شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد "پښتو ستاينومونو درج" ته | ډاکتر ماخان میږی شینواری

د “پښتو ستاينومونو درج” ته | ډاکتر ماخان میږی شینواری

  1.  د دې سرلیک لاندې درانه استاد عبدالحق سلامزوی لیکنه ته، چې زه یې داسې لږ څېړم

ډېرو ګرانو د پښتو پوهانو د پښتو استادانو او درنو لیکوالانو!

ډېر زورېږم، چې داسې لیکنې کوم. 

باورپه  لوي څښتن وکړۍ، چې زما هیڅ یوه لیکنه د چا سره د دښمنۍ له امله نه ده او بیا زه تاسو ته لوړه کوم، چې د ځان پالنې له امله هم نه ده او بیا مې دې لوړه وي، چې کلکسترګی انسان هم راته ځان نه برېښي او شعوري کلکسترګی نه یم، خو زه چې داسې لیکنې او په ځانګړې توګه د پوهنتون د درنواستادانو لیکنې ګورم، ډېر زورېږم. زه په یواځني توګه، لکه چې په ټوله پښتني نړۍ کې ناروغه یم، چې ستاسو پوهنيزه لار سره زه په مخامخوالي کې پروت یم.بیا مې دې په لوي څښتن لوړه وي، چې دا څه لیکم زه هم زورېږم او که ویې نه لیکم، نو هم زورېږم. په هر صورت ما ته ځان روغ برېښي او تاسو هم  په دې اند یاست، چې زه به روحي ناروغ نه یم، نو مرسته راسره وکړۍ او په هرڅومره توند غږ چې وي او په هره سزا زما د کړنو له امله ماته کومه سزا ټاکۍ، لوړه درته کوم، چې زه به ورسره مخامخوالی ونه کړم، خو مرسته وکړۍ. 

زا په دې د ښاغلي عبدلحق سلامزوي په لیکنه خپله لیکنه کوم، چې داسې لیکنه ځانله د سلامزي صیب اند نه دۍ

 هر څوک چې ټولنې ته یو څه وړاندې کوي، په تېره بیا د پوهنتون استادان، هغو غواړي یو څه نورو ته وښایي، نو د دې لپاره دی هم باید یو څه زده کړي. دا راکړه او ورکړه ده.

څوک چې په پوهنیزه څانګو کې کار کوي، نو هغوي دې ته هم چمتو وي، چې د نورو ګوتنونې ځانیزې ونه ګڼي. 

زما ډېره بدمرغي په دې کې ده، چې زه یواځې یم او له دې امله نو باید په ناحق و اوسم، خو د دې ناروغۍ ستاسو مرستې ته اړتیا لرم، چې زما ناروغي راته په ګوته کړۍ، په دې کې به لوي څښتن تاسو ټولو ته اجرونه درکړي.

زما ډېرې لیکنې د تاند په درنه پاڼه کې – په دې هکله هم – خورې شوي.

یوه هیله مې دا ده، چې لکه څنګه چې زه ستاسو لیکنې را اخلم او خبرې پرې کوم، دلایل راوړم او ستاسو د لیکنو خوندیونه په ګوته کوم، نو هیله ده، چې زما لیکنې هم په دلایلو راته بېرته راوګرځوۍ.

زه ډېر خوښ یم، د ښاغلي سلامزوي صیب لیکنه کې یې انګرېزي او فارسي هم راوړي، نو ښې خبرې پرې کیدی شي.

اجازه دې ويو چې زه دا لیکنې ټوټه کړم، د خوندیونې د سمو ساتلو سره او بیا خبرې پرې وکړم.

او یوه اخره اجازه دې دا هم وي، چې زه دا موږ ستایننومونه بللي په خوي وی وبولم.

د Adjektiv چې په پښتو  خویوی بلل کیږي، هم ما لیکنه کړې.

ما په پرتله کونه باندې یوه لیکنه کړې ، چې کتاب کې شته، دا به بیاپه یاد راوړم، چې د ،، تر،، سره په هیڅ ژبنۍ لار پرتله کونه ناشونې ده او وبه ګورو، چې دلته دا ،، تر،، د څه په ځای راوړل شوی

 لومړی الف: ،،مګر د استاد دوکتور اجمل ښکلي په وينا: 《البته ښه، ډېر ښه؛ خورا يا زښت ښه په اصل کې صريحه نه بلکې پټه پرتله ده يا ضمناً پرتله ده خو اصل کار يې د يوه شي مبالغي توصيف دى. خو (تر) او (تر ټولو ښه) باندې جوړېدونکي عبارتونه څرګنده پرتله لري.》،،

لومړي الف ته:

ډېر منلی پوهاند ډاکتر ښکلی زموږ یو خورا وتلی پښتو پوه دی او زه یې لیکنې تل لولم، ډېرې په زړه پورې دي. زه ډېر زورېږم، چې څه د پوهاند صیب په لیکنه لیکم، خو نو څه وکړم.

ستایننومونه سره پرتله کیږي نه، ستایننومونه یا خویویونه جګیږي، چې موږ په پښتو کې ورته د نورو ژبو غوندې لار نه لرو، نو دا به په ډېر یا خورا یا زښت او یا یو بل څه کوو. نو چې پرتله کونه نه کیږي، له دې امله بیا،، تر،، او ،،ترټولو،، ته هم اړتیا نه شته چې سره پرتله یې کړو او د ،، تر،، او ،، ترټولو،، په هکله مې د تاند په درنه خپرونه کې په دې هکله هم لیکنې خورې شوي، خو دومره وایم، ،، ترټولو،، کومه ترې پوهېدنه نه لري، چې د څه شي ترټولو او د ژبلار له لارې هم د پرتلې له پاره  هم نه دا ،، تر ،، او نه ،، ترټولو،، کارول کیږي.

په پیل کې په دې باندې باید ټینګار وکړم، چې: که د لیکونکي موخه د خویونو یا ستایننومونوپرتله کول وي، خو دا لیکنه له یوه سره ناسمه ده، چې ستاییننومونه نه سره پرتله کیږي، ستایننومونه جګیږي، په هره ژبه کې د اړونده لارې سره.

لومړی.

ښاغلی سلاموزوی صیب لیکي:

،،بله خبره په خپله د ستاينومونو ترمنځ پرتلنه ده، چې د انګرېزي يوڅپیزو ستاينومونو ترمنځ د 《er》 او 《est》 او د فارسي د 《تر》 او 《ترين》 په مټ کېږي. په دې ژبو کې که د پرتلنې خبره نه وي، دا روستاړي او يا يې د دوه څپيزو او يا درې یا څلور څپيزو لپاره د 《more》 او 《most》 کړولونه ورسره د مجردو کلمو په ډول نه کارول کېږي، بلکې د جملې د ننه مانا زېږوي او پرتلنه کوي،،،

لومړي ته:

 یو : 

یو الف: باور وکړۍ، چې زه خو د پورته غونډالې په موخه ښه ونه پوهېدم، خو په هر صورت دې پرتلې ته به راشو.

یو ب: ستایننومونه نه پرتله کیږي. ستایننومونه جګیږي.

یو پ : ستایننومونه سره نه پرتله کیږي دا په دې مانا چې  ډېر  یا لږې ښکلا سره نه پرتله کیږي، ځکه د دې له پاره د کچولو یووالی( ناسم یې واحد) نه شته.. د دوه یا ډېرکسان  سره د خویونو له مخې یا د خویونو په بنسټ پرتله کېدی شي، چې کوم یو یې  ښکلی(ډېر-، خورا- ) ، دروند(ډېر-، خورا- )، منلی(ډېر-، خورا- ) دۍ.یا دوه کسان سره دروې او غواړې پوه شي کوم یو پلن دۍ،  دا په دې مانا چې کسان سره پرتله کیږي، هغوي د ګډو خویونو له مخې سره پرتله کېدی شي.

که ووایو، چې جګ له جګ سره پرتله کړه، نو دا موخوره ویېنه نه ده، دا هيڅ نه وایي، خو که ووایو، چې د دې انسان جګوالی د دې ونې سره پرتله کړه یا ښه یې دا دوه شیان د جګوالي له مخې سره پرتله کړۍ، دا کېدی شي، ځکه چې ونه هم چګوالی لري او انسان هم.

دوه: ،، ترمنځ،، ناسم دۍ، ځکه چې ،، منځ،، او ،،تر،، اړیکویونه دي. ،،منځ کې،،کېدی شي. په دې هم یوه لیکنه لرم.

دویم.

منلی سلامزوي صیب لیکي:

 لکه:

۱-Studying book is a good entertainment.

۲-Studying book is better entertainment than playing ladoo.

۳-Studying book is the best entertainment.

په پښتو کې همدا پرتلنه د 《 تر》 او 《ترټولو》 يا 《ترګردو》 او 《تر واړو》 په مټ کېږي. {د انګرېزي 《than》هم د پښتو د 《تر》معادل دی.} (۱) دلته همدا پاسنۍ بېلګه رااخلو:

۱- مطالعه ښه بوختیا ده.

۲- مطالعه تر لډو (یو ډول لوبه) ښه بوختيا ده.

۳- مطالعه تر ټولو ښه بوختيا ده. يا؛ تر ټولو ښه بوختیا مطالعه ده.

يا دانګرېزی دا بېلګه:

۱- Ahmad is a senior teacher.

۲- Ahmad is senior to Ali.

۲- Ahmad is the senior most teacher in the Kabul.

۱- احمد لوی (ارشد) استاد دی.

۲- احمد تر علي (په درجه کې) لوی دی.

۲- احمد په کابل کې تر ټولو لوی استاد دی.

دویم ته :

یوه یادونه: د  to پښتو انډول ،، و… ته،، یا که هغه عربي هم ورسره غواړۍ، نو،، نسبت و… ته،، یې انډول دۍ او نه بل څه او فارسي انډول یې هم ،، به،، دي. یعنې الف … به … ب… 

بېلګه یې: په کابل کې چې څوک پوښتې پغمان لرې دۍ، که لوګر ڼو نیسو چې ځواب دې یې : پغمان به لوګر نزدیک است 

او پښتو یې: پغمان و لوګر ته نږدې دۍ. 

الف ۱ : د  than د پښتو انډول له…(څخه) دۍ او نه تر او په همدې د درې د ،، از،، انډول پهپښتو کې هم ،، له …( څخه) دۍ او نه ،، تر ،،. دا به په همدې غونډالو کې روښانه شي. 

الف: په پورته کې خو له غربي ۱ تر ۳ پورې کې یواځې یوه پرتله کونه ده، هغه هم پوره ناسمه او دا نور خو یواځې د یوه څهخوي ښوول شوي، چې زه به یې بیا وژباړم او

ب : ،، تر،، سره پرتله کونه نه شته او ،، دا ،، ترټولو،، خو هېڅ ترې پوهېدنه نه لري، یعنې که ،، تر،، پرتله کونه هم وي، نو د څه شي تر ټولو؟ په دې هکله مې هم لیکنه شته، چې ګران لوستونکي يې د تاند درنه خپرونه کې کتلی شي.

 پ – د لومړیو عربي ګڼونو ۱ تر ۳ پورې انګرېزي په پښتو سمه ژباړه.

۱ ۱ – کتاب لوستل ښه (ډېر – و ځورا – او که تاسو ورته بل څهوایۍ، زه یې مخامخوالی نه لرو، خو نه په،، تر،، او ،، ترټولو،، سره ) بوښتیا ده.

 ګورۍ دلته څه شی سره پرتله کیږي نه. یا به دا بوښتیا ښه، ډېره ښه،او یا خوراښه وي. دلته  د څه شيانو پرتله نه شته.

۱ ۲ – کتاب لوستل له ( د)  لډو لوبې (کولو) څخه ډېره  ښه ـ (ښه -، خورا – ) بوختیا ده. 

دلته دوه څه د بوختیا له مخې سره پرتله کیږي او له دې امله دا د خویویونو پرتله کونه نه ده.

۱ ۳ – کتاب لوستل خورا ښه بوختیاده. 

په پورته کې پرتله کونه د .. له … څخه،، له لارې کیږي.

 ت – د انګرېزي بله بېلګه کې یې د انګرېزي په پښتو ژباړه:

له عربي ګڼونو  ۱ تر ۳ پورې

الف ۱ – احمد یو مشر (ډېر – ، خورا – ) ښوونکی دۍ.

االف ۲ – احمد و علي ته مشر ( ډېر – ، خورا – ) دۍ.

الف ۳ – احمد په کابل کې خورامشر (مشر، ډېر – ) ښوونکی دۍ.

په پورته کې یواځې الف۲ – پرتله کونه ده او بس.

ګورو چې په الف ۱ – کې پرتله کونه د له … څخه سره کیږي او په دویم کې پرتله کونه د ،، و … ته،، له لارې کیږي او نه د،، تر،،.

دریم.

ښاغلی سلامزوی صیب لیکي.

نو دلته موږ اړ نه يو چې بابېزه ځانونه ستړي کړو او وليکو چې:

۱- احمد لوی استاد دی.

۲- احمد تر علي ډېر لوی دی.

۲- احمد په کابل کې خورا لوی استاد دی.

د فارسي بېلګو ته هم تم کېږو:

۱- احمد بزرګ است.

۲- احمد از (نسبت به) علي بزرګتر است.

۳- احمد بزرګترين خانه است.

چې په پښتو.کې يې داسې وايو:

۱- احمد مشر دی.

۲- احمد تر کريم مشر دی.

۳- احمد د کور تر ټولو مشر دی.

دریم ته:

په پیل کې څه لیکي، چې په موخه یې زه هم ښه پوه نه شوم، خو کلیوالي خبرې دي او ترې تېرېږم او له ،،  نو دلته موږ اړ نه يو چې بابېزه ځانونه ستړي کړو او وليکو چې:  ،، څخه یې تر څېړنې لاندې نیسم:

په پورته کې یې ،، از،، په تر ژباړلی او د ،، بزرګترین په ځای یې ،، تر ټولو،، لیکلی. دې ته مې پورته ګوته نیولې، چ دواړه ناسم دي، خو داسې یوه یا څو د فارسي یا دری غونډالې راوړو او وبه ګور، چې ،،از،، د ،، له …څخه،، انډول دۍ او دا د انګرېزي to انډول په فارسي کې ،، به ،، دۍ.

احمد در صنف خود از محمود ګرفته تا بهرام از هر کدام شان بزرګ است.

پښتو یې  که پورته دري مې ناسمه لیکلې وي، نو بخښنه غواړم او تاسو یې راته سمه کړۍ. 

احمد په ټولګې کې له محمود نیولي تر بهرام پورې له دوي هر یوه څخه مشر یا لوي دۍ.

که پهپرته کې د دري،، از ،، ځای ،، تر ،، ولیکو نو دا به څنګه وبرېښي او بیا به نو د ،، تا ،، پهځای څه ولیکو یعنې که ولیکو، چې:

احمد په خپل ټولګي کې تر محمود څخه نیولي تر بهرام پورې تر هر یوه څخه ….

دا به ښه ونه برېښي، چې د ،، تا،،  ترې پوهېدنه هم د د ،، از ،، په څېر ولیکو.

څنګه په پښتو ژباړو؟ از کابل تا هرات. دلته د ،، از،، انډول څه شی دۍ او د ،،تا ،، آندول څه شی دۍ؟

دا لاندې لیکلي وو، خو ګومان مې دۍ تکرار وي. کهداسې وۍ نو بخښنه به کړۍ.

 و دویم  او دریم ته(؟): دلته بیا د دویم انګریزي په پښتو او دري سمې ژباړې:

۱- Ahmad is a senior teacher.

۲- Ahmad is senior to Ali.

۲- Ahmad is the senior most teacher in the Kabul.

پښتو ژباړه.

۱- احمد مشر ښوونکی دۍ.

۲ – احمد ( نسبت( اړیین نه دۍ، باید هم نه وي، خو…) و علي ته مشر دۍ.

۳ – احمد کابل کې خورا مشر ښوونکی دۍ.

د درې ژباړه( درې یا فارسي مې داسې غښتلې نه ده، خو دا راته ساده برېښي)

۱ – احمد معلم ارشد(بزرک) است

۲ – احمد به علی ارشد (یا بزرګ) است.

۳ – احمد بزرګترین معلم در کابل است.

ګورو، چې دلته د لیکونکي د خوښې څه نه دي راغلي.

د لیکنې په پای کې یو څو اړیین پېژندونه

پرتله کونه نو څه ته وایي؟

 د دوه یا زیاتو شیانو د غوښتونو لوي یو د بل سره پرتله کونه: دوه کسان سره ودرې او غواړي پ،ه شي، چې کوم له بل څخه ( ( ډېر، خورا او که بل څه ورته وایۍ، خو سوچ بوچ نه ،، تر،، او همدا ډول،، ترټولو) لوي پلن، نېک، خوارېکښ  او یا ښکلی دۍ) یا دوه یا څو کتابونه او یا یو بل څه سره پرتله کیږي داسې هم کېدی شي، چې د یوه لرګي دروندالی د وسپنې یا د  یوه انسان یا یو بل څه سره پرتله کړې. دروندوالی خوي دۍ، چې دوه شیان یې لري، نو د دې خوي له مخې دوه شیان سره پرتله کېدی شي.

خویویونه سره جګیږي، چې په  الماني ورته ,  positiv; komparativ; superlativ  وایي. په  Adjektivیوه پوره لیکنه لرم.

ادجکتیو: لاتین وی دۍ، چې پښتو مانا یې،، ورزیاتونه،، ده او په ژبپوهنه کې هغه ویډول دۍ، کوم چې د  یوه روښانه شي، یوه ذهني شي، یوه مخ ته تګ یا همداسې پرمختګ یا یې نور هم د مخ ته تلو یا یوه حالت جوړښت څېړي.

دا ادجکتیو خوي وی، ملوی او همداسې په ښوونځي کې څنګه وی هم بلل کیږي

زه دا په خپلو لیکنو کې خوي وی بولم

بل پېژند: خويوی وی، چې شتون یا شته یا شی، یوه پېښه یا یو حالت د یوې ټاکلې نخښې، د یوه ټاکلي خوي سره په نخښه شوی، خويوی( د بېلګې په توګه، رنګه، ښکلی او نور)  

زه نور د دې لیکنې سرهستړی شوم. هیله ده، چې ډېر مې نه وۍ زورولي.

په پای کې یوه اړیینه یادونه: دا یادونه د لیکنې خوندیونې سره سر او کار نه لري او که لري یې؟ نه پوهیږم، خو ښه ده، چې پرې پوه شو:

په دې لیکنه کې هم ګورو، چې دا ګڼل ټول په ګڼونو شوي، دا په دې مانا، چې یو ډول برېښي، نو بیا چې څوک څه په لیکي یا څه ترې زده کوي او رااخلي، نو سړی په کې د ستونځو سره مخامخ کیږي،. ښه لار یې داده، چې ګڼل د بیلابېلو لارو وشي.  د بېلګې او وړاندیز په توګه کیدی شي لومړی دا ګڼل په ګڼونو وشي، د بل ځل او ځای له پاره دا ګڼل په تورو ولیکو او د بیا له پاره  په الف، ب او بیا خو نو نورې لارې هم شته  لکه الف ۱ ، الف ۲ ، الف ۳ او نوره مو چې څنګه خوښه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب