Homeخبرونهمتقي د م.م. راپورتر ته وویل نور جنګسالاران او غاصبان د چا...

متقي د م.م. راپورتر ته وویل نور جنګسالاران او غاصبان د چا حق نه شی خوړلی

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۰مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو له ځانګړي راپورتر ریچارد بینیت سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې د پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل، جنګسالاران، انسان تښتوونکي او غاصبان نور د چا حقونه نه شي خوړلای.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وویل: « پر یو بل د نیوکو پر ځای باید همکاري سره وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پرمختګونه چي شوي هغو ته وده ورکړو.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر بینټ وویل، د حقایقو د سم بیان او راپور ورکولو لپاره لازمه ده چې هر څه په خپلو سترګو وویني او له همدې کبله يې افغانستان ته د سفر کولو پرېکړه کړې ده. نوموړي د اسلامي امارت د چارواکو لخوا د برابرو شویو اسانتیاوو مننه او د هر ډول متقابلې همکارۍ ژمنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...