جمعه, اپریل 19, 2024
Homeروغتیامصنوعي ساه اخیستنه یا تنفس څه ته وایي؟/ ډاکټر انتظار احمد همدرد

مصنوعي ساه اخیستنه یا تنفس څه ته وایي؟/ ډاکټر انتظار احمد همدرد

تاسې به ډیر ځله پخپل چاپیریال کې د مختلفو پیښو سره ممکن مخامخ شوي یاست ، لکه د یو دفتر یا کور اوراخستنه، د موټرو د ټکرونوسره، داسې کس چې بریښنا نیولی وي او یا هم په اوبو کې غرق شوی وي او یا هم تسمم یا مسمومیتونه ولري .

د دې ډول پیښو په لیدلو سره څنګه تاسې کولای شئ له زیانمنو  کسانو سره مرسته وکړئ او دنورو ژوند وژغورئ..

د دې لپاره چې ددغو پیښو له زیانمنو سره په سمه توګه مرسته وکړئ  نو ترهر څه دمخه که چیرې ناروغ ډیر سخت یا بد حالت ولري، باید ناروغ یا زیانمن کس عادي یا نارمل حالت ته  وګرځوو چې دې ته د ناروغ احیاء کول وایي..

دا کړنلاره تاسې هغه وخت ترسره کولای شئ چې زغم ولری او خپل حواس په خپل واک کې وساتئ..

ناروغ ممکن بې هوښه وي یا ساه بندي ولري او یا هم دواړه حالتونه یوځای پیښ شي.

د ناروغ د احیاء لپاره سمه پریکړه کوونه او  په سمه توګه د لومړنیو مرستو ترسره کول به دناروغ ژوند وژغوري ، ممکن ناروغ ستاسې د یو عادی عمل په صورت کې خپل عادي حالت ته وګرځي. .

که چیرې تاسې په خپل چاپیریال کې د  ځینو پیښو سره لکه د یو دفتر یا کور اوراخستنه، دموټرو دټکرونو، دداسې کس چې بریښنا نیولی وي او یا هم په اوبو کې غرق شوی وي او داسې نور ورته پیښو سره مخامخ کیږي نو مصنوعي ساه اخیستنې ته اړتیا پیښیږي..

ځکه ماغزه یوازی د ۴ څخه تر ۶ دقیقو پوری د اکسیجن نه شتون زغملی شي ، په همدی اساس که زړه ودریږي نو اکسیجن د بدن حجراتو ته نه رسیږي او مونږ یوازی د ۴ څخه تر  ۶ دقیقو پورې وخت لرو تر څو ناروغ سره مرسته وکړو..

کله چې زړه ودریږي نو ۳۰ څخه تر ۴۰ ثانیو پورې د سترګو کڅې غټیږي او  تر ۶۰ ثانیې پورې مو تنفس دریږي..

که چیرې زړه کار وکړي او سږي کار پریږدي نو ممکن  دناروغ دژغورلو لپاره ۶ دقیقې وخت ولرو چې دا وخت هم ډیر لږ دی..

دهمدې لپاره مصنوعي ساه اخسیتنه یوه اړین  عمل دی چې باید د مصنوعي ساه اخیستنې دمرستې په وخت کې د انګلیسي ABC تورې په یاد ولرو چې مانا یې عبارت دی له :

یا  ساه اخسیتنې لاره A-Airway

یا ساه ( تنفس )B-Breathing

یا د وینې جریان C-Circulation 

دغه عملیه همیشه باید د A,B,C  په ترتیب سره ترسره  شي.

دساه اخسیتنې لاره  باید خلاصه شی ،   تنفس بیرته وګرځوو او د وینې جریان هم بیرته وګرځوو.

کړنلارې:

:  د ساه اخسیتنې لاره  یاA-Airway 

ددې  لپاره چې د ناروغ تنفسي طرق خلاص کړو لکه څنګه چې مخکی یاده شوه د ټولو نه مخکی تنفسي سوری پاکوو، بیا ناروغ په شا ویده کوو او غاړه یې تر ممکن اندازې پورې شاته ټیټوو.

په دغه عملیه  کې د زیانمن کس یو لاس د غاړې شاته بل لاس یې د تندي مخې ته ږدو او ددی په واسطه دا عملیه تر سره کوو..

وروسته بیا یې زنه  نیسو ، چې په دې ډول د ناروغ ژبه چې شاته تلی او تنفسي سوري یې بنده کړی نو مخې ته راځي او تنفسي سوري یی ازادیږي..

که چیرې د ناروغ خوله له غاښونو ، وینې او افرازاتو څخه ډک وي په دی صورت کې لومړی باید  دناروغ دخولې سوری ښه پاکه شي..

د دې کار دترسره کولو لپاره د زیانمن کس ژبه لږ بهر وباسئ ، یو وړوکی ټوټه په دوو ګوتو ونیسئ او دناروغ خوله پری پاکه کړئ..

یا تنفس B-Breathing 

  د مصنوعی تنفس مختلف ډولونه شتون لري لکه د خولې څخه خولې ته – د خولې څخه پزې ته – شیفر طریقه – سلو ستر طریقه چې تر ټولو ګټوره  طریقه همغه د خولې څخه خولې ته ده..

د خولې څخه خولې له لارې

دا تر ټولو غوره  او ساده  لاره ده  د دې عمل د ترسره کولو لپاره  ناروغ باید په شا واچول شي او مرسته کوونکی کس ژوره ساه واخلئ، خپل خوله د مریض په خوله کیږدي، د ناروغ پزه په بل لاس بند کړي او هوا د ناروغ خولې ته پو کړي،  چې په دې صورت کې هوا د ناروغ سږو او لږ اندازه یې معدې ته انتقالیږي..

دغه عملیه په هرو شپږو ثانیو کې یو ځل ترسره کیږي ، چې په ټولیزډول سره ۱۲ ځله دغه عملیه ترسره کوو..

که چیرې د ناروغ خوله بنده وي،  په دې صورت کې د یوې دقیقي په وخت کې د ناروغ د پزې له لارې هوا انتقالوو..

  1. د شیفر طریقه:

دا عملیه داسې اجرا کوو چې لومړی ناروغ د سینې پر مخ څملوو،  یو لاس یې د سر لاندی ږدو او بل لاس یې خلاص پریږدو.

مرسته کوونکی د ناروغ  شاته دریږي او خپل لاسونه د ناروغ د پښتورګو اخری برخې کې ږدي او خپل ټول وزن په خپلو لاسونو اچوي ، دوه (۲) ثانیي انتظار کوې او بیا خپل لاسونه پورته کوي .

په دغه عملیه کې د تنفس شمیره تقریبآ په یوه دقیقه کې  دولس (۱۲) ځلی دی.

  1. سیلوستر طریقه:

په دې طریقه کې ناروغ په شا داسې څملی او مرسته کوونکی د ناروغ سر طرف ته کښیني او بیا د ناروغ لاسونه د لیچې له برخې څخه نیسي او پورته یې کش کوي تر څو سږو ته هوا ورسیږي.

د دوه ( ۲ ) ثانیو لپاره انتظار وکړئ ،  بیا د ناروغ لاسونه د سینې طرف ته راوړی او د سینې د قفس پر سر یې کیږدی او ورته فشار ورکړئ، تر څو دننه شوي هوا بیا ځلي خارج شي.

دغه عملیه په یوه دقیقه کې د ۱۲ مرتبو په حدودو کې تکراریږي.

C-Circulation د وینې دوران:

تر ټولو لومړی باید ووایو چې د زړه مساژ په دوه ډوله دي لومړی د زړه داخلی مساژ چې تل د ډاکټرانو په واسطه ترسره کیږي دوهم د زړه بهرنی مساژ چې اکثرآ د مرسته کوونکی کس لخوا ترسره کیږي.

باید ووایو چې دغه عملیه هیڅکله په یو روغ انسان تجربه نه کړئ!  ځکه ممکن پښتورګي یې زیانمنې شي او یا هم نورې روغتیایي ستونزې وزیږوي.

که چیرې له داسې حالت سره مخامخ کیږې چې د ناروغ زړه دریدلی او مرګ ته نږدې دی په داسی حالت کې تر ټولو لومړی د ناروغ ژوند مهم دی.

مرسته کوونکی دا عملیه په لاندی ډول ترسره کوي :

ناروغ لومړی د ځمکې سره هموار غزیږي ، بیا د سینې منځنې هډوکې د یو لاس په ذریعه لمس کړئ بیا لاسونه د سینې پر سر هموار کیږدئ ، ددی لپاره چې په کافې اندازی سره په سینې  فشار وارد شي ، خپل دوهم لاس هم په لومړني کیږدئ ، بیا د وزن په مرستې سره د ناروغ  پښتورګو ته د لاندی خو ته فشار ورکړئ، دغه فشار په داسې اندازې سره وي چې د سینې منځنې هډوکی د 2.5  څخه تر 5 سانتي پوری لاندی ولاړ شي،  په دې کار سره زړه مساژ کیږي ممکن بیاځلې په کار پیل وکړي او په رګونو کې د وینې د جریان سبب هم وګرځي، په پای کې خپل لاسونه بیاځلې پورته کړی او بیا ناروغ بررسی کړئ چې ایا زړه یې کار کوي او که نه.

دغه عملیه په یوه دقیقه کې۶۰ ځلې ترسره  کیدلی شی.

د زړه مساژ په ماشومانو کې په دوو ګوتو سره تر سره کیږي او په لویو ماشومانو کې په یو لاس باید ترسره شي.

ژباړه : ډاکټر انتظار احمد همدرد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب