پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبشعرد ومان نیازي او سید جیلاني جلان دوه شعرونه

د ومان نیازي او سید جیلاني جلان دوه شعرونه

ځينې خوبه مې بايد
ليدلي وای
په تېره هغه خوبونه
چې ګلونه پکې ليوني کېږي
د هغو ګونګروګانو خوب
چې د ګاټو
پر رګونو به شرنګېږي
د هغو عطر خوب
چې ترخه دي
او تر اوسه چا نه دي پورې کړي
د هغو شعرونو خوب
چې له ما وروسته به
د ريل ګاډي
په سفر کې لوستل کېږي
د هغو لارو خوب
چې مڼې ورپورې ځوړندې دي
او لاره يې موزيکاله دي
خير
که زه نه وم
غواړم دغه ټول خوبونه ووينې
په تېره
د ريل ګاډي خوب

————————————-

په زور د خواهشاتو شرنګیده ولمبیده
بیګاه په جنتي موسم کې شپه ولمبیده

په اور د عاطفې یې دړې وړې پیغلتوب
په اور دعاطفې کې بلیده ولمبیده

د شاتو کټوري یې په لمن کې ماتیدم
د خدای په رنګینو کې هغه ولمبیده

ډیوې چې مو د سترګو بلولې هغه وخت
په زړو کې مودلچسپه منظره ولمبیده

جلان وم د لذت په ارزښتونو باندې بر
په غیږ کې مې دمینې زمانه ولمبیده

سیدجیلاني جلان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...