د يونسكو نړيوالې موسسې ماشوم ته په خپله مورنۍ ژبه د زده كړې حق، د هر ماشوم اساسي حق ګڼلى، ځكه كه ماشوم په پردۍ ژبه زده كړې وكړي د علم د زده كړې تر څنګ به د ژبې زده كړه دده له پاره دوهم بار وي او همدا بار د ماشومانو استعداد او ذهني ظرفيتونو ته زيات زيان واړوي.
د همدې ارزښت له مخې د افغانستان نوي اساسي قانون هم دا اصل په نظر كې نيولى او د اساسي قانون د43 مادې دوهم بند يې په دې توګه ورته وقف كړى دى:
“دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامو لو او د منځنيو اجباري زده كړو د تامين له پاره اغېزمن پروګرام طرح او تطبيق كړي او د مورنيو ژبو د تدريس له پاره په هغو سيمو كې چې پرې خبرې كېږي، لاره هواره كړي”.
د نوي اساسي قانون د تصويب او توشيح تر يو كال زياته موده تېره شوې، خو تر اوسه ددې مادې تطبيق ته اقدام نه دى شوى او تراوسه د هېواد ګڼ شمېر ماشومان په مورنۍ ژبه له زده كړو څخه بې برخې دي.
د افــغــانستــان د ښوونې او روزنــې وزارت تـــه لازم دي چې د 1384 كال له پيل سره په هغو سيمو كې چې امكانات شته ماشومان د خپلې مورنۍ ژبې له زده كړې څخه برخمن كړي.
د نمونې په توګه پښتو او دري له شپږو لسيزو راهيسې په افغانستان كې دوې رسمي درسي ژبې دي، په پښتون مېشتو سيمو كې د ماشومانو ټول درسونه پښتو دي او له څلورم ټولګي څخه دري هم د يوې ژبې په توګه زده كوي او مقابلتاً په دري ژبو سيمو كې د درس عمومي ژبه دري ده او پښتو له څلورم ټولګي څخه د يوې ژبې په توګه ورښودله كېږي.
دا يوه عمومي را روانه طريقه ده، خو په دقيق ډول نه ده تطبيق شوې، ځكه په افغانستان كې ډېرې داسې ښاري او كليوالي سيمې شته چې پښتو ژبي او دري ژبي ګډ ژوند پكې كوي، خو درسونه يې په يوه ژبه وركول كېږي.
اوس چې اساسي قانون د مورنۍ ژبې درس مهم بللى، نو د ښوونې او روزنې وزارت ته لازم دي چې د ماشومانو له پاره د مورنۍ ژبې د زده كړې موضوع په دقيق ډول طرح او تطبيق له پاره يې عملي لارې چارې وسنجوي.
د قانون د دې حكم د دقيق تطبيق له پاره لازمه ده په هغو ښارونو او سيمو كې چې پښتانه او دري ژبي ماشومان يو ځاى ژوند كوي او په يوه ښوونځي كې درس وايي بايد په ښوونځي كې د داخلېدو په ورځ د مورنۍ ژبې پوښتنه ترې وشي او بيا د هر ښوونځي ټولګي له لومړي تر شپږم ټولګي پورې داسې په الفبې ووېشل شي چې ټول پښتو ژبي ماشومان د يوه ټولګي په “الف” يا “ب” ټولګي كې كښېنول شي او دري ژبې هم په “الف” يا “ب” ټولګي كې كښېنول شي او په دې توګه په يوه ښوونځي او يوه ټولګي كې په خپلو مورنيو ژبو درس ووايي او د قانون ماده له حكم سره سم پرې تطبيق شي.
پــــه دې بــرخـــــه كې د درسي كتابونو د شته والــي او د ښوونكي د شته والي ستونزه هم پـــه اسانۍ حل كېداى شي او حتى امكان شته چې د راتلونكي 1384 كال له پيل څخه دا پروګرام پلى شي.
هـمــداراز د پــښتــو او دري تــر څنګه د هېواد نورې ژبې لكه اوزبكي او تركمني، بلوڅي، پشه يي او نورستاني هم داسې ژبې دي چې د هېواد په سلهاو زره ماشومانو خبرې پرې كوي او حكومت مكلف دى چې ددوى لـــه پاره هم په خپلو – خپلو مورنيو ژبو درسي كتابونه او اســـتـــادان چــمـــتـوكړي، په دې بــرخـه كې هـــم د ښوونې او روزنــــې وزارت بــايــد ژر تـــر ژره درسي كتابونه تهيه كــــړي، اســــتـــادان ورزوي او ماشومانو ته دا زمـيــنه برابره كړي چــې پــه خــپــلـه مورنۍ ژبه درس ووايـــي او استعداد يې يوازې د علم پــه زده كړه كې په كـــار ولوېږي او خپل مسلم قــانــونــي او فرهنګي حق ته ورسېږي.