پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهقانعګوره د فقیر کچکول کې تاج د سکندر پروت دی

ګوره د فقیر کچکول کې تاج د سکندر پروت دی

عصمت قانع
یو ځای مې لوستي وو، چې د فرانسې ستر لیکوال ویکتور هوګو ټوله فرانسه او د فرانسې پر لمن هستوګن انسان د فرانسوي ژبې په ټکو او لفظونو کې داسې رانغاړلي دي، چې که زر ځله د فرانسې جغرافیه او فرانسوي جامعه د هستۍ له مخې څخه پو پناه شي، خو بیا به هم د هوګو په الفاظو کې وموندل شي. د هوګو په لیکنو او جملو کې به فرانسه داسې ژوندۍ وموندل شي، چې ټول رنګونه او ټول مشخصات به یې په هماغه طبیعي قالب کې پراته وي.
تر فرانسوي ویکتور هوګو پورې افغان سعدالدین شپون را په یاد شو. زه په فرانسوي ژبه نه پوهېږم، د هوګو الفاظ او ټکي ندي رامعلوم او نه مې هوګو لوستی دی.
د هوګو په هنر به هغه پوهېږي، چې هوګو یې لوستی وي او فرانسه یې لیدلې وي او د فرانسې په رنګونو، جلوو او څېرو باندې بلد وي.
خو زه شپون پېژنم. هغه شپون چې شین ټاغی یې لیکلی دی، هغه شپون چې د بنګي پر غاړه ناست دی او ثناء الله کاکا یې رسم کړی دی، د ملا ماما د بام پرسر سندرې یې ثبت کړې دي. د بختورې غولانځورې د یاغي پېغلتوب د بغاوت پر تابلو باندې د افغاني رنګونو برسونه وهي او روښانه تصویرونه انځوروي.
هغه شپون چې د ارباب سامو د افغاني حیا نصیحتونه را اخلي، رنګ ورکوي او رنګ یې د ابدیت او تل پاتي توب پر منبر درېږي او له محوه کېدو، ورکېدو او پوپناه کېدو انکار کوي او د ژوند د بقا پر دریځ باندې ټینګ ولاړ دی.
هو: زه شپون در ښیم، چې هنر یې د افغاني خټینو ودانیو له پخڅو له چپنو او ګوبیچو، سندرو او نغمو، ساندو او ترانو څخه رنګ اخلي او رنګ یې د طبیعت د تائید او ملاتړ برخه لري او دغه برخه یې یوه صادقه چینه ده، چې د صداقت له کمره څخه راخوټکېږي او د شپون پر لفظي انځورونو باندې د رښتینولۍ هېندارې شیندي.
زه چې کله هم شپون لولم او یا د هغه تر قلم راتوی شوي الفاظ او ټکي ګورم، نو فکر کوم، چې په کلي کې یم، د جومات مخ ته ناست یم، بزګران ګورم، شپانه وینم، خټبانه وینم، ژوند وینم، خوځښت وینم او انسان وینم، هغه انسان چې افغان دی او رنګ او جوله یې افغاني ده. د دغې افغاني جولې ترسیم د شپون نبوغ دی او دغه نبوغ دومره له خاورو او خځلو څخه پاک دی لکه اوښکه چې تازه له لیمو څخه راوڅڅېږي.
روڼوالی او شفافیت یې طبیعي دی، هېڅ ډول تصنع نه وي په کې ګډه، هېڅ ډول تصنعي رنګ ځای نشي په کې پیدا کولای.
د خان اباد له چارتوت څخه رانیولې بیا د بولدک تر شیرو اوبو پورې شپون د افغان انسان د فطرت د رنګونو په رسامۍ کې د نبوغ مالک وي.
زه چې کله په تانده ځوانۍ کې د محمد صدیق پسرلي پر ټغر د هنر د رنګونو له کړکۍ څخه د ژوند میدان ته ورګډ شوم په لومړي وار د پښتو د نثر رنګینۍ ته متوجه شوم.
تر دې وړاندې مې د مشر پسرلي صاحب پر کور د ادب او ادبي مقصدیت په باره کې زیاتې خبرې اورېدلې وې. د نثر یوه وړه رساله چې لیونی باد نومېده راسره وه او همدغه رساله به مې د ورځې درې ځله سر تر پایه لوستله.
خو بیا وروسته مې د شپون یوه ټوټه ولوستله، دغه نثر چونډۍ راولګولې، وه یې تخنولم، وه یې ښورولم، راویښ یې کړم، ښکلا مې ولیده، حسن مې ولید. په سندرو، په بدلو کې، په شعرونو کې، په ژوند کې، د ژوند په رنګونو کې، د ژوند په څېرو کې او د ژوند په خوږو او ترخو کې.
یوه ورځ د اوړي په ټکنده غرمه کې د پېښور په کاکشال کې د مشر پسرلي صاحب لیدو ته ورغلم. تر ناستې وروسته پسرلي صاحب یو شعر راکړ، شعر نه وو نظم وو:
دغه نظم شپون صاحب مور ته لیکلی وو.
ای مورې خوږې مورې!
د نظم تر ویلو وروسته خپله مور را یاده شوه، فکر مې کاوه، چې مور مې همدا اوس د زابل له خړې دښتې څخه مخامخ راته ناسته، ده خبرې راسره کوي او کلیوال وایي، چې بوډۍ لیونۍ شوې ده، ممکن نا مکمن بولي اوناممکن ممکن.
شپون په معاصر پښتو ادب کې هغه ادیب دی، چې خلاقیت یې له بغاوت څخه الهام اخلي، له روایتونو ور اوړي او نېغ په نېغه پر انساني فطرت باندې خبره کوي.
د انسان غوښتنې او انګیرنې، دروغجن او رښتیني احساسات، صداقتونه او منافقتونه د نصیحت او تصنعي اخلاقو له قید څخه باسي او په خپل رنګ او خپله جوله کې یې وړاندې کوي.
د چا په افرین او نفرین باندې نه دی اړ، په کیسه کې یې نه دی، بس همدغه شپون دی، چې ممکن په پیړیو پیړیو یې سیال پیدا نه شي.
یوه ورځ یوه ادیب او شاعر چې اوازه یې په ټول افغانستان کې ګرزي راڅخه وپوښتل: ولې پر شپون داسې مین یې؟
ورته و مې ویل، نه یم پرې مین، هنر یې زورور دی، په زور مې د ځان پر لور ور کشوي، په دې کې نو زما ګناه څه ده؟
راته کړه یې چې شپون خو ګرد سره په ناول لیکلو نه پوهېږي، زه حیران دریان ورته پاته شوم، ما ویل قانع ګله بچو اوس یې نو ګزوه.
بس شهره افاق ادیب او شاعر ته مې وویل، چې زما لخوا درته سلام دی او نه غواړم چې د چا د ناحقه نفرت له زاویې څخه شپون ووینم. زه شپون ته د مینې او ښکلا له زاویې څخه ګورم او شپون ماته د مینې او ښکلا له کچکول څخه خیرات راکوي.
پرون کوم طالب جان له کوټې څخه تلیفون راته کړی وو، تر څو نا پړیتو وروسته یې راته وویل، موږ ته رپوټ راغی چې تاند تا او شپانه ته په بنډلو ډالر درکوي او تاسې د مجاهدینو پر خلاف لیکل کوئ.
حیران شوم د تاند چلوونکي شاید په خپله دومره څه ونه لري، چې خپلې عادي اړتیاوې پرې پوره کړي پاته شو شپون او قانع.
بیا مې شپون سترګو ته ودرېد، هغه شپون چې په کچکول کې یې د سکندر تاج پروت دی.
ګوره د فقیر کچکول کې تاج د سکندر پروت دی
زه یم د سخیانو د شومانو ګدا نه یمه

له محور ورځپاڼې په منننې.

1 COMMENT

  1. مشرقانع ته سلامونه اوپیرزوینې!
    وروره نه دچا داوتو بوتو اودتلیفون څخه وویریږی اونه دجاهلانو دنادودو څرګندونوڅخه،تاسو واقعآدیوه افغان ریښتنې بچی په توګه خپله عقیده څرګندوی داستاسو حق دی چی ویاړلی افغان اتلان هغه که په کوردننه دی اویا له کوره بهر،ژوندی دی اویایی دافانی نړی ته وداع ویلی ده پرتاسو اوستاسو په شان روښان ضمیره اواتلو قلم لرونکو افغانانو حق لری چی لږترلږ دهغوی څخه یادونه وشی دهغوی کړنی اوهغه شپی یی چی دافغان ولس دویښتابه لپاره رڼی کړېدې دتاسو په شان اسیلو بچیانو باندی حق لری چی اقلآ راتلونکی نسل ته ورپیژندل شی هغه که شپون دی،رحمان دی،خوشحال دی،حمزه دی،احمددی،محمود دی،میرویس دی،اکبرخان دی،امان دی،داود دی ملامشک دی، اویا داسی نورویاړلی څيری دی هغوی که دشعردلیاری یی خپل رسالت ترسره کړی وی یا یی دنثردلیاری دتوری دلیاری اویا هم دزعامت دلیاری یی خپل کردار ترسره کړی وی پرقانع حق لری چی اقلآورڅخه یادونه وشی .کوردی ودان قانع ستاسو په هوډ اوښکلی قلم دی برکت وی.
    ستاسو ورور ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب