چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم ځینې ځایونه داسې وي چې د انسان زړه او ذهن یې په لیدلو تازه کېږي. ، د میشیګن د شمال په ساحلي سیمه کې د ویدې یږې یا Sleeping Bear Dunes National Lakeshore په نامه یوه ښکلې سیمه ده چې بیخي لکه د جنت یوه ټوټه ښکاري.

دا سیمه د شګو د غونډیو، د سمندر د ارامو څپو او د ځنګلونو یو بې مثاله ترکیب وړاندې کوي.

ماته یې تر ټولو نوم ډېر جالب دی او له کومې ورځې چې ددې ځای په تاریخي روایت خبر شوی یم هر وخت به مې زړه غوښتل چې کله د کمپېنګ یا میلې لپاره ورشم او د شګو پر غونډیو د سمندر پر غاړه یوه شپه تېره کړم.

د دې ځای د لرغونو اوسېدونکو — اوجیبوا قبیلې —  د افسانو له مخې پخوا زمانو کې، یوه یږه له خپلو دوو بچیانو سره د لوږې او وچکالۍ له امله اړ شوه چې د اوسني ویسکانسن له ساحل څخه د میشیګن ستر جهیل پر سر واوړي او بله خوا ته کډه وکړي.

لار اوږده او له اوبو ډکه وه. یږه مخې ته روانه وه، خو بچیان‌ یې ورو ورو شاته پاتې شول. هغوی ډېره هڅه وکړه، خو له د لارې په منځ کې نور په لامبو وهلو ستړي او ډوب شول. مور یې ساحل ته ورسېده او د خپلو بچیانو په تمه د شګو پر یوې لوړې غونډې کېناستله، خو بچیان یې تر ډېرو ورځو راښکاره نه شول او یږه هم دغونډې پر سر مړه شوه.

نن ورځ د شګو دغه غونډۍ رښتیا هم داسې ښکاري له یوه خوبېدلې یږه چې د جهیل خواته ګوري او خپلو اولادونو ته سترګې پر لاره ده. دا افسانه نه یوازې د طبیعت ښکلا ته مانا ورکوي، بلکې د مور د مینې او وفادارۍ ژور پیغام هم له ځان سره لري.

اوړی له ځینو دوستانو سره همدې ښایسته ځای ته لاړم. د لارې په اوږدو کې د ونو له شنو کتارونو، د شګو له غونډیو او د لوې بحیرې د څپو غږونو سره مخامخ شوم. هر قدم زموږ د ارامۍ او خوند یوه نوې نغمه وه. د غونډیو سر ته چې پورته شوم، د لمر وړانګې د شګو پر غره لکه د سرو زرو رڼا خپره کړه، داسې احساس مې وکړ لکه د وخت یوه لحظه ولاړه وي، چې نه تېرېږي او نه ختمېږي.

کله چې ماښام خپرېده، ما هم د ساحل پر نرمو شګو خپله خیمه ودروله. هلته ځای پر ځای د اور بلولو نغري جوړ شوي وو چې په یوه کې مې لمبې تازه کړې. کله چې د اور سرې لمبې د شګو پر غونډیو نڅا کوله او ورسره د سمندر د څپو غږ ملګری شو، نو د شپې په درانه سکوت کې یو بې مثاله خوند پیدا کېده. که څه هم شاوخوا مې نورو خلکو هم کېږدۍ درولې وې، خو په دې ټوله فضا کې داسې یو سکون خپور و چې نه د چا په چا کار و او نه څوک د بل د ازار سبب ګرځېدل.

نه پوهېږم چې پر ما څه بلا ده، چې نه په خپګان کې مې ګران وطن له ذهنه وځي او نه په ارامۍ کې. د اور په څنګ کې ناست وم او د چایجوش بړاسونو ته مې کتل چې فکر مې بې واکه د وطن ښایستونو او د غرونو لمنو ته ولاړ. په زړه کې مې وویل: ‘موږ د چکر او مېلو څومره په زړه پورې ځایونه لرو!’ زما په ذهن کې بدخشان، نورستان، ځاځي اریوب، پغمان، بند امیر او د هېواد ډېر نور سیل ځايونه پرلپسې انځورېدل. لکه یو لیونی له ځان سره بوخت وم، کله به موسکی شوم او کله به غوسه راغله.

د خپلو خلکو د خوشالیو شېبې او د وطن ښکلي منظرې به چې را یادې شوې، نو خوشالي به مې زړه ته راغله، خو له بده مرغه چې کله به د خپلو خلکو بې ذوقي او ځینې ناوړه دودونه ذهن ته راغلل، نو خپه به شوم. خپګان مې په دې و چې موږ داسې ښایسته منظرې او سیل ځایونه لرو، خو نه یې د بازار موندنې (مارکېټینګ) په ارزښت پوهېږو او نه یې د نظافت او پاکوالی خیال ساتو. تر ټولو بده یې لا دا چې مېرمنې او نور سیلانیان دومره تنګوو چې چېرته موږ ناست یو له هغه ځایه لرې ولاړ شي.

غالباً د ۲۰۱۰ کال خبره ده. په یوه رسمي سفر بامیانو ته لاړم. هلته دوه همکاران راسره ملګري شول، او له لږې ساه اخیستنې وروسته مو پریکړه وکړه چې د بند امیر لیدو ته ولاړ شو. بند امیر د افغانستان یو بېساری او لرغونی طبیعي شاهکار دی، چې د بامیان د زړه په غیږ کې پروت دی. دا ځای د هندوکش د غرونو په لوړوالي کې د شپږو ژورو او په زړه پورې نیلي رنګو جهیلونو یوه ځنځیر دی — داسې ښکارېږي لکه د آسمان ټوټې چې په ځمکه پرېوتي وي.

دا جهیلونه د مېنرالي اوبو له برکته په طبیعي ډول جوړ شوي، او د وخت په اوږدو کې یې د سختو ډبرو (Travertine) طبیعي دیوالونه جوړ کړي دي. دا هماغه دیوالونه دي چې د اوبو دغه نیلي خزانه یې د پېړیو راهیسې په غېږ کې ساتلې ده.

وروسته له هغې چې مو د بند امیر د نیلي او شفافو اوبو له ښایست څخه خوند واخیست، یو ملګري وړاندیز وکړ چې د شاوخوا خړو او سرو غونډیو منظره هم ووینو. تر څو شېبې مزل وروسته، د یوه ارام ډنډ پر غاړه د یوې لویې ونې لاندې کېناستو. باد له اوبو سره نرمه نغمه غږوله، د لمر زرینې وړانګې د اوبو پر سطحه ځلېدې، او چاپېریال یو ډول عجیبه ارامتیا لرله.

زموږ نه لږ لرې، یوه بله ډله ځوانان هم ناست وو. د چرسو بوی د باد په څپو کې ګډ شو، او د هغوی لوړې لوړې خنداګانې هم زیاتې شوې. یو ملګري راته ورو وویل:
– ښه به دا وي چې بل ځای ته لاړ شو

موږ لا پورته کېدو ته ځان نه جوړاوه چې ناڅاپه له هغې ډلې یو تن، چې ځان یې قوماندانګوټی باله، زموږ ملګري ته بېځایه‌ او سپکه خبره وکړه. یوه شېبه چوپتیا خپره شوه. موږ درې واړه حیران یو بل ته وکتل؛ نه مو غوښتل غبرګون وښیو، او نه مو د صبر توان درلود. د بند امیر د نیلي اوبو خوند، د غرونو ښکلا، او د طبیعت هغه ارامتیا — هر څه په یوه شېبه کې د هغه سړي د بېځایه خبرو تر سیوري لاندې پټه شوه. دا د افغانستان د ښکلا او واقعیت ترمنځ هغه نازک پُل و، چې انسان پرې د خندا او خفګان ترمنځ معلق پاتې کېږي.

پغمان کې همداسې یوې بلې پېښې خپه کړم. له ښاغلیو ډاکټر صیب نورالحبیب نثار، طایر ځلاند، شرر ساپي او محبوب شاه محبوب سره په چکر تللی وم. ښایسته سیمه وه. خو چې چېرته به کوم فامیل ناست و. ډله ډله ځوانان به ترې تاوېدل.

ځاځي اریوب هغه بې سارې سیمې او کمپینګ ځایونه مې ذهن ته راغلل چې څومره بې باکانه چلند ورسره کېږي. له بده مرغه، زموږ وطنوال چې هرځای بنډار وکړي، خوراک او څښاک وکړي، بیا یې په هماغه ناولي حالت پرېږدي او بې پروا ترې روان شي.

د شپې تر ناوخته مې لاندې د اور لمبو او پورته ستورو ته کتل او د سوچونو دا لړۍ روانه وه.

هوا لږه نمجنه وه، ایله یو څو ساعته خوب به مې کړی و چې  سهار وختي د مرغانو خوږو سندرو راويښ کړم. د لمر راختلو سره سم، موږ یو ځل بیا د شګو د غونډیو څوکو ته پورته شولو. په تازه سهارنۍ هوا کې پر نرمو شګو پښې یبلې تګ او له هغې لوړې څوکې نه د سمندر د څپو لیدل یو بې ساري خوند درلود.

هر ځل چې به د اوبو څپې زموږ تر غوږونو رارسېدې، نو په ذهن کې مې د افغانستان د غرونو تازه والی او د شګو د دې غونډیو تود لمس تازه کېده. په دغسې ځایونو کې انسان د نړۍ له مختلفو ښکلاوو سره اشنا کېږي، او د کور، وطن او طبیعت تر منځ یو ژور او نه شلیدونکی تړاو احساسوي.

د مکیناک ټاپو کې د پښتنو تصویر | عزت‌الله شمسزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...