پوهنمل محمداسماعيل يون
د خوشال بابا په باب تر اوسه پورې په سلګونو څه، چې په زرګونو ليكنې شوې دي. د خوشال په اړه د مستقلو اّثارو شمېر هم لسګونوعنوانو ته رسېږي. د خوشال په باب څېړنې په لومړي ګام كې پر دوو كټګوريو وېشل كېداى شي. لومړى هغه څېړنې، چې د بهرنيو پوهانو له خوا ترسره شوې او دويم هغه ليكنې دي، چې د كورنيو څېړونكيو او پوهانو له خوا ترسره شوې دي.
دې څېړنو او ليكنو يوه پرخه دوديزه بڼه لري، چې په ټولنه كې د خپل وخت د دود علومو او تعاملاتو په نتيجه كې يې خوشال مطالعه كړى او څېړلى دى. د ليكنو دويمه برخه هغه ده، چې خوشال يې د معاصرو علومو، كره كتنې او څېړنې په نتيجه كې خوشال له هر ډول سياسي، ټولنيزو، قومي او اخلاقي تمايلاتو پرته خوشال مطالعه كړى، څېړلى او شنلى دى.
د هغو پوهانو په ډله كې، چې خوشال يې د نوې پوهې او د تحقيق او تحليل د نويو ميتودونو په رڼا كې څېړلى او تحليل كړى دى يو هم د هېواد ډېر ځيرمن ليكوال، څېړونكى او كره كتونكى كانديد اكاډميسين سر محقق محمد صديق روهي دى، چې په څو مقالو كې يې خوشال بابا په ناپلوي (بې طرفه) ډول څېړلى دى.
استاد محمد ديق روهي د ادبپوهنې په لړ كې پخپل مهم اثر (ادبي څېړنې) كې د خوشال په باب څلور بېلابېلې ليكنې (د خوشال د ښوونې او روزنې فلسفه، د خوشال خټك سوات نامه (د ټولنيزو اصلاحاتو هينداره)، د خوشال اخلاقي ايډيال او خوشال د اخلاقي ايډيال په حيث اود خوشال په اّثاروكې د مضمون اوشكل تنوع) چاپ كړي، چې هريوه د خوشالپېژندنې د مطالعاتو په لړ كې د خپل ځانګړي او جلا ارزښت لرونكې دي.
استاد روهي پر نوموړو ليكنو سربېره د خوشال پر كلياتو (كابل چاپ) هم يوه ارزښتمنه سريزه ليكلې دغه راز د هېواد په ځينو علمي مجلو كې يې هم په دې اړه علمي او تحليلي ليكنې راغلې دي.
دخوشال اخلاقي ايډيال په نامه د استاد روهي يومستقل اثر هم چاپ شوى دى،چې همدا تېرې څېړنې پخپله لمن كې رانغاړي.
اوس راځو دې ته، چې د استاد روهي دا ليكنې ولې د زيات ارزښت وړ دي؟
استاد روهي د هغو پوهانو له جملې څخه دى، چې عصري زده كړې يې كړې وې، د ښوونې او روزنې په برخه كې ماستري لري او په ادبپوهنه كې د زياتې مطالعې خاوند و.
په كره كتنه او د ادبياتو په شننه كې يې يو ډېر مهم اثر (ادبي څېړنې) ليكلى دى. استاد روهي د زيات علم او حلم خاوند و او همدا دوه عنصره يې په اكثرو ليكنو په تېره بيا په كره كتنه كې زيات ليدل كېږي.
روهي صاحب په كره كتنه كې د هېڅ ډول احساساتو تر اغېز لاندې نه دى راغلى او هر څه يې، چې شنلي؛ نو هغه يې د دليل او منطق په مټ واضح كړي دي.
د خوشال په برخه كې هم د استاد روهي د ليكنو چلند همدا ډول دى. استاد روهي سره له دې، چې يو ښه افغان او پښتون و؛ خو هېڅكله هم د خوشال پېژندنې په برخه كې د پښتونولۍ او افغانيت تر اغېز لاندې نه دى راغلى.
استاد روهي، چې كله د خوشال اخلاقي ايډيال مطالعه كوي او پر هغه بحث كوي؛ نو تر ټولو لومړى اخلاقي ايډيال تعريفوي، كله چې د يو شي تعريف مشخص شي؛ نو بيا د هغه شي پر ماهيت ښه پوهېدلاى شو.
استاد روهي وايي: “اخلاقي ايډيال د كركترونو د هغو مثبتو اوصافو مجموعې ته ويل كېږي، چې د اخلاقي كمال د موډول بڼه لري. اخلاقي ايډيال د يوې طبقې اجتماعي_ اقتصادي شرايط منعكسوي او له اجتماعي ايډيال سره توافق كوي”.
استاد روهي د همدې پورتني فورمول او تعريف له مخې د خوشال د اخلاقي ايډيال په باب وايي: “څرنګه، چې خوشال د فيوډالېزم د اجتماعي_ اقتصادي فورماسيون محصول دى؛ نو دا ډېره طبيعي ښكاري، چې د خوشال اخلاقي ايډيال دې په يوه قومي مشر يا يو اشرافي شخصيت كې مبتلور شي”.
د استاد روهي له نظره خپله د خوشال په فكر د هغه اخلاقي ايډيال هماغه دى، چې ده پخپل اثر (دستارنامه) كې ښودلى دى او هغه ته (د دستار سړى) وايي.
د استاد روهي په نظر دا ډېر مناسب نوم دى؛ ځكه چې له يوې خوا په پښتني قبيلو كې دا دود دى كله چې يو نوى قومي مشر يا خان د خلكو له خوا وټاكل شي د هغه په سر “پګړۍ” يا “پټكى” تړي او د پټكي له تړلو نه وروسته خلك هغه ته تبريكي وركوي. له بلې خوا، په پښتنو كې پټكى يا دستار د عزت او وقار سمبول دى. استاد روهي وايي: “د اخلاقي موډول لپاره خوشال (شل خصلتونه او شل هنرونه) ټاكلي، كه چېرې په يوه شخص كې دغه واړه خصلتونه او هنرونه موجود وي هغه ته د اخلاقي كمال يوه نمونه يا اخلاقي ايډيال ويلاى شو.
استاد روهي زياتوي: كه موږ د اخلاقي ايډيال په برخه كې د خوشال (دستارنامه) د (پلوتارك) او (كوينټليان) له اّثارو سره پرتله كړو ډېر مشترك ټكي به پكې پيدا كړو؛ نو ځكه استاد روهي وايي، چې د خوشال اخلاقي ايډيال (دستارنامه) د يوه اخلاقي ايډيال په حيث نوې څېره نه ده. استاد روهي زياتوي د خوشال موډل د لرغوني يونان موډل (چې د مرييتوب د دورې څرګندوى دى) نه؛ بلكې د روميانو موډل دى. روميان په علم او فلسفه كې ژور نه ځي؛ بلكې علم د عمل سره نژدې كوي.
استاد روهي وايي: د خصوص د مقولې له نظره بايد وويل شي، چې د خوشال اخلاقي ايډيال د پښتني چاپېريال كولتوري خصوصيات منعكسوي. په دې ځاى كې ددې ټكي يادونه هم ضروري ده، چې د خوشال د موډل د پوره څېړنې لپاره بايد يوازې په (دستارنامه) باندې تكيه ونه شي.
استاد روهي سره له دې، چې د خوشال اخلاقي ايډيال د پښتني چاپېريال څرګندوى بولي؛ خو بيا هم يادونه كوي، چې ددې ايډيال لپاره، چې خوشال كوم معيارونه ټاكلي، هغه د پښتني چاپېريال تر كولتوري او مذهبي حدودو اوړي.
استاد روهي په دې نظر دى، چې د خوشال ايډيال د كركتر په لحاظ عمومي او خصوصي اوصاف لري. عمومي اوصاف يې د ټولنې د ټولو افرادو لپاره لازم دي؛ كله د اولاد تربيت، علم، شجاعت، سخاوت، راستي، خوشخويي، همت، غيرت او نور خصوصي اوصاف يې صرف د دستار سړي ته ضرور دي؛ لكه تاديب د خدم و حشم، د ملك د انتظام، په عمومي اوصافو كې يې ځنې هنرونه او خصلتونه تر زياتې اندازې “د دستار سړي” سره مشابهت لري؛ لكه د ځان معرفت، اسپ تازي، تجارت، موسيقي، شطرنج، نقاشي، عدل او انصاف، عفو او كرم، مشورت او نور.
استاد روهي د خوشال اخلاقي ايډيال د نړۍ د يو شمېر نورو پوهانو له اخلاقي ايډيال سره پرتله كوي او هغو لارو چارو ته ګوته نيسي، چې يو شخص پرې دې معيار ته رسېدلاى شي. استاد روهي دواړو هغو معيارونو او لارو ته اشاره كوي، چې اخلاقي ايډيال پرې جوړېږي؛ خو پرته له دې، چې غوڅ حكم وكړي قضاوت لوستونكيو ته پرېږدي.
استاد روهي وايي: د خوشال د د ښوونې او روزنې موډل، چې په دستارنامه كې راغلى دى د لوړې طبقې ايډيال دى، لېكن دى د (اپلاتون) يا (ارستو) په شان دغه ايډيال په كومه خاصه طبقه پورې نه منحصروي. (ارستو) په صراحت ادعا كوي، چې غلامان فطرتاً غلامان پيدا شوي دي، دوى له مقدماتي زده كړې او ابتدايي سواد څخه زيات څه نه شي زده كولاى.
خوشال ابته پر وراثت باندې تكيه كوي، لېكن دا وراثت طبقاتي نه ګڼي، د خوشال په نظر نه يوازې هنرونه د زده كړې له لارې لاسته راځي؛ بلكې دى خصلتونه هم كسبي بولي. دى وايي: “امير لره بويه، چې ځان په شرع اراسته كا، بيا د ولايت راهري، د سياست هنرونه، خويونه، خصلتونه زده كا”.
سره له دې په پورته بحث كې استاد روهي د كوم نظر پلوي نه كوي؛ خو د متن له قرينې څخه داسې ښكاري، چې استاد د يوه ټولنپوه، ښوونپوه او كره كتونكي په توګه د خوشال نظر تاييدوي. خوشال د اخلاقي ايډيال يا شخصيت د جوړېدو لپاره ټول شرايط كسبي بللي، چې هر څوك يې تر لاسه كولاى شي؛ خو په دې چاره كې ارثيت او د شخص خپل زيار و زحمت هم دخيل ګڼل او دايې هم په ګوته كړې، چې هر څوك دا معيارونه پوره كړي؛ نو بيا د دستار سړى ترې جوړېداى شي او د دستار سړى طبعاً هغه مقام دى، چې بيا د ټولنې په لوړې يا اولې طبقې پورې اړه پيدا كوي او دا ځكه، چې همدا شخص دى، چې د ټولنې د مشرۍ وړتيا پيدا كوي؛ نو بايد د ټولنې په راس كې واقع شي.
د ارسطو نظريه، چې پر طبقاتي بنسټ ولاړه ده، تر ټولو دمخه د سقراط له علمي نظرياتو سره، چې وايي انسان د تحول په حال كې دى او د اصلاح وړ دى متضاده ده. د ښوونې او روزنې اوسنۍ ميتودولوژي هم دا حكم نه كوي، چې د ټيټې طبقې خلك دې د لوړو زده كړو قابليت ونه لري او يا دې ترې لوى شخصيتونه نه شي جوړېدلاى. خوشال البته د شخصيت په جوړونه ارثيت ځكه دخيل بولي، چې دا د شخصيت جوړونې منشا ده، اوسنۍ ارواپوهنه هم دا تاييدوي، چې د انسان د شخصيت وده د نطفې له تشكل څخه راپيلېږي، محيطي او بيا اجتماعي شرايط پكې اساسي نقش لري.
استاد روهي د خوشال د اخلاقي ايډيال په دې تحليلي ليكنه كې دې نتيجې ته رسېدلى دى، چې د خوشال د ښوونې او روزنې موډل د اخلاقي ايډيال د جوړونې لپاره مناسب دى. استاد روهي د (دستار نامې) د معيارونو له مخې د اخلاقي ايډيال لپاره تر ټولو غوره، ښه او عملي بېلګه پخپله (خوشال) بولي، چې د دستارنامې اكثره معيارونه (شل هنرونه او شل خصلتونه) يې په وجود كې ليدل كېږي؛ نو موږ هم د استاد روهي د تحليل له مخې دې نتيجې ته رسېږو، چې د خوشال د اخلاقي ايډيال يوه عملي بېلګه پخپله لوى خان خوشال خان دى او بس.