دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهد ميرزا په شعر  کې د هندي عقايدو او فرهنگ انعکاس

د ميرزا په شعر  کې د هندي عقايدو او فرهنگ انعکاس

اکبر کرګر –

د پښتو دوتلي اونتلي شاعر اوفيلسوف زياته اندازه عمر په هند کې تير شوى اوهملته خارو ته سپارل شوى دى ـ له دې تر مخه دپښتونخوا سيمه چې دهند په گاونډو کې پرته وه ـ يو له بله يې سره فرهنگي راکړه ورکړه زياته وه ـ همدارنگه کله چې تصوفي اوعرفاني افکار او عقايد څيړو ؛ هند دځمکې پر مخ يو هغه هيواد دى  چې په حقه سره دتمدن زانگو بلل کيږي  اودمعنويت او عرفاني افکارو   د ودې له پاره مناسبه  خاوره او  او ټولنه وه ـ په هند کې ويدايي يا ويدانت افکار له زرگونو کلونو را هيسې هست شوي اوان داسي عقايد اونظريات هم شته چې  دمونيزم دفکر طرز له هند نه  مصر ؛ اسکندريي او هم يونان ته انتقال کړې او بيا يې دلويو فلاسفه وو دافکارو له لاري بيرته داثارو دژباړې په وسيله په اسلامي مدنيت کې اغيز ښندلي دي ـ

۱. نيروانا:

يو هغه مفهوم چې ميرزا خان يې هم يادونه کوي د((نيروانا)) مفهوم دى چې وايي :

دخبرې په مانا هغه پوهيږي ـ  چې يې فهم رسيدلي تر نروانا    ( ۱ـ    ۱۴۳)

دلته لږ تر لږه اړينه ده  چې  ددې مفهوم په مانا  لږ څه غور وکړو :

په هندي عقايدو کې ويدانت دوروستي په مانا يا دبيديا (ويد )  په مانا  دى  چې داوپانيشادونو دتعليماتو دځينو برخو پر اساس يې يادونه شوي  چې  دمونيتيزم  يا  دوحدت  په باره کې بحث کوي ـ دا ښوونځي هڅه کوي ثابته کړي چې داوپانيشادونو ټول عبارات که سم تفسير  اوتاءويل شي  ټول دوحدت وجود يو اصل توجيه کوي چې  دهند دفلسفي دشپږ گونو ښونځيو څخه يو دى ـ   

د دې فلسفي افکارو يا سوترا يانو مشهور مفسران عبارت د ي له :  

۱-شنکر  Sankara

۲ـرامانوجRamanuja  

۳ـمدهواMadhuva

په پورته يادو شويو حکيمانو کې  شنکر اچارج  مشهور هغه دى  ـ داراشکوه په سر اکبر کې د((مندک اوپانيشاد )) دترجمي په ترڅ کې هغه ياد کړى  چې د ويدانت دمکتب ستر ښوونکى گڼل کيږي ـ اودنه دوه گونۍ يا نه ثنويت باندې يې عقيده درلوده ـ ( ۲ـ۸۲   )

شنکر د۷۸۸ نه تر ۸۲۰ ميلادي  کال په حدودو کې ژوند کاوه ،دهغه عقايد د(( گود پادکاريکا  Gaudapada Karika )  په نوم چې داوپانيشاد دمندک په باب يې ليکلي ؛څرگنديږي ـ شنکر آچارج دخلاقه فکر لرونکى و اوداسى وايي چې يوازې يې دبيدونو (  Vedas ) مطالب يې تشريح کړي دي ـ په هغه سريزه کې چې په ويدانت سوترا يې ليکلي ده پوښتنه کوي چې ايا دتجربو اوازمايښت په دونيا کې داسې څه شته چې وکړاى شو هغه اصل او بنسټ وبولو ؟

ځواب يې  وايي : کيداى شي زموږحواس موږ تير باسي ځکه چې حافظه جايز الخطا ده ـ دنړۍ صور يا شکل کيداى شي له وهم اوخيال پرته بل څه نه وي  اودعلم موضوع امکان لري چې دشک اوترديد سبب شي ـ خو پخپله ترديد کوونکي دترديد وړ نه دى ـ دعلم دحصول ټول وسايل يوازې دشخصي تجربو پورې اړه لري اوڅرنگه چې داسې تجربه پخپله يو دليل دى نو دشخصي وجود له پاره دليل نه پاتي کيږي .بلکې دا مساله داثبات وړ نه ده ـ دا ځکه چې هغه پخپله دټولو ثبوتونو بنسټ اوتهداب دى  ـ شخص په خپل شخصيت سره ثابت دى اودټولو غير سره که جسمي دي اوکه فکري توپير لري ـ دا ځکه چې مدرک له مستدرک څخه جلا اوغير دى ـ( ۲ ـ  ۸۳)

هغه په ځان کې اودځان له پاره موجود دى ـ هغه د ادراک قوه يا نه ويشل کيدونکي شعور دى اوان هغه وخت چې بدن په خاورو بدل شي اودفاع فاني شي له بدن پرته باقي پاتي کيږي ـ شخص (آتمن ) وجود ،علم اولارښود دى. کيهاني اولايتناهي دى ـ مادي عالم خپلواک نه دى. څرنگه چې دتغيير په حال کې دى خو يوازې دفکر اوخيال زيږنده نه دى ـ موږ په شيانو پوهيږو خو دهغو اشکال نه اختراع کوو ،په هماغه اندازه چې فرد دواقعيت مدرک لري نو مستدرک عالم هم واقعيت لري ـ  (  ۲-  ۸۴)

شنکر آچارج ليکي :

((برهمن نه کلي دى نه  جزيي ، نه لنډ اونه جگ ، نه لوند دى اونه وچ ، نه سيورى دى اونه تورتم ، نه هواده اونه آکاش (آسمان )  ، دلمس وړ نه دى  څه شى ورپوري تړلي نه دي ، بوى نه لري ، سترگې اوغوږونه نه لري ، . )) دويدانت په مکتب کې دذات په نسبت ارواح لکه څپې په سمندر کې اولمبې په اور کې  داسي دي ؛ نفس له بدنه اوحواسو مجرد ،جلا او د خودي اوانانيت له غلبى په قيد کې را غلي نو هرو مرو هغه ته دنفس اطلاق کيږي ، نفس درې حالته لري   چې داسلامي عرفان له حالتونو سره څنگ لگوي :

۱.دبيدارۍ حالت چې هغه ته اوستها جاگرت (Avasta Jagrat ) وايي په دې حالت کې دجسماني غوښتنو لکه خوراک ،څښاک نه لذت وړي اودهغو له نشتون نه رنځ (صوفيان دې حالت ته دناسوت عالم وايي )

۲.دخوب حالت يا اوستا سپين  چې په دې حالت کې مطلوب ته درسيدل  په خوب کې خوښ اونه رسيدو نه غمگين کيږي (اسلامي عارفان دې حالت ته دملکوت حالت وايي .) (۲  ـ ۸۹)

۳ـ.دخوب يا ارام حالت يا اوستها سوپن چې دې حالت کې شخص دمطلوب سره له وصل اونشتوالي نه خوشالي اوخپگان نه لري .(عارفان دې حالت ته دجبروت عالم وايي )

له دې درې حالتونو عالي تر اوپورته  ډير ستر حالت يا اوستها تر يا دى .( دصوفيه و په ژبه کې دا حالت ،دلاهوت عالم نوميږي ) داسې حالت لکه يو څه چې په خوب کې ويني ـ دبيدارۍ په حالت کې حالت اومعدوم گڼل کيږي ،پوهه کسان بيداري هم خيال گڼي اوپه هغه عالم کې چې فنا کيدوني دى پام نه ساتي ( ۲ـ    ۸۹مخ)

له پورته بحث نه پوهيږو چې اسلامي تصوف اوعرفان  له هندي افکارو سره  هم ورته والي لري  دا چې ميرزا خان ځاى ځاى  د هندې فرهنگ اوعقايدو يادونه کړيده  نه يوازې داسلامي  افکارو دورته والي له مخې بلکې  دژوند اوزوکړې دچاپيريال له مخي به هم  وي ـ هغه دنيروانا مفهوم څو ځاىه را وړي : نيروانا څه ته وايي :   

په بودايي اثارو کې يادونه شويده چې نيروانا يعني دکون وفساد له عالمه ژغور اوخلاصون ـ

کله چې ډير  پايدار  موجودات لکه روښنايي چې څراغ يې خاموشه شي ـ

دغوښتنو اوهوسونو لاروي اوراهب چې دسولي اوبقا پړاو ته ورسيږي هغه پړاو نه بدليدونکي اودنيروانا پړاو دى ـ (۳-۲۴)

هغو ته چې داوبو په مسير کې واقع دى ؛اودسيلاب له خطر سره مخامخ دي ـ اوهغوى چې ددرد اورنځ اوبوډاتوب رنځ زغمي ؛زيرى ورکوم چې اخير به دساحل پورې غاړي ته ورسيږي ـ هلته چې هيڅ شى وجود نه لري . هلته چې هيڅ شى نه شى تښتولى . يعنې داسې محل چې پيل اوپاى نه لري ـ داسې محل چې دا جهان اوهغه جهان ونه پيژني دې ته وايي نيروانا . يعني دمرگ اوژوند بشپړه نيستۍـ ( ۳-۲۴)

نيروانا يعني ددرد اورنځ هغه حالت دهوا اوهوس ؛ دتشتت اوپريشانۍ ، پاى ـ  راهب دنيروانا دتحقق لاره په څه کې گوري . ؟

اته جهته لري ـ چې نيروانا ته رسيږي ـ يعني سم نظر ، سم نيت ، سمه وينا ، سم عمل ، دسم او راست ژوند طريقه ؛ سمه هڅه ، سم تفکر ، اوسم تمرکز ـ

پر دې برسيره په فرهنگ ډگر کې ميرزا خان په خپل کلام کې دځينو هندي فرهنگې اسطورو اودودونو يادونه هم کوي چې يو يې هم دستهۍ مفهوم دى .

۲ـ ستهۍ

دهغه په باور  ستهۍ دمفرط اشتياق يا عشق سر منزل بولي ـ سره له دې چې دا ديو جسماني عشق دعمل ميدان دى خو شاعر يې دتلميح په توگه يادونه کوي ـ

دستۍ نامه پر ما باندې صحيح شوه  + خلقه را ته ټوليږي لور دلوره

يا داچې :

له خپل ياره سره ما له سوختن ښه دی + نه په تاو چې دهجران سوزم بي اوره  (۱. ۷۷ )

نژدې پنځه زره کاله له ميلاد تر مخه  دا اسطوره ايجاد شوه کيداى شي ددى اسطورى شاته واقعيت هم موجود وي لکه چې وايي  چې په هندوستان کې د هندوییزم مذهب د  رامنځ ته کيدو اوپخيدو په  دې  لړ کې  په یوې مذهبي کورنۍ کې  د رام په نوم یو ځوان  په يوه پيغله چې ستهۍ نوميده مين شو ـ

روايت  دى چې دهغه   ځوان پلار  دهندويزم دمذهب يو مشهور پنډت و ـ هغه دمذهبې عقايدو ، له  مخې  خپل  زوى د یوه سپیڅلي انسان په توگه وسوځولو . رام او ستهۍ  چې  څه مود ه تر مخه يې  واده کړي وو له واده يې لا کومه ثمره نه وه تر لاسه شوې  .

په اساطيرو کې يادونه شوېده  چې کله  د رام جسد سوزول کېده، نو ستهۍ  د خپلې  سوځنده مينې له  امله د رام له جسد سره خپل ځان يو ځاى وسوزاوه، او د رام پلار چې د وخت مشهور پنډت و، د ستهۍ په سوزونې  يې چوپتیا غوره کړه، له همدې امله د  ستهۍ اسطوره ديو مذهبې عقيدې په توگه پاتې او تر اوسه يې دوام وکړـ  دا دود  په پښتو ادب کې ډېر ځله ياد شوى  خوشال بابا وايي :

چي ديار له پاره ځان په اور کې سيځې   مگر دا رسم مې خوښ دې دهندوانو  

رحمان بابا يې هم يادونه کړي ده وايي :

زه عار نه لرم په عشق کې له پيغوره    بې پروا يم دستۍ په څېر له اوره

خون بها مى دستۍ په مثل نشته    ما پخپله قبول کړى دى خپل سوى

اوهمدا اسطوره ميرزا خان انصاري   دخپل عارفانه اعتقاد اوباور سره گډه  کړې ده .

که ريا دې داخلاص په مينه پريملي + تروښادي درڅخه ولښه پسې ژاړه

دجليل کعبه په تاکې ده سازلي + دغفلت په خوی دې خوښه کړه اوجاړه

عجب کان دبينايي شرم اوهوښ دی + ستا دزړه دانايي څه شوه چرته ولاړه     

همدارنگه دهندوانو مذهبې جشن ستايي اوپه خپل کلام کې په ډير ښه شان دهغه يادونه کوي:

۳ـ هولي يا د هندوانو د رنگونو جشن :

دا څه وخت شو دهوليه + هندوان ټول شولو لوليه    ( ۱ـ۱۵۵ )

برهمن چې وصورت وته نظر که     لايقت يې بل څه نه لري بې اوره

کم دليل  له حقيقته خبر نه دى        دمجاز پرې باندې شپه شوه تکه توره

لکه روح دجبروت په مقام راغى    په کامل کې يې ناره وکړه په زوره

چې يو ځل له خوبه پاڅه ننداره کړه     دغفلت له پاره نه زووي له  موره

ددې روح له روښناييه خبر نه شوې     اى دزړه په غوږو کوڼ په سترگو کوره

ته زما په هستۍ  هست په ما کلام کړې     بيهوده دې دگومان انديښنه نوره

هر عارف چې دصورت له خويه ومړ    په معنى کې خپسر خلاص ويني له پوره    (۱ـ   ۷۵)

يا  هم په واقعي دونيا کې  ددارا شکوه اوسيتا رام يادونه کوي ـ

د دارا له حاله وايم       که يادکرد دسيتا رام کړم     (۱ـ ۱۲۸  ) 
هوليدهندوانو  يو  په زړه پورې پسرلنى فيستوال دى  . په دې کار سره دوى دپسرلي هر کلي کوي ـ همدارنگه په دې کار سره يا په دې نمانځنې سره هغوى دښو اونيکيو هر کلي کوي اودخداى کرشنا  له مهربانيو نه دخلکو سره يادونه کوي . په دې جشن کې ډيره مهمه خبره داده چې په هندوانو کې ټول کاستونه ددې ورځي يو شان لمناځنه کوي  ـ

ددې جشن په باب بېلابيلي کيسي ويل کيږي ـ يوه داسې ده چې وايي خداى ويشنو چې کله دهوليکا ايول ديمون(شيطاني ځواک يا روح لاندې کړ )  فتح کړ ـ اوهغوۍ يې دلرگو په اور وسيزل نو تر اوسه زياتره هندوان  دغه ورځ لمانځي ـ
په دې جشن کې دوې ټول را غونډيږي اودهوليکا لرگينه  څيره  سوځوى. اويايي په سړک غورځوي ـ همدارنگه دوې ناريال اور ته غورځوي دا دهندونو له پاره دشيطان دمرگ سمبول دى ـ وروسته بيا ناريال يا کوکو ناټ خوري ـ کيداى شي چى اور ټول شيطاني ارواح وسيزي اوله منځه يې يوسي ـ او بيا والوزي چې هندوان دهغه له شره  وژغورل شي ـ

د هولي په ورځ زيات هندوان خوښي کوي اوپه خوښۍ سره دپسرلي  ښه راغلي اوخپل نوى مذهبي کال لمانځي ـ دوې يو بل په سرو ؛ ابې  اوزيړو پودري  اواوبلنو رنگونو ولي ـ دوى ټول په  بله ورځ  په خوښى سره سرکونو اولارو ته ووځي.  همدارنگه سندري وايي  نڅاه کوي په نڅاه گانو کې دخدايانو  قهرمانانه مرگ نمانځي.  

دا چې په دې جشن  کې چى ډير رنگونه کارول کيږي  ډيرې ماناوي هم لري .

دپسرلي په راتلو يا پيل کې درنگونو نه خوند اخلي ـ ددې له پاره چې ځمکه بيا را ژوندي کيږي هرڅه غوړيږي اونوې ميوى وده کوي ـ

دا څه وقت شو د هوليه     هندوان ټول شولو لوليه

زه وتاسو وته وايم        اى دبرهمن ټوليه

عقل کل ورڅخه والوت     چې ايام شه دهوليه    

نارينه چې ديوانه شو       هسې ښځي يې دې بهوليه

ستاسې اصل دى له کومه   ځان په کوم نامه بوليه  

خوله توپ ژبه ماشه ده    بد گفتار په کې گوليه  

نامشروع يې ارگجه کړه     پر دستار اوپر چوليه

بد خويان لکه اغزي وي     بد کاران لکه ځوليه

نادان يو له څکوينه        بې صرفي لکه پوليه

سړى خوى دى که باور  کړي    دا صورت تشه ډوليه  

وخپل يار وته عشوه کا     خپسر ساز کا تنبوليه   

ميرزا حال وايي له غيبه  

که په زړه يې وتوليه ( ۱ـ۱۵۵  )

ويل کيږي چې دهندې فلسفي سيستم بنسټ د((آتمن)) او ((برهمن )) پر مسايلو ولاړ دى ـ دا دوه گړنې په اوپانيشادونو کې هم  ثابت مفهوم نه لري ـ په کلي توگه ((آتمن)) دجزيي روح  او((برهمن )) د عالم په عالي اوترانسيندينتال روح  اطلاق کيږي ـ هغه ټکي چې ددغه دوه گړنو په باب دپاملرني وړ دى ـ دادى   چې سره له دې چې دادواړه مفاهيم سره په اصل کې بيلابيل دي ـ يو په دنني عالم اوبله   عيني عالم ته اشاره ده ـ دزمان په اوږدو کې دواړه سره يو والي مومي اودنړۍ  دابدي حقيقت اوهستې  په مانا  کارول کيږي ـ دروح مفهوم ددننې عالم مانا لري ـ اوپانيشادي پوهانو په دې باور درلود  چې بهرني اونفساني حقايق يا بيروني اودروني عالم بايد په دقت سره  اوپه عيني توگه يوله بله مطابق او بهرني عالم سره يو ډول وگڼل شي ـ دا  فکري جريان ديوي بلې نظريي سره  چې محسوس عالم ديو واحد اصل  څخه را زيږيږي اوبيا شتون پيدا کوي يو ځاى شو ـ دا دبرهمن واحد اصل و چې له آتمن سره يو  او واحد وبلل شو ـ په دې اساس دوه فکري جريانونه  سره يو ځاى شو ل اولاره يې يو ډول ايدياليستي  وحدت يا مونيزم ته  هواره کړه ـ  چې تر دې وخته دهندي فلسفي سيستم يوه ځانگړنه وه ـ ( ۵ـ۲۸‎‎)

دقاطع حکم نه په دي باب ډډه کوو  په دې مانا چې قاطع حکمونه ددوگماتيزم اوتحجر سبب هم کيږي ـ خو کله چې عرفان څيړو او اشراقي پوهه څيړو ـ د اسلامي تمدن  په شمول  دبيلابيلو فرهنگونو اوتمدنونو ترمنځ  په بنسټ کې يو گډون شته ـ  چې موږ دکارل گوستاويونگ دټولنيز نا خود اگاه دتيورې محتوياتو په باب په فکر کى اچوي ـ

کله چې  د ميرزا خان فکرې بهير په لويه کچه  اوداسلامي عرفان په خوا کې دبشري تمدن په کچه څيړو ـ وينو  چې دا پښتون فيلسوف  هم دبشري افکارو په لوي سمندر کې  ورگډ شوى دى ـ

ماخذونه :

۱. د ميرزا خان انصاري ديوان .داکتر پرويز مهجور خويشکى ـ پيښور يونيورستي ـ ۲۰۰۴کال

۲ـاوپانيشادها ـ ترجمه ـ محمد دارا شکوه ـفرزند شاهجهان ـ (ازمتن سنسکريت ) ـجلال نايني . جلد اول ـ سال ۱۳۵۸ تهران ـ

۳. بودا چنين ميگفت : پوهاند دوکتور بهاولدين مجروح ـ اريانا مجله  دويمه گڼه   کال ۱۳۵۲ داطلاعاتو اوکلتور وزارت ـ

۴ـميرچا الياده ـ تاريخ انديشه هاى ديني . (ازگوتمه بودا تا پيروزې مسيحيت ) ج ۲ . ترجمه بهزاد سالکي ـ چاپ کتاب پارسه ـ ۱۳۹۴

۵.م . م  شريف . تاريخ فلسفه دراسلام . جلد اول .(تهيه وگرداوري ترجمه فارسي . زير نظر نصرالله پور جوادي . سال : ۱۳۶۲ .تهران ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب