شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهمازدیګر/ اجمل پسرلی

مازدیګر/ اجمل پسرلی

بوډۍ د ونو له پاڼو د لمر راتیرو شویو شغلو ته د لاس رغوی پورته کړ:

-چې دا ټول عمر داسې وي لکه د پارک مازدیګری

بوډا د چشمو پرسر لاس ونیو، لمر ته یې سترګې وبریښیدې، له چوکۍ پاڅیده. یو دوه ګامه یې واخیستل، شاته یې وکتل. بوډۍ لا په خپل ځای ناسته وه. سړي د والیبال میدان ته اشاره وکړه بیا یې غوږو ته ګوتې وروړې:

-بدې نارې یې دي

بوډۍ په زګیروي پاڅیده. څو ګامه وړاندې د ماشومانو د لوبو له ځای سره تر یوې  ګورې ونې لاندې کښیناستل. بوډۍ موبایل راواخیست، سپینه  چوټۍ یې د ولي پر سر واچوله او سیلفي عکس ته یې وخندل.

بوډا د موبایل پر شیشې پر دوو ګوتو عکس لوی کړ:

-له خندا سره دې ګونځې زیاتې ښکارې

-ته ودریږه دا ځل به نه خاندم

بوډا سترګې کش کړې:

-تر هغه بل دا ښه عکس دی، غروب هم ښه ښکاري خو د تندي ګونځې بیاهم ډیرې راغلې

بوډۍ شونډۍ وخوځولې لکه څه چې رودي:

-تریزا ته به یې ورکړم چې فوټو شاپ یې کړي.

دواړو په لوړ غږ وخندل. د دوی له خندا سره ماشومان، چې په شګو کې یې لوبې کولې کټ کټ په خندا شول. بوډۍ د موبایل شیشه مړه کړه ، بوډا ملا ته لاس ونیو او له پارکه ووتل.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب