دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهامریکا د نجونو د تعلیم په خاطر پر طالب چارواکو د ویزې...

امریکا د نجونو د تعلیم په خاطر پر طالب چارواکو د ویزې بندیز ولګاوه

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۰ مه) د امریکا حکومت د افغان نجونو او ښځو خلاف د طالبانو د اقداماتو په خاطر  پرېکړه وکړه چې د طالبانو د اسلامي امارت چارواکو ته به د متحدو ایالتونو ویزه نه ورکول کېږي.

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (سې شنبه) وویل چې د ویزې په بندیز کې به د طالبانو اوسني او پخواني غړي او ټول هغه کسان شامل وي چې د طالبانو د حکومت په ځپونکو پالیسیو کې په یو نه یو ډول لاس لري.

بلینکن پر یوه ټویټ کې لیکلي:«موږ پر طالبانو او نورو فشار ته دوام ورکوو چې بشري حقونو او د نجونو او ښځو په شمول د ټولو افغانانو د تعلیم د حق بینادي ازادیو ته درناوی وکړي.»

د طالبانو رژیم په دې خاطر چې نجونې یې بې موجبه له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې کړي دي په هیواد کې دننه او له هیواده دباندې له سختو انتقادونو سره مخامخ دی.

طالبان د نجونو د تعلیم د مخنیوي لپاره هیڅ راز دیني او مذهبي پلمه نه شي وړاندې کولی خو لا هم یو شمېر سرټمبه مشران یې د نجونو د تعلیم مخه نیسي او په دې ډول د خپل حکومت له انزوا سره مرسته کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر ویلي چې د ښځو په اړه د طالبانو پالیسۍ سبب شوي چې هغوی په ټولنیز ژوند کې برخه ونه لرلی شي.

ده همداراز ویلي:«موږ له نورو هیوادونو غواړو چې زموږ په شان اقدامات وکړي او په ګډه داسي پیغام هغوی (طالبانو) ته ورکړي چې په افغانستان کې یوازې هغه حکومت مشروعیت لرلی شي چې د خپلو ټولو خلکو استازیتوب وکړي او د هر وګړي بشري حقونه وساتي او ملاتړ ورڅخه وکړي.»

دا د امریکا له لوري طالبانو ته یو بل ښکاره پیغام دی چې که دوی غواړي چې حکومت یې نړیوال په رسمیت وپېژني باید د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په برخو کې په خپله تګلاره کې بدلون راولي.

پرون د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم په زغرده وویل، تر هغو به د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي چې دوی د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی و نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب