شنبه, اپریل 20, 2024
Home+سبق دمدرسې وايي| عبدالوکیل سوله مل 

سبق دمدرسې وايي| عبدالوکیل سوله مل 

ملا عبدالسلام سلام وګرځاوه. لاسونه یې لپه پورته ونیول. په لوړ غږ یې په دعا خوله پرانسته: 

«ـ لویه خدایه بښنه راته وکړه. ټولې خطاوې راته معاف کړه. ټول کوپار چې مسلمانانواو زموږمبارک دین ته خنډونه جوړوي، تباه او برباد کړې. خدایه! د نوح توپان پرې راوله. خدایه! دقارون په څیرېې غرق او تباه کړه، یا پروردګاره ! هغسې چې دې روسان راته په ګونډو کړل او ومو شرمول، دغسې امریکا هم تباه او برباد کړه. خدایه زموږ په حکومت کې برکت واچوه. خدایه، نور مو د خپل رعیت پر وړاندې سر مه راټیټوه. خدایه، ټول په ګېډه ماړه لره. خدایه! ددې وس راکړې چې په ټوله کفري دنیا کې د اسلام جنډه ورپوو. خدایه، هغه اسلامي حکومتونه چې مشران یې په غلطه لار روان دي هم تباه او برباد کړه. خدایه هغه اسلامي حکومتونه چې له شریعته ورځ په ورځ لرې کېږي هم  تباه او بربادکړه. خدایه ټول اسلامي امت په سمه لاره برابر کړه. امین یا رب العالمین»

له لنډې دعا وروسته یې مخې ته غوړېدلې مصله ټوله کړه. یوې خوا ته یې کېښوده. په خپله اوږده ږیره یې لاس راتېر کړ. په شونډو یې ژبه وموښله. د واسکټ له جیبه یې اوږدې لویې تسبېح راوویستې. خو لا یې دوه درې دانې نه وې ګڼلې چې مخامخ لوی تلویزیون ته یې پام ورواوښت. تسبېح یې بیرته جیب ته ورواچولې. په دېوال کې راځوړندې ګړۍ ته یې پام ورواوښت. د تلویزیون له مخه یې ریموټ راپورته کړ، راغی. بیرته په غوړېدلي توشک کښیناست. لوی بالښت ته يې ډډه ووهله. خولا یې د ریموټ بټنه نه وه وهلې چې مېرمن یې له دوهم پوړه لاندې راکښیوته. دده په لیدو یې لکه له پردي نارینه سره چې مخ شي، تور پړونی نور هم په سر راسم کړ. له لرې یې په مېړه ورغږ کړ.

ـ څه کوې ډوډۍ نه خورئ؟

ده لکه کوچنی چې د لوبو له سامان سره لوبې کوي. ریموټ په لاس کې اړوه رااړوه. له لیرې ورغږ کړ.

 ـ ولې یې نه خورم.

دیوالي ګړۍ ته یې بیا وروکتل. 

ـ ما ویل د خبرونو وخت دی، وګورم چې خپل او پردي راپسې څه وایي.

میرمن یې خواته نږدې راغله. 

ـ کوم خپل او پردي؟

دده خوله لاړه او راغله. 

ـ دا خپل وطنداران او دا کوپري ملکونه.

میرمن یې په ناز وروکتل. موسکه شوه. په خندا یې ورغبرګه کړه.

ـ کوپري ملکونه!؟

ـ وو، دا امریکا او انګریزان.

ـ ولې روسان دې هیر شوي؟

ده بیا په ږیره لاس راتیر کړ.

ـ نه، هغه اوس لارې ته راغلي دي. هغوی اوس زمونږ بده نه غواړي.

 اوږده ساه یې واخیسته. 

ـ که رښتیا درته ووایم زموږ ملا صاحبان او مجاهدین هم ټوله یوه خوله نه دی. مونږ هم په منځلارو او سخت لارو ویشل شوي یو.

میرمن یې په ملنډو له ده یو دوه ګامه مخکې ولاړه. 

ـ یاره زه خو وایم په دریو به ویشل شوي یاست.

د ده تندی ګونځې شو.

ـ درېمه یې لا کومه ‌‌ډله ده؟

میرمن یې وخندل.

ـ بې لارې. 

د ملا سلام سترغلي وپړسېدل.

ـ کوپر مه غږوه. له خولې سره دې پام کوه. کوم بې لارې، چا بې لاریتوب کړی دی؟

میرمن یې غلې شوه. خو بیرته لکه چرګه ببره شوه. 

ـ بې لاریتوب نو نور تور وي که سپین؟ دا په نجونو مو چې مکتبونه تړلي دي. دا ګناه نه ده؟ نور نو که څه ووایم  په کور کې به راباندې د تیږو باران ووروې. 

میرمن یې غلې شوه. لکه وچې بیریږي. لکه ازاده مرغۍ چې بیرته قفس ته ننباسي او له الوته راوګرځي. ملا سلام هم لکه پړ چې شي او یا په ځواب کې پاتې راشي. خو ځان ونه بایلي. په سینه لاس کیښود. په غرور یې وویل. 

ـ خو زه نه سخت لاری یم او نه بې لاری او  له ما غوندې ملا صاحبانو نه زموږ صفونه ډک دي. په حکومت کې هم په لویو څوکیو باندې زما غوندې ملا صاحبان کم نه دي ناست.

 میرمن یې غوښتل لاړه شي، خو چې د میړه له خولې یې د منځلارو د اکثریت خبره واوریده، بیرته په خبرو راغله. 

ـ نو چې تاسو منځلاري په زور کې یاستئ، بیا نو دا مکتبونه چا بند کړي دي؟

په ملا سلام د ښځې خبره لکه د تبر ګوزار بده ولګیده. بې ځوابه شو. د خپلې غصې د سړولو لپاره یې په ښځې سترګې راوویستې.

ـ ستا پلار..

میرمن یې داسې غلې شوه، لکه خولې ته یې چې قلف واچول شي. نور یې له خاوند سره د خبرو له شاربلو لاس واخست. پوهېده که خاوند یې نور په پوښتنو او خبرو کې راګیر کړي. ښایي سابه یې ورمالګه کړي. په کراره روانه شوه خو ملا سلام پرینښوده. اخوا دیخوا یې وکتل. 

ـ ملالۍ چيرې ده؟ 

میرمن یې ودریده. مخ یې راواړاوه. پورته پوړته یې لاس ونیو.

ـ پاس په کوټه کې یې ځان زنداني کړی. د بیګا راهیسې یې ډوډۍ هم نه ده خوړلې. 

د ملا سلام سترغلي وپړسیدل.

ـ ولې څه وایي؟ څه شوي دي؟

مخکې له دې چې د میرمن ځواب واوري، له ځان سره یې وویل.

ـ دا نجونې چې بالغې شي چټي بهانې کوي وه ښځې! د واده نه ده که نه ترې بیغمه کولې مې.

میرمن یې په ورو وویل.

ـ وایي چې مونږ به کله مکتب ته ځو، مکتبونه به تر کومه بند وي!؟

ملا سلام له لاسونو پړکا پورته کړه. 

ـ پکه، دا دې لا بله سپکه! دې اوس راته په کور کې مبارزه شروع کړه.

ښځې يې هم وخندل.

ـ ته چې داسې د تلویزیون خبرونه په اورې او هغه نجونې په وینې چې د مکتب په ګټه مظاهرو ته راوځي. خود به له دې هم مبارزه جوړېږي. 

ملا سلام تلویزیون ته برندې سترګې ونیوې. بیا یې ښځې ته مخ ورواړوه. 

ـ یره دا خو رښتیا وایې. 

بیا یې پورته سترګې ونیوې. 

ـ ځه ورته ووایه چې په همدې کور کې ورته مکتب جوړوم. 

میرمن یې کنجکاوه شوه.

ـ څنګه؟ 

ملا سلام بیرته په خپل ځای کیناست. بالښت ته یې بیرته ډډه ووهله. په بریتوېې ګوتې ووهلې ، له ځان سره یې په لوړ اواز وویل.

ـ نو خو ما هم مکتب لوستی دی. یواځې مدرسه خو مې نه ده لوستې. عصري علوم مې هم ویلې دي، وه ښځې. ددې درسونه خو زه هم ورکولی شم. 

میرمن بیا په ملا د پوښتنو باران ووراوه. 

ـ نو په دې نورو مو زړه نه سوځي؟ ټول خلک خو نو تا غوندې معلمان او ملایان نه دي. او نه یې کورونه دومره دي چې یوه کوټه ټولګی کړي.

د ملا غصه بیا راوپارېده.

ـ ته اوس څه چمبې او دعوې راسره وهې. 

میرمن یې غلې شوه. خو بیا یې هم له استدلاله لاس وانخیست. 

په دې خو ستاسو غاړه بندېږي. تاسې باید ټول رعیت ته پام وکړئ. تاسې خو یواځې د خپل اولاد په زده کړو خدای نه ېې مکلف کړي.

ملا له ځایه راپورته شو، لاسونه ېې وغورځول. 

ـ خو دا نور پلرونه دې هم زما غوندې کورني مکتبونه جوړ کړي کنه. او پخپله دې د خپلو لورانو د درسونو ذمه واخلي.

میرمن یې پوښتنه وکړه:

ـ نو وه ملا ته فکر کوې چې ټولو پلرونو تا غوندې مکتب او مدرسه لوستې ده؟ 

ملا لکه د تیر جمهوریت د معارف وزیر چې وي او د شلو کلونو د معارف ټوله پروسه یې پخپله مدیریت کړي وي او هر څه ورته معلوم وي، ځواب ورکړ.

ـ ولې به یې نه وي ویلي نو دا شل کلونه چې په هر کلي کې مکتب وو او هندو او مسلمان، نر او ښځه مکتب ته تله. دا چې وایي لس میلونه شاګردان مکتب ته تله. دا چیرته لاړل. که پلرونو او ترونو یې مکتب نه دی لوستی نو مشرانو زامنو او لورانو خو به یې خامخا لوستې وي. دا چې وایي یو میلیون او دوه میلیونه معلمان وو، دا نو څوک وو؟ دا څه شو، خو د همدوی پلرونه او میندې وې. دوی اوس په کومو سوړو ننوتل؟ 

میرمن یې په غور خبرې واورېدې، ته به وایې د ښوونې او روزنې وزارت تدریسي معین ته د کوم ریاست ریسه مخامخ ولاړه وي. ناببره یې په زړه کې ننګونکې پوښتنه راوټوکېده. 

ـ نو وه ملا ته به د اوم یا اتم یا لسم ټولګي درس ورکړې نو که د تیر په څېر ملا صاحبان کلونه کلونه د نجونو مکتبونه وتړي، ته نو بیا د لوړو صنفونو مضامین کله تدریسولای شې! 

د ملا تندی ګونځې شو. غصه یې راوپارېده. لاس یې پورته کړ. ته به وایې په میرمن ګوزار کوي. میرمن یې هم راشاته شوه.

ـ زه د چا له غمه نه یم مړ خو د خپلې لور غم مې خوړلی.

د مېرمن خوله وازه پاتې شوه. ده بیا وویل.

ـ نه یواځې د خپلې لور، د وریرو او خورزو غم مې هم خوړلی دی. 

د میرمن له خولې یې ژر راووتل. 

ـ هغه څنګه؟

دده خوله لاړه او راغله. په شونډو یې موسکا خپره شوه. 

ـ بس دا کور درته د نجونو په کورني ښوونځي بدلوم. 

ښځې یې هم له خوښۍ ټوپونه واچول. 

ـ هغه څنګه؟

ده لاړې تېرې کړې. غلی شو. لکه کوچنی ماشوم چې له موره په پټه شودې یا مستې خوړلې وي خو په ویلو یې شرمېږي. زړه نازړه یې وویل.

ـ بس یوه ښکلې سرمعلمه مې لیدلې ده چې د یوې پر ځای یې دوې فاکولتې لوستې دي. 

ښځې یې وستایه.

ـ ښه ډېر ښه! نو هغه به ددې ښوونځي مشره او ښوونکې وي؟ 

ملا سلام یوه سترګه پټه او بله وغړوله. 

ـ نه یواځې معلمه!

میرمن یې ګوته په غاښ شوه. سترګې یې وځلېدې. 

ـ بل څه کار غاړې ته وراچوې. لکه چې په اشپزۍ کې یې هم مقرروې، که څنګه؟ زما د لاس ډوډۍ اوس کله درباندې ښه لګېږي.

ملا سلام لږ څه شاته راغی. لکه د څه په ویلو چې وویرېږي. 

ـ آشپزه څه چې ستا خدمتګاره به وي. 

میرمن یې خوشحاله شوه. دعا یې وکړه.

ـ ښه خدای دې درسره ښه وکړي. زه هسې هم له کاره لویدلې یم. 

میرمن یې لکه ویرونکی خوب چې وویني. 

ـ واده خو به نه ورسره کوې؟

ده په لنډو ورغبرګه کړه.

ـ خود! په دومره ډېرو لیورونو او بنو کې زه څنګه پردۍ ښځه په کور کې په معلمۍ قبلولی شم. وه لیونۍ!

له دې سره یې د میرمن له لاسو او پښو ساه ووته. زړه یې ټوپونه واچول. ځای پر ځای لکه د زړه حمله چې پرې راشي. برا برا وغځېده. 

لندن ـ انګلستان 

سپتمبرـ ۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب