري ښکلاوې نشته خو دا چې دا يو هدفمن شعر دی او پيغام يې زما ډېر خوښ شو نو په همدې خاطر يې په شعري ښکلاوو نه غږېږم ځکه چې پيغام يې ډېر مهم دی او نه غواړم چې د شعر ښکلاييز اړخ مې د شاعرۍ نړۍ ته بوځي او پر پيغام ضروري يا د ځينو په اصطلاح (اړينې) خبرې رانه پاتې شي! لاندې بيت يې د شعري ښکلا تر څنګ انسان ته د ژوند د هدف اهميت هم ورښيي. انسان بايد په ژوند کې هدف ولري او بې هدفه ژوند هغه د چا خبره هډو ژوند نه دی! همدا راز همدفمن انسان معمولاً دوه ډوله هدف لري. يو واقعي او بل ارماني هدف. واقعي هدف ته د رسيدو لپاره لنډ مهاله او اوږدمهاله موده مشخصه شوې وي او د ټاکلې مودې لپاره تګلاره جوړېږي، خو ارماني هدف د انسان همغه درد دی چې د ده له ژوند سره تړلی او زړه يې غواړي چې يو وخت ورته ورسي! صديقي هم په لاندې بيت کې ژوند همغه ژوند ګڼي چې ارمان ولري او ارمان ته د رسيدو لاروی شي!

درد چې د دردنو او يادونو لارې ونيسي ژوند د زندګى د ارمانونو لارې ونيسي

شاعري هم خبرې دي يا دا چې شعر او نثر دواړه ژبه ده خو دا چې شعر په انسان ښه لګېږي او زړه ته لاره کوي په همدې خاطر چې د انسان د زړه خبرې په کې شوې وي. تاسو وګورئ (درد) غير ذيروح دی خو شاعر ژوندی کړی او بيا يې د دردونو او ارمانونو لاروی کړی دی. نو شاعر الفاظو ته روح وربښي چې صديقي هم دا کمال کړی دی.

په لومړي ځل چې څوک دا بيت ولولي نو نيوکې ته يې زړه تخنېږي چې يادونه خو له تېر وخت سره تړلي او ارمان د راتلونکې لپاره وي، حتماً په شعر کې ګډوډي ده او د شاعر تخيل کمزوری دی. خو چې د بيت ژورو ته ورښکته شي او يو څه مطالعه هم ولري نو قناعت کوي چې تېر يادونه، پېښې، خاطرې، حادثې، حماسې او سرښندنې يوازې په دې معنی نه دي چې تاريخ له تېرو زمانو سره تړاو لري، بلکې ستر هدف او ګټه يې دا ده چې د راتلونکې لپاره ترې عبرت واخيستل شي او د راتلونکو لارويانو د لارې مشال شي. چې داسې شوه نو بيا به خامخا درد د دردونو او يادونو لارې نيسي او د ژوند ارمانونو ته به رسې او ژوند هم همغه ژوند دی چې ارمان او هدف ولري کنه نو بې هدفه ژوند د څارويو دی! د صديقي صيب دا شعر د شعري ښکلاوو سره سره د ژوند شعر هم دی!

کله چې څپې تر نيمو شپو شمال ته وناڅي بيا د ستړيو ستړيو ساحلونو لارې ونيسي

دا بيت هم ځوانانو ته د دې درس ورکوي چې تر څو پورې يې په زړونو کې هدف ته د رسيدو جذبې نه وي پيدا شوې، جذبې يې نه وي څپه ييزې شوې او شپې شپې يې خپل هدف ته د رسيدو لپاره نه وي رڼې کړې نو ساحل ته يې رسيدل ناشونې دي! دا به ومنو چې څپې، ساحل او نڅا تکراري ويونه دي خو که د صديقي په توګه يې څوک وکاروي بيا نو نوي دي. ځکه چې ده نوی فکر، نوی خيال او نوی ترکيب ورکړی او د نوي ژوند تګلاره يې په کې ښودلې ده! دا چې ژوند د يو تکرار نوم دی. شپه شي، سهار شي او بيا شپه شي نو الفاظ به مخامخا تکرار وي. خو هغه وخت له نيوکې خلاصېږي چې نوی فکر په کې پو شي!

لاندې بيت هم يوه ښه ارمان دی چې له هر دردمن هېوادوال سره شته :

زه د خپل وطن په موسمونو باندې ژاړمه کله به ترې څوک د طوفانونولارې ونيسي

لاره به يې سمه وي خو شک به يې سالم نه وي دا نسل به ړوند وي چې د پلونو لارې ونيسي

نه پوهېږم چې په پورتني بيت کې صديقي (شک) د څه شي په معنی کارولی خو ماته ښه ښکاره نه شو. که فرض کړو چې شاعر (شک) د فرضيې په معنی کارولی وي نو عام مفهوم يې ښه دی خو لفظي ستونزه لري. ځکه چې شک هسې هم سالم نه وي او مثبت کار هم نه دی. څو چې يوه لاره دقيقه نه وي او انسان ځانته قناعت نه وي ورکړی نو په ګونګو، مبهمو او اټکلي لارو بايد له سره لاړ نه شي! خو د همدې بيت دويمه مصرعه ډېره پخه او کره ده. انسان بايد محض مقلد نه وي. بايد زده کړه وکړي، لاره ځانته رڼه کړي، روښانه يې کړي، معلومه يې کړي او بيا پرې روان شي.

له همدې کبله ځينې خلک وايي تقليد (غړوندي) ته وايي او غړوندی د انسان لپاره نه بلکې د څاروي لپاره وي. نو صديقي هم دا په ډاګه کړې چې تش د نورو په پلونو تګ د يو بينا انسان کار نه دی بلکې هغه خو ړوند وي چې خپله نه شي تلی. په دې بيت کې د مختګ لپاره هم ښه فکر شته.

که انسان د نورو لاس ته کېني نو دا نسل بيا بينا نه بلکې ړوند او له مخته تللو محروم دی! د صديقي صيب لانديني بيت کې هم سياست شته، هم شعريت، هم د يو والي او پښتونولۍ درس راکوي او هم د مينې او محبت. ما نه غوښتل چې د دې غزل پر هنري اړخ خبرې وکړم خو دا بيت ډېر ژور سياسي پيغام لري او په ښکلې هنري توګه راوړل شوی نو له همدې کبله مې په دې بيت تبصره په پای کې راوړې ده.

دا مشراکت د يوې مينې وينې پور ګڼه دلته به نو څوک د چا دزړونو لارې ونيسي هغه پښتو متل دی چې (اوبه په ډانګ نه بېلېږي) ډېرو شاعرانو په خپلو شعرونو کې همدا موضوع چېړلې خو له اکثرو څخه شعاري شوې او هنريت يې له لاسه ورکړی دی. ولې صديقي په دې بيت کې د لروبر پښتون يو والی په دومره مهارت ځای کړی چې نه يې شعريت له لاسه ورکړی او نه هنريت.

په لومړۍ مصرعه کې (مينې وينې) کې يې د تجنيس له صنعته کار اخيستی چې تجنيس د شعر په موسقيت کې لوی لاس لري. ولې د (زړونو لارې) هم له عاطفې ډک ترکيب دی. په بليغ کلام کې د خبري جملو پر ځای داستفهامي جملو کارول دود دی، ولې د پوښتنې يا استفهام هدف دا نه وي چې له مخاطب نه يې ځواب غواړي. بلکې شاعر د خپل کلام د اغېزمنتيا او لوستونکي ته د تفکر ورکولو په خاطر له استفهامه استفاده کوي.

شاعر او مخاطب دواړه په دې پوه دی چې اوبه په ډانګ نه بېلېږي او د زړونو لارې څوک نه شي بندولی. نو صديقي هم خپل دعوه د استفهام په توګه څرګنده کړې چې (دلته به نو څوک د چا د زړونو لار ونيسي)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب