شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرغزل: عبدالباري جهاني

غزل: عبدالباري جهاني

ما دي تر پښو پوري راوړی وو خپل ښکلی ژوندون
تا نذرانه قبوله نه کړه نازولی ژوندون
لکه ماشوم چي ضد کوي په ژبه نه پوهیږي
له خپل قسمته څخه غواړمه بایللی ژوندون
په هغه ورځ به دي خوږمن رنځونه وژړوي
چي په پردیس تابوت کي وګورې زما تللی ژوندون
کشکي مي سترګو د نړۍ دوه رنګي نه لیدلای
ما له ازله څخه نه غوښتی راغلی ژوندون
ځواني مي ستا د لونګین په ټال کي وزنګول
تا مي یوه شیبه را ټول نه کړ پاشلی ژوندون
چي مي په کار وې هغه شپې د هیلو ګور وخوړې
پریږده ژر تیر سي دا بوډی بلا وهلی ژوندون
نور مي د هیلو له مزاره څخه نه راګرځي
دا پر لکړه ستا له خیال سره وتلی ژوندون
د پښو خیرات یې د موسکا صدقه نه قبلوي
د ښکلیو ښار ته مي راوړی زمولیدلی ژوندون
د جهاني ګریوانه لار د تلو یې مه بندوه
پریږده له اوښکو سره توی سي دا نتلی ژوندون

د جون دوولسمه ۲۰۰۳ ویرجینیا

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب